دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت  کې دهغې اغیز (۵)


د(Neo-Malthusian Movement) د غورځنګ لیکنې:
دمخکې تللو تر مخه  په هغو افکارو باندې هم نظر اچولو ته اړتیا ده  چې د حمل( دکوچني دپیدایښت )  د مخنیوی د خوزښت  په  لړ کې منځته راغلې . د اتلسمې پیړۍ په  اخر کې ، یعنې هغه  وخت   چې  انګریز  اقتصاد پوه  (Malthus  )مالټوس د نفوسو دکمښت  له پاره د حمل ( دکوچني دپیدایښت )   د کنټرول  وړاندیز وکړ نو  په همغه وخت   کې  دهغه  په  فکر  او ذهن  کې   دا خبره  هم   نه ګرځیده    چې  ددې  دغه وړاندیز به یوه پیړۍ وروسته د زنا او فحش  دخپرواې  له پاره تر ټولو ستر  عامل او مرستندویه   ثابت شي . هغه  د نفوسو د ډیرښت  نه  دمخنیوې په خاطر  ،په نفس کنټرول  او   په زیات  عمر کې د نکا ح  کولو مشور  ورکړې وه خو د نولسمې پیړۍ  په اخر کې  چې کله  نیومالټوسي (Neo-Malthusian Movement) غورزنګ  سر را  پورته  کړ نو دهغې  بنسټیز  اصول دا  وو  چې دنفس  غوښتنې  دې  په پوره ازادۍ سره  تر سره شي  او دهغې  فطري  زبیښه یعنې د اولاد  د پیدا یښت  مخه په علمي   او طبي  لارو  چارو سره   ونیول شی . ددې غورزنګ  دغه وړاندیزونو  د زنا او  بدکارۍ  په  وړاندې هغه اخری بند  هم ورمات کړ  چې  د  ازادو  جنسي اړیکو په مخ کې خنډ واقع    کیداې شو .  ځکه  چې اوس  یوه ښځه پرته له دې ویرې  خپل ځان د یوه سړی په غیږ کې ور اچولې شی  چې دهغې به اولاد  پیدا شي او په  هغې به د مسؤلیتونو  بار  وا چول  شي .
دلته د هغې پایلو د بیانولو  فرصت  نه شته .  مونږ یوازې  یو  څو داسې نمونې  وړاندې کوو  چې د  دنسل د پیدایښت  د کنټرول  (Birth Control) په لیکنو کې ډیرې یادې شوې دي . په دې   لیکنو کې  چې  دمالټوسې غورزنګ  پلویانو کوم  استدلال  کړې   هغه په لنډه توګه  دادي  چې :
[هر انسان په فطري توګه ددرې ډیرو  قوې اړتیاو سره مخ  کیږي . د غذا  اړتیا ، د ارام اړتیا  او  د شهوت  اړتیا .  فطرت  دغه درې  واړه  اړتیاوې  په  انسان کې  په پوره  ځواکمنۍ  سره  پیدا کړې دي . او دهغوې په پوره کولو کې  یې  ځانګړې لذت  ایښې دې ،  تر څو انسان دهغې د پوره  کولولیوال  وي . د عقل او منطق  غوښتنه داده   چې انسان د هغې د پوره  کولو  له پاره هڅه وکړي . د لمړۍ دوو شیانو  په هکله د هغه تګلاره همدا ده  خو ددریم  په هکله دهغه تګلاره   لږ څه توپیر لري .  ټولنیزو اخلاقو په هغه بندیز  لګولې  چې  جنسي  غوښتنې د نکاح نه پرته باید تر سره نه شي او د هغې نه  اخوا یې  دا شرط  هم پرې ایښې  چې د اولاد پیدایښت باید تم  نه شي . دا ټولې خبرې  له یوه  سره  عبث دي . دعقل او فطرت پر خلاف دي . په خپلو اصولو کې  غلطې دي   او د انسانیت  له پاره د ډیر بد استثمار او زبیښناکۍ  سبب ګرځي.]
