د تېلو بادشاهان (۲۹برخه)

 
ګاز راکوى او که مو ووژنم
 
د فبرورۍ په ۹ نېټه  ولسمشر نیکسون د سپینې ماڼۍ په لوېدیځه برخهپه سان کلېمېنټ کې له ښاغلو کیسنجر، شولتز او ویلیم سایمون سره غونډه وکړه اودویټول دا مهال په دې پوهېدل چې دوی د سپینې ماڼۍ د انرژۍ  د مسئلې اصلي لوبغاړي دي. دوی له یوې بلې خطرناکې میاشتې راتېر شول چې په کې د امریکا متحده ایالتونو  دجیو پولیتیک انډول په برخه کې یوه بله ماتې هم  تجربه کړه. په سوېل ختیځه اسیا، اروپا، مدیترانې،فارس خلیجاو ټول منځني ختیځ کېد امریکا د متحدو ایالتونو دولت په دفاعي موقف کې و. ولسمشر نېکسون پر دې مهال کلیفورنیاته په یوه سوداګریزه الوتنه کې ولاړ او  ددې الوتنې موخه یې د ډېرو لګښتونو د نه کولو پر لور ګام اخیستل وو.نیکسون هڅه وکړه چې دغه وضیعت ته یو څه بدلون ور کړي، ځکه چې د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر داسې اشارې ورکړې چې ان یو وړوکی هېواد لکه یو ګاندا هم اوس ددوی پر ضد سر را پورته کوي.«تاسو ښاغلي امین ته وګورئ»، هغه دا شکایت وکړ او د یوګاندا قاتل دیکتاتور مشر اډي امین ته یېپه اشارې سره وویل چې « هغه زموږ و خو کینیایانو له موږ څخه واخیست».
ښاغلي نیکسون،کیسنجر ته وویل:« له ښاغلي امین سره  ستونزه دا نه ده چې هغه څه شی خوري، بلکې ستونزه داده چې یوڅوک هغه خوري. زهله افریقایانو بښنه غواړم، خو زه به یې  ډېر وخت ونیسم » دوی ډېرې پېچلې موضوعګانې درلودې چې له یوګاندا  او د هغه هېواد له مشر سره یې باید معاملې ته را مخې ته کړې وای  ــــ لکه د قانون د ماتونې د مخنیوي هڅېاوپه کور دننه د هغه عملي کېدلاود بانکونو له دیوالي کېدو د صنعتي نړۍ ژغورل.
 
امریکایانو د تېلو ټکانونه تجربه کړل. دا چاره د نوي کال د رخصتیو پر وخت هغه مهال ښه روښانه شوه چې موټر سپرو او موټر لرونکو په نیویارک ښار کې له یوه او بل سرهد تېلو د یوه سټیشن مخې ته د سوکانو او چاقوګانو جګړه وکړه. دغه مهالیو البانیايی وګړی چېد ګازو د سټیشن پر لور روان و، داسې برېښېده چې لاسي بمب یې په لاس کې دیاوله وېرې  ټولو ګاز سټیشنپرېښود او وتښتېدل.

د ګازو سټیشنو نو ته ور تلونکوټولو خلکو ځانونه په وسلو لکه وسله وال سمبال کړلاو په ټول هېوادکې یې پراخ بریدونه شروع کړل.په دغه ډله کې یوه په وسلې سمبال امریکايي په غوصناکه لهجه وویل: « تاسو غواړئ چې ماته ګاز را کړئ او که مو زه ووژنم؟» لانجه دې ځای ته را ورسېده چې د تېلو یوشمېر بار لارۍد خلکو لخوا په ستیشنونو کې یرغمل او غلا شوې. پولیسو رپوټ ورکړ چې د شکمنو موټرونو چلونکو په یوې ګڼې ګوڼېکې خپلو  موټرونوته اور واچاوه او په ډېرې ځیرکتیا سره یې غوښتل چې هم ګاز تر لاسه او هم د خپلو موټرونو بیمه بېرته تر لاسه کړي. په هاوايي ایالت کې موټر لرونکو د ګازو له یوه سټیشن بهر خپل موټرونه په لین کې د ګازو تر لاسه کولو ته درولي وو. د ازادو لاریو موټروانانو د تېلو د بیو د لوړوالي پر ضد اعتصاب وکړ او د خوراکي توکو د کموالي په تړاو سخت په غوصه وو. د امریکا په منځنيو لوېدیځو برخو کې په سوپر مارکېټونو کې  د توکو  بیو لوړوالي او  او د توکو د کموالي له کبله خلکو لوی سرخوږی جوړ شوی و.
