د جوﻻی مياشتې پر 19 نېټه په نړۍ کې څه تېرشوي:

_ په 1799 زکال کې په مصرکې د ناپليون پوځيانو د(( حجر رشيد)) The Rosetta Stone ډبرليک وموند؛ ددغه ډبرليک ترموندلو وروسته د لرغوني مصرژبې کلي وموندل شوه او راوسپړل شوه.
_ په1822 زکال کې فرانسوي (( جوزف نېپس )) دلومړي ځل لپاره په نړۍ کې عکس چاپ کړ.
_ په 1834 ز. کال کې نامتوفرانسوی انځورګر(( اېدګر دېګه )) زېږېدلی.
 


_ په 1893 ز.کال  کې روسی شاعروﻻديميرمايکوفيسکي Vladimir Mayakovsky زېږېدلی.
_ په 1928 زکال کې دچين هېواد له اروپايي هېوادونه سره ټول هغه تړونونه مات کړل ، چې دوی ((غيرعادﻻنه )) ګڼل.
_ په 1943 زکال کې  (( وينسټون چرچېل )) داسې يو پلان وړاندې کړ، چې دهغې پر بنسټ به ايسبرګ ((کنګل غر))  به د روانې هوايي اډې په توګه کارول کيږي.
_ په1949 زکال کې دﻻوس هېواد له فرانسوي نه خپلواکي ترﻻسه کړه.
 

 
_ په 1969 زکال کې (( انديرا ګاندهي )) Indira Gandhi د 14 لويوهندي بانکونو دملي کولو فرمان صادر کړ.
 

 
_ په 1980  ز. کال کې په مسکوکې د22 ځل لپاره دالمپيا لوبې پيل شوې.
_ په 1991 زکال کې په زرګونوکسان وروسته له هغې دايران له پلازمېنې تهران نه په تلوار سره په وتلوشول، کله  چې چينايي منجم په دغه ښارکې د زلزلې وړاندوينه  وکړه .