  په دې  لکینو کې  چې دکومې ودانۍ  جوړښت  شوې  لږ څه هغه هم ووینۍ : 
[د جرمني د سوسیال  دیموکرات  ګوند  مشر (Bebel) ډیر   په ډانګ  پيېلې توګه  لیکي  چې :
 «ښځې او نارینه  حیوانات  دي ، نو ایا د حیواناتو په  جوړو کې نکاح  او بیا  د تلپاتې  نکاح  پوښتنه  را پیدا کیداې شي ؟»
  ډاکټرډریسیډل(Dr. Drysdale)لیکي  چې :
[نږدې د ټولو غوښتنو په څیر  محبت هم یو تغییر خوړونکې څیز دې  نو هغه د یوې لارې سره ځانګړې  کول د فطرت به  قوانینو کې ترمیم کول دی . په ځانګړې توګه   نوې ځوانان دې بدلون  لورته میلان  لري  او دهغوې دغه  رغبت د فطرت د هغې منطقي نظام  مطابق دي  کوم   چې  غوښتنه  کوي   چې زمونږ تجربي باید بې شمیره  وې .... ازاد  اړیکې د نورو سترو  اخلاقو  ښکاروندې دي  ځکه  چې هغه د فطرت د قوانینو  سره ډیر  مطابقت  لري . او په دې خاطر هم  چې هغه نیغ  په نیغه  د جذباتو ، احساساتو او بې غرضه محبت  او مینې ښکارندوې  دی . دکوم  میلان او رغبت  څخه  چې دغه اړیکی پیدا کیږي  هغه  ډیر  اخلاقي ارزښت  لري نو دا ارزښت کله هغه تجارتي راکړې ورکړې ته په برخه کیږی  چې نکاح په حقیقت  کې خپل کسب (Prostitution ) ګرځوي.]
ګورئ چې  اوس  تصور او آند  بدلیږي ، بلکه سرچپه کیږي .  لمړۍ دا هڅه  کیدله  چې د زړونو  څخه دا  تصور  وکاږي  چې ګویا  زنا له  اخلاقي  اړخه  یو ناوړه  کړچار دې او دا ثابته کړي  چې زنا  او نکاح  دواړه برابر دي . اوس  یو قدم مخته ږدي او نکاح  یو معیوب  کار   او زنا ته د اخلاقي لوړوالي  مرتبه  ورکوي .   لکه  چې  بل ځاې  همدا  ډاکټر  وایې  چې :
[دداسې  تدبیرونو  غوره کولو ته اړتیا ده  چې د واده پرته هم  محبت  یو معزز  څیز و ګرځوي ......دا دخوښۍ ځاې دې  چې د طلاقو اسانتیا دنکاح  رسم و رواج ورور  ورو  ختم کړې  اوس نو نکاح  ددوه کسانو  تر منځ د یو ځاې ژوند کولو  یو داسې تړون دې  چې کله هم  دواړه خواوې و غواړی هغه   له منځه وړلاې شي او دا  د جنسي  اړیکو یوه سهي  لار  ده . ]
دفرانسي مشهور نومالټوسي مشر  پرل روبین  (Paulrobin)لیکې چې :  
[په  تیرو  پېنځه ویشت کالو کې  مونږ ته دومره سوبې  را په برخه شوې  چې د هغې په پایلو کې مو د حرامي( دازادو جنسي اړیکو په واسطه  د پیدا شوي )  کوچني  مور دحلالي کوچني  دمور   سره په یوه مرتبه کې  ودروله.   اوس  یوازې  دومره کمښت پاته دې  چې  هماغه  لومړۍ  ډول  (حرامیان ) کوچنیان پیدا کړل شي تر څو د مقایسې پوښتنه    له یوه سره  شتون  و نه لري .]
د انګلیستان  یو مشهور  فیلسوف  مل  په خپل کتاب  ازادي (On Liberty)   کې  په دې خبره  ټینګار کوي  چې [دداسې خلکو د ودونو  څخه باید قانوناٌ  مخنیوی وشی  چې هغوې ددې  پوره شواهد وړاندې نه کړې   چې ګویا هغه د ټول ژوند   له  پاره کافی وسایل   لري .]خو کله چې په  انګلستا کې  د قحبه  (زنا ) ځایونو (Prostitution) د مخنیوې  پوښتنه  را پورته شوه  نو بیا  همدغې فیلسوف  د  هغې دله منځه وړلو  کلک  مخالفت  وکړ  ، علت  یې دا ووایه  چې دا په وګړیزه ازادۍ یوه  حمله ده او د کسب  ګرو  سپکاوې  او توهین  دې . ځکه  چې دا  دهغې سره دکوچنیانو په څیر سلوک  کول دي .
