
د پژواک خبري اژانس په نوښت په جوړ شوي څېړنیز کنفرانس کې د کانونو د سکټور مهمې ستونزې په ګوته شوې. اژانس وايي موندنې یې ښيي چې لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې کانونه چې ملي شتمني ده په خپل سر استخراج او بهر ته قاچاق کېږي. د اژانس د موندنو له مخې د کانونو نا قانونه کېندنې، د کانونو د کارګرو نه خوندیتوب، د کانونو په تړونونو کې نیمګړتیاوې، له هېواده بهر د کاني توکو پروسس، د کانونو په اړه معلوماتو ته د خلکو او رسنیو نه لاسرسی او د کاني توکو قاچاق شپږ هغه مهمې ستونزې دي چې حکومت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
په کابل کې د افغانستان د کانونو په اړه په لومړني جوړ شوي څېړنیز کنفرانس کې، د کنفرانس جوړنکي شپږ بېلابېلې ستونزې په ګوته کوي او له افغان حکومت نه غواړي چې دغو ستونزو ته په جدي توګه رسیدګي وشي.
د کانونو ناقانونه استخراج، لوټ او قاچاق هغه ستونزې دي چې د خلکو اندېښنه یې راپارولې او په وار-وار د رسنیو له خوا پرې انتقادي راپورونه برابر شوي دي.
په کابل کې پژواک خبري اژانس هم د افغانستان د کانونو په اړه په یو جوړ شوي څېړنیز کنفرانس کې د خپل یو کلن څیړنیز کار نتیجې له خبریالانو سره شریکې کړې.
د پژواک خبري اژانس مسوول دانش کړوخيل وویل چې د څېړنو نتیجې یې شپږ اساسي ستونزې په ګوته کړې او له افغان حکومت نه یې د دې ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
ده پرونۍ غونډې ته چې په صافي لنډ مارک هوټل کې جوړه شوې وه وویل: « د هېواد له کانونو څخه د پژواک موندنې هغه شپږ اساسي ستونزې ښيي چې په تېر یو کال کې زموږ ژورنالیستانو یې په اړه تحقیق کړی و؛ زموږ له حکومت نه غوښتنه دا ده چې دغو شپږو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.»
په دغو شپږو اساسي ستونزو کې د کانونو نا قانونه کېندنې، د بشري حقونو نقض او د کانونو د کارګرانو خوندیتوب، د کانونو د تړونونو مسایل، د هیواد نه بهر د افغانستان د کاني توکو پروسس، د کانونو په اړه معلوماتو ته د خلکو او رسنیو نه لاسرسي او د کاني توکو قاچاق شامل دي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي دغو ستونزو ته په اشارې وايي چې د کانونو د تړنونو په برخه کې هم جدي ستونزې موجودې دي.
خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي د یو شمېر ستونزو په منلو سره د کنفرانس په جوړنکو دا انتقاد کوي چې د معلوماتو په وړاندې کولو کې ستونزې لري.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال انجنیر نصیر احمد درانی وايي چې جوړ شوی کنفرانس په هېڅ ډول څېړنیز نه دی.
ده وویل: « په موږ سریع انتقاد وکړئ، کوم تحقیقات چې کوئ مبنا یې باید معلومه وي. کاشکې چې د دغه کنفراس نوم تحقیقاتي نه وای، تحقیقاتي معنا دا چې حقیقت یابي، ما بعضې شیان ولیدل چې حقیقت نه لري؛ خو دوی یې په موږ پورې تړي.»
ښاغلی درانی وايي که څوک وغواړي چې د سمو معلوماتو پر بنسټ څېړنې وکړي، نو دوی حاضر دي، چې همکاري ورسره وکړي.
خو د پژواک خبري اژانس مسوولین دا نه مني او وايي چې موږ سره د راپورنو د برابرولو په برخه کې لازمه همکاري نه ده شوې.
د کانونو په برخه کې ورته ستونزو ته پخوا هم اشاره شوې؛ خو تر اوسه هم د کانونو د خپل سري استخراج او قاچاق مخه نه ده نیول شوې.
ویل کېږي چې د افغانستان د کانونو په نا قانونه کیندنې او قاچاق کې یو شمېر لوړ پوړي دولتي چارواکي هم ښکېل دي.
افغان حکومت څه باندې یو کال وړاندې د کانونو د غیر قانوني کیندونکو یو لست هم برابر کړ؛ خو هغه لست هم د رسنیو له سترګو پټ وساتل شو او خپور نه شو.
دغه ليکنه هميانۍ کې هم خپره شوې.