دلارۍ چلونکو د اعتصاب د ماتونې پرمهال په مختلفو سیمو کې سختې شخړې رامنځته شوې او په پایله کې یې په ډزو سره ۳ کسان ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول. « د سوک او لغتې پرېمانه جګړه را منځ ته شوه، ټیرونو ته اور واچول شو او د کړکیو ګڼې ښيښې ماتې شوې. د لاریو چلونکو د سټریټور ښار چې ۱۶ زره نفوس یې لاره ټول محاصره کړ.  په ایلونای ایالت کې لارۍ موټرونه د ښار پولو ته له وررسېدو را وګرځول شول او پرېنښودل شول چې ښار ته دننه شي. د ښارونو سترو کار ورکونکو باندې په زور سره فشار راوړل شو چې خپلې دروازې بندې کړي او عصباني ښاریانوپه مغازو هجوم وروړچې خپلې اړتیاوې پوره او د کمبود او قحطۍ له وېرې اضافه سودا واخلي. د ۸ ایالتونو والیانو د ملي ګارد د را ایستلو غوښتنه وکړه چې په لویو لارو، څلور لارو، هوايي پلونو او د لاریو په تم ځایونو کې امنیتي ګزمې پیل کړې او د هغو لاریو د کاروانونو ساتنه وکړي چې خوراکي توکي په کې بار دي.
 
د انرژۍ فدرالي دفتر،د FBI(د امریکا فدرالي استخباراتي ادارې)  د ډزو د ترسره کېدواو په هېواد کې د ټولنیزې نا امنۍ رپوټونه څارل. له بېړنيو حالالو سره د مبارزې د کمېټې یو ه مسئول چارواکي فرانک زیرب وویل:« په دغه مرحله کې اصلي ستونزه او په هېواد کې د بېلا بېلو سکټورونو یا څانګو د ساتنې اصلي اندېښنه په بیساريډول د تېلو،د کرکیلې او غلې دانې  کموالی او د توکو د بیو لوړوالی وچې ټولې امریکا ته یې ټکان ورکړی واو هرڅه د ګډوډېدو په حال کې و.»  زیرب ان دا هڅه وکړه او نا کام شو چې د سپینې ماڼۍ ویاند کارل البرت  قانع کړي چېدامریکاپه مشهورې ګنبدې ولاړ څراغ د انرژۍ د سپما په موخه بند کړي. د فبرورۍ په لومړیو کېد هېواد په پلازمېنه کې د ګازو د تر لاسه کولو په موخه د ولاړو خلکو لینونه تر ۲ مایلو یا څه باندې ۳ کیلومترو پورې ورسېدل.د کیسنجر مرستیال جوزف سیسکو خپل مشر ته د شکایت په توګه وویل « زه نن سهار د یوڅه تېلو د ترلاسه کولو لپاره یو ساعت په لین کې ولاړ وم.»که تاسو د بهرنیو چارو وزیر نه وایاست نو د تېلو تر لاسه کول به مو یوه وړه ستونزه وه.دغه لین دوه ځلې بند کړی شو، ایا تاسو په دې باور کولی شئ؟کله چې زه په لین کې ولاړ وم ما ستاسو په اړه فکر کاوه او دا فکر مې وکړچې نور دغه قحطيباید پای ته ورسوو.»
