څو ورځې وړاندې زموږ د نورو مشرانو په څېر د دماغی ارام او چکر لپاره د پکتيا والی جمعه خان همدرد او ورسره ځينې ملګری يې عربی متحده اماراتو ته په یوه غير رسمی سفر راغلل . چې د دلته مېشتوافغانانو له يو شمېر مشرانو او پيسه والو سره يې هم د خپل سفر په ترڅ کې ولیدل .
خو دغه ليدنې ټولې يواځې او يواځې مېلمستياوې وې او کوم حکومتی دریځ ورسره مل نه و او نه هم هغو کسانو او مشرانو چې له ده سره په اېنډه کې سر ول په عربی متحده اماراتو کې د مېشتو مسافروافغانانو استازيتوب کاوه .
خو ددې مېلمستيا او ناستې په اړه چې کوم رپوټ د پښتو ژبې يوې وتلې ويبپاڼې (http://www.rohi.af/) ته ورکول شوی ، يا خو وچ په وچه پړسول شوی او يا هم د کومې داسې ادارې لاس پکې وو چې هر وخت اوهر ځای له هېواده بهر وی او که دننه غواړی له پښتنو سره ياری؟ وکړی او دپښتنو کلک ياران؟ دی .
مخکې له دې چې په ځانګړی ډول د هغې رپوټ په اړه څه ووايم غواړم چې زموږ د دولتی چارواکو په سفرونو کوم چې دلته (عربی متحده اماراتو )ته راځي لږ څه رڼا واچوم او ددې تر څنګ غواړم په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو افغانانو د کار، د اوسېدو د سيبو او همدا راز د ژوند په نورو اړخو نو يې لږ څه رڼا واچوم ، ځکه چې دا هر څه په حقيقت کې د نوموړی رپوټ د څېړلو لپاره ضروری توکی او خورا اړين دی .
سفرونه :
کله چې زموږ مشران هغه که هر څوک وي ، وزير ، والی ،د سنا غړی او يا هم مشر او مرستيالان يې او همدا راز د اولسي چرګې ،بښنه غواړم د جرګې په ځای مې چرګه وليکله خو خوند يې راکړ نه غواړم چې بېرته يې ډيلېټ کړم هو د اولسي جرګې غړي او يا هم ولسوالان او نور چارواکي ، له دې پورتنيو ډلو څخه هره اونۍ يو لس يا پينځلس کسان خو د عربي متحده اماراتو په بېلابېلو ښارونو کې هغه هم په لوکسو هوټلونواو يا غوړو دسترخوانونو باندې موندل کيږی .
دا ډله کسان دوی پخپله که په دې پوهيږی يا نه ، خو ځينې افغانان چې همدلته په عربی متحده اماراتو کې ژوند کوی په دې پوهيږی چې يو په غير رسمی سفر اېله د خپل چکر او د خپل نوی کاروبار له پاره د مارکېټ د چېک کولو لپاره راغلی وزير هغه هم چې د بهرنيو چارو وزير هم نه وي او يا هم والي ، ولسوال او يا کوم بل چارواکئ ،نو دا به له ماسره څه کومک وکړي کوم اسمان به راباندې راشين کړي ، هغه غريبان خپله هم هماغه د سپرليو په الوتکه کې راځي چې سيټونه يې په نسوارو ککړ وي .
بيا هم وزيران خو وزيران وي زموږ د ولسي جرګې وکيلان او د سنا مشران ، واليان او ولسوالان هغه چې راشی نو د واره د پښتنو مشران توبه خدايه ګناهګار به شم مشران خو نه شم ورته ويلئ ، هغه کسان چې پرته له کولمو او لرري څخه سلامت پسه کبابولی شي او همدومره غټ غټ پتنوسونه هم لري پرې راغونډ شي هغه هم د (عربي متحده امارتو) په هاغه لوکسو هوټلونو کې چې يو ساعت خو سړی پکې ځان نشي موندلی چې د سلګونو هندارو په منځ کې زما د سلګونو تصويرونو په ډله کې هغه اصلی هغه مې کوم يو دی .
او همدا راز داسې تشنابونه لري چې د سړي مغز کار پکې نه کوي زه په خدای په دې وېرېږم چې کومه ورځ زموږ د هره ورځ راتلونکو له ډلې څخه يې کوم يو لکه د سقاو د زوی د( ارګ) د قوماندان په څېر چې د امير امان الله خان د (سنوکر ) چې يو ډول بازی ده او هېوادوال اوس ورسره بلد شوی دی ، په مېز باندې د زړه په مينه اوده کېده او هغه يې اروپايي کټ باله دوی هم کوم يو يې په تشناب د شخصي کوټې ګومان ونکړي او هماغلته اوده نشي ختې به مو وخيږي .
