آریانا افغان هوایي شرکت  وژغوری

 
د آریانا افغان هوایې شرکت چې له پنځوسو کالونو راهیسې په هیواد دننه او بهر هوایې ټرانسپورت په برخه کې د خدمت کولو ویاړ لري چې په خپل وخت په سیمه کې یو بې ساری هوایي شرکت وو چې افغاني مسافرینو سربیره یې بهرنې مسافرین هم لیږدول له بده مرغه  کورنیو جکړو دا هرڅه په اوبو لاهو کړل خو د 2001 کال دسمبر له یوولسمې نیټې وروسته افغانستان سیاسي بدلونونو او نوي حکومت راتګ سره آریانا افغان هوایي شرکت یو ځل بیا په کار پیل وکړ.
د افغانستان نوي اساسي قانون جوړیدو سره سم چې خصوصي سکتور ته یې دکار اجازه ورکړه نور خصوصي هوایي شرکتونو هم د کار جواز ترلاسه کړ .
اوس چې افغانستان اقتصادي نظام په ازاد بازار ولاړ دی نو اړینه دی چې دغه دولتي شرکت چې د افغانستان ویاړ او ملي شتمني ګڼل کیږي باید نوي عصر له ضرورتونو او معیارونو سره برابر شي که نه زر دی چې نوم یې تاریخ کتابونو ته وسپارل شي .
د همدې میاشت په 28مه مو یو څو ځوانانو سره یو ځای بهر ته سفر درلود چې خپل هیواد او خپلو تولیداتو سره د مینې له کبله مو په مشوره سره له دې چې پوهیدو چي آریانا یو ساعت کندهار کې هم تم کیږي او نور هوايي شرکتونه نیغ په نیغه متحده عربی اماراتو ته الوتنې درلودې د آریانا افغان هوایي شرکت غوره کړو خو خپلې مینې پښیمانه کړو .
څرنګه چې وخت سره زر دی خو له بده مرغه مونږ افغانانو دپاره وخت کوم ارزښت نلري ، د هوایي کرښو له اصولو سره سم تقریبآ درې ساعته مخکې له پرواز څخه میدان ته حاضر شوو او له ټولو ګډوډیو او د کارکوونکوغیرمسلکي کړنو سره سره مو ځان انتظار خونې ته ورسولو چې کله وخت پوره شو مونږ د دروازې په لورې لاړو خو د اریانا الوتکې هیڅ درک نه وو.
لاړو د اریانا له مسولینو څخه مو پوښتنه وکړه چې د پرواز وخت پوره شوی پرواز کله دی ؟
ځواب : وايې صبر وکړی الوتکه اوس له هرات څخه پرواز کوي رارسیږي او بیا به تاسو ولیږدوي .
بیا مو ترې وپوښتل ولې وخت مو 3.30 لیکلی ؟
وایې چې زه وروره دومره وخت درته مهم وي بل کوم هوایي شرکت ټکټ واخلی.
ماښام شپږ بجې شوي تالار کې ښځینه مسافرین او ماشومان هم و انتظار پای ته ورسیدو د الوتکې په لور روان شو خو خبر نه وو چې اوس به یو ساعت د الوتکې پیلوټ راتګ ته انتظار اوباسو تقریبآ یو ساعت ځنډ وروسته د الوتکې عمله راغله او د مسافرینو له شدید عکس العمل سره مخامخ شوه خو بې له دې چې مسلکي برخورد ولري د ځنډ ستونزه تشریح کړي او له مسافرینو بخښنه وغواړي یو روسی پیلوټ چې سم دم نشه وو الوتکې ته یې پرواز ورکړو او تر کندهاره ورسیدو چې هلته مو څومره انتظار کړی والله اعلم ..........
په الوتکه کې ناستو کسانو ټولو ویل چې نور به هیڅکله هم داسې لویه تیروتنه ونکړي او اریانا افغان الوتکو کې به سفر نه کوي .
د ازاد بازار پیرودنکو توجه اړولو معیارونه چې ښه ، پر وخت او نسبت مارکیټ ته ارزانه خدمت کول دي یو هم په اریانا افغان هوایي شرکت کې شتون نه درلود او ډیر زر تقریبا یوه اونۍ وروسته چې بیرته کابل ته راتلو( چې زمونږ ټکټ دوه طرفه وو ) د همدې کړنو منفي اغیز مو په خپلو سترګو ولید او په ګوتو شمیر مسافرین په دومره لویه الوتکه کې ناست وو چې زما په اند د الوتکې د عملې او هوایې میدان هغه ټکس یا مالیه به یې هم نه وي پوره کړې.
دې ستونزو سره سره لویه ستونزه د ځینو بهرنیو پیلوټانو ژمنتیا نه لرلو له امله هم مسافرین سر ټکوي او اریانا الوتکو کې سفر خپل ژوند سره د لوبو په معنی بولي.
په کمه موده کې دوه ځله د اریانا افغان هغه لوړ بیه او نوې الوتکې د پیلوټ د بې احتیاطی له امله کابل نړیوال هوایي ډګر له لیکې څخه ووتلې او ډیر مالي زیان سره مخامخ شوې خو هیچا هم د پیښې مسولیت پرغاړه اخستلو ته لبیک ونه ویلو ، نه چا کومه څیړنه وکړه ، نه څوک له دندې لرې شول او نه څوک د پیښې د عامل په توګه عدلي او قضایې اورګانو ته معرفي شو ، هر څه په خپل حال پاتې شول .
داقتصاد پوهانو په وینا چې پیرودونکې هغه قوه دی چې یو شرکت یا یوه اداره هرې لورې ته چې دوی وغواړي رجعت ورکولای شي او پیرودونکي  په ازاد بازار کې یو ځانګړی رول لري چې د پیرودونکو څخه بغیر هیڅ اقتصادي حرکت شتون نلري.
کچیرې په اریانا افغان هوایې شرکت داسې کړنې دوام پیدا کړي نو لرې به نه وي چې دا په ګوتو شمیر پیرودونکې هم له لاسه وکړي او تش په نوم یو هوايې چلند شرکت پاتي شي.
اړینه ده چې خپل تیر حیثیت او مقام لاسته راوړلو دپاره خپل ځان د ټکنالوژی عصر سره سره د ازاد بازار له اوصولو او قواعدو سره هم اشنا او برابر کړي چې دې کار سره به یې هم خپل تاریخي ویاړ ساتلی وي او هم به د هغه کارکوونکو سره مرسته کړي وي چې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول کار کوي او یوه مړی حلاله ډوډۍ لاسته راوړي .