نړۍ د جوﻻی پر 5 مه نېټه:


_ الجزاير د خپلواکۍ ورځ نمانځي.
_ په ارمنستان کې داساسي قانون ورځ ده.
_ په ارجنټائين کې دماشومانوورځ ده.
_ وينزويلا هېواد هم دخپلواکۍ ورځ نمانځي.
_ په1811 زکال کې وينزويلاVenezuela په اسپانوي مستعمروکې لومړی هېواد و، چې خپلواکي يې ترﻻسه کړه.
_ په1829 زکال کې د (( اورال )) لويديځ ته دلومړي ځل لپاره په روسيه کې الماس وموندل شول.
_ په1841 زکال کې انګرېز(( توماس کوک )) دلومړي ځل لپاره دسيلانيانولپاره دسفر کولو اسانتياوې برابرې کړې ، او570 تنوته يې دسياحت چارې تنظيم کړې.
 

 
_ په 1882 زکال کې دهندوستان نامتوصوفي Inayat Khan عنايت خان، چې دنړيوال صوفيزم Universal Sufismبنسټ اېښودونکی و، زېږيدلی.
_ په1924  زکال کې په پاريس کې د8 مو المپيک لوبوپرانېستونکي مراسم پيل شول.
 

 
_ په1954 زکال کې دبي . بي .سي . BBC لومړنۍ ټلويزيوني خپرونه پيل شوه.
 

 
_ په1954 زکال کې نامتوامريکايي سندرغاړي (( اېلويس پرېسلي))Elvis Presley خپلې لومړنۍ سندرې ثبت کړې.
 

 
_ په 1977زکال کې په پاکستان Pakistan کې دپوځي کودتاMilitary coup په واسطه ، د ذوالفقارعلي بوټوZulfiqar Ali Bhutto حکومت دجنرال ضياٌ الحق له خوانسکورشو.
_ په1994  زکال کې په چين کې دماشومانوپرکارکولوبنديزولګول شو.
_ په 2006 زکال کې يوه 62کلنه انګريزه وروسته له دې، چې په مصنوعي توګه دوه ځاني (اميدواره ) کيږي، يوماشوم زيږوي .