
د یو هدف لپاره د زیاتو مالي او ځاني قربانیو ورکولو ته جنګ وايي ، د زیاتره جنګونو قرباني داسي حد ته ورسیږي، لکه څوګ چه په مریضه چرګه یو پسه صدقه کړي.
جنګ شاته د تباهي، بي اتفاقئ او مرګ ژوبلې لښکرې پریږدي، چې په نتیجه کي په ډیرې کمي سلنې سره هدف ته رسیږي یا ګټه ترینه ویني.د تورخم جنګ هم لاندي ګټي او توانونه لري ؛
1. پاکستان به له اسرائیلو وروسته په نړۍکېدوهم نمبر د ګاونډي هیوادونو سره بد چلند کونکئ هیواد وپیژندل شي.
2. د افغاني ، مرکزي آسیا او نورو سوداګرو توجه به د کراچئ بندر نه د چاپهار بندر ته واوړي ، او یا به افغانستان ته له چین نه ځمکني انتقالات له قزاقستان یا جرګتال له لارې زیات شي.
3. د خوراکي او ساختماني موادو سوداګرو کاروبار او توجه به زیاتره د مرکزي آسیا هیوادونو ته واوړي ، او ورسره به په افغانستان کي خلک پانګي اچوني ته وهڅیږي.
4. پاکستان کي به د افغانانو د کم تګ او راتګ له وجي به د روغتونو، ټرانسپورت هوټلونو یا کارخانو په ورځینئ کاربار کي د پام وړ کموالئ راشئ؟
5. نا اعلان شوئ جنګ به په اعلان شوي جنګ بدل شي ، چې په نتیجه کي افغان دولت د طالبانو په مینځ کي خواخوږي پیدا کړي ، او ممکن په ډیرو سیمو کي د امنیت سبب وګرځي.
6. د اعلان شوي جنګ له ویرې به د پاکستان دولت د مهاجرینو نه د خطر اخساس وکړي ، او وتلو ته به يي مجبور کړي.
7. کیداي شي ډیر طالبان د حکمتیار صاحب په قسم د سولي خبرو ته چمتو شي.
8. د سولي رواني خبرې به تکنئ شي ، خو ولاړي خبرې به شور وخوري.
9. د کاسي پروژې په قسم نورې حیاتي پروژې به د ځنډیدو له خطر سره مخ شي؟
10. د کرښي دواړو طرفو ته د پښتون قوم په مینځ کي د خواخوږي پیدا کیدو وړاندوینه ځکه مشکله ده، چې تر اوسه نه یو مشر لري او نه تر یوه بیرغ لاندي ژوند کوي، صرف د دښمن د ګوتي په اشاره حرکت کوي، او د ښمن هره خبره ورته آیات او حدیث ښکاري.