غور وکړئ ، د وګړیزې   ازدۍ  درنښت  په  دې خاطر   کیږې  چې  له دې څخه  په  ګټې اخیستلو سره  د زنا کولو  له  پاره  لاره  هواره  شي . خو که کوم بې  عقل دهمدې  وګړیزې  ازادۍ  نه  په  ګټې  اخیستلو سره   نکاح کول  وغواړي    نوداسې وګړې  هیڅکله  هم   ددې وړتیا نه لري  چې  ازادي  دې یې خوندي وساتله شی .   دهغې په ازداۍ کې نه یوازې  داچې د قانون  مداخله  وزغمل شي  بلکه  دا   دازادۍ غوښتوونکی  فیلسوف   دضمیر په بنسټ ،  پخپله یوه مطلوبه  لاسته راوړنه ده .
دلته د اخلاقي  افکارو انقلاب  خپل اخر ته ورسید کوم . چې بد  او ناروا  وو هغه ښه  شو او کوم  چې ښه  او نیکې وه  هغه بد وګرځیده.
زبیښې  او پایلې ئې  :
لیکنه  مخته ځې  او دخلکو افکار دهغې پسې  وروسته  ځغلي.  په آخر کې ټولنیز  اخلاق ، د ټولنی اصول او دحکومت قوانین  ټول مقاومت  له لاسه  ورکوي . هلته  چې  یوه نیمه پیړې په پرلپسې توګه  فلسفه ، تاریخ ، د پوهې فنون  ، ناولوونه ، ډرامې ، هنر او بالاخره  ددماغونو دتیارولو او د قالب کول  ټول  الات  د خپل متحد ځواک  په واسطه  یوازې او یوازې یو فکر او تګلاره د انسان د ذهن او دماغ  دریښو، ریښو  سره نښلوي  نو بیا هلته په همداسې  یو فکر د ټولنې اغیزمن کیدل یو حتمي کار دې  او بیا هلته چې د حکومت او ټولو ټولنیزو ګوندونو  بنسټ په  جمهورې اصولو  ولاړ وي داهم  شوني نه ده چې د عوامو   دفکر د بدلون  سره سم قوانین هم تغیر  و نه مومي .
صنعتي انقلابونه او اغیزې ئې :
په زړه پورې دا وه  چې  په همغې وخت کې  چې صنعتی انقلاب  (Industrial  Revolution   ) منځته  راغې، ګن شمیر  نور  تمدني وسایل  هم برابر شول.  دغه انقلاب  چې په  ټولنیز او  اقتصادي ژوند  کې   ئې  په مدني  ژوند،    د ګڼو بدلونونو  په راوړلو سره  ،کوم  اغیز  و  شیند، دهمدې  اغیز  له  امله  دټولو حالاتو  مخه  هماغه  لورې  ته  وړل  کیده  کومی  لورې  ته  چې  انقلابي  لیکنو د  هغې  بوتلل  غوښتل .
