
احمدنګر کلا
د ١٩٤٢ کال د اګست ١٥
مارا زبان شکوه زبيداد چرخ نيست
از ماخطى به مهر خموشى گرفته اند
ګرانه ملګريه!
هماغه د ګهيځ زړه خوښوونکي مهال دى ، صراحي ډکه ده او جام تيار دى . يوه پيره مې پاى ته رسولې او بلې ته لاس ورغزوم:
درين زمانه رفيقې که خالي از خللست
صراحى مى ناب وسفينه غزلســــــــــــت
جريده روکه گذرگاه عافيت تنگســــــت
پياله گير که عمر عزيز بى بدلســـــــــــت
چورت او طبیعت مې د وخت له جنجالونه کورټ وزګار دى ، او زړه او فکر مې له ده سره او هاغه څخه بيخي هوسا دى . چې خپل حال ته ګورم هغه عالم مې تر سترګو کيږي چې خبر يې د شيراز خواجه شپږ سوه کاله د مخه راکړی دی . د ژوندانه څلويښت کاله مې ډول ډول ستونزو کې تير شول خو چې اوس ورته ګورم د ستونزو حل له دې نه پرته بل څه نه دى چې د ګهيځ زړه خوښونکى مهال وي او د چين د ډېر ښه چاى پرله پسې پيالې وي:
چهل سال رنج و غصه کشيدم و عاقبت
تدبير ما به دست شراب دوســـــــــاله بود
نن مې له درې بجو څخه لږ دمخه سترګې پرانستې چې بهر ته ووتلم چو په چوپتيا وه يوازې د باندې د څوکي دار د تګ راتګ آواز او غږ راته . دلته درې درې ګړۍ پهره لګيږي خو ډېر لږ ويښ موندل کيږي اوس هم په مخکې په برنډه کې يو پهردار شړۍ اغوستې او ويده دى او خريږي، چې ماته بې اختياره د مومن خان شعر راياد شو:
هى اعتماد مرى بخت خفته پرکياکيا ([1])
وگر نه خواب کهان چشم پاسبان کى ليى
په بنديانو کې داسې څوک نشته چې په وخت پاڅيدو کې له ما سره سيالي وکړي ټول بې خبره ويده دي او د خواږه خوب خوندونه اخلي:
دايم کسى باقافله بوده اســـــــــــــــت
بيدار شوکه چشم رفيقان بخواب شد
خيال کوم چې د ژوندانه د نورو خبرو په څير مې په دې کار کې هم له نورو نه مخالف چال په برخه شوى دى په نړۍ کې چې د خوب له پاره کوم ښه مهال شته په دغه مهال کې زه ويښ يم نو ځکه غواړم چې په دغه مهال د ويښتوب له ترخو څخه خوند واخلم:
خلق رابيدار بايد بود ز آب چــــــــــــــــــــــــــــــــشم من
وين عجب کان دم که مى گيريم کسى بيدار نيست
زما ددې عادت يوه لويه ګټه داده چې په تنهايې کې مې کوم خلل نه راځي ما دنيا ته داسې د زړه ورتوبونو موقع نه ده ورکړې چې هغه راويښيږي نو زه ويده کيږم او چې ويده کيږې زه ويښيږم
خواب غلفت همه را برده و بيدار يکيست
د وګړو چې هر څومره ګڼه ګوڼه وي زه خپل وخت صاف ساتم ځکه زما دغه د خلوت وخت ته د چالاس نه رارسيږي زما د عيش او خوښۍ بزم هغه وخت ښکلى وي چې نه ليدونکې سترګې وي او نه اوريدونکي غوږونه “رضى” دانش زما په ژبه ويلي:
خوش زمزمۀ گوشۀ تنها يى خويشـــــــم
ازجوش و خروش گل و بلبل خبرم نيست
ددې يوه غټه ګټه داده چې د زړه نغرى مې تل تود وى، په ګهيځ کې يې له ايرو لاندې د انګار سکروټې لا کار ورکوي.
ازآن به دير مغــــــــــــــانم عزيز مى دارند
آتشى که نه ميرد هميشه در دل ما ست
که ټوله ورځ د سوز او هڅو سامان ونه مومم نو بيا هم راسره د نغري د مړکيدو ډار نه وي ، عرفي څه ښه خبره کړې ده .
