
گریک دموټر په بانټ باندې ددوربین د ليد ثابتولولپاره اودمخامخ غونډۍ په ځیرکتلولپاره ورکوږشو. هغه شپیته تنه سرتېري جنگیالي چې تېره شپه دغونډیو د خوندي کولولپاره لیږلي ؤځای په ځای شوي وو اوهغه لیدل چې دسهار وختي په یخه هوا کې په سیمه کې خوځېدل. څوځایه کوچني اورونه بلیدل اوشنه اسمان په لورې ترې سپین لوگي پورته كېدل اودهر اورڅخه درې یا څلورتنه دسهار دچای لپاره داوبود ایشیدلوپه هیله ترې راچاپېرول.
گریک دغه لیکې ته په غور سره وکتل اوویې لیدل چې جنگیالوتېره شپه لږ دفاعي موقیعتونه جوړ اودهغوی سامان دهر دفاعي موقیعت څخه چاپېره پراته وو.
کمزوری دیسپلین یې درلود خودغه کسان با تجربه سرتېري نه وو، د محلي کلیو کسان وو، ځینوخو د 1990کال یا دروسانواویا افغان کمونست رژیم په وړاندې دجگړې تجربه درلوده خوحتی دغه کسان هم اوس دوکاندران اویا بزگران ؤ اودکلي په ارام ژوند کې یې وخت تېرکړی ؤ.
گریک د غونډۍ دتېرې څوکې ترشا چې ده څاره، ترې درې سوه گزه لیرې ؤ. هغه پوهېده چې تقریبا اته سوه متره وړاندې په غونډیوباندې دطالبانوڅوسوه کسیزه ځواک شته.
دتېروڅلورو ورځوپه بهير کې دکرزي ځواکونودامريكې دهوایي ځواک په مرستې طالبان دسويل په لورې په یوه ثابت گام باندې وتښتول. دطالبانو په منځ کې مرگ اوژوبله درنه وه اوچې دوی به هرځل ددفاع لپاره کوښښ وکړ له اسمانه به دبمونوباران پرې پیل شواوددوی ترڅنگ به یې مرگ او ویجاړتیا رامنځ ته کوله. دا دشک خبره نه وه چې دکرز ي کسان په غونډی باندې ارام اوپه ډاډه زړه پراته وو. ددغه اوږدې اوکراره جگړې پای ډاډي ؤ. طالبانوماتې خوړلي وه خوهغوی تراوسه په دغه حقیقت نه پوهېدل. گریک خپل چار چاپیره وکتل اودخپلې کرښې توپیر ته یې موسکا وکړه.
هغه دفاعي موقیعتونه چې افغان ځواکونوبرابرکړي وو په ښه ډول جوړشوي وو چې ژور غارونه اوپه سریې دخاوروڅلي اوغټې تیږې یې پرې ایښې وې.
توکي ټول په منظم ډول اېښودل شوي و اوپه هر موقیعت کې یوکس ؤاوحتی دچای خوړلواود وریژو دتیارولوپرمهال هم یوکس په هر دفاعي موقیعت کې موجود ؤ. دایکو گروپ(1) درې غړو دگریک سره د جبپ موټروسره نږدې کار کاوه اودکمپ په کوچنی بخارۍ باندې یې کافي تیاروله اوراكې چې دگروپ ارتباطي افسر و، خپل سامان برابروه څودقرارگاه څخه دسهار دمالوماتوراکړه ورکړه ترسره کړي.
فرانک چې دگریک دویم کس ؤدځانگړوفعالیتونودفرقې له غړي جوز سره یې دسیمې نقشه لوستله. ددوی وسلې او دساحې توكي دوی ته نږدې ایښي ؤ. ټولود اېل بين اېل (یو ډول شنه کوبی ته ورته پتلونونه. ژ) ډوله دساحې جامې اوبوټان په پښواودامريكې دپوځ دسامان بندونه چې له کلک ټوکر څخه جوړشوي، دتوپانچو نظامي بندونه اودمهماتوکڅوړې چې په افغانستان کې د سي اى اې ټولوغړوانتخاب ؤ، لرل. ددوی څخه يوازې شل گزه لیرې د ځانگړو ځواکونو د او ډي اې -74گروپ شپږغړي دسهار په دندو بوخت وو، چې مهمه یې دکافی جوړول، اودورځې لپاره یې نور توكي برابرول.
