په چوکیو باندې چنې وهنې او هدفي وژنې:

                                                       
 که له یوې خوا په وزارتونو، ولایتونو او سفارتونو چنې وهل روان دي، له بلې خوا هدفي وژنې هم ورځ په ورځ زورآخلي.                                                          
د کندهار د ولایت په مرستیال خدای بخښلي عبالقدیم پتیال او همدارنګه د کابل د آمنیې قوماندانۍ په دریم پوړ کې په خدای بخښلي ډګروال محمدیاسین خان له هدفي وژنو وروسته دا دی نن شکریه بارکزۍ هم په نښه شوه.  
د افغانستان د ؤلسي جرګې په مشهورې او مخکښې غړې شکریه بارکزۍ باندې د هېواد او همدارنګه د سولې د دښمنانو لخوا د ننۍ ورځې له شرمه ډک برید باید په کلکه وغندل شي. تر څو چې مدنې ټولنې او همدارنګه سوله غوښتونکي هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دا ډول جنایتونو په ډاګه غندنه ونکړي او د دې تروریسټي ډلو پرضد لاسونه سره یو نکړي او هغوی ته یو واضح او روښانه پیغام ورنکړي، دا کار به همداسې دوام لري.
همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت مسولینو ته پکار ده چې د دې وژنو تر شا پټ لاسونه او تور مخونه زر تر زره خلکو ته رسوا او د قانون منګولو ته وسپاري.
دا لومړی ځل ندی چې د هېواد دښمنان ښځې په نښه کوي. بلکې دا ډول له شرمه ډکې کړنې اوس د دوی عادت ګرځیدلی دی.
زه پداسې حال کې چې شکریه بارکزۍ ته د زر تر زره سلامتۍ دعا کوم، تروریستانو او انسان وژونکو ته نفرت ورلیږم.
ومن الله توفیق