
خدای داد د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د لوړپوړو تنظیمي چارواکو له ملاتړ برخمن و ، ملي امنیت درې میاشتې وړاندې خدای داد نیولې و ، خو فلم یې اوس نشر ته وسپاره .
دوی غواړي ،چې په حکومت کې دخدای داد ملاتړي وډار کړي او دا خبره یې له غوږو ورتېره کړي ،چې له دې زیات دسیاسي امتیازاتو په لټه کې مه اوسئ. په وروستیو کلونو کې دخدای داد په اړه مالومات دپخواني ولسمشر یو مرستیال او دشمال او ختیځ ځینو جهادي قومندانانو ته مالومه وه په بله مانا د مشوړې تار د دوی په لاس کې و .
د رئیس خدای داد دنیولو لپاره دملي امنیت فلمي چمتووالې داسې انځور کاږي ، ګویا ،چې دوی دملا محمد عمر نیولو پسې وتي وي او یا یې ورته داټک دنیولو امر شوې وي ، خدای داد خو کوم ځانګړی ځواک درلود نه درلود،چې دملي امنیت دځانګړو ځواکونو له سترګو یې خوب تښتولې و.
دیوې جنايي دوسیې مستندول پردې بڼه نه وي ، بلکې دپردې تر شا بله خبره ده ، دطلوع تلویزون له لارې دنیم ساعته فلم خپرول لسګونه زره ډالره لګښت غواړي ، پوښتنه داده،چې کومې مرجع دا لګښت او بسپنه برابره کړې ده؟
اوسمهال نږدې 300 جیانتکاران په زندانونو کې پراته دي که د دوی هره کارنامه مستند شي ډیری به ټکان ورکونکې هغه وي ، دحبیب استالف نیول ، ناڅاپي محاکمه ولې مستند فلم نه شو ؟ څرنګه ،چې دحامد کرزي حکومت پای ته ورسید نیول رانیول پیل او سملاسي اعدام شول ؟
ولې له هغو ترهګرو په اړه فلم نه جوړیږي،چې څو ملیتي بڼه لري ،چې دنورو لپاره دعبرت او پند شي ( دلته له رئیس خدای داد سره دخواخوږۍ خبره نه ده ، بلکې دولت او حکومت له مجرمینو او پېښو سره سلیقوي چلند کوي ) په همدې حکومت کې په سلګونو رئیس خدای داد شتون نه لري ؟ خدای داد له ټولو جنګسالارانو ، قومندانانو ، دولتي او تنظیمي چارواکو سره اړیکې راشه او درشه درلوده، د دومره پراخه تبلیغاتو تر شا دا موخه پرته ده ،چې ژر له خدای داد ځانونه خلاص کړي او دوسیه همدلته وتړل شي .
په 2009 ز کې ،چې په همدې دوسیه کې دخیل وم ، څو ځل دا مالومه او څرګنده شوه ،چې خدای داد دعلیشاه پکتیاوال په کور کې لیدل شوې دی ، یوه شپه مې دملي امنیت له پخواني ویاند سعید انصاري سره په خیرخانه کې دده په کور کې ولیدل دخبرو له منځپانګې یې داسې څرګنده شوه،چې ملي امنیت نه غواړي رئیس خدای دادی ونیسي ، ولې ؟
ددې ولې ځواب له هغو پاسورډنو څخه دی ،چې دحکومتي او امنیتي چارواکو په واک کې دی او داسې اټکل کېده،چې حکومت دخدای داد له نیولو سره لېوالتیا نه لري او غواړي له رئیس خدای داد څخه دخپلو مافیايي سیالانو پر وړاندې دوسلې کار واخلي .
په هغو شپو ورځو کې ،چې رئیس خدای داد دکلي د ملا په څېر دامنیتي چارواکو په میلمستونونو کې په نوبت میلمستیاوې خوړلې او په ورته وخت کې یې دسړی تښتونې ، شکنجه کولو لړۍ دوام درلود.
دیو شمېر ناکره راپورونو پر بنسټ خدای داد له ناټو او انګلیسي ځواکونو سره هم اړیکې درلودې او په وروستۍ شېبه کې دانګلستان دځانګړو ځواکونو پر لاس ونیول شو او دملي امنیت فلم او مستندسازي هسې یو پوښښ دی .