گریک فرانک ته لاس وښوراوه اودځانگړو ځواکونودسرتېروسره دستړي مشي اودورځې دبمباری په باره کې دمالوماتواخیستلو لپاره ورغلل.
دهوایي ځواک تکتیکې افسر گریک ته وویل چې هغه یوه بي-52ددوی موقیعت ته راغوښتي اوددېرشو دقیقو په داخل کې به ورورسېږي. دهمدغه سهار نورې هوایي بمباریو ته لومړیتوب ورکول كېده خودورځې په بهير کې به هغوی په زیاته اندازه دهوايي بمباری غوښتنه کوي. له دې سره گریک اوفرانک په غونډی پرتو افغانانوته خطر وگاله اودمعاینه کولولپاره یې دتگ زړه وکړاوهغوی درې ته دیوې تنگې لارې چې تقریبا سل گزه ښکته وه، لاړل.
ښایسته شین اسمان ؤ يوازې دسويل په لورې ځای ځای سپینې ډبلې وریځې لیدل كېدلې. هوا یوڅه سړه وه خوپه ماسپښن کې د تودوخې درجه څلویښتوته رسېدله. گریک وویل:
په طالبانو باندې دبمونودغورځولواودهغوی له ژړا او بخښنې ډکې (کونو) ته د سزا دورکولوله پاره غوره ورځ ده. په داسې حال کې چې هغوی قدم واهه اودسهار یې خوند اخیست، گریک فرانک ته وویل چې هغه غواړي راتلونكې شپه اې سي ۱۳۰ A-Cتوپ لرونكې الوتکه دطالبانوپرموقیعتونوبمباري وکړي او په متواتر ډول بمباري به دهغوی دمرال په ما تولو کې مرسته وکړي. اې سي-130الوتکه چې 105ملي متري او 40 ملي متري توپ اودڅومېله لرونكې توپک به په طالبانوشپه پر یوه ژوندي دوزخ بدله کړي.
کسان بلې غونډی تېرې څوکې ته ورپورته شول اودخوردظابط حیدر له خوا ړچې د څوباتجربه سرتېرو له ډلې څخه ؤ اود کرزي دجنگیالودهمدغه گروپ سره یوځای جنگېده، ورته هرکلی وویل شو.
کرزي تقریبا څلور سوه جنگیالي راغونډ کړي ؤاود دغسې پوه کس لرل هم دحیرانتیا خبره نه وه. حیدر ډېره لږه انگلیسي ژبه زده وه خو ده اوگریک پرې مفاهمه کولای شوه. گریک په سیمه کې یوه گډ وډ دفاعي موقیعت ته اشاره وکړه اوحیدر په ماته اوگوډه انگلیسي وویل:هو ښه نه دی جوړشوی، زما کسان ستړي دي. دوی وایي چې دښمن په منډه دی. د اندیښنې وړنه ده! گریک وویل: هو دښمن په منډه دی خوهغه بیا هم سړی ویشتلی شي!!هغه لاسونه پورته کړل اوتوپک دنیولوپېښې یې وکړې. ظابط حیدره باید ځواکمن واوسي. خپل لاس یې کوږ کړاوتور غړي ته یې اشاره وکړه او ویې ویل چې ځواکمن ځواکمن!هغه وگرځېد اوسریې وښوراوه. خوا وشا یې وکتل فرانک او کریگ ته یې اشاره وکړله او ویې ویل: چای مو خوښیږي؟
حیدر هغه اورته چې څو فوټه لیرې بلېده او تور شوی چاینک چې بخار ترې راپورته كېده، اشاره وکړه. دوی د اور په لورې وروان شول او د مخامخ غونډۍ څخه پرې ډز وشو څو نورې پرلپسې ډزې هم وشوې او سهار په سړه هوا او تنگي کې یې غږ په کراره انگازه کوله.
دوی ټول د درې په هاخوا د طالبانو موقیعت ته د کتلو لپاره ورودرېدل. افغانانو هم خپل موقیعتونه ودرول او ټول د درې په ها خوا دډزوځای ته په ځیرځیر سره کتل. دغونډی په سر خوځېدنه وه اوگریک لومړی دوه بیا درې کسان چې تورې جامې یې اغوستې وې دغونډی دهغې تېرې څوکې چې گریک اودهغه کسانوته نږدې وه، خوځېدل. دغو درې کسانو یوه کرښه جوړه کړله، لاسونه یې دخپلو سرونوپورته دهر یوه سره یو یو کلاشینکوف اوچېغې وهلې غږ ددوی په لورې په کراره ورته. غږیې بې سیکه اوگډ وډ اوپرې نه پوهېده. بیا دغه دریوکسانومحکې گامونه واخیستل او دغونډۍپه ډډه ښکته لورې ددوی په خوا ورروان شول. گریک خپل دوربین راواخیست څودغه درې کسان پکې وگوري.
