نړۍ د جوﻻی پر 15 مه نېټه:


_ ((بوتسوانا)) Botswanaکې دجمهورئيس ورځ ده.
_ ((بروني )) Brunei کې دسلطان ورځ ده.
 

 
_ په1904 زکال کې دروسيې نامتوليکوال اوډرامه ليکونکی انتون چېخوف Anton Chekhov ومړ.
_ په1912  زکال کې په انګلستان کې دملي طبي بيمې قانون تصويب شو.
_ په 1934زکال کې په جرمني کې پرانګريزي ورځپاڼو بنديز ولګيد.
 

 
_ په 1965زکال کې دامريکا کانګرس پرېکړه وکړه، چې دسګرټوپر ډْبيو باندې بايدوليکل شي، چې سګرټ روغتياته زيان رسوي. 
 

 
_ په1965 زکال کې امريکايان په دې بريالي شول، چې دلومړي ځل لپاره له يوې بلې سيارې مريخMars څخه له نږدې نه عکسونه واخلي  .