دوګړیزې  ازداۍ  په آند ولاړ  پانګه وال نظام  ته دمشینونو  ایجاد  اود تولید(Mass Production   )  امکاناتو   ډیر ځواک  ور بخښلې و. پانګه والو طبقو ستر ستر  صنعتي او تجارتي مرکزونه  جوړ کړل او دغه مرکزونه  بالاخره په لویو لویو   ښارونو  بدل  شول .  د کلیو او بانډو څخه په  سلونو زره    اویا  په  میلینونو انسانان دغې لورې ته دکار  موندلو له پاره  وروهڅول  شول   او هملته    را ټول او ځاې په   ځاې کړل شول .  ژوند کول تر ډیره حده پوې  سخت شو . کور، کالي او خوراک او څښاک  او  د ژ وند  په ټولونورو  اړتیاو  باندې  اور  لګیدل  پیل  شو . او دا ټول ،  څه د تمدن په برکت او څه د پانګه والو په هڅو تر سره  شول .  د عیش او عشرت   بې شمیره نور  وسایل  هم د ژوندانه  په اړتیاو کې  ورداخل  کړل  شول . خو پانګه وال نظام ددولت ویش  په داسې ډول و نه کړ چې دهغې  په  واسطه   د دغې ټولو اسانتیاوو  د لاسته راوړلو  وسایل  هم په همدغه پیمانه خلکو ته ور  ورسیږي . پانګه وال نظام هومره  اقتصادي وسایل  د عام ولس   په واک  کې  ورنه  کړل  دکومو  د لاس  ته راړولو  له پاره چې  هغوې  ښارونو ته راغلي وو ، تر څو د ژوند لمړنۍ اړتیا وې لکه  ( کور  ، کالي  او  ډوډۍ ) پرې  په اسانۍ   سره تر لاسه  کړي  . دهغې  زبیښاک  یا استثمار پایله  دا شوه چې  په  میړه باندې ښځه او په پلار باندې خپل بچیان یو دروند بار  وګرځید . هر چاته  د خپل ځان  ساتل ستونزمن  شول  . اقتصادي حالات  تر دې  ځایه خراب  شول  چې  هر وګړې  پخپله خپل ځان و ساتي  .  ځوانو ، واده شوو او  کونډو ښځو ته په خپله د رزق  د پیدا کولو له پاره دکوره وتل  ورپیښ  شول . او بیا  چې کله  ددواړو  صنفونو تر منځ د اختلاط مواقع  او فرصتونه   نور هم زیات شول او دهغې فطري زبیښې  هم را منځته  شوې ، نو دهمدغې  وګریزې ازادۍ  تصور او د اخلاقو نوې فلسفي  ، پلرونو  ، لوڼو  ، خویندو ،  وروڼو ، میړونو  او ښځو ته دا ډاډینه ورکړه  چې د ویرې او  خوف کومه   پراوه  و نه ساتي .  څه  چې کیږې  ډیر ښه کیږي . دا  را پرزیدل  نه دې بلکه  پورته  والې  (Emancipation) دې ،  دا  بد  اخلاقي نه  بلکه د ژوند  نه خوند  اخیستل  دي . په کومه کنده  کې چې پانګه وال تاسې ورغورځوي هغه   دوزخ  نه دې  بلکه  جنت  دې جنت .
پانګه واله ځان  غوښتنه  :
بیا خبره  په دې  پولو  کې هم  را  تاوه  نه شوه، د وګړیزې ازادۍ په کوم  آند  چې ددې پانګه وال نظام  بنسټ  ایښودل  شوې  و هغه نظام  وګړی ته د هرې  شونې   لارې  څخه دپانګې دپیداکولو بې قید او شرطه  اجازه  ورکړه.     داخلاقو  دې  نوې   فلسفي  هره  هغه  طریقه   حلاله   او پاکیزه  وګرځوله   چې دهغې  په واسطه پانګه او شتمني  تر لاسه کړل شي   که  څه هم  ددې لارې  دهغه    شتمنیدل  د نورو ډیرو وګړو  په له منځه تللو   منتج  شي . په همدې ډول د تمدن  ټول نظام په داسې  یوې  لارې  جوړښت  وموند   چې د ټولنې  له خوا وګړي  له هر اړخه  ساتل کیدل   خو برعکس د وګړي د خپل  غرضیونه  ټولنه   په   هیڅ ډول خوندی نه وه . خپل غرضه وګړو   ته په ټولنې  د سپریدو ټولې لارې  پرانستې وې  . هغوې  ټولې انساني بې بسۍ  نابسامانۍ را ټولې او هغه  یې دخپلو  شومو  اغرضو   د (Exploit ) استثمارولو له پاره  دنوو  لارو  په څیر  استعمالولې . دنمونې  په توګه :
یو سړې  راپورته  کیږی  او دخپل  جیب  د ډکولو په خاطر  یو زیات  شمیر وګړي  د شرابو  په تلپاتې  ناروغۍ  ککړوي  ، هیڅوک  نه شته  چې ټولنه ددغه ساري ناروغتیا   له  جراثیمو څخه  و ژغوري .
