غبار خاطر (۴ برخه)

 
احمدنګر کلا
د ١٩٤٢ د اګست ١١
 
مکرمه دوسته!
د قيد او بند د ژوندانه دا شپږمه تجربه ده لومړۍ تجربه په ١٩١٦ کال پيښه شوې وه چې څلور کاله پرله پسې په قيد او بند کې پاتې شوم، بيا په ١٩٢١، ١٩٣١ ، ١٩٣٢ او ١٩٤٠ کال کې يو د بل پسې دا پړاوونه مخې ته راغلل او اوس له هماغه پړاونه د عمر سیلۍ غوندې چټکه قافله تيريږي:
 
باز خواهم زسر گيرم ره پيموده را
دبند لومړيو پنځو دورو موده چې وشميرل شي نو له اوو کالو او اتو مياشتو څخه به زيات نه شي دري پنځوس کاله عمر مې تير شوى دى نو چې د بند دا موده ور څخه وکاږم نو د بند موده زما د نور عمر نږدې اومه برخه کيږي يعنې چې د عمر په هرو اوو ورځو کې مې يوه ورځ په بند کې تيره کړې ده. د تورات په لسو احکامو کې يو یوحکم دسبت يعنی د شنبې د ورځې په هکله دى يعنې چې د اونۍ يوه ورځ مقدسه ورځ او د رخصتې ورځ ګڼلى شوې ده، مسيحيت او اسلام هم يوه ورځ په اونۍ کې ر خصتي ټاکلى ده نو زما په برخه هم د سبت ورځ راغلې ده خو زما رخصتئ داسې پاى ته رسيدلې لکه چې د شيراز د خواجه په دستور العمل باندې کار صورت موندلى وي:
 
نه گويمت که همه ساله مى پرستى کن
سه ماه مى خورونه ما پار ســـامى باش
 
د مهال حالات په مخ کې ږدم او په دغه تناسب باندې غور کوم نو هک پک شم چې اوه کاله او اته مياشتې قيد او بند څرنګه تير شو؟ هک پک شم يوازې همدا اوه کاله او اته مياشتې څرنګه تيرشو :
 
ناله از بهر رهايى نه کــــــند مرغ اسير
خورد افسوس زمانى که گرفتـار نبود!
 
د وخت هغه حالات چې را څخه تر څلورو خواوو راتاو شوي دي په دې هېواد کې په داسې حالاتو کې د هېواد والو له پاره د ژوند تيرولو دوه لارې پاتې دي:
چې يا به د بې حسۍ په حال کې ژوند کوي او يا د احساس په حال کې . لومړى راز ژوند په هر حال او هر ځاى کې تيرول کيداى شي خو د دوهم راز ژوند له پاره د زندان له خونونه په بل ځاى کې د تيرولو امکان نشته او بل ځاى ورته نه موندل کيږي. زموږ له پاره هم دا دواړه لارې پرانستې دي.
مونږ لومړۍ لار خوښه نه کړاى شوه نو له نا کامه مو د وهمه لاره ونيوله:
 
رند هزار شــــــــــــــــــيوه را اطاعت حق گران نبود
ليک صنم به سجده در ناصيۀ مشترک نخواست
 
په ژوند کې مو چې څومره جرمونه کړي او د هغو سزا مو موندلې ده خيال کوم چې له دغو جرمو څخه هغه جرمونه دي چې پرکولو يې لا زموږ لاس نه دى بر شوى او د کولو ارمان يې زموږ پر زړونو پاتې دى. دلته خو د کړو جرمونو سزا سړي ته ورکول کيږي خو د ناکړو جرمونو د حسرتونو تاوان له چانه وغواړو:
 
نا کرده گناهون کى بهى حسرت کى ملى داد
يارب اگر آن کرده گــــــــناهون کى سزا هى ([1])
 
