نړۍ د جوﻻی پر 23 مه نېټه :


_ په1888 زکال کې دجنايي داستانونو نامتو امريکايي ليکوال رايوموند چاندلر Raymond Chandler زېږيدلی دی.
 

 
جمال عبدالناصر
_ په1952 زکال کې په مصرکې د وروستي پاچا فاروق حکومت ،ديوې پوځي کودتا په ترڅ کې د علي محمد او جمال عبدالناصر له خوا راوپرځول شو.
 

_ په 1968 زکال کې دلومړی ځل لپاره دفلسطين دازادي غوښتونکي جبهې  Popular Front for the Liberation of Palestine (PFLP) غړي ديوې اسرائيلي مساپروړونکې الوتکې El Al په تښتولو بريالي شول.
 

 
_ په 1979 زکال کې دايران مذهبي مشر آيت الله روح الله موسوی خمينی دموزيک پر خپرولو بنديزولګولو او ﻻمل يې دځوانانوبې ﻻرې کول ښودل شوی و.
 

_ په 1982 زکال کې دنهنګانودنيولونړيوال کميسيون International Whaling Commission دتجارتي موخو لپاره دنهنګانوپرنيولو بنديز ولګولو.