هغه څه چې اوباما دافغانستان په اړه خپله ستراتيژۍ کې نه دي ځای کړي
دالقاعدې پر وړاندې داوباما د ادارې حقيقي جګړه په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې ده
دلونفيل اوبسرافاتور فرانسوي مجلې په خپل انټرنيټي سايټ کې دامريکايي ادارې دنوې ستراتيژۍ په اړه چې له مخې ولسمشر اوباما وايې : چې په سيمه کې د واشنګټن حقيقي سياست به دالقاعدې پر وړاندې جګړه کې په افغانستان نه بلکې په پاکستان متمرکز وي
اوبا تيره یکشنبه دسي بي اس تلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي و: چې په افغانستان کې دامريکا راتلونکې ستراتيژي په دغه هيواد کې دځواکونو ډيروالی ، دملي پوليسو او ملي اردو روزنه او مجهز کول ، بشري مرستو ته پاملرنه او
همدارنګه په سيمه ييزه کچه ديوې پياوړې ديپلوماسۍ رامنځ ته کول دي
په افغانستان کې د اوباما نوې ستراتيژي په براګماتيک سياست بنا ده يا په بله مانا دغه ستراتيژي واقعي سياست ته په پام سره جوړه شوې اګر که ولسمشر په صراحت سره نه دي ويلي ،مګر ورته څرګندونې پاکستان او افغانستان ته دامريکا دولسمشر ځانګړي استازي هولبروک څه موده دمخه کړې وې ، نوموړي ويلي و : هغه څوک چې مونږ ته مخامخ په امريکا او اورپاکې ګواښ پيښوي ، هغه څوک دي چې ۹/۱۱ دبينظير بوټو دوژلو پلان يې ترتيب کړی و ، دامکان هم لري چې په لاهور کې دسريلنکا دکرکيټ پر لوبډله بريد هم دهمدغې خلکو کار وو ، دغه خلک په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دي دسرحد ايالت او دبلوچستان ځينې سيمې ددوی لپاره خوندي ځايونه دي
اګر که پاکستان په خپله خاوره بهرني سرتيرو ته دسرې ليکې په څير ګوري ، خو اوباما به دپاکستان په اړه ددرې لارو کار اخلي اګر که ددغه درې لارو په اړه هولبروک په مستقيمه توګه څه نه دي ويلي مګر دنوموړي له خبرو دغه درې لارې څرګنديږي که ورته ځير شو
۱- په يوه پټه ديپلوماسۍ کار کول چې دهند اوپاکستان ترمنځ تاوتريخوالی کم کړي څو پاکستاني ځواکونه يوازې په قبايلي سيمو کې عملياتو ته اوزګار شي
۲- دبي پيلوټه الوتکو بريدونو دوام ، چې دپاکستان دننه دترهګرو روزنځايونه په نښه کړي
۳- طالبانو ته ليواله دافغان ځوانانو او ځينو مشرانو د ډالرو او اير... په واسطه اخستل ويل کيږي چې چاپان هم په دغه لاره کې دمرستې ډاډ ورکړی