 په ١٩١٦ کال کې کله چې دا معامله راپيښه شوه نو ما د لومړي ځل له پاره موقع وموندله چې د خپل طبيعت د تاثراتو اندازه واخلم، هغه مهال زه ٢٧ کلن وم او “الهلال” د “البلاغ” په نامه خپريده.
دارالارشاد جوړ شوى و، د ژوندانه مشغوليتونو له څلورو خواوو څخه را ايسار کړى وم ، او راز راز سرګرميو سره مخامخ وم او د علايقو او اړيکو درانه بارونه را په سروو. نا څاپه يوه ورځ راولاړ شوم او د ژوندانه د چارو د سرته رسولو په ځاى په زندان کې بې واکه پروت وم چې په دې ناڅاپي او ښتون کې د طبيعت ستر ازميښت و خو واقعه داده چې ونه شوه، ودان کور مې پريښود او په يوه وران کنډر کې کيناستم:
 
نقصان نهين جنون مين بلاسې ګهر خراب ([2])
دوګز زمين کى بدلى بــــــــــيابان ګران نهين
 
خو څه موده وروسته چې ددغه صورت حال عکس العمل پيل شو نو څرګنده شوه چې معامله دومره آسانه نه وه لکه چې د سرګرميو په لومړي حال کې چې معلوميده او چې ازميښت لاتير نه دى بلکه په مخ کې دى ، کله چې داسې معامله يو په يو پيښيږي نو په لومړي سر کې ستونزې پوره نه ښکاري ځکه چې په طبیعت کې د مقاومت جذبه وي او نه غواړي چې له دغو ستونزو څخه وډار شي او په کلکه ور سره مقابله کول غواړي نتيجه داشي چې يو مست حال پر سړي راشي ، په مستۍ کې که سړى ته هر څومره سخت ټپ ورسيږي هم څوک پرې نه پوهيږي او کوم کړاو نه حس کوي يواې کړاو هغه وخت حس کوي چې ټول جسم له درده نا کرار شي لکه چې په همدې توګه مې لومړۍ مرحله په جذباتو او ځان هيرونو کې تيره شوه.
د اړيکو سملاسي شليدنې د کارو ګډو ډيو او د سرګرميو ځنډ زما پر زړه باندې کومه ناوړه اغيزه ونه کړه له کلتکتې څخه په کامل اطمينان ووتلم او په رانچي کې له ښار نه وتلى په يوه ناودانه سيمه کې ميشت شوم . خو چې بيا ورځ تيريده د طبيعت بې پروا ييو ځواب را کاوه او د پيښو هر هر اغزې مې د زړه په ا ړخو کې چوخيده همدا مهال و چې زه اړ شوم چې له خپل حساس طبیعت سره مقابله وکړم او يو خاص ډول قالب مې ورته جوړ کړ. له هغه مهال نه تر نن پورې چې شپږ ويشت کاله تير شوي دي له هماغه قالب څخه کار اخلم او اوس دومره پوخ شوى يم چې ماتيدالى شم خوښوييدلاى نه شم.
د طالب علمۍ له وخت څخه مې له فلسفې سره خاصه مينه درلوده او د عمر له تيريدو سره سره مې دا مينه زياتيدله . خوله تجر بې نه راته څرګنده شوه چې په فلسفه څوک د عملي ژوندانه ترخه نه شي خوږولاى فلسفه په طبيعت کې يو راز رواقي بې پروايي پيدا کوي او مونز د ژوند پر حوادثو او آلامو پروانه کوو، خو د ژوندانه د طبيعي انفعالاتو معماوې ور باندې نه حل کيږي ، فلسفه موږ ته ارومرو يوراز تسکين راکوي خو د فلسفې تسکين ټول منفي تسکين وي. له مثبت تسکين نه د دې ځولې تشه ده، دا د نشتوالي افسوس کمولاى شي خو د حاصل کوم اميد نه شي ورکولاى. که زموږ خوښي له موږ نه واخيستل شي نو فلسفه به موږ ته د کليله او دمنه (پنچها تنترا) د زده کوونکي مر غۍ په شان نصيحت وکړي : “لا تاسی على مافات” چې څه دى ورک کړل په هغو پسې مه خوابدی کيږه! خو دا پوښتنه په کار ده چې له دغه ورکولو سره څه موندل هم شته که نه ؟ په دې هکله فلسفه مو نږ ته هيڅ ښوونه نه کوي ځکه چې ښوونه نه شي کولاى او د ژوندانه د ترخو د خوږولو له پاره پر فلسفه باندې ويسابس نه ده.
ساينس د محسوساتو د عالم له ثابت شوو حقايقو سره موږ اشنا کوي او د مادي ژوندانه له بې رحمه جبريت څخه مو خبروي نو ځکه د علم په بازار کې د عقيدې تسکين نه موندل کيږي علم د يقين او اميد زاړه چراغونه مړه کوي خو نوي چراغ نه شي لګولاى نو که وغواړو چې د ژوندانه په ستونزو کې د ډاډ له پاره سترګې پورته کړو نو په کوم لوري يې پورته کړو؟
 
کون ايساهى جسى دست هودل سازى مين([3])
شيشه ټوټى توکر ين لا کهـ هنر سى پـــــيوند!
 
