
د ملی وحدت حکومت دسولې په اړه داسې مهال خپل اقدامات را برسیره کړل چې حکومتي سکښت یی لا تر اوسه نه دی بشپړ شوی او کابینه یی دشورا او ارګ داختلافاتو ښکار شوې ده.
دکابینې نه بشپړتیا د دې لامل شوې ده چې په اداراتو کې پراخ فساد ته لاره هواره شي او عامه نظم له ډول دول ننګونو سره مخامخ شوی دی ، چې دا ټول له طالب سره تر مذاکراتو څخه دمخه بشپړول پکار و خو دتوقع خلاف نوې ادارې دکورني سیاست دسمبالولو پر ځای بیروني سیاست کې افراطي ګوتوهنې وکړې ، پاکستان به دوست نه شي او دهند سره یی زموږ د کلونو روغې اړیکې او باور دسوال سره مخامخ کړ .
مشهور متل دی، چې وایی ړوند یو وار امسا ورکوي، خوتیرو دېرشو کلونو کې زموږ سیاستوالو او چارواکو په کراتو کراتو امساګانې ورکې کړي دي .
هېواد خو مو هسې هم په سوونو کلونو پر شاتګ وکړ، که له ځانونو سره یوه محاسبه او یوه ارزونه وکړو، نو د روسانو پر خلاف جهاد بالاخره دپاکستان دفاع وخته ( جهاد افغانستان دفاع پاکستان )، دمجاهدینو عبوري اداره، چې په پاکستان کې جوړه شوه او کابل ته راوارده شوه اصلا دافغانستان د دولتي سیستم او اردو د ړنګېدا پنجابی پلان وخوت ( له روسانو څخه راپاتې وسلې ، ټانکونه او الوتکې دپاکستان پوځي اډو ته منتقل شوې)، طالب هم له پاکستان څخه سرچینه اخېستې او له هماغه ځایه اداره کېده او زیار یی اېستلو تر څو افغانستان دپاکستان یو ایالت په توګه ومنل شي ( دشمالي اتحاد او طالبانو مذاکرات په اسلام اباد کې تر سره کېدل او افغانستان ته په دپاکستان دبهرنیو چارو دوزیر پرځای دکورنیو چارو وزیر معین حیدر راتلو ) او اوسني حکومت کې هم دیو شمېر ګوته په شمار کسانو پرته نور دپاکستان له ګرېوانه راوتلی دي ، دبلخ والي سره دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت معین ملاقاتونه کوي، آن داچې د محمد محقق په اړه خو دا تصور بیخي ګران و، چې ګواکې دپاکستان جاسوسي دې وکړي، ځکه په غالب ګومان سره ایرانی بلل کېده ، مګر همدغه ښاغلی دپاکستان تر ټولو اصلي او سکه عقیدتمند وخوت اوسیاسي مشاور یی داکتر حسین یاسا دپاکستان دجاسوسۍ په تور او شواهدو ونیول شو، چې دراپورونو له مخې په دې کار هم محمد محقق ګومارلی و ..... نو د روسانو سره د جنګ نه تر اوسه دهر نظام په بدلېدا سره موږ ارو مرو امسا ورکه کړې ده او چې دوه زره څوارلسم څومره رانږدې کیده، نو دپاکستان دوعاګویان ورسره زیات شول، په تېره دنواز شریف دحکومت په راتلو سره خو طالبان آن په پاکستاني پاسپورت قطر ته ورسیدل .
اسامه په ایبټ اباد کې اوسیده او ملا عمر په کوټه کې اوسیږي ، طالب زندانیان دکور پر ځای سنګرونو ته استوي او د مصؤونو اوسیدو زمینه یی ورته برابره کړېده چې دا ټول کارونه یوازې افغانستان ته زیان نه رسوي بلکې د ټولې سیمې ثبات یی ګواښ سره پېښ کړی دی ،
دیو بدقسمته قوم ستره نښه تر دې بله کومه کېدای شي چې، مشران یی پردي پالیو کې سیالیو ته مټې راونغاړي او خپل نوم او نښان دپردیو پښو ته واچوي.....
ستونزه داده، چې ددې ټولو سره سره پاکستان آن خپلو چوپړوالو ته هم دښه نیت څرګندونه ونه کړه او زیار باسي تر څو دافغانستان کړکیچ ورځ تر بلې وغځیږي چې په خړو اوبو کې ماهیان ونیولای شي.
دافغانستان په اړه دپاکستان پالیسي بیخي بربنډه ده چې په خوله وایی موږ په افغانستان کې سوله غواړو خو په عمل کې طالب او القاعده له همدې لستوڼي څخه راوځي .
تر پرونه په قطر کې پټو مذاکراتو پایله ونه درلوده نو امریکا اړه شوه چې دحقاني ډلې مشران لاس تړلي راولي او افغان دولت ته یی وسپاري چې ګواکې دهېواد په جنوب ختیز کې یی ونیول ....امریکا او نوره نړۍ چې دترهګرۍ په نامه دمسلمانانو دځپلو په موخه سره یو لاس شوي دي ایا له پآکستان څخه ولې نه پوښتي، چې اخر دا طالب قطر ته څنکه راورسېده؟ او چې دا کار نن ممکن کېدای شي پرون ولې نه کېده؟ دا او دیتعه ورته پوښتنې دپاکستان د حسن نیت په اړه دهر افغان په ککر کې تاویږي.