خو په هر حال دا ډول کسان چې کله دلته راشي نو په مېلمستيا کې له ناستو کسانو څخه په خپل وار پوښتنه کوي چې څوک خوبه کوم مشکل نلري دلته او يا هم په وطن کې په دې ناستو کسانو کې ډېر داسې بړېڅي هم وي چې ورته ووايي وکيل ،والی ،ولسوال يا کوم بل صيب والله دلته خو د الله فضل دی خو په وطن کې په ځمکه يا پوله او بريد باندې يوه دعوی لرم نو که دا کومک راسره وکړې چې زر خلاصه شي .
هغه صيب چې په لاس کې يې د پسه وريته پښه هم نيولې وي په ډېره بې پروايۍ ورته وايي ته هېڅ فکر مه کوه زه دا څنګه چې له جاز (الوتکې) څخه ښکته شوم سيده به د کرزي دفتر ته ورځم او دا ستا د مشکل په اړه به ورسره غږېږم بيا همداسې په تمسخر پسې زياته کړي هغه هسې هم پوهيږی چې زه څوک يب ، نو په دې وخت کې د خپل اولس مشر ارزښت دومره راټيټ کړي دومره يې د يوې روپۍ کړي چې بيا صبا ته نه تر ډېرو ورځو پورې دا خبره په يو وار په ټول عربي متحده اماراتو کې خوره شي يو او بل پسپکې کوي وايي نه کرزی څه بلا ده يا هم کوم بل وزير چې هلته په هغه مېلمستيا کې غندل شوی وي هغه څه بلا ده اصلی خبرې خو(د فتح خان لالا ) په خدای د ولسمشر دفتر ته داسې ورننوځی لکه په خپل کور کې چې د اودس ماتی ځای ته ځي .
له داسې خبرو او حرکاتو څخه د راتلونکو کسانو يواځينې موخه نغدې (خاورې) وي چې څوک يې موټی ورډک کړي همدا راز د کمپلو . کوټونو واسکټونو .چپلو .رختونو، او نورو ډول ډول سوغاتونو ډېرانونه له ځانه سره ولېږدوي او ددې تر څنګ د هوټلونو له کرايو څخه هم ځانونه خلاص کړي او د همدې خانانو په اوږو ور (خې ) شی .
خو په خلکو کې ډېر کم په دې خبره پوهيږی چې يو په غير رسمی سفر راغلی وزير چې د بهرنيو چارو وزير هم نه وی همدا راز والی ، ولسوال ، او يا دا نور د اولسی چرګې غړي دا زما لپاره دلته په عربي متحده اماراتو کې څه کولای شی هغه چې په خپله ولسوالۍ کې نسوار له مورچې څخه د باندې نه شی غوورځولی دلته به يې څه کومک راورسيږی ، همدار از يو ( والي) چې د قانون له مخې د ګاونډی ولايت په حدودوکې له ځينو خاصو حالاتو نه پرته فعاليت نشی کولای په يوه بهرنی هېواد کې به يې چا ته څه ګټه ورسيږی .
خو دا د پيسو سمندر سر ته راخېږولي مشران ټول په خدای هغه دي چې د امضا په ځای ګوته شنه کوي دوی ته نو ټول حکومت يو شان ښکاري ټول ورته د يوې مور زامن ښکاري داسې مېلمستيا وې نيسي چې چې چې وږي ښه پکې مړيږي زه خپله د يوه ژورنالېست په حيث ورځم ګدون پکې کوم البته د راپور د جوړولو لپاره نه ! ځکه چې زه پوهېږم هلته کوم داسې څه نه ويل کيږی چې سړی پرې رپوټ جوړ کړي خو د هغې ډوډۍ سره يې بلد شوی يب چې غږ راباندې وشی بيا مې نو ټوله ورځ ورته اوبو ته اچولی وی چې وغځيږی .
دا خلک ګومان کوي چې يو ولسوال ريښتيا هم کولای شي چې د اولسمشر دفتر ته بې پوښتنې ننوځي او له اولس مشر سره هره خبره په ترېو تندي وکړي او که ورسره وه يې نه مني نو پرته له رخصت اخيستلو په داسې حال کې چې له ځانه سره ګوډ او ړانده هم وايي او دروازه هم په ځان پسې کلکه راوولي او ترې راووځی .