نو مجبور يو چې د مذهب په لور سترګې ونيسو همدا ديوال دى چې ستړې ملا ورباندې سمه ډډه اچولاى شي:
 
دل شکسته در آن کوچه مى کنند درســت
چنانکه خود نشناسى که از کجابشکست
 
بې شبهي اوکڼې د مذهب هغه زړه نړۍ چې پر ما فوق الفطرت چارو باندې باور يې زموږ پر زړونو او دماغونو سيورى غوړولى و اوس هغه زموږ له پاره پاتې نه دى نو اوس که مذهب هم زموږ په مخ کېراولاړيږي نو د منطق او عقليت ساده او بې رنګه پړونى يې په سر پروت دى او زموږ د زړونو پر ځاى زموږ دماغونو ته خطاب کول غواړي نو که اوس کوم تسکين او ډاډ يوازې دمذهب له لارې په لاس راځي:
 
در ديگري بنما که من به کجاروم چو برانيم
 
فلسفه د شک او کڼې دروازه پرانستلای شي خو بيا يې نه شي پورې کولاى ، ساينس ثبوت ورکولاى شي خو عقيده نه شي ورکولاى خو مذهب موږ ته عقيده راکوي اګر که ثبوت يې نه شي راکولاى .او دلته د ژوند کولو له پاره يوازې ثابت شوو حقايقو ته اړتيا نه شته بلکې عقيدې ته هم اړتيا شته ، موږ يوازې په هغو خبرو قناعت نه شو کولاى چې ثابتو لاى يې شو او منو يې موږ ته داسې خبرې هم په کار دي چې ثابتولاى يې نه شو خو منل يې ضروري دي.
په عامو حالاتو کې سړي ته مذهب د کورني ميراث په توګه رسيږي چې ماته هم په همدغه توګه رارسيدلى دى خو ما په ميراثي عقيده باندې قناعت ونه کړاى شو او هغه څه چې دغه ميراثي مذهب د تندې د ما تولو له پاره راکول زماتنده له هغه څخه زياته وه. زه له زړو لارو څخه واوښتلم او د نوو لارو په لټه کې شوم تر اوسه لا پنځلس کلن شوى نه وم چې طبيعت مې له نوو چوخيدنو او نوو لټو سره آشنا شو او ميراثي عقايد په هغه بڼه چې زما په مخکې ولاړ وو پر هغوباندې مې له مطمئن کيدو نه انکار وکړ. لومړى په اسلام کې د مختلفو مذهبونو دنني اختلافونه رامخې ته شول او د هغو متعارضو دعوو او متضادو فيصلو حيران او هک پک کړم او بيا چې يو څو ګامه په وړاندې لاړم نو په خپله د مذهب عالمګيري نزاعګانې او شخړې را د مخه شوې او هغوی له حيرانۍ نه شک ته اوله شک نه انکار ته ورسولم او چې له علم سره مې سر او کار شو اعتقاد مې هم له لاسه ورکړ. د ژوندانه بنيادي سوالونه مې چې په عامو حالاتو کې ډېر کم راپه زړه کيږي په زړه باندې راټول شول او زما پر زړه او دماغ باندې راخپاره شول : حقيقت څه دى؟ او چيرته دى ؟ شته که نشته ؟ او که شته او هغه هم يو دى ځکه چې له يو څخه زيات کيداى نه شي ، د حقيقت په لوري لارې ولې مختلفې دي؟ ولې يوازې دا چې مختلفې دي ورسره ورسره متعارضې، متضادې او په ټکر کې هم دي ؟ بيا لا دا څه څيز دى؟ چې د خلاف او نزاع ددغو مختلفو لارو په مخ کې يې علم د خپلو ثابتو او ټاکلو پريړو ډيوه په لاس کې نيولې ولاړ دى او د علم په رڼا کې د قدامت او روايت ټولې له اسرارو ډکې تيارې، چې انسان په کې دې تيارو ته د عظمت او تقديس په سترګه له کتلو سره روږدى دى، دا تيارى يوه يوه شوې او ورکې شوې . دا لاره تل په شک او کڼه پيل كيږي او په انکار او لټه پاى ته رسيږي او که په دغه لار کې پښه نيولى شي نو سر يې مايوسي او نه هيله من توب ته ووځي او څه په لاس نه راځي:
 