دوی په غور سره خوځېدل، په کراره سره یې سرعت زیات کاوه، اودغونډی په ښکته لورې په یوه عامه لار باندې روان وو. دوی ازادې تور رنگه جامې اوتورې پگړی په سروې اوپه سینوباندې یې دسامان لپاره له کلک ټوکر جوړشوي بندونه اودمهماتولپاره یې پکې کڅوړې هم درلودې. گریک فرانک اوحیدر ته وویل داچې دوی دکوم هېواد دي، وړاندوينه يې سخته، خودومره پوهېږم چې سيمه يیزې جامې يې په تن نه دي. نوموړي درې کسان د درې تل ته ورسېدل او اوس یې هم اوږده گامونه نور هم تېز کړل اوختی منډه یې پیل کړله. په داسې حال کې چې گریک اوفرانک ورته په حیرانتیا سره کتل، نېغ دغونډۍ په لور ور روان وو. دغه درې کسان څه هوډ لري؟
دوی پرته له ستونزېپه حرکت کې دي اودیوبل څخه درې یا څلور فوټه په اندازه لیرې روان، کرښه یې جوړه کړي اودهغه ځای په لورې چېرې چې گریک اودهغه افغان ملگري انتظارکوي، ورگوري. بیا دکرښې له لاندې برخې یوه افغان چې دغه درې کسان یې په داسې حال کې چې په تدریجي ډول له ډگرڅخه راتېرشول چېغه کړله. دوی دچيچنیادي، چيچنیا!نوروافغانانوهم دغه کړیکه پیل کړله. دغونډۍ په سر دافغانانوپه منځ کې د ډار یوه داسې سخته څپه راغله چې ما په اسانۍ سره احساس کړله. دطالبانوسره دهرې جگړې په مهال دطالبانوسره د چيچنايانودیوه گروپ دشتون گونگوسې اورپوټونه موجود وو. دوی سخت دريځه، سخت، جنگیالي ښه روزل شوی اودخپلو وسلوسره دپوره مهارت په لرلو مشهوروو. څو ورځې وړاندې دیوې ځانگړي اوسختې جگړې وروسته، دکرزي په ځواکونوکې دوژل شویوله ډلې څخه یې یوشمېرپه سرونوکې په یوه یوه گولۍ لگېدلي او وژل شوي وو. دا دافغانانولپاره ډېره لویه خبره وه ځکه چې دوی اصلاً توپک ښه نه برابروي او پرځای یې په الله باورکوي چې هغه به گوندې په نښه وربرابره کړي. دوی فکر کاوه چې دغه ډول دقیق ډز کول دچيچنایانوکاردی. گریک په حیرانتیا سره دافغانانولاندینۍ اوپورتنۍکرښوته وروکتل هغه لیدل چې پردوی وېره كېناستله. شپېته وسلوال کسان ددریوکسانوڅخه چې ددوی په لورې دمنډې په حال کې دي، ډارېږي!!
هغه ظابط حیدر راونیوه اوله هغه یې وغوښتل چې خپلو کسانوته دویشتلوامر ورکړي. هغه ورته دوسلې نیول اوپرهغې د ډزې کولوپېښې وكړې. حیدروگرځېد اوخپلو کسانوته یې دډزوکړلو امرورکړ. په دوی اوس وېره راغلې وه اودکلاشینکوفونودراخیستلو لپاره خواره واره شول. په داسې حال کې هغوی شاجورې ورواچولې اومرمۍ یې په ټوپکوتېرې كړې، دشور یوڅپه خواره شوه. حیدرخپل کلاشینکوف تیارکړاودغونډۍ څوکې ته ورغی اوهغه دریو کسانوته چې تورې جامې یې اغوستې وې اود دوی په لورې په بې رحمانه ډول په منډې وهلې، وروکتل. هغه بل امر ورکړ. خپل توپک یې اوچت او او ډزې یې پیل کړې. توپک ېې مټ ته جټکه ورکړه، بیا يې په ماشه گوته ټینگه کړله او درې یا څلور ډزې یې په وار خلاصولې.
