د ملي سرود تاریخ

 

لیکنه: شفیق امیرزی
د افغانستان لومړنۍ ملي سرود د امیر امان الله خان په وخت کې جوړ شو. هغه وخت چې امان الله خان له انګریزانو آزادي واخیسته نو غربي موسقۍ سره یې ملي سرود جوړ کړ، دا سرود په پښتو ژبه وو چې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې خپور شو له هڅو سره مې د هغې نمونه پیدا نه شوای کړی.
وروسته له دې چې په هیواد کې د امیر امان الله خان په وړاندې خلک را وپارول شول امان الله خان له هیواده ووت حبیب الله کلکاني( دسقاو زوی) امر چلاوه په دې وخت کې (۱۹۲۲م) افغانستان ملي سرود نه درلود ځکه کلکاني د هر ډول تمدن مخالف وو او ملي سرود یې یو کفري عمل باله مکتبونه او چاپخونې یې و تړلې.
په (۱۹۳۳م) کال کې کله چې په افغانستان کې سیاسي سم سمکی راغی نادر خان پادشاه شو د پرمختیا هڅې کېدې خو ملي سرود نه خو د عسکرو لپاره چې کوم سرود جوړ شوی وو له همغې د ملي سرود به توګه کار اخیستل کېده.
له(۱۹۳۳تر ۱۹۷۳) د ظاهر شاه په وخت کې یو سرود وو چې (سلام شاهي) به یې باله او ملي سرود ارزښت یې لاره خو کوم رسمي ملي سرود نه وو.
د سردار داود خان به وخت کې بیا ملي سرود جوړ شو، شاعر یې استاد عبدالرووف بینوا وو چې دا شعر له څو شعرونو وټاکل شو موزیک یې استاد برشنا چې د افغانستان د موسیقۍ له تکړه استادانو وو جوړ کړی وو.
دا هم د سردار داود خان د ملي سرود یو څو کرښې:
تا که این زمین و آسمــــان باشد
تا که زندگی در این جهان باشد
تا که زنده یک افـــــــغان باشد
پاینده افغانستان بــــــــــــــــاشد
د کمونستي نظام ملي سرود
د ثور د ۷ کودتا څخه وروسته ۱۳۵۷ کال کې ملي سرود بدل شو، دا سرود په پښتود وو شاعر یې سلیمان لایق وو او په لاندې ویوونو  پیل شوی وو.
گرم شــــــــه لا گرم شه
ای ده آزادی لــــــــــمره
ای د نیک مرغی لمره
مو په طوفانونو کی پری کره
د بری لاره...
د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر پایه (۱۳۷۱)همدا سرود وو.
د مجاهدینو د حکومت پر راتګ کمونستي نظام ړنګ شو، د افغانستان ملي سرود هم بدل شو، د مجاهدینو ملي سرود په فارسي ژبه وو، شاعر یې داود فاراني وو.
دا یې هم نمونه:
قلعه اسلام قلب آسيا             جاودان ، آزاد خاك آريا
زادگاه قهرمانان بزرگ           سنگر رزمنده مردان خدا
الله اكبر الله اكبر الله اكبر
تيغ ايمانش به ميدان جهاد       بند استبداد را ازهم گسست
ملت آزادة افغانستان            در جهان زنجير محكومان شكست
الله اكبر الله اكبر الله اكبر
در خط قرآن نظام ما بود          پرچم ايمان به بام بود
هم صدا و همنوا و همزبان        وحدت ملي مرام ما بود
الله اكبر الله اكبر الله اكبر
شاد زي آزاد زي آباد زي        اي وطن در نور قانون خدا
مشعل آزادگي را بر فراز        مردم برگشته را شو رهنما
الله اكبر الله اكبر الله اكبر
د طالبانو د حکومت په دوره کې هم ځنې ترانې د ملي سرود په توګه کارېدلې چې د ملي سرود ارزښت یې لاره. چې له هغې ډلې یوه هم لاندې ترانه وه چې د ملي ارزښت یې لاره.
ساتو یې په سرو وینو
دا د باتورانو کـــــور
د نوي حکومت ملي سرود
کله چې افغانستان نوی اساسي قانون په ۲۰۰۴ م کال کې جوړ کړ نو د مي سرود په هکله ویل شوي وو چې باید په پښتو ژبه چې د هیواد تاریخ او ملي ژبه ده جوړ شي.په اساسي قانون کې راغلی چې د افغانستان میشتو قومونو د نومونو تر څنګ د الله اکبر کلیمه هم باید په ملي سرود کې وي.
اوسنی ملي سرود د همدې حکم به اساس جوړ شوو، شاعر یې د هیواد تکړه او پیاوړی شاعر عبدالباري جهاني دی، موزیک یې ببرک وسا چې اوس د آلمان د سمفوني آرکستر مشر دی جوړ کړ، د ۲۰۰۶ کال د می په میاشت کې د برلین په ښار کې ثبت شو. د سرود ویونکی عبدالوهاب مددي، صادق فطرت(ناشناس)، پیکر افسانه، حسین آرمان، مشعل آرمان، شهنا او ځینو نورو نوي ځوانان وو، نوی ملي سرود په پښتو ژبه ویل شوی د هیواد د میشتو قومونو نومونه پکې یاد شوي دي لکه : بلوڅ، ازبک، پښتون، هزاره، ترکمن، تاجک، عرب، ګوجر، پامیریان، نورستانیان، براهوي، قزلباش، ایماق، او ورستی هم پشیان.
دا هم نوی ملي سرود:
دا وطن افغانستان دی
دا عزت د هر افغان دی
کور د سولې کور د تورې
هر بچی یې قهرمان دی
دا وطن د ټولو کور دی
د بلوڅو د ازبکو
د پښتون او هزاره وو
د ترکمنو د تاجکو
ورسره عرب، ګوجر دی
پامیریان، نورستانیان
براهوی دی، قزلباش دی
هم ایماق، هم پشه ېان
دا هیواد به تل ځلیړی
لکه لمر پرشنه آسمان
په سینه کې د آسیا به
لکه زړه وی جاویدان
نوم د حق مودی رهبر
وایو الله اکبر وایو الله اکبر