تهک تهک کې هر مقام په دوچار ره گى ([4])
تيرا پته نه پائين تونا چـــــــــــــــــــار کياکرين
 
زما په مخ کې هم په دغو لارو تلل ضرور وو خو زه ونه دريدم. زماتندى په نه هيله من توب او مايوسۍ باندې قناعت کول نه غوښتل نو په پاى کې چې له ډېرو کړاوونو او کږليچونو څخه تير شوم داسې مقام راښکاره شو چې زه يې بل مقام او عالم ته ورسولم نو راته معلومه شوه چې ددې اختلافاتو او شخړو په متعارضو لارو او د اوهامو او خيالاتو په ژورو تياوو کې دلته يوه رڼه او قطعي لاره هم شته چې د يقين او اعتقاد مقصود منزل ته تللې او رسېدلې ده او که د سکون او طمانيت د سرچينو پته لګيدلاى شي نو له همدې لارې ورته سړى رسېدلاى شي. ما چې د اعتقاد او حقيقت په لټه کې څه ورک کړي  وو د همدغې لټې په لاس بيرته په لاس راغلل، کوم چې زما درنځ علت وو هماغه د شفا اورغيد و درمل هم ثابت شول:
 
تداويت من ليلى بليلى عن الهوى[5]
کمايتداوى شارب الخمــــــــــــر بالخمر
 
البته هغه عقيده چې ماورکه کړې وه هغه تقليدي وه او دا عقيده چې ومې موند له تحقيقي ده.
 
راهی که خضر داشت ز سرچشمه دور بود
        لـب تشنگي زراه دگربرده ايم ما
 
تر هغه وخته پورې چې د تقليدي عقيدې پرپټيو زما سترګې پټې وي ما ته ددې لار پته نه ليګده او څرنګه چې دا پټۍ ليرې شوى په څرګنده توګه راته ښکاره شوه چې نه لاره ليرې وه او نه ورکه شوې ده دا په خپله زما سترګې پټې وي چې په رڼو سترګو مې لاره ورکه کړى وه:
 
در دشــــــــــــــت آرزو نبود بيم دام و دد
راهيســت اين که هم زتوخيز دبلاى تو
 
اوس راته معلومه شوه چې تر نن پورې مې کوم مذهب پيژانده هغه مذهب چيرته وو؟ هغه مذهب زما  دوهم پرستۍ او غلط سوچ يو تصوير او انځور و:
 
تا به غايت ما هنر پنداشــــــــــــــتيم
    عاشقى هم ننگ وعارى بوده است
 
يو مو روثى مذهب دى چې له مور او پلار څخه چا ته پاتې وې ، او بل جغرافيايي مذهب دى چې د ځمکې په سر په کوم خاص او ځانګړي ځاى کې ستر واټ ور څخه جوړ شوى وي او ټول ور باندې روان وي او ته هم ور باندې ځې، او بل د سړي شمير احصائي مذهب دى چې د سړي شمير په پاڼو کې يو کور د مذهب لپاره هم شته په دغه کور کې اسلام درج کيږي او يو رسمي مذهب دى ، چې په مراسمو او تقريبونو کې ورڅخه يادونه کيږي ، خو پر دغو ټولو مذهبونو کې سر بيره بياهم د مذهب يو حقيقت باقي پاتې کيږي چې د تعريف او امتياز له پاره ورته حقيقي مذهب وايي او د همدغه مذهب لاره ورکيږي:
 
