کمرې ته غږېدل

 
د بي بي سي د دېوېد شوکمن په ګومان کمرې ته غږېدل د پيښې ارزښت لوړوي. کمرې ته دغږېدو په مهال د موضوع مهمه برخه غوره کړئ، له کمرې سره تماس ټينګ کړئ، عادي ژبه وکاروئ او له بېلګو کار واخلئ.
 د کمرې مخې ته غږېدل
مخاطب موغواړي و ويني چې تاسې هماغلته ياست چې پېښه روانه ده.
هغوى غواړي وپوهېږي چې د پېښې په ځاى کې شتوالى يعنې څه، لکه د چاپيريالي او ساينسي چارو په برخه کې د بي بي سي خبريال ډېوېډ شوکمن چې يې په دې فلم کې تشريح کوي:
د کمرې مخې ته غږېدل ياpiece to camera (PTC) د دغسې يوه احساس د لېږدولو تر ټولو غوره لار ده.
خو تر دې هم لا ډېر څه کولى شئ.د PTC په کارولو کولى شئ اندازه او د وخت تېرېدل يا ارزښت نورو ته ورسوئ.
د ډېوېډ لارښوونې دادي:
د خپلې موضوع تر ټولو مهمه برخه چې PTC يې انځورولى شي، غوره کړئ،
د ساري په توگه، د خپل ځان په کارولو د لوړوالي، ستروالي يا پراختيا ښودل.
له کمرې سره د سترگو تماس ټينگ ساتئ. بلې خوا ته کتل جلا مانا لري، نو فکر مو وي چې دا هماغه مانا وي، چې تاسې غوښته.
ددې لپاره چې چيغې درنه ونه وهل شي، راډيويي مايکروفون درسره واخلئ...مگر دا چې په لوى لاس غواړئ چې شورماشور ته ورننه وځئ او پر خپل چارچاپېر راوڅرخئ.
عادي او محاوره يي ژبه وکاروئ- ته وا له کوم ملگري سره غږېږئ.
کمرې ته د غږېدو يا PTC متن مه ليکئ. ددې پرځاى، پر يوه ښه پيل او يوه ښه پاى او دغه راز پر ځينو اساسي فقرو فکر وکړئ او له ځانه سره يې وسنجوئ.
يوازې هغه وخت گرځئ چې کومه مانا ورکړي، کنه نو غوره ده چې ځاى پرځاى ودرېږئ. له حرکاتو نه د ځايونو، موضوعگانو او منظرو د نښلولو يا جلا کولو لپاره کار واخلئ.
له بېلگو (props) نه کار واخلئ. کله کله، په لاس کې نيولى يو شى، لکه مڼه يا ډبره، د يوې پېچلې خبرې د ساده کولو لپاره کارېدلى شي.