کیسنجر د سیسکو حس او نا امیدي درک کړهاوله برېنټ سکوکرافټ سره يې ټوکه وکړه چې « که زه ولسمشر وای، ما به عربانو ته ویلي ووچېخپل تېل را وباسياوکانګرېس ته به مې ویلي وو چې موږ بایدکم کم تېل خلکو ته ورکړو،  نو تاسو به په دریو ورځو کې د تېلو بندیزختم کړی وو، خو زه ددغه خدای وهلي اساسي قانون پر اساس د امریکا ولسمشر نه یم.» ( کیسنجر هم د اساسي قانون هغې مادې ته برا بر شوی وو چې په بهر کې زیږیدلي امریکايي ته اجازه نه وه چې د امریکا د ولسمشر په توګه غوره یا کاندید شي.) خو د سونګ توکو د کموالي ټول جانبي عوارض بد نه وو.کله چې په سړکونو د موټرونو د سرعت کچه را ټیټه کړی شوه نو د ترافیکي پېښو له کبله د مړو شمېره ۲۵ په سلو کې را وغورځېدهاو د پیاده تلونکو د مړینې شمېره ۳۰ په سلوکې را کښته شوه. دارنګه  په کلني ډول د موټرو د ټکر له امله د ښوونځیو د وژل شویو ماشومانو شمېر له ۸۹ څخه ۷۵ ته را وغورځېده. 
 
د ولسمشر نیکسون په ادارېد هرې ورځې په تېرېدو سره فشار زیاتېده چې د انرژۍ د کموالي له کبله را منځ ته شوي بحران ته د پای ټکی کېږدي او یا یې را کم کړي. هغه کس چې په هېواد کې د سونګ توکوپه برخه کې د نظم د بېرته را وستلو لپاره مامور شوویلیم سایمون وچې په نړیواله کچه په بېل سایمون مشهور واو ۶۴ کاله عمر یې درلود. هغه د وال سټریټ دونډو او راکړې ورکړې دبازار پخوانی مشهور سوداګراو د ولسمشر نیکسون د پخواني لوی څارنوال جان میچل ډېر نږدې ملګریاو د خزانې په وزارت کې دجورج شولتز له ملاتړه برخمن شخصیت و. سایمون د وال ستریټ د ونډو د مارکېټ پیسې ګټونکی سوداګر و. په ۱۹۶۳م  کال کې هغه  د سالومن د وروڼو په شرکت کې د پانګونې د کار د پیل په لومړیو ۹ میاشتو کې، ددې پانګونې له ۷ پانګوالو یو واو دارنګه هغه د ښاروالۍ او حکومتي چارو د همغږۍد ډلې مسئول هم و. له نر مو ځلېدونکو تورو ویښتانو،ښایسته اتومات مربع عینکوسره سایمون په عام محضر کې د یوهحکومتي چارواکي په څېره کې نا ببره را د بره شو. د هغه د لاس لاندې ما مورینو په دفتر کې هغه یو ډارونکی اوزورور  شخص باله.داسې یو کس چې خپل مامورین او کار کونکي به یې وېرول  او لکه بارکښو اسانو غوندې کار یې پرې کاوه. یو ځل هغه په دفتر کې روان واو دیوهداسې زده کونکي په څنګ کې تېر شو چې د کار زده کړې په موخه له پوهنتون څخه راته. بېل د هغه پر میز  خواره واره کاغذونه ولیدلچې هرې خواته پراته دي، پر هغه یې په زوره چیغه وکړه او خوله یې ور واچوله « خپل میز ژر پاک کړه، دا د خوګانو د ناستې ځای دی؟». دغه زده کونکی ډېر بوخت واو چې کله ښاغلی سایمون له غرمنۍ خوړلو وروسته بېرته را وګرځېد هغه ځوانلا هم خپل میز نه و پاک کړی. سایمون سر ور ښکته کړ او د لاس په شایې ټولې نا کاره پاڼې د همدې میز له سره کښته اشغال دانۍ او لاندې ځمکې ته ور وغورځولې. هغه دغه زده کونکي ته وویل:« وګوره ، وګوره، دا څومره اسانه کار ده چې خپل میز پاک کړې»  که دې د بیل سایمون په څېر مشر درلود ژوند اوکار کول به یې دزده کړي وو، که نه  دغه ډول ژوند لویه بدبختي ده.