نور یې اوږده فایرونه کول او توپک یې بې كنټروله د اسمان په لورې جگ او ټیټ كېدل او په دوامداره توگه یې مټونو ته جټکه ورکوله چې د ډزو پر وخت د ویرې اثر دی. څو ثانیې وروسته ډزې پای ته ورسېدلې او کریگ په حیرانتیا سره وکتل چې تر اوسته هم نوموړی درې کسان په داسې حال کې چې خوا او شا مځکه یې لړزیدله، د منډې په حال کې و.
پرمځکه باندې د ډز لگېدلو له امله مځکه چاوده او لوټې او کاڼې یې د اسمان په لورې الوځول. دغه دریو کسانو خپلو اوږدوگامونو ته دوام ورکړ، کرښه یې ماته نکړه او په تدریجي ډول یې منډې ته دوام ورکاوه. افغانانو خپلې دېرش ډزې شاجورې خلاصې كړې او ډزې د څو شېبو لپاره و ځنډیدلې. دغه درې کسان هیڅ ونه لگېدل او کریگ له حیدر څخه وغوښتل چې کسانو ته د ډزو د دوام امر ورکړي. د ډزو زیږ غږ په داسې حال کې چې ډار شویو لاسونو ډکې شاجورې توپکو ته ورواچولې، راغی. د ډزو غږ د کرښې په لاندې برخه کې نور هم لوړ شو.
سړی يې تقریباً کوڼاوه او کریگ په غوږونو کې د شهادت گوتې ونیوې څو غږ بند کړي خو بیا هم دغه دریو جنگیالو روغ رمټ منډې ته دوام ورکړ. دوی اوس د غونډۍ بېخ ته رانږدې شوي وو. کله چې د کسانو په مينځ کې چوپیتا خپره شوله، دوی د راروانو کسانو چې الله اکبر نعرې یې وهلې، واورېد.
دوی د منډې په حال کې تکرارً د الله اکبر چېغې وهلې. دا د افغانانو د حوصلې دپاره ډېر څه و او د چيچنایانو غږخو لاتردې هم بد تر و! لکه اشاره چې شوې وي دغه شپیته کسيزه ډلو مخونه واړول او د خپلو موقیعتونو څخه په منډه شول! کریگ هغوی ته د درېدلو چېغې وهلې، دده خواته نږدې کس یې له مټه راونیو خو هغه ځان ته ټکان ورکړ، کوږ وږ ولاړ او د غونډۍ په ډډه کې د نورو ملگرو سره پداسې حال کې چې هغوی هم د بیړې منډه کوله، یو ځای شول.
کریگ او فرانک د غونډۍ په ډډه کې دریو چيچنایانو ته وروکتل او هغوی هم اوسمهال دوی ته ورنږدې كېدل. فرانک وویل چې دا درې هغه زړور کسان دي چې ما په خپل ټول ژوند کې نه ولیدلي او یا خو لېوني مورکوسي دي!؟(دا داسلام جذبه وه چې رښتیا هم نوموړو کسانو لویدیځوالو ته ثبوت کړې وه. ژ) په هرصورت زه نه غواړم چې دلته پاتې شم او له هغوی سره ووینم! کریگ ستا څنگه خوښه ده؟
کریگ وگرځېد او ویې ویل: راځه چې له ورایه ورته ځانونه معرفي کړو! هغه د غونډۍ په ښکته لورې منډه پیل او ورسره فرانک هم یوځای شو بیا یې تیزه منډه پیل کړله څو د تښدېدونکو افغان ځواکونو سره یو ځای شو. کریگ او فرانک د ځانگړو ځواکونو د او ډي اې -۵۷۴ گروپ سره یو ځای شول او د هغه دریو چيچنایانو سره چې اوسمهال ددوی لخوا په خالی شوي موقیعتونو باندې ولاړ وو، په هک پکتیا سره ورکتل.
کریگ د هوایي گروپ تكتيكي كنټرول افسر ته ورغږ کړ او له هغه یې وپوښتل: ایا هغه بي -۵۲ ډوله الوتکه اوس هم زموږ په سرونو الوتنه کوي؟
هو صاحب هغه زموږ په سرونو گرځي او د هدف لپاره د جغرافیایي کوارډیناتو منتظر دي. کریگ پداسې حال کې هغه دریو چيچنایانو ته چې اوسمهال یې د تښتېدلو افغانانو سامان پلټنه کوله، ورکتل ویې ویل: راځی چې د همغې غونډۍ د سر جغرافیاوي کوارډینات ورکړو. هغه دریو واړو ته به د بلنې یو کارت ورولیږو! کله چې د مخابرې له لارې د بريد غوښتنه په جریان کې وه، کریگ هغه دریو کسانو ته ورکتل او هغوی اوس هم چېغې چې واضحاً ښکنځلې وې، وهلې!