  بل  راپورته کیږی او په نړۍ  کې  د سود خوړلو  جال     خپروي، هیڅوک  نه  شته  چې  دغه  وینې زبیښونکې «ژوره»  د خلکو د وینې  د څښلو  څخه  لرې کړي .  بلکه برعکس  ټول قوانین دهمدغې  وینې  څښونکې  ژورې   د ګټو د ساتنې په خاطر   جوړیږي  تر څو هیڅوک  ورڅخه  یو څاڅکی وینه  هم خوندې  نه  کړاې  شي .
دریېم  را پورته  کیږې  او  هغه  د قمار  او  جوارۍ  عجیبې لارې پرانیزې . ان ترې  دې  چې د تجارت  هیڅ  یوه  څانګه  هم د قمار او جوارۍ د اغیز  څخه خالي نه  پریږ دي .  هیڅوک  نه شته  چې ددې وبایي خپریدونکې  ناروغۍ  څخه د انسان  اقتصادي  ژوند  خوندي  وساتی . د وګړیزي  ازادۍ ، سرکښۍ ، بغاوت  او دښمنۍ  په دې  کرغیړن  وخت  کې دا شوني  نه وه  چې د خپل غرضو او ګټه پالو انسانانو نظر د انسان  په دې ستر ې او ډیرې زیاتې ناتوانۍ  «شهوت ».......باندې  پری  نه وځي  ،دکومي   د راپارولو  له لارې یي  چې ډیرې ګټې تر لاسه کولاې شوی  . په دې توګه   د انسان ددې کمزورتیا او ناتوانۍ  څخه ګټه  پورته کړاې  شوه .  د تیاتر ، نڅا ، او ګډا په ځایو  د فلم  جوړونې په مرکزونو او .... کې  د ټولې راکړې ورکړې  اساس همدا  «شهوانیت » وګرځید. د حسینو او ښایسته ښځو څخه  کار  اخیستل  پیل  شول .  هغوې باید زیاتې لوڅې اوپه زیاته  را پارونکې توګه  دخلکو  مخ ته  راوړاندې کړی . او په همدې توګه  دخلکو شهواني ځواک  څومره  چې کولاې شې  را وپاروي او دهغوې په  جیبونو  ډاکه واچوې  . ځیني نورو  خلکو بیا ښځې  په کرایه د  چلولو تجارت  پیل کړ اود قحبه ځایونو ( زنا ځایونو )  دندې    ته  یې توجه وکړه او دا کاریې  د یوې منظمې بین المللې تجارتي  دندې تر پولو پورې ورساوه ، ځینو نورو  وګړو د ښکلا او آرایش  عجیب   عجیب  سامانونه  را وویستل او هغه یې ښه خپاره کړل تر څو د ښځو پیدایښې   ښایست ته نوره   هم  وده ورکړي او د لیونتوب  تر پولو یې  ور واړوي  او په دې ترتیب  په دواړو  لاسو دخلکو جیبونه  لوټ  او دهغوې دولت را ټول کړي .
ځینو   نورو  وګړو  بیا د لباس  نوې   شهوت  پاروونکې او لوڅ فیشن را وویست .  ښکلې ښځې یې په دې خاطر و ګمارلې  چې دغه  راپارونکې لباس   واغوندی اوپه ټولنه کې  وګرځي تر څوله یوه اړخه   ځوان کول  ځانته   متوجه کړ او تر څنګ  یې په نور و  ځوانو نجونو کې ددې لباس د اغوستنې شوق  را پیدا کړي  او په دې ترتیب  د نوو فیشني  کالیو  جوړونکو  د تجارت  له پاره  د  ودې  ښه زمینه  برابره  شي .
ځینې نورو  بیا دلوڅو  عکسونو خپرول او د فحش  مضامینو لیکل یې  خپل ځانته د پیسو د پیدا  کیدو  وسیله   جوړه کړه او په دې ترتیب  یې عام ولس داخلاقي  جذام او ناسور  مرض   په ناروغتیا   ککړ  او دخپلو  جیبونو ډکول یې پیل کړل .