ښه مې په ياد دی يوه ورځ مې په يوه ځای کې په اولسی جرګه کې د کوچيانو وکيل نوم يې نه اخلم هغه مې وليد نو کله مو چې ستړی مشی سره وکړه هغه په کوټه کې داسې په يو سټايل کېناست چې ټولو ناستو کسانو ته يې شا وروګرځوله او تلويزيون ته يې مخ ور وګرځاوه هغلته يوې نيبې لوڅې نجلې په کومه بله ژبه خو د جسم په بربنډه ژبه سندره ويله چا ورته زه معرفی کړم نو مخکې له دې چې زه ورسر ه د سفر د ستونزو دا چې خوب د سم دی پوره دی بيبار شوی خو به نه يې د ا پوښتنې وکړم په خورا چټل ډول يې وخندل او ماته يې وکتل ويې ويل کابل ته راشه چې په کوم ښه جای کې دې مقرر کړم . له دې خبرې سره مې په ژور نظر ورته وکتل لکه چې هغه وخت مې ټوله کرکه سترګو ته راجګه شوه ورته ومې ويل ته ما مقرر کړی يې ، زما په رايه او ددې اولس په رايه هغه ځای ته تللی يې ته خوار به ما څه مقرر کړې . د واره مجلس يو الکتريکي شوک وخوړ ټوله چوپ شول يوه شېبه وروسته مې بيا له خندا سره زياته کړه وکيل صيب ته خفه کېږه مه هغه وخت درپه ياد کړه کوم وخت کې چې ستاسو د کانديدا مرحلې وې او د خلکو (هغه ) ښکولوئ هغه وخت خو په ډېره بله ژبه خبرې کوئ او که په هغه وخت کې سړی درنه د لسو رايو په بدل کې ډېر څه وغواړی نو !
خبره د پکتيا د والی جمعه خان همدرد د سفر په اړه وه چې څو ورځې وړاندې عربی متحدا اماراتو ته په يوه غير رسمی سفر راغلی وو . ده دلته له همدا ډول پيسه دارانو سره لکه پورته چې معرفي شول وليدل له مېلمستياوو يې خوند واخيست خو دده چې په (العين) کې چې د عربي اماراتو يو ښار دی کومه مېلمسيتا وه هغې ته يې يو څه سياسی رنګ ورکړ .
او خبرې هم ټولې د سياست په اړه بادېدلې چا له يوې خوا چا له بلې خوا اخر يو چا له جمعه خان همدرد نه خواهش وکړ چې موږ ته د ( العين) په ښار کې يو ښوونځی جوړ کړه چې دا زموږ ماشومان پکې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي ځکه چې دلته هر دولت د خپلو خلکو لپاره يو ښوونځی لري تر څو په خپلو ژبو زده کړې وکړي او له هېواده او همدا راز له خپلو خلکو پردي نشي که څه هم دې کسانو دغه د ښوونځي خبره هم په عربي متحده اماراتو کې د مېشتو هغو افغان فرهنګيانو نه زده کړې چې د ( افغان ادبي چمن ) او ( افغان ادبي کلتوري ټولنه ) په نوم ټولنې لري او دا کسان چې ټول لوستي پکې راټول دي په دې هڅه کې دي چې افغانان بايد دلته يو ښوونځی البته خاص د (العين) په ښار کې او همداراز يو فرهنګي مرکز چې خپل مړ او ژوندی يې پکې خوندي وي ولري . خو دوی له والايانو .ولسوالانو او يا هم کوم بل چا څخه دا خواهش نه کوي بلکې هغوی په دا هڅه کې دي چې په خپله له ولسمشر او نورو بشري ټولنو سره په دې اړه تماس ونيسي او په يوه ښه توګه دا کار ترسره کړه .
خو دغه مشران چې د مشر په نوم پسې په پاڼ ځانونه غورځوي دوی له دې خبرې او ددې لوستو ځوانانو له هڅو څخه خبر شوی ځکه دوی فکر کوي چې داخو لکه چې فقط د يوه بانک خلاصول دي او که چېرې جوړ شو چېرې نه چې ونډې يې پکې ورکې شي . دوی دا خبره له جمعه خان همدرد سره مطرح کړله چې پخپله جمعه خان همدرد له خندا نه نور داسې شه چې په لاس کې يې د کوک ګيلاس ترې غورځېده .
خو ددې غونډې په اړه زموږ د هېواد يوه ژورنالېست خو ورته نشم ويلی ځکه چې (الزيدی) به ښېراوې راته وکړي خو يوه کس چې روح الله سمون نومېږی (http://www.rohi.af/) ته يو رپوټ ورکړی چې نه يواځې دا چې په دروغو پړسول شوی بلکې زما په فکر د کوم سازش له مخې جوړ شوی دی ، په رپوټ کې د ښائسته عکسونو سره ځای په ځای ځينې داسې جملې راغلی چې سړی فکر کوی لکه چې د پکتيا والی جمعه خان همدرد دلته مېشتو افغانانو ته خپل کاری رپوټ ورکاوه او له دوی سره يې د پارلمان په څېر خپل حساب کتاب سپيناوه . چې دا په خپله د جمعه خان همدرد شخصيت ته کومه ګټه نکوی او بل دا عکسونه د (العين) په ښار کې د (هېلتون) هوټل دی نه په دوبۍ کې .