سينۀ گرم نه دارى مطلب صحبت عــــــشق
آتشى نيست چون در مجمره ات عودمخر
ددغه وخته پاڅيدولو په هکله د خپل پلار مننه کوم. د هغه معمول وو چې د شپې وروستۍ برخه به ويښ و او ناروغۍ هم دده په دغه روږدتيا کې توپير نه شوراوستلاى. ويل به يې چې د شپې ژر ويده کيدل او په ګهيځ کې دوخته ويښيدل د ژوندانه د نيکمرغۍ لومړې نخښه ده د خپلې طالب العلمۍ د زمانې په هکله به يې ويل : چې له مفتي صدر الدين مرحوم څخه به مې په ډيلي کې د ګهيځ د سنتو او فرض ترمينځ مهال سبق اخيسته او په خپل دغه کار به يې ناز کاوه، ځکه هغه غوښتل چې ماته له نورو نه پرته له ځينو ځانګړتياو سره درس راکړي او ددې له پاره همدا وخت په کار وو دا به يې هم ويل چې ما تهد افيض له خپل مورني نيکه رکن المدرسين څخه رارسيدلى دى. هغه هم دشاه عبدالعزيز څخه په ګهيځ کې سبق وايه او د شپې په وروستي پار کې به پاڅيده او تياري به يې نيوه بيا به يې د شيراز د خواجه دا مطلع په خوند لوستله:
مروبه خواب که حافظ به بار گاه قبول
زدرد نيم شب و درس صبح گاه رســــيد
زه به لس يوولس کلن وم چې په دغو خبرو مې عمل کاوه. دوړکتوب خوب به مې سر دروند کړى وو خو ما ور سره جګړه کوله خويندو ته به مې زارۍ کولې چې ما د وخته پاڅوي . دوې به ويل چې دى نوو شرابو څه خوند ورکړى ؟ددې له پاره چې زما روغتيا خرابه نه شي پلار به له وخت جګيدو نه منع کولم خو د وخته پاڅيدو داسې مين وم چې کله به ناوخته پاڅيدم ټوله ورځ په پښېمانه وم. زما په ژوند کې د راتلونکو معاملو دا په وخت پاڅيدنه لومړۍ سريزه وه:
اتانى هوا ها قبل ان اعرف الهوى ([2])
فصادف قلبا فارغـــــــــــــــا فتمکنا
ګورﺉ چې زه دلته لومړى سابقه ليکم. دا کرښې ليکم او د يوازيوالي له عالم څخه خوندونه اخلم داسې خيال کوم چې په ټوله نړۍ کې په دغه مهال همدا زه يم. نه شم ويلاى چې د يوازې والي احساس به ماله کوم ځاى څخه کوم ځاى ته ورسوي.. د بيدل د خيال بنديو غلو بې خونده هم وي خو دده د طويل بحر ځينې غزلونه له خونده خالي نه دي:
ستم است گرهوست کشد که به ســیـر سرو سمن درآ
توزغنچه کم دميده ، در دل کشـــــــــــــابه چمن درآ
پى نافه هاى خجسته بومپسندزحمت جســتجو
به خيال حلقۀ زلف او گرهى خورو به خـــــــــــــتن درآ
له پنځو بجو نه په کلا کې د ټانکونو چلولو مشق پيل كيږي او غرهار يې راځي خو تر هغه مهاله پورې لا ډېر وخت دى . په څلورو بجو د شيدو “پيو” لارۍ راځي او په څوشيبو کې د ګهيځ د سکون هنګامه بدله کړي . هغه خو څوشيبې د مخه راغله او بيرته لاړه . ددغه مهال چوپه چوپيا کې خلل راوستونکى څيز يوازې د جواهر لال د خرهار آواز دى هغه زما په ګاونډ کې ويده دى يوازې د لرګي يوه پرده حايل ده چې خرهار يې لږ غلى شي نو په خوب کې معمولاً بړيږياودا بړيدل يې هميشه په انګريزئ وي:
يار ما اين دارد و آن نيز هم
مومن الدوله اسحق خان شوسترى له محمد شاهي امراوو څخه و دده يوه مطلع به تاسو په تذکرو کې ليدلې وي، د جکت په سيمه کې له صنعت ګرۍ څخه پرته نور څه نشته خو کله په خوب کې په انګريزي د جواهر لال بړيدل اورم نو بې اختياره راپه زړه شي:
زه بسکه در دل تنگم خيال آن گل بود
تعبير خواب من امشب صفير بلبل بود
دده په خوب کې بړيدل هم يو عجيب حالت لري دا حالت عموما هغه څوک لري چې دماغ يې په جذباتي چارو لګيا وي ، د جواهر لال طبیعت ټول جذباتي دى نو ځکه په ويښه او خوب کېدده جذبات فعاليت کوي . چې دلته راغلى يو، له يوې اونۍ نه زياته موده وشوه . پوځيانو زموږ د بند پوره لارې چارې سنجولې او له بهر نړۍ سره یې زموږ اړيکې شلولې دي او زموږ ټول کار د مرکزي حکومت په لاس کې دى.
په دې ځاى کې يې زموږ د ساتلو له پاره چې کوم ترتيبات نيولي وو دا وو چې له نيولو څخه يوه ورځ دمخه يعنې د اګست په اتمه دپونا له مرکزي جيل نه يولوى جيلر او بند يوان را استول شوي چې پنځه ويشت تنه کار کوونکي ورسره راغلي دي.