په کلار  کلار   نوبت  تر دې  ځاېه  را  ورسید  چې د تجارت  هیڅ  څانګه د شهوانیت ددې عنصر  څخه خالي پاته نه  شوه . که د تجارتي راکړې ورکړې ، اعلاناتو او  اشتهاراتو  ته ځیر شئ نو  و به  وینئ   چې  د ښځې لوڅ او یا نیم لوڅ  عکس د هغې یوه نه بیلیدونکې  برخه ګرځیدلې . ان تردې  چې د ښځې پرته اعلان  ، اعلان   نه ګڼل کیږې .   هوټل ، رسټورانټ ، شوروم (Show  Room)، اوهیڅ  ځاې به داسې پیدا نه کړئ  چې هلته ښځه ددې غرض  په خاطر نه وې ساتلې شوې  چې نارینه دې دهغې په لور را جذب کړل شي.
  بې وزله  ټولنه  چې هیڅ  ساتونکې نه  لري یوازې  د یوې لارې  دخپلو ګټو ساتنه کولاې شي  او هغه  دهغوې  خپل  اخلاقي  آند دې . کولاې شي  دهمدې آند په واسطه  دغه حملې په شا و تمبوي . او ددغه   شهوانیت څخه ځان و ژوغوری.   خو پانګه وال نظام  په داسې  خامو بنسټونو نه دې ولاړ   چې  په  دې اسانۍ  به د هغې د حملې مقا له وکړل  شی . هغه د خپل ځان سره یوه مکمله فلسفه او یو شیطاني لښکر لر ي  چې داخلاقي نظریاتو په ویجاړتیا او له منځه  وړلو کې پوره پوره اغیز  لري . دقاتل کمال همدا دې  چې دکله  چې چا د   وژلو پسې  ځې نو هغه په خپلې خوښې  او رغبت  سره وژلو  ته تیار کړي .
د جمهوري نظام سیاست  :
غم او مصیبت په دې ځاې  هم پاې ته  نه  رسیږي . ددې نه اخوا د ازادۍ همدغې آند او فکر په غرب کې  جمهورې نظام  را و زیږاوه . او  بیا  همدغه نظام  دپورتني  اخلاقي  انقلاب  د  سر ته د رسولو  یوه ځواکمنه  وسیله  وګرځیده .
دنوي جمهوریت  بنسټیز  اصل دادې  چې خلک په خپله  ځان  حاکمان  ګڼي  او د ځان له پاره  پخپله  قانون جوړ ه  وي .   هر ډول   قوانین چې  غواړی ځانته  یې  جوړ کړي او کوم  قوانین چې نه غواړی نو دخپلې خوښې مطابق یې اصلاح کړي او یا یې  له منځه یوسي . دهغوې  د پاسه کوم  داسې ځواک نه شته  چې د انساني کمزروتیاو  نه پاک  وي  د کوم په اطاعت کولو  چې انسان د بې لارۍ  څخه خوندې  پاته  کیداې شي . دهغوې سره  داسې کوم اساسي  قانون هم نه شته چې تل پاتې وي او د انسان د لاس وهنې څخه پاک  پاته  شوې وې او اصول  یې د هر ډول   اصلاح  او ترمیم څخه پورته وي .   دهغوې سره داسې  معیار  هم نه شته  چې  د سهي او غلط  د بیلتون  له پاره پیمانه  و ګڼل  شي او د انسان غوښتنو اوهوا  او هوس  سره بدلیدونکي نه وي ، بلکه  ازاد  او  ثابت وي .  ددې ډول  جمهوریت نوي  آند  انسان بلکل  خپلواکه او غیر مسؤل  ګرځولې او دخپل ځان له پاره یې پخپله شارع    کړې او دهر  ډول قانون  جوړونې  حق  یې دپرګنو د راې پورې اړوند کړې  دې .
دا څرګنده ده  چې هر  چیرې  چې  د ټولنیز  ژوند ټول قوانین د عمومي فکر تابع وي او  چیرې  چې  حکومت  ددې نوې  جمهوریت  غلام وي  نو هلته  بیا قانون او سیاسي  ځواکونه   ټولنه د هیڅ ډول اخلاقي فساد  څخه  نه  شی ژغورلې .  بلکه  ژغور ل  خو پریږده  چې هغه  پخپله د ټولنې په  تباهۍ اوبربادۍ کې  ونډه  اخلي.  دعمومي رایو د هر بدلون  سره سم قانون  هم بدلیږي ، دحق ، خیر  اواصلاح هیڅ معیار ددې نه پردته  بل  نه وي  چې ووټ  او  رایې  د  چا ډیرې  زیاتې دي.  نو که یوه خبره او وړاندیز که څه هم هغه ډیره ناپاکه وي خو  په عام ولس کې  یې  منښت  پیدا کړې  وي او دسلو څخه یوپنځوس  ووټونه یوسي نو هغه د وړاندیز ددرجي   څخه پورته  کیږي  او دقانون او تشرع  درجې ته رسیږي.   ددې بدترینه نمونه  دالمان  د نازی دور    څخه پخو یوه  پیښه  ده . په هغه وخت  کې  د  جرمني یوه ډاکټر  ماګنوس هرشفیلډ (Magnus Hirsch Feld) چې د نړۍ د جنسي  اصلاح (World League  of Sexual Reform) د غونډې  رئیس  هم پاته  شوې  د لواطت    په حق  کې شپږ کاله  پرلپسې مبارزه وکړه  ، تر دې  چې د  جمهوریب  په واسطه یې دغه  حرام کال   حلال  کړ او د جرمني پارلمان د زیاتو رایو په واسطه دا پریکړه وکړه  چې اوس  دا فعل (لواطت )  په دې شرط  چې د دواړو  خواو په خوښه  تر سره شي   جرم  نه ګڼل  کیږی  او د مفعول  دکوچنیتوب  په صورت کې دهغې کوم  پالونکي  دهغې قانوني  اجازه ورکړې وي .
قانون د  جمهوریت د غلامۍ په تر سره  کولو سره کمزورې  شوې  دهغې د اوامرو تابعداري کوي  خوکه  چیرې  په  تنبلۍ  سره کوم کمښت  چې د غلامۍ په تکمیل  ترې  پاته  کیږي  نو هغه د حکومت   اداري   پرزې  پوره کوي.    هغه   وګړی  چې ددغه  جمهورې  حکومتونو   دندې   پر مخ  بوزي  هغوې د قانون  نه  د مخه د هغو  لیکنو  او دهغو  اخلاقي فلسفو او دهغو  عامو میلاناتو اغیز   مني  چې دهغوې   په  شا وخوا خپرې شوې.  دهغې   په اساس هره هغه بد اخلاقي په رسمي توګه منل کیږي  چې  رواج یې  عام شوې وي . که څه هم  هغه  تر اوسه  د قانون له مخې    ممنوع  وخو   د عملي نفاذ څخه  یې  پولیس اوقضا دواړه ځان ژغوری او په دې تر تیب هغه د حلال  درجې ته  رسیږي . د نمونې په توګه  د حمل  داسقاط  معاملي ته توجه وکړئ . دا په  غربي  قوانیو کې تر اوسه  پورې ممنوع دې خو هیڅ داسې هیواد  نه شته  چې هلته دهغې  په ډانګ پیلې ارتکاب  نه وی  شوې . په واده  شوو ښځو کې لږ تر لږه  پینځه ویشت  په سلو کې  داسې دي  چې یا خو پخپله اسقاط  کوي او یا  دکوم  فني وګړي   تر سترګو لاندې  .    په ناواده شوو ښځو کې ددې تناسب   دواده شوو  ښځو نه ډیر زیات  دې .  په ځینو ځایو کې د حمل د اسقاط  کلبونه   جوړ  شوې  چې ښځې ورته اونیز فیس ورکوي . تر څو د اړتیا  په وخت کې ترې  د یوه  پوه  وګړی  خدمات  تر لاسه کړاي   شي . په لندن کې یو زیات شمیر (نرسنګ هوم )  جوړ شوې  چې زیات  شمیر ناروغان یې هماغه دې  چې د حمل  اسقاط  یې کړي وي .
(په دې هکله    پروفیسو جوډ  په خپل کتاب «Guide to  Modera  Wickedness  »  کې ډیر حقایق  خپاره کړی دی ، د نورو زیات  پوهاوی  په  خاطر هلته مراجعه وکړئ).
خو ددې   سره د انګلیس  په قانون کې د حمل  ضایع کول  جرم  لیکل شوې دې .
پاته  په  شپږمه  برخه کې ولولئ.......