خو داځل د ولسمشر خوشبینيو د سولې ته د ولسونو هېلې تاندې کړيدي اما ورسره ورسره دا اندېښني هم تاندې شوي دي چې، بیا د خوشباوریو ښکار نه شو، لکه دا څه دپاسه دېرش کاله چې خوشباوریو ننۍ ورځې ته راورسولو !!!
داځل موږ ددې شاهد یوو چې د پاکستان د صدراعظم، دهغه ستر سلاکار سرتاج عزیز ، د استخباراتو او دپوځ مشران کابل ته رادرومي، نو له دې ځایه دیو قاطع جواب سره ستنیږي او همدا ده چې موږ ته دخپلو پالیسیو جوړولو مسیر مشخص شو .
دا ځل دسولې په معضله کې د چین مستقیمه مداخله دیو غیر مرئي تضمین په توګه ددې ډاډ باعث شوی چې ممکن دپخوا په پرتله دسولې خبرو کې د رېښتینولۍ مالګه ډېره وي .
په اوکراین کې د لویدیز او روسې خپړې لګول ددغې رېښتینولۍ بل دلیل کېدای شي چې دسیمې ځواکمن هېوادونه دخپلو سیاسي ، اقتصادي او نظامي ګټو د خوندي ساتلو په موخه سره مرموزې هوکړې ته رسیدلي وې او دلته د لویدیز دموخو مخه ډب کول غواړي ، چې معقوله او منطقي لاره یی دپاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو نږدې کول او د ددواړو هېوادونو ترمنځ دکړکیچونو کمول او دباور زیاتول دي .
چې اوسمهال دغې باور ته د کابل او اسلام اباد په وینا دتاریخ بیساری کار شوی او ددوی په ونیا شرایط چمتو شوي دي .
خو زموږ په باور بیا هم دپاکستان پر ځای دامریکا سره دسولې په اړه تفاهم ځکه غوره و چې پاکستان هم د امریکا له ارادې بیرون ګام نه شي اخېستلای او که په دې برخه کې دخپلو ملی مسایلو په ترجیح سره غواړي دطالب دټغر په ټولولو کې رول تر سره کړي نو دا تضمین ورسره شتون نه لري چې ایا دطالب په ورکاوي سره به سوله راشي، ځکه چې سر له اوسه دغې مار پوستکې ایستلو ته ځان جوړ کړی دی چې دطالب له پوسته راووځي او د داعش پر پوست ورننوزي.
په غزني او زابل کې د داعش په نامه راټوکیدلي بوټي همدا اوس دامریکایی ټانکره خړوبیږي ، په مډرنو نظامی تجهیزاتو سمبال کانتینرونه ور استول کیږي او سره له اوسه د درواغجنو تبلیغاتو پّ مټ ځوانان هڅوي چې لیکو ته یی ورشي او دنوی اغتشاش رامنځ ته کېدو ته لاره هواره کړي ، نو ایا په دې صورتحال کې به افغانستان له پاکستان سره په ترسره کړې سودا کې ګټه کړې وي که تاوان ؟
ستونزه داده چې زموږ سیاستوال او چارواکي دکدو د ګل په څېر دموسم سره سمه وده کوي او دموسم په تیریدو سره سم وچیږي ، کنه نو دوی باید دپاکستان سره د مکې له سوګنده نیولې تر دپرونه پورې دټولو ژمنو په عملي بڼه وغږیږي .
که نن پاکستاني چارواکي دکابل او اسلام اباد داړیکو ښه کېدا ته تاریخي چانس وایی ، نو تیروتنه به هم تاریخي وي ځکه چې همدا زموږ وروستی چانس دی چې که مو دلاسه ورکړو بیا نو دپاکستان سره دراتلونکو باورونو کیسه تل له پآره پای مومي او دا به په داسې حال کې وي چې هندوستان به مو هم له لاسه ورکړی وي .
دهندوستان سره دکابل اړیکې او همکارۍ پاکستان ته همدومره فشار بلل کیږي، څومره چې دطالب سره دپاکستاني استخباراتو همکاري پر افغانستان فشار بلل کیږي، نو په دې اړه داړیکو دومره بیړنی او چټک سړښت ښایی په ډېر ګرانه بیه بیرته جبیره کړای شو .
اوس هم موږ پر خپل ولسمشر باور لرو چې دافغانستان بنسټیزې ګټې به په پام کې ونیسي او دسولې په خبرو کې به پاک افراد دمنځګړیتوب له پاره وټاکي ، ځکه تر پرونه دسولې دشورا مشري داسې چاته سپارل شوې وه چې هغه اصلا پخپله دطالب سره په طرف او خصومت کې واقع، نو کله ممکنه وه چې سولې ته دې ژمن وای او دا تیروتنه وه چې دسولې دشورا دمشر په انتخاب کې پخوانی ولسمشر کرزی کړې وه او هرګز باید داسې ستره اشتباه تکرار نه شي .
ولسمشر غني چې پخپله یو پاک شخصیت دی دفساد سره له زړه مبارزه کول غواړي او دهېواد په پرمختګ کې عملي ګام اخېستلو توان لري ، مګر که دسولې په سودا کې دپاکستان دوکاندارۍ او مداریتوب ته ځیر نه شي نو دولس په هیلو به یی همدومره خاورې اړولي وي لکه پر خپل باور یی چې ور اړوي.