په ننګرهار ولایت کی خیر خیریت دی؟

 
۱) په هسکی مینی ولسوالی کی د ۱۷۰۰۰ شاګردانو پر مخ د ښوونځی دروازی تړل شوی
۲) د طورخم - جلالاباد په لویه لار پراته د کانال ځمکه د طالبانو لخوا دهقانانو ته په دوهمه اجاره ورکول کیږی
۳) په اکثره ولسوالیو کی ولسی خلک د طالبانو د ویری د ماښام لمانځه نه وروسته د خپلو کورونو بهر نه راوځی.
۴) په یوه ورځ د جلالاباد په حلقوی سړک دری پر لپسی جاودنی او ځان وژنه
۵) په شیرزادو، خوګیانو، حصارک، پچیر اګام، هسکه مینه او د سرخرود ولسوالیو په ځینو برخو کی طالبان د شوکاڼی او غره د حاصلاتو ټیکس اخلی.
۶) شیرزاد، حصارک او هسکی مینی ته اوس هم د چارواکو تګ راتګ د هوا له لیاری ترسره کیږی.
۷) د جلالاباد په ښار کی د څارنوالی، محکمی او محبس مخی ته غزیدلی سړک اکثره وخت بند وی، چه پوښتنه وکړی ولی ؟ وایی چه د حملی راپور دی. ایا د لویو لارو بندول او تړل د تروریستی حملو استقامت او هدف بدلولی شی ؟
۸) د زیاتو ولسوالیو لوړ پوړی مسولین د طالبانو څخه د تګ را تګ اجازه اخلی او حتا یو شمیر ددی چارواکو طالبانو ته د ځان د ساتلو لپاره نغدی مرستی کوی.
۹) د سر چوک اوازی دی چه د ولایتی شوری څو تنو محدودو وکیلانو د ولس باور د ۳۰زرو څخه واخله تر ۶۰ زره ډالرو په مقابل کی و پلوره. ولی ؟
۱۰) په جلالاباد ښار کی اوس هم څو تنو زورواکو سوداګرو مارکټ انحصار کړی او مشخص توکی دی چه له دوی پرته یی بل څوک واردولی نه شی.
۱۱) شخصی روغتونونه اوس هم د وینی بانک، لابراتوار او نورو اړینو اسانتیاوو د نه لرلو پرته خپل فعالیت کوی خو که د ناروغ وینی ته اړتیا پیدا شی نو بیا د صحت عامی او پوهنتون روغتونو د وینی بانک ورته وینه نه ورکوی. دا د فساد لپاره یوه بله ښه فشاری وسیله. ولی شخصی روغتونونه نه تړی چه د صحت عامی د نورم سره برابر نه وی؟ ولی د بی وزله خلکو په حال رحم نه کوی؟
۱۲) د پاکستان څخه د افغانستان د کرکټ د لوبی د ګټلو په شیبو کی د جلالاباد په ښار کی د ډزو باران وو. دا مردکي خو به حتمآ بیرته ځمکی ته راښکته کیږی او د یو چا په سر به خوری.
داکتر سیال