
سمیع الله ایلم، کابل
فبروري۲۰۱۵،۲۰
هره کمپنۍ کوښښ کوي چې د خپلو محصولاتو ځانګړې نمونې بازار ته وړاندې کړي! د دواوو کارخانې ډاکټرانو ته مفت سمپلونه لیږي او هغوی بیا ناروغ ته ورکوي! ناروغ د دواخانې له دوا څخه په دې سمپل ډیر باور کوي. وایي: دا ډاکټر پخپله ما/موږ ته راکړله!
په دغې نمونې باور له هرې بلې ډیر وي: له یوې خوا د ډاکټر ملاتړ او له بلې خوا د کمپنۍ لخوا ځانګړی حیثیت چې دغې دوا ته پرې قایل دي!
ستونزه هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله نمک ګنده ګردد!
که کلیوالو ته ووایې چې ځوی ښوونځي ته ولیږه! وایي څه فایده؟
هغه ګل خان چې ځوی لیږلی و، دوه کاله کیږي چې بې کاره دی!
پخوا به یې ویل چې څه شي ته یې ولیږو؟ کافر ترې جوړیږي! همدغه غریبي مو ښه ده نه هغه کفر! دوی پر حقه وو ځکه چې د همدغو کلیوالو زامن کابل ته راغلل کمونیستان شول!
شراب نوشي یې پیل کړله! په خپل پلار او د کورنۍ په نورو غړو به کابل کې شرمیدل!
هلکه مسلمان شه او صحیح هغه! وایي ځه بابا، دغه مجاهدین خو ټول برطانویان او... را وختل! همدغه فسق مې ښه دی!
که چا ته ووایې چې مدرسې ته ځوی ولیږه، وایي ترهګر ترې جوړیږي! هسې نه کور کې مو پټاو کړي!
که د کوم تعلیم یافته ولایت مثال چاته ورکوې نو وایې یاره لوفري له تعلیمه ښه ده؟ ننګرهار بمقابله پنجشیر!
دلیل راوړي چې که په تعلیم شي نو ننګرهار به اوس پاریس و!
دلته یو فاسد شاروال لس کاله حکومت وکړ!
جلال اباد تر ټولو مردار او خیرن ښار دی!
مدني ټولنې یې کوم ارزښت نه لري!
د شعراوو کوم منلی مرکز نلري!
په دې ښار تر ټولو ډیر بې سواده حاکم دي!
ډاکټران یې په اسلام آباد کې ډمو ته په ... کې پیسې منډي!
افراطیت په دې ولایت کې په اوج کې دی!
او...
نو اوس سړی نه پوهیږي چې یو څوک د یو ښه کار لپاره څنګه تشویق کړي؟!!؟!