
داكټوبر اووه ویشتم سهارمود یوشمېر جالبه تلگرافونوپه رارسېدلوپیل کړ. یوتلگراف دامريكې دپوځ مرکزي امریت سينټ کام جنرال ټامې فرانک اوجنرال فهیم ترمنځ په دوشنبه کې د ليدنې وړانديز ؤ. دفهیم لپاره به دغه یوفرصت وي ترڅوخپله قضیه باندې دجنرال ټامي فرانک سره نېغ په نېغه وغږېږي اوفهیم ته په کابل باندې دبريد پلان ته دبیا کتلواجازه ورکړي.
دترورېزم په وړاندې مرکز كېله جنرال فرانك څخه پرته هانک دسمندري ځواکونوقومندان اوکولانډ دمرکزي امریت د ځانگړوعملیاتومشر کوم چې په افغانستان کې په عملیاتوبوختوځانگړوځواکونومشري په غاړه لري، هم موجود وي. داچې جنرال فهیم له وړاندې په دوشنبه کې ؤ، اوعارف غوښتل چې دگډون لپاره هلته ورشي. غوره فرصت ؤ. زه ددممتاز سره یوځای په استانه کې هوایي ډگرته په موټرکې لاړم څوعارف د اته نيمو بجو الوتنې څخه وړاندې له نږدې وگورم. عارف دغه لیدنې ته سترگې په لار ؤاوهغه وویل چې دی به له ممتاز وغواړي چې د وړانديزمالومات به جنرال فهم ته حتى دوشنبې ته دهغه دچورلکې درسېدلو وړاندې دمخابرې له لارې ورورسوي. عارف په ليدنه کې زما گډون وپوښت. ښه نظرؤاوما هم وویل چې زه به کوښښ وکړم څوگډون ولرم. زه دخړ نصواري دوړوچې دچورلکې دپورته كېدلوله امله تا ویدلې اوتلونكي چورلکې ته یې خدای پاماني ویله. لیرې ودرېدلم اوله ځان سره مې ددې دپاره چې هرڅه څومره په بیړه سره ترسره کېږي، فکریووړم. دسهارتلگرافونوداهم ویل چې زما دگروپ لپاره څلورځایناستي تېره ورځ تاشکند ته رارسېدلي دي. زما ځایناستي زما یوپخوانی دوست اود زما هم نومى، گیري نومېده. دویم گروپ (لومړی گیري لقب مې ځان ته كېښود. لیکوال)هانک سره دوشنبه ته یوځای په سفر راته. ما فکر وکړ چې زه اوریک هم باید دوشنبه ته دجنرال فهیم اوجنرال فرانک سره په لیدنه کې دگډون اوزموږځایناستوته دکوتک دورسپارلولپاره سفرورکړو. کریک اومېوري هم باید دوشنبه ته دخپل نوبت دبدلون دپاره له موږسره تللي وای. کله چې زه خپل دفتر ته راوگرځېدلم، ميوري هم هلته ؤخوهغه خپه ؤ. هغه له دې چې دی دبگرام څخه ولې ایستل شوی ؤ، دتشریحاتوغوښتونكې ؤ. دده له خولې دځانگړوځواکونوکسانودده له لاسه هرڅه خوړل اوهرڅه ښه روان ؤ. ماورته وویل چې قرارگاه زموږدگروپ دځینوکسانولپاره ځایناستي رالیږي. اودی اوکریس هم قرارگاه ته دورگرځېدلولپاره خوښ شوي دي نودتگ لپاره دتیاری نیولوپه خاطرهغه ته دلته اړتیا وه. زه ددغه حالت څخه مایوس شوم. ما مېوري ډېر خوښېده زه پوهېدم چې هغه اخساس کاوه چې دی ډېر ارزښتمن کارترسره کوي خودده هغه كېسۍ چې ددښمن دډزو دخطریې بې باکه گڼلی ؤ، زه ځورولم اوما دهغه دمصونیت په اړه اندېښنه درلوده. هیچا تراوسه ونه ویل چې امر ورکول اسان کار دی. په همغه سهارپه نهو نيمو بجو باندې دچورلکې څخه دمخابرې په واسطه خبر راکړچې چورلکه دتیزو بادونو، درنودوړوسره مخامخ ده اودڅوزره فوټه لاندې ارتفاع څخه لیدل تقریبا نا ممکن ؤ. ایډ وویل چې په دوشنبه کې دكنټرول برج هم په مساوي ډول دخرابې هوا رپوټ ورکړاوهغه وویل چې دڅودقیقو په بهير کې به ددوړودتوپان تروركېدلوپورې دهوایي عملیاتوددرولولپاره پرېكړه ونیول شي. یویا څودقیقې وروسته ایډ بیا دمخابرې له لارې خبر راکړچې هغه پنجشېر ته راگرځي. دهوا حالات دومره ترینگلي وو. چې دبل هوایي ډگر لیدل هم سخت وو، اوتر دوشنبه خوسفرکړل له لیرې خبره وه. ریک اوزه چورلکې ته دانتقال لپاره دکوزیدلو ډگر ته ولاړو. چورلکه په خوندي ډول راوگرځېده. عارف دبک په څار له چورلکې راښکته شواوسره له دې چې هغه موسکا کوله، عارف ټکان هم خوړلی ؤ. هغه وویل کله چې دوی لوړوبادونوته ورسېدل، الوتنه نوره هم ستونزمنه شوه اودچورلکې په منځ کې هوا په دوړوککړه شوه. هغه دکړكۍ څخه بهردنصواري رنگه تا ویدونکودوړوپرته بل هیڅ شی هم نه شولیدلای. عارف وروسته وویل چې هغه له دې امله چې درې ته په خوندي ډول راستون شو، خوښ دی هغه وویل چې که چېرې هغه دشمالي ټلوالې په کومه چورلکه وای، هغه به ژوندی نه وای راوتلى. ځکه چې هغه چورلکې دومره ناوړه تحنیكي ترمېم لري چې په هغه حالاتوکې به یې هرې یوه په ډاډ سره راغورځېدلې وای. موږدهوا دحالاتوداجازې په صورت کې راتلونكې ورځ دهغه په همدغه ډول سفر باندې بحث وکړاوپه حیرانتیا سره، عارف وویل چې هغه به په خوشالی سره سبا ته یوځل بیا دتگ کوښښ وکړي.