جيلر ته معلومه نه وه چې يو ډيټنشن کمپ پرانستى دى اوله څو ورځو څخه تر کتنې لاندې دى . چې موږ راورسیدو نومعامله په بل رنګ څرګنده شوه او هغه بېچاره وار خطا شو ځکه چې له رارسيدو سره مې په دغه بې وزله باندې خپله غصه او زړه يخ کړ نو ځکه څو ورځې را څخه مخ اړولى ګرزيده نو چې نور څه يې له لاسه پوره نه وو چې څه وکړي ددغې سیمې کلکټر ته به په منډه ورغى خو هغه له ده څخه بې خبره و:
در هر کس زدم بې خبر و غافل بود
بله ورځ کلکټر اوسول سرجن راغلل او معذرت يې وغوښت او بيا لاړل سول سرجن به د هر چا سينه ټکوله چې څرنګه آواز ترې راووځي. معلومه نه وه چې د سږو حال معلومول غواړي ، او که د زړونو؟ له مانه يې هم د معاينې غوښتنه وکړه ماورته وويل زما سينه کتل بې گټې کار دى او که د دماغ د کتلو کومه آله لرې نو له هغې څخه کار واخله:
بگذر مسيح از سرماکشتگان عــــــــشق!
يک زنده کردن تو به صد خون برابر ست
په هر حال په څلورمه ورځ د بنديخانې جنرال مفتش راغى او د حکومت د احکامو ليک يې راکړ: “له چا سره ملاقات نه شې کولى چا سره ليک استول نه شې کولى، کوم اخبار درته نشي راتلاى . په دغو خبرو سربېره که د کومې بلې خبرې شکايت لرې نو حکومت ورباندې د غور کولو له پاره چمتو دى “ نو اوس له دغو خبرو نه پرته بله خبره پاتې نه ده چې د هغې شکايت وکړو، او حکومت مهربانې وکړي او هغه ليرې کړي! جنرال مفتش وويل : که تاسو کتابونه او نور سامان له کورو څخه راغواړئ نو د هغو لست وليکئ او ماته يې راکړئ حکومت به يې راوغواړي او تاسو ته به يې ورسوي. له دې کبله چې موږ يې په سفر کې ونيولو نو له ماسره دوه کتابونه وو چې په لار کې مې د لوستلو له پاره له ځان سره رااخيستي وو پرته له دغو نه نور د مطالعې له پاره څه نه وو. خيال مې وکړ چې که له کور نه څه مسودې او کتابونه راشي نو د قيد او بند له دغه فرصت نه به کار واخلم نو په ښکاره ، خو په دغه خواهش کې کومه بدي نه ښکاريده، دنيا په اميد خوړل کيږي. هيله کوم عيب ونه لري:
نقاب چهره اميد باشد گرد نوميدى
غبار ديده يعقوب آخــــر توتيا کردد
ما د مطلوبو څيزونو يو پاڼه وليکله او ورته مې ورکړه او هغه دا پاڼه واخيستله او لاړ خو دده له تلو نه وروسته مې چې د موضوع په هکله ډېر غور وکړ نو يو څه ټکنى غوندې شوم، نو راته جوته شوه چې دا هم زما د طبیعت کمزوري وه چې د حکومت له دغه ډول رعايت نه دليک استولو اجازه هم نه وه راکړه شوې په داسې حال کې چې له مجرمانو او وژونکو نه هم دا حق نه اخيستل كيږي نو بيامې څرنګه دا هيله کوله چې دا حکومت به د ضرورت وړ څيزونه له کاله څخه ماته راوغواړي. دلته د عزت النفس غوښتنه دا کيداى شي چې نه بايد څوک هيله وکړي او نه ورته په تمه شي:
زتيغ بې نيازى تا توانى قطع هســـــــــــتىکن
فلک تا افگند از پا ترا خود پيش دستىکن
ما بله ورځ انسپکټر جنرال ته ليک ورکړ چې دا لست بيرته راکړي ځکه چې د حکومت دا طرزالعمل وي زه له کوره څه نه غواړم چې دلته ټولو ملګرو همدا طرزالعمل اختيار کړ:
د امن اسکاتو بهلا دور هى دست جنون ([3])
کيون هى بيکار ؟ کريبان تو مرا دور نهين
اوس د ګهيځ په مهال دريمې پيالې ته لاس ورتيروم او دا افسانه ويل پاى ته رسوم ، يا د دې یې په خير وي چې د خواجۀ شيراز د می فروش پير موعظت اورم. په خپل وخت کار ګر شو:
دمى پـــــــــير مى فروش که ذکر ش بخير باد
گفتا شراب نوش و غــــــــــــــــــــــم دل ببر زياد
گفتم بياد مى دهم باده نامونــــــــــــــــــــــــنگ
گفتا قبول کن سخن و هر چــــــــــــــــه بادا باد
بى خارگل نه باشد و بى نـــــــــــيش نوش هم
تدبير چيست؟ وضع جهان اين چنين فــتاد
پرکن زباده جام و دمادم بگوش هــــــــــوش
بشنو از حکايت جمشــــــــــــــــــــيد وکيقياد
ابوالکلام
[1] - ما پر ويده بخت اعتماد کړى دى او که نه نو د پهردار د سترګو خوب چيرته وي.
[2]- ددې مينه هغه وخت راسره ملګرې شوه چې مالا مينه نه پيژندله دا مينه راغله او زما په زړه کې يې کلک ځاى ونيو.
[3]- که د هغې لمن دې له لاسه ليرې ده اى ليونتوبه ولې بيکاره ناست يې زما ګريوان خوليرې نه دى.