خو نه پوهېږم چې زما د ګران ورور له رنګه عکسونو سره يو ځای څنګه دروغ ويلی دا ماډل يې ما تر اوسه نه و ليدلی .
اول خو دا چې غونډه په (دوبۍ) کې نه په (العين) کې وشوه او له دې نه دا مالوميږی چې دې کس اېله د (وې چې) خبره اورېدلي نور له جريانه هېڅ خبر نه دی او اېله ددې لپاره چې په انټرنېټ کې يې په کوم سايټ کې ليک او نوم راشی او بيا د ملګرو په منځ کې د ځان په خوا يو ډنګ ورکړی نوموړئ رپوټ يې ليکلی او که داسې نه وی بيا نو د پښتنو دکورنيو يارانو؟ لخوا ورته ښې ډېرې خاورې په موټی کې ورکول شوی او له وچې مجبورۍ يې ليکلی دی .
ځکه که چېرې د افغانانو لپاره په عربی متحده امارتو کې کوم ښوونځی يا هم فرهنګی مرکز جوړيږی هغه بايد د العين په ښار کې وی نه په کوم بل ښار کې ،او همدا راز په نوموړي ښوونځي يا هم فرهنګي مرکز کې يواځې او يواځې بايد په پښتو ژبه ليک لوست او خبرې وشي . ځکه چې په عربی متحده اماراتو کې چې کوم افغانان ژوند کوی ۹۰ سلنه يې پښتانه دي او هغه هم ۷۰ سلنه يواځې د العين په ښار کې اوسيږي او پاتې نور لس يې د نورو قومونو وروڼه دي .
چې په بېلا بېلو ښارونو کې ژوند کوي د هغوی لپاره دومره مشکله نده هغه که په اېراني ښوونځي کې زده کړې هم وکړي خپله مورنۍ ژبه يې له لاسه نه وځي بلکې لا يې ښه زده کولای شي خو خواره خواري د خوارو پښتنو ده چې ماشومان يې د هند ،اېران ،پاکستان او نورو هېوادونو په ښوونځيو کې زده کړې کوي .
ما په خپلو سترګو ډېر داسې پښتانه ځوانان ليدلي چې همدلته پيدا شوي او همدلته يې دوکتورې اخيستي خو په پښتو ليک نشي کولای چې وجه يې د خپل ښوونځي نه شتون او په دې اړه د حکومت او يوه زياته کچه يې د سفارت نه پاملرنه ده .
اوس چې يوه تته ناره هم وشي چې په العين کې بايد ښوونځي جوړ شي نو د ښاغلي سمون غوندې کسان يا خو د ځان په نېټ کې د ښکاره کولو لپاره او يا هم د پښتنو د يارانو؟ د خوشالولو لپاره هڅه کوي چې په سترګو کې مو خاورې راوشيندي او نوموړئ ښوونځی که چېرې هم جوړيږي بايد په دوبۍ کې جوړ شي ځکه چې دلته يو لس زره هغه د پښتنو کورني ياران؟ اوسيږي هغه هم ډېر شمېر پرته له کورنيو ژوند کوي خو ريښتيا داده چې د العين په ښار کې پښتانه ځان ته کلي لري ، کورونه لري او په سلګونو کورنۍ په يوه کلي کې چې د (ساروج ،شاريکات ، مرخانيه ،او داسې نورو په نومونو ياديږی ژوند کوی .
خو زموږ دا ښاغلی په دې هر څه باندې پښه ږدي نه يواځې دا چې د غونډې د ځای په اړه نږدې ۱۷۰ کيلو متره دروغ وايي ځکه چې غونډه په دوبۍ کې نه بلکې د العين په ښار کې جوړه شوی وه او د دوبې او العين تر منځ همدومره فاصله ده او بل يا خو د خپلې ناپوهۍ او يا هم د نورو د خوشالولو لپاره دا خبر ه د چارواکو او نورو کړيو په خوله کې ورکول غواړی چې که چېرې هم د افغانانو کوم ښوونځی په عربی متحده اماراتو کې جوړيږی نو ددې پر ځای چې د العين په ښارکې مېشتو لکونو افغانانو لپاره جوړ شی ، بايد د دوبۍ په ښارکې د څو زرو کسانو لپاره جوړ شی. ځکه چې لومړۍ شمېر خلکو خو يې دا کفر او دا ګناه کړې چې خدای پښتانه پيدا کړي دي .
د اولس د ويښتيا په هيله
جلال خپلواک
عربی متحده امارات دوبۍ
yarwak@gmail.com