همين ورق که سيه گشت مدعا اينجا ست
 
چې دغه مقام ته ورسېدم حقيقت هم خپل مخ را څرګند کړ او جوته شوه چې د علم او مذهب تر مينځ څومره شخړه ده فى الحقيقت دا د علم او مذهب ترمينځ شخړه نه ده بلکه داد علم د مدعيانو د خاميو او د مذهب دمدعيانو د ظاهر پرستيو او قواعدو جوړولو ترمينځ شخړه ده حقيقي علم او حقيقي مذهب اګر که په بيله بيله لاره درومى خو دواړه يو منزل ته رسيږي:
 
عباراتنا شتی و حسنک واحد
وکل الى ذالک الجمال يشير ([6])
 
علم د محسوساتو له عالم سره سرو کار لري او مذهب د محسوساتو نه د ماوراء خبر راکوي نو د دواړو دايرې بيلې بيلې دي خو د دغو دايرو ترمنځ تعارض نه شته نو څه چې له محسوساتو نه اخوا دي، موږ هغه محسوساتو سره معارض بولو او له همدغه ځايه زمونږ د کوږ فکرۍ ټولې نيم ګړتياوې پيل کيږي:
 
برچهره حقيقـــــــــــــــــت اگرماند پرده یی
جرم نگاه ديدۀ صورت پرست ماست
 
چې هر رنګه وي د ژوندانه په ستونزو کې مذهبي تسکين تش منفي تسکين نه دى بلکه ګټور تسکين دى ځکه مذهب موږ ته پر اخلاقي ارزښتونو باندې باور راکوي او همدغه باور دى چې دده رڼاله کوم بل ځاى څخه نه شو پيدا کولاى. مذهب راښيي چې ژوند يوه وجيبه ده چې بايد سرته ورسول شي يو دروند پيټى دى چې بايد يوړل شي
 
جلوۀ کار وان ما نيست برنالۀ جرس
عشق توراه ميـــــــــبردتو زاد ميد هد
 
خوداپيټى د اغزو له لارې نه پرته په بله لاره نه شي وړل کيداى ځکه دلته ژوند ځينې غوښتنې لري چې بايد ځواب ورکړل شي، او په خپله ژوند مقاصد لري چې بايد سړى ورپسې وزغلي. ايا کوم څيزونه چې موږ ورته د ژوندانه هوسایې او خوندونه وايو هغه کله زموږ له پاره هوساينې او خوندونه کيداى شي او که له دغو غوښتنو او مقصدونو څخه مخ واړوو؟
بې شکه دلته د ژوند بار د اغزيو پر لاره وړل په کار دي اوله دې امله دا کار دى چې په روغه لار ددغو غوښتنو بار نه وړل کيږي. اغزی کله په لمن پورې نښلي او کله په تلو کې چوخيږي خو د مقصد چوخيدنه چې په زړه کې چوخيږي نه له لمن سره کار لري او نه د تلو له زخمونو سره:
 
معشوق درميانۀ جان، مدعى کجاســـت!
گل در دماغ مى دمد ، آسيب خارچيست
 
او بيا د ژوندانه هغه حالات چې موږ ور څخه په راحت او درد تعبير کوو د هغه حقيقت هم له دې څخه زيات بل شی نه دى بلکه د نسبت د مکزونو يو انځور دى دلته نه مطلق درد شته او نه مطلق راحت زموږ ټول احساسات نسبي دي.
 
دويدن ، رفتن ، نشستن و مردن
 
که نسبتونه بدل شي د راحت او دردونو نوعيتونه به هم بدل شي دلته داسې يوازينۍ تله نشته چې د هر طبيعت او هر حالت احساس ور باندې وتلل شي.
د کوم بزګر د راحت او درد د تول له پاره چې له کومې تلى څخه کار اخلو په دغه تله د لطيفه فنونو د ماهر د هوساينې او کړاو معيار نه شو معلومولاى.
يو رياضي پوه ته چې د کوم سوال حل خوند ورکوي دا خوند د عياشيو په شبستان کې له بدمستيو څخه عياشانو ته په لاس ورځي؟ کله داسې کيږي چې په ګلو کې اوړو رااوړو خو هوساينه نه مومو او کله داسې کيږي چې پر اغزيو دپاسه منډې وهو او ددغو اغزيو له چوخيدو نه نوی نوی خوند اخلو:
 
