
نويده خوشبو
د افغانستان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ درې ورځنۍ جګړه پاى ته ورسېده. دا نښته پر ګډه پوله د پاکستان لخوا دنويوتاسيساتو له جوړولو وروسته د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ پېل شوه.
افغان ځواکونو په بې مخينې توګه د بريدونو ځواب ورکړ،او د ځواکونو او تجهيزاتو کتارونه پولې ته ورسېدل. دا لومړی ځل دی چې دولتي ځواکونه له دومره پراخیتا سره پاکستاني پوځيانو ته ځواب ورکوي، او ان د پاکستان د ملي پوځ یو لوړپوړی افسر هم وژني، خو پوښتنه دا ده چې:
ولې لومړى دپاکستاني ځواکونو لخوا بريد وشو؟
له دغو بريدونو موخه څه ده ؟
د ډېورنډ کرښې مسٌله به څوک او کله حل کوي؟
او د دغو نښتو پايله به څه وي؟
ولسمشر غني پاکستان ته د دوستۍ لاس له اوږدلو سره سم، دځېنو ګواښونو،درېځونو او شرطونو يادونه کړې وه. د تېر په څېر، دغه هېواد نه د سولې او نه هم په نورو برخو کې کومه عملي مرسته کړې. نوى څېړنې ښيي: دا هېواد لا هم د ترهګرو روزنځاى دى، ټول طالبان همدا هېواد تمويل اوتربيه کوي. د افغانستان د امنيتي او بهرنۍ پاليسي له مخې د دې هېواد په وړاندې لا هم کوم ځانګړى موقف ندى نيول شوى. ښايي، ولسمشر په خپلو څرګندونو کې جدي نه وو؛ځکه لا هم له دې هېواد سره کلکه ملګرتيا پالل کيږي. ناڅاپه،زمونږ د ځواکونواو چارواکو پام دپولې نښتوته واړول شو، کېداى شي په دې کې هم ددغه هېواد کوم چل وي، او له نورو سرحدونو ترهګر او وسلې هيواد ته ورداخلې کړي!
د پاکستاني ځواکونو لخوا وخت ـ ناوخت دا ډولبريدونه شوي،خو دا چې ملګرو ملتونو ته شکايت ولې نه کيږي؛ مالومه نده !امريکا وايي: د دواړو هېوادونو نښتې له نږدې څاري؛ دا په څه مانا؟!ايا د پاکستاني ځواکونو بريدونه د ټولو قوانيو خلاف او ښکاره تېرى نه دى؟
ويل کيږي،دا بريدونه پر افغان حکومت د فشارونو راوستلو لپاره کيږي،څو د ډېورنډ مسٌله يوې خوا ته شي؛ هغه کرښه چې د افغانستان لخوا په رسميت نه پېژندل کيږي.
د ملي امنيت شورا وايي: دا مسٌله بايد د سياسي لارو حل شي ډېورنډ، ملي مسله ده،او دا پرېکړه د ملتونو واک دى ؛ دحکومتونه له اختياره وتلې. بله دا،چې پاکستان په سيمه کې پياوړتيا لپاره لومړى ځان په افغانستان پېژني،ځکه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان بايد په سیمه کې د ټېکاو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان هڅې په رسیمت وپېژني او یا دې د نورو لاس پوڅی وي. د لوېديځ غلام، خپل سيال هيواد( هند) يادوي
دسلما بند په تړون دردېدلى هېواد،غچ اخلي !!!
و یل کېږي : پاکستان د تورخم ښارګوټي ته نږدې ډېر سرتېري او جنګي وسایل ځای پر ځای کړي دي. که څه هم پاکستاني رسنۍ وايي: د دروازې د جوړېدو کار په اسلام آباد کې د افغانستان له سفیر سره هوکړه شوې ده،خو زاخېلوال دغه خبرې ردوي.
په تېرو کلونو کې د پولې د شخړو په اړهد افغانستان،پاکستان او ناټو درې اړخیزې ناستې جوړې شوې وې، خو اوس دغه بهیر درېدلی دی.
خو،دپاکستان د تېري پروړاندې د افغان ځواکونو ملاتړ،اودفاع په ډاګه کړه چې افغانستان کمزورى نه دى،له خپلې خاورې ساتنه او دفاع کولې شي. پرته له دې، په سوداګرۍ اونورو برخو کې د پاکستان بديل هم موندلى شو. افغانستان د سېمې او نړۍ له ډېرو هېوادونو سرهبېلابېل ټړونونه لري، چې له مخې يې د پاکستان د بې کېفيتو او تاريخ تېرو توکو پر ځاى په نورم او سټندرد برابر توکي واردولى شو.
د سرحدي ولايتونو اوسېدونکي دې هم پهکلدارو د راکړې ـ ورکړې په پرېښودلو سره پاکستان ته کلک ګوزار ورکړي؛ اوتر فشار لاندې دې راولي!!