 
  بېل سایمون د ولسمشر نیکسون ډېر سر سپارلی کس وچې باور یې درلود، امریکا اړتیا لري چې د لېبرالیزم له  اساساتوهم باید ګټه پورته او یو څه ترې تر لاسه کړي. د ۱۹۶۸ کال د ولسمشرۍ په کمپاین کې د هغه د شریک او ملګري سالومن لخوا د نیکسون له کمپاین سره د شویو ۱۰۰ زره ډالرو له جملې ۱۵ زره ډالره مرسته وشوه. د ۱۹۷۲ کال په ډسمبر میاشت کې هغه د امریکا د خزانې په وزارت کې د شولتز د مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو. یو کال وروسته ولسمشر نیکسون هغه ته د فدرالي انرژۍ ددفتر مشري وسپارله او د ټول هېواد په کچه د سونګ توکو د وړاندې کولو او برابرولو د برخې همغږي ور وسپارل شوه. سایمون هغه مهال ډېر ناکراره شوچې ښاغلي نیکسون ور ته وویلچې د هغه دنده  به لکه د «د البرت سپییر د دندې په څېر وي چې د درېیم ریچ په جګړه کې یې د وسله والو ځواکونو د سمبالونې او تنظیمونېپه برخه کې فوق العاده چاره تر سره کړه.» خو هغه په ډېرې بیړې سره د انرژۍ په ناورین کې د عامو خلکو په څېره کې را څرګند شو. د ټایمز مجلې په یوه لیکنه کې هغه « په واشنګټن د فیتیز جیرالډ  د اتل،د ډېر تازه او ډېرې جذابې څېرې په توګه یاد کړ.» هغهد خلکو له پام او پرتو ننګونو سره له مبارزې خوند اخیسته. تل به یې د شپې تر لسو بجو پورې په دفتر کې کار کاوه. د هغه  مهربانې،اغېزمنې او ځوریدلې مېرمنې، کارول چې د هغه د ۷ ماشومانو مور وه، خبریال ته ومنله چې «سایمون هغېاو ما شومانوته یې ډېر کم وخت ورکوي او ډېر کله د اونۍ د رخصتیو په ګډونهم په ورځ کې ایله نیم ساعت کم او زیات له دوی سره وي.»
رسنیو دداسې رپوټ ورکړ چې د اونۍ د رخصتیو پرمهال هم سایمون داسې فکر نه کاوه چې ماشومان به یې څوک له خوبه را پاڅوي. بېل سایمون له خپلې دندې سره بېسارې مینه درلوده او هغه ولسمشر نیکسون ته د یوه اتل په توګه خدمت کاوه. هغه دومرهزیات د ولسمشر صفت کاوه او هغه یې داسې تعریفاوه چې د ولسمشر مېرمن پیټ نیکسون به بیخې حیرانه وه. خو دغه ستاینې دوه اړخیزې نه وې. ولسمشر نېکسوناو د بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر،  ښاغلی سایمون تهپه ډېر جدي نظرنه کتل اوله مهمو مسئلو یې څنډې ته ساته. نیکسون د ښاغلي سایمون د لومړنۍ دندې د وړاندیز په اړهډېر منفي نظر ورکړی و.  د ۱۹۷۴ کال د جنورۍ په ۲۳ نېټه د کابینې له غونډې وروسته ولسمشر نیکسون،ښاغلي کیسنجر ته د یولړ اوازو په اړهتېلیفون وکړاو د شکایت په ډول یې ورته و ویل:«ما فکر وکړ چې سایمون هرڅه له منځه یووړل.»