بهريک گل زحمت صد خارمى بايد کشيد
 
 دا راحت او دا احساس څوک موږ ته له بهر څخه نه شي راوړلاى او راکولاى. دا همدا زموږ خپل احساس دى چې کله راته زخم شي او کله راته ملهم شي.
د طلب او غواړنې ژوند پخپله د ژوندانه يو لوى او ستر خوند دى خو په دې شرط چې په مطلوب کې وي:
 
رهروان راخســـــــــــتگى راه نيست
عشق هم راه هست وخود منزلسـت
 
او دا څه چې وايم فلسفه نه ده د ژوندانه عام واردات دي د مينې او محبت دوارداتو حواله زه نه شم ورکولاى ځکه چې دا د هر چا په برخه کيداى نه شي ، درندۍ او هوسناکۍ د کوڅو خبر ډېرو اخيستى دى خو دا وګړي دې له خپله ځانه وپوښتي چې د کړاوونو په لار کې تر خو ورته هم خوږ خوند ورکړى دى که نه ؟
 
حريف کاوش مژگان خونريزش نه اى ناصح
بدست آور رگ جانى و نشـــتر را تماشا کن
 
بې مقصده څوک خپل ژوند تر پايه پورې نه شي رسولاى په دې لار کې د زړه ورکړه او مينه په کار ده چې ددې مينې له پاره د ژوند لاره په مينه وهل کيداى شي. دا مقصد د بيلابيلو طبیعتونو په مخکې په بيلابيلو څيرو او بڼو راولاړيږي:
 
زاهد به نماز و روزه ضبطى دارد
سرمد به مى و پياله ربطى دارد
 
څوک د ژوند چارې مقصد بولي او ور باندې بسيا کيږي او څوک ورباندې نه شي بسيا کيدلاى. او څوک چې ورباندې نه شي بسيا کيدلاى هغوى هم بيلابيل حالات لري د زياتروتنده په داسی مقاصدو ماتيږي چې دوى مشغول وساتلى شي خو ځينې داسې طبيعتونه هم شته چې د هغو له پاره يوازې مشغوليت نه بس کيږي هغه په ژوندانه کې اضطراب هم نه غواړي:
 
نه داغ تازه مى کارد نه زخــــــــــم کهنه مى خارد
بده يارب دلى کين صورت بى جان مى خواهم
 
څوک غواړي چې زړونه يې يوازې مشغول وي خو ځينې نور غواړي چې زړونه يې په اضطراب او تشويش کې وي:
 
درين چمن که هوا داغ شبنم آرايى است
تســــــــــــــليى به هزار اضطراب مى یافتند
 
او زړه پر يوه بې مقصده هڅه نه سړيږي او داسې مقصدونه په کار دي چې د اضطراب له انګار نه ډک وي چې په ده کې شور او شوق راولاړ کړي چې دى د دغه مقصد د تر لاسه کولو له پاره د خپل وحشت ګريوان څيروي:
 
دامن اس کاتو بهلا دور هى اى دست جنون
کيون هى بيکار گريبان تومرا دور نهين ([7])
 
يو داسې د ځان بلا مقصد چې ور پسې سړى دليوني په دود زغلي چې زغليدونکو ته تل نېږدې ښکاري او تل ليرې کيدونکي وي . دومره نېږدې وي چې لاس ور واچول شي رانيول کيږي او دومره ليرې وي چې دلارې دوړې يې هم نه ښکاري:
 