د نوموړو دریو کسانو څخه یوه کس خپل لینگى خپور کړ او په دواړو لاسونو یې خښتگ ونیو څو په ښکنځلو ټینگار و کړي. یو بل ته یې کوناټې ورواړول، ویې ښورول او بیا وگرځېدل او په خندا شو. (فکر کوم په لویدیځه ټولنه کې دغسې یو څه د ښکنځلو او د پیغور په مانا دي. ژ)
هوايي تکتیكي افسر خبرې پیل كړې: یو دوه زره پاونډه بم.. بیا یې خبرې وځنډولې او بیا یې دوام ورکړ: یو دوه زره پاونډ ه بم راروان دی. په نښه باندې د لگېدلو پورې پينځه ویشت ثانیې وشمېری. کریگ ولاړ شو او دده مخامخ دریو کسانو ته یې وروکتل: دا د زړه ورتوب هغه بهترینه منظره وه چې ده تر اوسه لیدلې او یا په حقیقت یې تراوسه ترې اورېدلي هم نه وو! يوازې درې کسان چې په شپږ یا اووه سوه متره پراخ او خلاص ډگر باندې په شپېتو کسانو چې هغوی پرې ډزې کولې او تر پایه یې یوگام هم ځنډمن نه کړ، هغوی اوس ولاړ دي او پر هغه کسانو چې دوی سپکاوی ورواړوه مسخره کوي.
کریگ له هغه څه چې دوی ته (منظور يې چيچنايان دي. ژ) ورپېښدل زړه خوږېده خو دده کسان باید بېرته ډاډه شي او هغه وقار او حیثیت چې دوی له لاسه ورکړی و، یو څه برخه یې بېرته لاس ته راوړې وای. كريگ باوري و چې ده او کریگ کولای شول چې نوموړي درې کسان پداسې حال کې چې په غونډۍ راپورته كېدل، وژلي وای خو د افغانانو له جملې څخه هیڅ یوه هم نشو لیدلای او ښايي په دغه کار سره د فرانک او کریگ په لورې د افغانانو له امله یو څه كينه له دې امله چې د هغوی وقار ټیټ شوی و، راپارېدلى وای(لیکوال زما په باور هڅه کوي څو خپل کسان د افغانانو له شپیته کسیزې ډلې څخه ډېر زړور معرفي کړي .ژ)
او په دې ډول به ټوکه پر چيچنایانو تمامېږي!کریگ ساعت ته ورکتل او شل ثانیې پاتې وې. هغه لږ مخکې شو او ښی لاس یې د دریو کسانو په لورې پورته کړ او په کراره یې د نیمې دایرې په ډول وړاندې او وروسته کړ. د چيچنیانو څخه یوه کس خپل لاس پورته او منځنی گوته یې د سلام په توگه ونیوله. (په لویدځ کلتور کې دا ډول حرکت د ښکنځل مانا لري. ژ). جي بي يو-۳۱ ډوله بم د هغه چيچنايي ترڅنگ چې په فخر سره ولاړ و د یوه فوټ په واټن کې ولگېد. د غونډۍ سر د لویې چاودنې له امله په اور او لوگي کې پټ شو. د کریگ خوا وشا افغانانو باندې د خوشالۍ څپه راغله. د یوې شېبې لپاره کریگ فکر وکړ چې هغه د پړکنده چاودنې په زړه کې د انسان شکل ولید خو هغه دومره په چټکۍ سره تېره شوه چې فکر یې وکړ چې هغه یوازې یو تصور کړیدی!؟(1)
(1) د نظامي قطعاتو د يو او بل څخه د اسانه توپير لپاره د امريکا پوځ د انگليسي ژبې د حروفو د اوازونو لکه (A)، الفا (E) ايکو کاروي. ژباړن
(1) ښايي دغه يوه معجزه وه چې د نوموړي امريکايي په سترگو کې يې د بم په لمبو کې د انسان څېره جوړه کړې وي. ژباړن