
د احمدنګر كلا
مكرم صديقه!
كوچنيان در بړ په رنګنيو پوكانو ډېر خوښيږي . زما هم ور سره په كوچنيتوب كې ډېره مينه وه. د مرحوم پلار په مريدانو كې يو هم عبدالرحمن و چې انګريزي خولې يې جوړولې هغه به دا پوكانې ماته راوړلى او زه به ورباندې ډېر خوښيدلم.
يو ورځ مې خيال شو چې داپوكانه په كوم څيز چوخ كړم او وګورم چې دننه څخه څه راووځي د شهسرام يو مغلاني چې “اماني” نوميده زمونږ په كور كې در زيتوب كاوه. ما دا ماني د ستنو له كوتۍ څخه يوه ستن وايستله او په پوكانه مې ورچوخ كړه چې په دغه پيښه اوس ۴۷ كاله تير شو دى خو زه فكر كوم چې د پوكانې څښهار مې لاتر اوسه په غوږو كې دى چې د غازله ناڅاپه راوتلو نه پيدا شو. دا غاز دوتلو له پاره دومره بېتابه وو چې د ستنې سورى يې وموند نو فوراً يې فواره وكړه او دوه درې شيبې لانه وې تيرې چې پوكانه تشه شوه او غنجه پر ځمكه ولويده.
تاسو باور وكړﺉ چې زما زړه هماغې پوكانۍ په څير پړسيدلى او د تشيدلو له پاره بيتابه دى ، كه څوك ستن را واخلي او زما په زړه يې چوخ كړي نو باور لرم چې بړاس به يې هماغسې د پوكاڼې په شان په چيغو په ټوپو ووځي:
شد آلن كه آهل نظر بركناره مـــــــــــى رفتند
هزار گونه سخن بردهان ولــــــب خاموش
ببانگ چنگ بگويم آن حـــــــــــــــكايت ها
كه از نهفتن آن ديگ سينه مى زد جوش
برايى شپه يو عجيب حال را باندې راغى تر ډېره پورې مې داسې محسوسو له چې په زړه مې ستن چوخيږي او ښايي چې د زړه بړاس به مې اوبه شي او په بهيدو به پيل وكړي خو تش يوه سانحه وه چې راغله او لاړه او طبيعت مې هماغسې بندي پاتې شو . ديګ جوش وخوړ خوونه چاوديده اوو نه بهيده.
ضعف سى گریه مبدل بدم سرد هوا
باور آيا همين پانى كا هوا هوجانا ([1])
له ما سره په سفر كې يوه بى سېم راډيو وه كله چې په بمبي كې ونيول شوم نو دا راډيو هم له سامان سره راوړل شوې وه. خو كله چې سامان دننه كلا ته راوړل شو، نورا ډيو په كې نه وه. معلومه شوه د باندې يې ايساره كړې ده له جيلر (بنديوان) څخه مې پوښتنه وكړه ، نو هغه راته وويل : د قوماندان په حكم ايساره كړى شوى ده او اوس به له حكومت څخه د هغې په باره كې معلومات واخيستل شي، نو راته جوته شوه چې داراډيو ماته نه راپريږدي.
درې اونۍ وروسته له اخبارونه بندیز ليرى شو خو راډیو يې بيا هم ماته رانه كړه او هغه د چيته خان په دفتر كې بندي پاتې وه . اوس مې چيته خان ته وركړې چې په خپل كور كې ورڅخه كار واخلي ځكه هغه كورته چې ده انتقال كړی دى په هغه كې بى سيم راډيو نه شته:
خو نن سبا يو پوځي افسر كلا ته راغلى چې بى سيم راډيو لري چې كله كله يې دلته هم غږ راځي.
پرون شپه ډېره پاكه غږيدله او غالباً د بي بي سي پروګرام وو او كوم وايولين غږوونكى خپل كمال ښوده اولى يې داسې وه چې ته به وايې بى لفظه نغمه ده:
حديث عشق كه از حرف صوت مستغنى است
به ناله دف ونى درخــــــــــــــــــــــروش وولوله بود
نا څاپه ديوى سندر غاړي خوندور غږ راغى او دساز له زيرو بم سره ملګرى شو هغه عالم يې جوړ كړ چې د شيراز خواجه ورته داسې اشاره كړې:
چه راه مى زنداين مطرب مقام شناس
كه درميان غزل قول اشــــــــــــــــنا اورد
لومړى خو مې پر طبيعت باندې يو فوري اثر ولويد او داسې راته محسوسه شوه چې ګوندې د زړه پولۍ مې چوي خو دا حالت له يو څو شيبو څخه زيات پاتې نه شو او بيا خواشينۍ تر ستونې ونيولم:
يا مگر كاوش ان نشتر مژكان كم شد
ياكه خود زخم مرالذت آزار نمــــــــاند
[1]- له ضعف څخه مې ژړا په ساړه اسويلې بدله شوه ما ګمان وكړ چې ګوندې اوبه په هوا بدلې شوې.