کیسنجرسره غبرګه  کړه « یوه بدبختي ده»
ولسمشر وویل: « ما غوښتل چې  یوڅه ووایم ،تاسو څه نه غوښتل ؟»
کیسنجر وویل:«خو تاسو هغه ژغوره»
نیکسون وویل« د کابینې په غونډه کې ـــــ دوی هسې لعنتي شیان مطرح کړل. دوی ټول ډېر ضعیفه دي. هغه څه چې دوی ورته اړتیا لري هغه مشرتوب دی. ستا احساس څه و؟»
 
کیسنجر په ځواب کې ورته وویل: « دقیقا ، لکه چې تاسو وویل دوی په رښتیا هم ضعیفه دي. تاسو مطمینا ددوی په اړه پوره پوهاوی لرئ.»
بېل سایمون  او هنري کیسنجر د تېلو دبحران د  ټکانونو د دفع کولوپه موخه د بهرنۍاو کورنۍ پالیسۍ د جوړولو سیالۍ ته را ودانګل او په دې برخه کې دواړو له یوه او بل څخه ډېرې هڅې کولې. د کیسنجر لویه  ستونزه داوه چې د بېل سایمون وړتیا یې په زور زیاتي او د ښو کارونو په اړه د هغه د مینې په برخه کې  کمه بللې وه او ډېر ساده  فکر یې ورته کړی و. ځکه چې هغه د وال سټریت قوانین په خپله اداره کې عملي کول، خو ټول قوانین یې نه عملي کېدل.
کیسنجر لا هم دتېلو د بندیز د له منځه وړلو په برخه کې د شاه فیصل د هڅولو په برخه کې طالع نه درلودې او ویې نه شو کړی چې هغه ته قناعت ورکړي او پر امریکا د عربو د تېلو بندیز ته د پای ټکی کیږدي.کیسنجر د فبرورۍ په ۵ نېټه ولسمشر نیکسون ته وویل:« هغه په خپله ځان په سخت حالت کې ښکېل کړی و.»
نیکسون ور سره ومنله :«هغه رښتیا هم ځان په کانکریټ کې بند کړی. کله چې سوریه  متارکه اعلان کړي او جګړه پای ته ورسوي نو تر هغه وروسته به د تېلو بندیز نه وي.»
کیسنجر وویل: « موږ دغلته د ساحل د څپو په څېر یو، موږ ته  هغه سولېمن ډاډ راکړ چې دوی ورته ویلي وو چې د تېلو بندیز به لرې کوي، خو موږ داسې تصور نه کوو.»
بل مشر چې د سعوديانوله خوا نا امېده شو هغه د مصر ولسمشر انور سادات و.  په عربي نړۍ کې د جګړې پر ضد احساسات په پراخېدو واو دغه علایم په ټولو عربو هېوادونو کې ښکارېدل، خو د سعودي په څېر هېوادونو ترې پښې ویستلېانور سادات تیاری نیو چې له اسراییلو سره د سولې په اړه خپلې غوښتنې را وړاندې کړي.هغه پر شوروي اتحاد بې باوره شوی واو غوښتل یې چې له واشنګټن سره خپلې اړیکې پراخې او ښې کړي. خو هغهخپل دغه ارمان ته هغه مهال رسېدای شو چې د سعودي باچا ملک فیصل، پر لوېدیځ د تېلو بندیز ته پای ور کړی وای. له هغه یوه ورځ وروسته چې نیکسون له ښاغلي کیسنجر سره خبرې وکړې، د مصر د بهرنیو چارو وزیر په قاهره کې د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي استازي(سفیران) خپل دفتر ته ور وغوښتل. کیسنجر د مصر د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ال هېګ  ته وویل:«زموږ د سفیر په وړاندې په سعودیانو (سعودي سفیر)غږ وکړه چې دوی دا بدبخته جګړه پیل کړه او اوس بیرته خپلې پښې ترې وباسي. »
د فبرورئ په ۷ نیټه  د امریکې ولسمشر نیکسون  په سپینه ماڼۍ کې د سعودي له سفیر ابراهیم السوایل سره د ۳۵ دقیقو لپاره خاصه غونډه درلوده . ولسمشر نیکسون سعودي سفیر ته وویل چې  پوهیږي چې ملک فیصل زړه نا زړه وو چې دغه مهال  څه ډول پرمخ ولاړ شي . نیکسون په دې پوهیده چې بادشاه  فیصل ویریږي  چې په کوردننه او بهر د بنسټپاله عناصرو دښمني د ځان په وړاندې را پورته نکړي او له بل پلوه  هغه نه غوښتل چې په عربي دنیا کې هم د هغه غندنه وشي .