بامن آويزش او الفت موجست وکنار
د م به دم بامن و هر لحظه گريزان ازمن
 
له روحياتي نظره چې وکتل شي نو معامله يو بل اړخ هم لري چې يوازې د ټيټ نظرو سترګې ور باندې لګيدلاى شي چې هغه يو شان والى او نه بدلون دى. اګر که دا نه بدلون په آسانۍ سره وي ، ځکه نه بدلون په خپله د ژوندانه بې خوندتوب دى . بدلون اګر که له کړاوو سره ملګرى وي خو بيا هم بدلون دى او بدلون په خپله يو ستر خوند دى . په عربي کې وايي: “ حمضوا مجالسکم” د خپلو ناستو خوند بدل کړې نو دلته هم هغه څوک د ژوند په خوند پوهيږي چې د ژوند له خوږ لنيو سره د ژوند تر خه هم څکي او که نه نو هغه څه ژوند دى چې تل په يو راز، په يو رنګ اوړي. خواجه “درد” څه ښه ويلي دي:
آجا ايسى جينى سى اپنا توجى به تنگ ([8])
آخر جى گاکب تلک اى حضــــر مرکهين
دلته د موندلو خوند هغه څوک اخلي چې په ورکيدو پوه وي چا چې کله څه نه وي ورک کړي هغه څه پوهيږي چې موندل څه معنى لري؟ د نظيري نظر همدې حقيقت ته اووښتى وو:
آنکه او در کلبه احزان پسر گم کرده يافت
توکه چيزى گم نه کردى از کجا پيدا شود
او که د غور او فکر ګام لږ په وړاندې واخلي نو درته به معلومه شي چې زموږ د ژوند حقيقت د حرکت او اضطراب له تسلسل څخه پرته نور څه دي ؟ هغه حالت ته چې موږ سکون وايو نو که وغواړو همدغه حالت ته مرګ هم ويلاى شو. موج او څپه چې تر څو په اضطراب او خوزه کې ده ژوندۍ ده او چې ودريږي مړه او ورکه شي يو فارسي شاعر په دوو مصرعو کې د ژوندانه ټوله فلسفه پاى ته رسولى ده :
 
موجم که آسوده گى ما عدم ماست
مـــــــــــازنده از آنيم که ارام نه گيريم
 
او بيا دا لاره هم نه وهل کيږي چې ددې لارې له ستونزو سره مينه نه وي ، د مقصد دلارې خاوره ډېره غيرتي ده.
دا لاره د لاروي د نياز د ټنډې ټولې سجدې داسې مني چې نور څه نه پاتې کيږي او لاره پاى ته رسيږي دا تعبير ما له غالب څخه مستعار اخيستى دى:
 
خاک کويش خود پسند افتاد در جذب سجود
ســــــجده از بهر حرم نه گذاشت در سيماى من
 
له دومره خبرې اوږدولو څخه زما مقصود دا و چې د خپل پريشان فکر له اوراقو نه يوه صفحه ستاسو په مخکې پرانيزم:
 
لختى زحال خويش به سيمانو شته ايم
 
درنګ په دې زر رنګه ميکده کې د تخيل د لومې هر بندي د خپل ځان د هيرولو له پاره څه نا څه ډک جام په مخ کې ايښى دى او په کې بې سده پروت دى.
ســـــــــاقي به همه باده زيک خم د هداما
در مجلس اومستې هر يک زشرابيست
څوک خپله لمن له ګلونه ډکول غواړي او څوک يې له اغزيو څخه او هیڅوک نه غواړي چې لمن يې تشه پاتې شي. وګړي د خوښيو خو شاليو ګلان ټولوي خو زموږ په برخه د هيلو او حسرتونو اغزي رسيدلي دي هغوې ګلونه ټولوي او اغزي پريږدي خو موږ اغزي ټولوو او ګلونه پريږدو:
 
زخــــــــــــــــــارزار محبت دل تراچه خبر
که گل به جيب نه گنجد قباى تنگ را
ابوالکلام
 
 
[1] - اى خدايه د هغه ناکړو ګناهونو د حسرت اجرراکړې که دا کړي ګناهګانې سزا لري.
[2] - په ليونتوب کې تاوان نشته بلا دې ورپسې وي که کور وران شو د دوکزه ځمکې په بدل کې بيابان ګران نه دى
[3] - داسې څوک شته چې د زړه رغولو لاس ولري که ښيښه ماته کړي نو په لکونو هنرو به يې بيا پيوند کړي.
[4] - ستړى ستړى په هر مقام باندې دوه درې پاتې شوم خو ستا پته مې ونه مونده نو زه ناچار او بې وز له څه وکړم.
[5] - دددد
[6] - زموږ عبارات مختلف دي او ستا ښکلا يوه ده او هر څوک دغه ښکلاته اشاره کوي .
[7] - ښه چې د هغه لمن در څخه ليرى ده اى د ليونتوب لاسه! نو څه له بيکاره ناست يې . زما ګريوان خو در څخه ليرې نه دى
[8]- داسې ژوند چې په پاى کې دې زړه ور څخه په تنګ شي اى خضره دا ژوند به تر څو پورې کوي . ځه چرته مړ شه.