
له کومې ورځې چې د افغانستان نوی حکومت د داکتر صاحب اشرف غني په مشری خپلې چارې پیل کړې له همغې ورخې یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات دپاره اړینې هلې ځلې پیل کړې چې څنګه افغانستان تل پاتې سولې ته رسیدلی شي چې یو له هغو لارو د افغانستان ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت څخه ګټه اخیستل او د افغانستان ورځنیو راکړو ورکړو دپاره افغانستان نښلول نړیوالو مارکیټونو سره له څو لارو وو چې پخوا به افغانستان یوازې د پاکستان په کراچی بندر او د ایران په شیراز بندر اتکاء کوله چې زیاتره وخت به د سیاسي ملحوظاتو له کبله د افغاني تاجرانو مالونه په میاشتو میاشتو هلته پاتې کیدل او تر وخت تیریدو به ورسیدل چې دې سره به نه یوازې افغاني سوداګرو ته مالي زیانونه رسیدل بلکې د عامو افغانانو ورځنی ژوند به یې هم له ستونزو ډک کړو چې افغان دولت به هم د خپلو خلکو د ژوند دپاره مجبور وو چې د ګاونډیو هیوادونو پر ځینې کړنو چوپه خوله پاتې شي .
د ډاکټر صاحب غنې په پنځه کړئیز بهرني سیاست پالیسي ورځ تر بلې د بریا پر لورې ځي چې له چین سره یې نږدې اړیکې ددې سبب شوې چې افغانستان چین سره نیغ په نیغه راکړه ورکړه پیل کړې او چین ته په امتیاز ورکولو او د افغانستان نښلول هند او نورې نړئ سره پاکستان دې ته اړ کړ چې په کمه موده کې څلور لوړ پوړې پاکستاني چارواکي چې درې کسان يې د پاکستان نظامي او استخباراتي شبکو اړوند کسان وو افغانستان ته سفر وکړي چې دا ددې څرګندونه کوي پاکستان د نړیوالو ترفشار لاندې دې او هم ویره لري خپل لوی مارکیټ افغانستان له لاسه ورنکړې چې په ټولیز ډول په کال کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ راکړه ورکړه تر دوه میلیاردو ډالرو اوړي چې همدې سره په اټکلیز ډول د ورخې تر زرو زیاتې لاری موټر د پاکستان خاورې له لارې افغانستان ته داخلیږي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول پاکستان مخ پر ځوړ او مات ګوډ اقتصاد کې رغنده رول لري .
پاکستان ویره لري کچیرې افغانستان د کراچې بندر بدیل چاه بهار بندر (چابهار بندر د ایران ختیځ عمان ګرمو اوبو او هند بحر سره موقعیت لري چې ایران لخوا 50 هکتاره ځمکه د افغاني تآسیساتو دپاره ځانکړې شوې او هند به تر 100 میلیونه امریکایې ډالر پانګونه کوي او دا بندر د درې واړو هیوادونو ایران ، هند او افغانستان اقصادي اتصال نقطه دی) څخه ګټه واخلي او یا له چین سره نیغ په نیغه راکړه ورکړه پیل کړي نو ددوی په څنډه ولاړ اقتصاد به نور هم زیان وویني او اوسنی بیکاري کچه به لوړه او پر پاکستان حکومت به نور هم فشار زیات شي او روانه ګډ وډي او ستونزي به نورې هم زیاتې شي چې ممکن پاکستان د کورني اخ و ډب سره مخ او حکومت یې په پایله کې له مینځه لاړ شي.
همدارنګه د افغانستان نښلیدل د پاکستان تاریخي دښمن هند سره د چاه بهار بندر له لارې هم پاکستان ته د زغملو وړ ندی او نه غواړي د افغانانو روحیه چې ورځ تر بلې پاکستان ضد او هند پلوه بدلیږي نوره هم لوړه شي نو د همدې دپاره اوس پاکستان زیار باسي ترڅو خپله پالیسي د افغانستان پر وړاندې بدله او له نوي حکومت سره پر ښو اړیکو درلودلو له کبله خپل اقتصاد او نړیوالې اړیکې وژغوري او ځان له اقتصادي یوازیتوب یا Economic isolation . څخه هم وژغوري خو دا اوس پر افغاني حکومت وړتیاوو پورې اړه لري چې څومره د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو له اړتیاوو او مجبوریتونو څخه د خپل هیواد په ګټه کار اخیستلای شي او روانه لوبه د افغانستان په ګټه تمامه کړي .