امريکا هڅه کوي دپښتنو رضايت ترلاسه کړي

 
تيره ورځ يو امريکايې چارواکي اعلان کړه چې امريکا  دافغانستان لپاره نوې ستراتيژي بشپړه کړي ، او هيله کيږي چې سبا به يې اعلان کړي دغه اعلان په داسې وخت کې کيږي چې په همدې ورځ په مسکو کې دشانګهای دتړون دناستې تابيا هم  شوې ، همدارنګه څلور ورځې  وروسته به په لاهاي کې دافغانستان په اړه ځانګړی کانفرانس هم جوړشي
دامريکا رسمي سرچينو الحيات ورځپاڼې ته ويلي : چې دافغانستان په اړه د ستراتيژۍ په اړه  بيا کتنه کې داځل سيمه ييز حل ته ډيره پاملرنه شوې  ، قبايلو سره خبرې اترې ، طالبانو سره دافغان حکومت دخبرو اترو ملاتړ ، داهر څه به په سيمه یيزه او محلي کچه سياسي پرمختګونو ته په پام سره ترسره کيږي ، دپولو ساتل او د افغان ملي اردو او ملي پوليسو زياتوالي ته په دغه ستراتيژۍ کې ځای ورکړل شوی . داپه داسې حال کې ده چې دامريکا ولسمشر باراک اوباما په دې ورستيو کې پريکړه کړې چې افغانستان ته به ۱۷ زره نور امریکايي سرتيري استوي 
نوي ستراتيژي دافغان امنيتي ځواکونو دزياتوالي او تجهيز په برخه کې دعراق له تجربو ګټه اخلي البته جغرافيايې ،استوګنيز او کلتوري جوړښتونو ته په پام سره .
واشنګټن په ډاګه کوي چې  ولسمشر حامد کرزی نه دی توانيدلی چې افغان ستونزې ته حل پيدا کړي ، بلکې په دې اند دي چې نوموړي دافغانستان ديوستر قوم (پښتون) رضايت هم  نه دی حاصل کړی دهيواد په جنوب او جنوب ختيځو سيمو کې ډيورنډ کرښې ته څيرمه دپښتنو په سيمه کې ناارامۍ دنوموړي دبې غورۍ پايله ده   ، چې همدغه سيمه دبهرنيو ځواکونو لپاره ستره ننګوونه ده
دغه سترايژي په لاهاي کې دافغانستان په اړه له سيمينار څلور ورځې دمخه  چې راتلونکې چهارشنبه به جوړيږي ښا یې خپره شي ، په دغه کانفرانس کې دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو دوزيرې برسيره داروپايې ټولنې دبهرنيو چارو وزيران او افغانستان لپاره دامريکا دولسمشر ځانګړی استازی هم برخه اخلي ويل کيږي چې دايران دبهرنيو چارو وزير منوشهر متکی هم غونډې ته وربلل شوی
واشنګټن غواړي تهران سره دطالبانو دنفوذ دبريد ، دمخدره توکو دقاچاق او کډوالو په ستونزو خبرې وکړي ، ديادونې وړ ده چې دافغانستان په اړه هغه سيمينار چې تهران له واشنګټن سره پکې ګډون کړی و په ۲۰۰۱ز کې دجرمني دبن کانفرانس و