بلخوا باچا فیصل له دې هم اندیښنه درلوده چې د تېلو د بندیز  او د بیو پورته کیدل  د سعودي عربستان د سوداګریزو ملګرو په اقتصاد باندې ناوړه اغیزې لري . ولسمشر نیکسون د سعودي سفیر ابراهییم ته وویل:« زه پوهیږم چې ستاسو حکومت غواړي چې دغه وضیعت عادي کړي ، خو ته دا احساسوي چې تاسو د سوریې او الجزایریانو په مخکې نشئ را پورته کیدای . » نیکسون دارنګه دیته نژدې وو چې د بښنې  وړاندیز وکړي چې هغه ونشو کولای د خپل جمهوري ریاست په لومړۍ دوره کې سخت کار ترسره  او  د منځني ختیځ د شخړې د کمیدو په برخه کې مرسته وکړي .  هغه له شاه فیصل څخه وغوښتل په دې ځان پوه کړي چې « زه اوس ژمن یم چې منځنی ختیځ ارام کړم او حالات به کابوشي . » هغه د سعودي سفیر ته وویل « زه له ایزنهاور(د امریکا یو پخوانی ولسمشر) وروسته د امریکا لومړنۍ ولسمشر یم چې له یهودیانو سره هیڅ ژمنه نه لرم او زه به دا کار تر سره هم نکړم.» ولسمشر نیکسون په دې کې مبالغه نه کوله چې هغه به په سیمه کې د سولې او ټیکاو د را منځ ته کولو په  تړاو هڅو کې هیڅکله هم د اسراییلو او یا د امریکې په متحدو ایالتونو کې د هغوی د ملاتړ فشار ته سر ټیټ نکړي .جګړه لا ښه په درز کې روانه وه چې هغه کیسنجر ته تېلیفون وکړ  او هغه ته یې وویلې چې کله یو ځل جګړه پای ته ورسیږي « هغه څه چې باید تر سره یې کړو :له دې سره سره  چې اسراییل به لکه وږۍ خوګ نارې او سورې وهي ـــ موږ باید د شوروي سفیر اناتولي دوبرایانین ته ووایو چې ـــ موږ باید ورته ووایو چې  ــــ . . . . برژنیف او نیکسون به دغه لعنتي مسایل سره جوړ کړي . دا کار باید تر سره شي . تاسو په دې پوهیږئ»
 
نیکسون د سعودي سفیر سواییل ته وویلې چې سولې او ټیکاو ته د رسیدو په برخه کې د هغه هڅې  کیدی شي له خنډونو سره مخا مخ شي  او که د تېلو د بندیز مسله  حل نشي هرڅه به په جدي توګه  له خطر سره مخا مخ شي. . . . دا کار خطرناکې ستونزې را پیښوي او موږ باید چټک ګامونه پورته کړو ، موږ غواړو چې دا ګامونه د بندیز په لیرې کیدو سره پیل کړو . زه په دې پوهیږم ، خو د ګازو سټیشنونو ته په لین کې په دریدو سره چې لاهم روان وو ، زه دا نه غواړم چې زموږ خلک پر عربانو د ناورین د رامنځ ته کیدو تور لګول پیل کړي .