
ډېرو کسانو دا تجربه کړې، چې ژر او په منډه متن لولي، خو هضم کولای یې نه شي.
یا دا چې متن په ډېر دقت سره ولولي، مفهوم یې درک کړي، خو ډېر ورو پکې روان وي. د دواړه حالتونه ډېر ایډیال نه دي. پوښتنه داده، چې څنګه له مطالعې خوند واخلئ او څنګه یې په ذهن کې وساتئ.
راځئ همدلته یې تجربه کړو. ځان ته یو دوه دقیقې وخت ورکړئ، چې له مطالعې سره سم فکر هم پرې وکړئ. د متن یوڅه برخې باید حافظې ته وسپارئ. لومړی اصلي ټکي، یا لومړني اصول وپېژنئ. څه غواړئ یاد کړئ او کوم هغه یې د حقایقو برخه جوړوي. د متن په تړاو د همدغو پوښتنو له لارې د خپلې مطالعې لوری وټاکئ. څو وړ پوښتنې به دا وي:
ولې دا متن لولم؟ ددغه متن له انتخاب نه مې هدف څه دی؟
دا انتخاب له نورو هغو کارونو سره څومره تناسب لري، چې غواړم ترسره یې کړم؟
څه چې لولم اصلي ایډیا ده او که د اصلي متن پر لور یوازې یو مثال او حاشیه ده؟
څه ډول یې پای ته ورسوم؟ کوم ټکي باید حافظې ته وسپارم؟
ددغو پوښتنو ځوابونه پیدا کړئ.
د متن په اړه، چې له دې مخکې په څه پوهیږئ، پر هغو فکر وکړئ. دا هغه متنونه دي، چې له دې مخکې مو لوستي، یا لیکلي دي. دا ډول پوښتنې کیدای شي:
چا لیکلی دی؟ د لیکوال په اړه یې څه معلومات لرم؟ څه وخت لیکل شوی؟
کوښښ وکړئ، چې د کتاب پر محتوا ځان خبر کړئ. څه پکې لیکل شوي او کومې برخې یې مهمې دي. د کتاب نوملړ وګورئ، څپرکي او سرلیکونه یې تر نظر تېر کړئ. سریزه او وروستۍ پایله یې وګورئ، چې په متن کې څه در کوي.
په دې هم فکر وکړئ، چې د یادې موضوع په اړه له وړاندې څومره پوهیدئ. کېدای شي بیا لوستلو ته یې اړتیا ونه انګیرئ. مهمې برخې یې هایلایټ کړئ او یا یې په یادښتونو کې درسره ولیکئ. متن په بېلابېلو لارو په نښه کړئ. دا چاره له تاسې سره د یوڅه په یادولو کې مرسته کوي. یانې دا، چې تر دې ځایه مو څه څه زده کړل؟ په دې توګه تاسې په بیا مطالعې کې کولای شئ مهم ټکي ژر ومومئ او بیا یې ولولئ. هایلایټ او کرښه ایستل مو باید کتاب خراب نه کړي. دا کار په پنسل کولای شئ.
له مطالعې وروسته پر لوستل شوي متن فکر وکړئ او سملاسي پسې په بل کار مه بوختیږئ. په دې کار سره مو کېدای شي له حافظې نه یو شمیر مطالب بیرته ووځي. که دا چاره وکړئ لوستل شوی متن به مو په حافظه کې ځای ومومي.
له ځان نه وپوښتئ، چې د لیکوال هدف او مخاطبان څوک دي؟
اصلي ټکي پکې څه دي او څه ډول دلایل یې ویلي دي؟
ولې له دې سرچینې نه ګټه اخلم؟ څه پکې سم او څه غلط دي؟
کوم مطالب مو، چې لوستي په ۲۴ ساعتونو کې یې ګردان کړئ، چې له یاده مو ونه وځي. ( ژباړه)
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې.