سوات كوم لوري ته روان دى

جاويد صبوري
سوات، د پاكستان د پښتونخواه ولايت يوه دره ده چې 5337 كيلومتر مربع مساحت لري او يوازې160كيلو متره له پلازمېنې اسلام آباد نه لرې پرته ده. د سوات مركز سدو شريف نومېږي خو د سوات درې اصلي ښارګوټى مېنګوره دى.
سوات د 1969 زېږديز كال پورې يو خپلواك رياست و، خو په همدغه كال د هغه وخت شمال لويديځه سرحدي ايالات برخه وګرځېد. د لوړو غرونو او شنو ورشوګانو او رڼو حوضونو په درلودلو سره د 2007 زېږديز كال پورې د سيلانيانو په وينا د "پاكستان سويډزرلنډ" و. هر كال به په لسګونه زره سيلانيانو له سواته ليدنه كوله چې د سوات د وګړو لپاره يې د عايد يوه لويه سرچينه جوړه كړې وه. په 2002 كال كې كله چې په افغانستان كې د طالبانو امارت راوپرځېد په زرګونه طالب جنګيالي د افغانستان او پاكستان د پولې په اوږدو كې قبايلي سيمو ته په تېښته اړ شول او هلته يې ځان ته پټنځايونه جوړ كړل. خو د لږ وخت په تېرېدلو سره يې يو وار بيا سر راپورته كړ او په سيمه كې او په ځانګړې توګه په افغانستان كې مېشت بهرنيو ځواكونو پر وړاندې يې د جهاد اعلان وكړ. كه څه هم سوات د قبايلي سيمو برخه نه ده، خو چې كله اور په ګاونډ كې بل شي نو لمبې يې هرې خوا ته خپرېږي، د اور لمبو د سوات درې ته هم لار وموندله.
او د 2007 زېږديز كال په وروستيو كې د لشكر محمدي د مولانا فضل الله په مشرۍ چې د صوفي محمد زوم دى چا چې په 2001 كال كې په زرګونه وسله وال قبايليان   افغانستان ته د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې د جګړې لپاره لېږلي و، په وسله والې جګړې پېل وكړ.
په سوات كې د دې دوه كلنې خونړۍ جګړې په ترڅ كې د سياسي حزبونو د مشرانو لكه ملك بخت بيدار او افضل خان لالا چې د "عوامي نېشنل پارټۍ" له مهمو غړو نه وو، برسېره په زرګونه عام وګړي وژل شوي يا ټپيان شوي دي او د دې سيمې د ۱،۵ مليون وګړو نه يو پر درېيمه وګړو خپل كورونه له لاسه وركړي دي.
د 2009كال د جنوري تر يوويشتم پورې د سوات په دره كې طالب پلوه ځواكونو كابو400 ښوونځي نړلي وو او له 170 نه زيات د نجونو ښوونځيو ته يې يا اور اچولى و او يا يې هم په بمونو له منځه وړي وو چې له امله يې له4000 ډېرې نجونې له زده كړو څخه بې برخې شوې دي.
په سوات كې د جګړې د پيل راهيسې دا دويم وار دى چې د ځايي اورپكو او پاكستاني دولتي ځواكونو تر منځ اوربند اعلانېږي. په لومړي ځل څلور مياشتنى اوربند د 2007 كال د سپټمبر په وروستيو كې له منځه ولاړ. د 2007 زېږديز كال د ډسمبر مياشتې په دوه اونيزه جګړه كې د پاكستاني چارواكو په وينا له ۲۵۰ ډېر تندلاري له منځه تللي وو. له هغې وخته را په دې خوا په پرله پسې توګه د سوات په دره كې جګړه روانه وه.
يو وار بيا د پښتونخوا ايالتي چارواکو په پېښور كې د "تحريك نفاذ شريعت محمدي"  تندلاري مشر  مولانا صوفي محمد سره د مخامخو خبرو وروسته په ملكنډ او تيملګره كې د شريعت د نفاذ پرېكړه وكړه، چې د خبرو اترو په ترڅ كې پتېيل شوې وه چې په سوات دره كې به له ځايي طالب اورپكو څخه د وسلې اېښودلو غوښتنه هم كېږي. د سوات ځايي اورپكي په لشكر محمدي نومې ډله كې چې د مولانا فضل الله تر مشرۍ لاندې جنګېږي، وار د مخه له خبرو اترو سره سم لس ورځنى اوربند اعلان كړى دى خو له اورپكو سره تېرو تړونونو ښودلې ده چې دا ډول تړونونه هېڅ ګټه نلري. كه چېرې طالبان د وسلو اېښودلو او له خپلې ناقانونه راډيو د بندولو نه انكار وكړي نو د تېرو تړونونو په شان به دا تړون هم لنډ مهاله سوله سيمې ته راوړي خو اوږد مهاله سوله به د يو خوب په څېر پاتې شي. برسېره پردې، په ښكاره كه څه هم پاكستاني چارواكي وايي چې دا شرعي نظام به د افغانستان د طالبانو د نظام په شان نه وي او هماغه پخواني دولتي چارواكي او قاضيان به خپلو كارونو ته ادامه وركوي، يوازې به په كارونو كې چټكتيا راځي او هغه قوانين به چې د شريعت خلاف دي، له منځه وړل كېږي.
كه څه هم د اوربند وروسته په سوات كې د ژوندانه چارې نورمال حالت ته ستنېږي او خلكو د اوربند په خوشحالۍ مټايانې ووېشلې. خو خبره يوازې په محاكمو كې د فساد له منځه وړل نه دي، بلكې نورې ډېرې ټولنيزې او سياسي ستونزې شته چې بايد هغو ته هم پام وشي، د بېلګې په توګه آيا دا نظام به وكولاى شي چې د هغه لږ تر لږه 40000 نجونو لپاره چې ښوونځيو او كالجونو ته تللې، بېا د زده كړې موكه چمتو كړي؟ آيا د ژوندانه په ورځنيو كارونو كې د طالبانو د امارت په څېر به لاسوهنه نه كېږي؟ آيا خلك به وكولاى شي چې يو وار بيا رسنيو په ځانګړې توګه ټلويزون او موسيقۍ ته لاس رسى ولري؟
اوس پوښتنه دا ده چې د پورتنيو كتنو په پام كې نيولو سره به  آيا دا تړون او اوربند وكولاى شي چې د زيات وخت لپاره پايښت ومومي او كه نه؟ په سيمه كې د لس ورځني اوربند په درېيمه ورځ د "جيو" پاكستاني ټلويزيون خبريال موسى خانخيل د مټې په سيمه كې د مولانا صوفي محمد د "سولې كاروان" څخه چې سوات درې ته روان وو، د ناپېژاندو وسله والو لخوا په پلمه وړل كېږي او وروسته لږ تر لږه په څلوېښتو ډزو سورى سورى كېږي.
خو تر دې هم د پام وړ او مهمه پوښتنه دا ده چې د كومو شرعي محكمو چې طالبان يې غوښتونكي دي، كه چېرې د سوات كوم اوسېدونكى پر دوى دعوا وكړي نو خپله مولانا فضل الله او د هغې اورپكي به دغه محكمو ته حاضر شي؟ او آيا د پاكستان دولت به دا ځواك ولري چې هغوى "شرعي محكمې" ته راكش كړي؟
كه دا اوربند تل پاتې هم شي، خو كه چېرې طالبان په دې سيمو كې د چارو واك په لاس كې واخلي، نو د دې وروستنۍ پايلې به د دې سيمي خلكو ته نه جبرانېدونكي وي.
هيله دا ده چې دا ځل به نه يوازې په سوات كې سوله ټينګه شي، بلكې د ژوندانه د نورو چارو لپاره هم بايد كار وشي تر څو دا سيمه چې لا د مخه وروسته پاتې دي لاپسې وروسته پاتې نشي.  ¡