جاوېد صبوري
په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره د امير شيرعلي خان په دوره كې د هېواد د حكومت او اقتصاد مدرنيزه كولو لپاره هڅې وشوې او له هغې وروسته نورو كسانو هم د هېواد په ټولنيزو، سياسي او اقتصادي جوړښتونو كې د بدلون راوستلو لپاره كوښښونه وكړل خو د بېلابيلو لاملونو له امله دې هڅو تر نن پورې د پام وړ پايلې نه درلودې. افغانستان نن هم د خپل سنتي، قبيلوي او عصري، مدني هويت له امله دوه ټوټې دى او له ځانه او پردو سره په جګړه كې دى.
دا جګړه او اخ و ډب د غازي امان الله خان له دورې را پدې خوا په درز سره روان دى چې د سلګونه زره انسانانو د ژوند، وژونكي وروسته پاتې والي او د هېواد د لا زيات سياسي او اقتصادي تړل كېدو په بيه تمام شوى دى. د چارو شنونكي د دې كړكيچ لاپسې اوږدېدل په بېلابېلو لاملونو كې ويني، خو له پېله را پدې خوا د بدلون غوښتونكي غورځنګ لخوا د خلكو پراخه سنتي پاړكيو د ملاتړ لاس ته نه راوړل او د قبيلوي كلك او كړكېچن جوړښت له هغو لاملونو له ډلې څخه و، چې د سياسي او مدني جوړښتونو لپاره د ملي تفاهم او اجماع په لار كې خنډ جوړ شوى.
قبيلوي جوړښت يو ځانګړى ډول ټولنيز جوړښت دى چې زياتره دا جوړښت په ختيځو ټولنو كې شتون لري. دا جوړښت بېلابېلې قبيلې سره يوځاى كوي چې هره قبيله خپلې كلتوري او دوديزې ځانګړنې لري. قبيلوي جوړښت د كليوال ژوند ښكارنده دى چې زياتره په فيوډالي ټولنو كې دا ډول جوړښتونه وي چېرته چې قومي او قبيلوي هويت له فردي او ملي هويت څخه زيات ارزښت ولري. په مدني ټولنه كې هر څوك د فردي او جمعي (ملي) هويت لرونكى دى او كولاى شي خپله اراده په آزادانه ډول ښكاره كړي. راىه وركول او ټاكنې پر همدې د هويت او خپلواكۍ پر آر ولاړې دي. دا قبايل زياتره د ملوك الطوايفي ژوند غوښتونكي دي. له هغه ځايه چې په افغانستان كې لا تر اوسه ښارونه نه دي پراخ شوي او په پرمختللي ډول ښاري ژوند نشته، خان، د قوم مشر، سپين ږيري، كلتور او رسمونو د حكومت او قانون ځاى نيولى. له همدې امله قبيلوي جوړښت لا تر اوسه په افغانستان كې عام دى.
د قبيلې اصطلاح له عربي ژبې اخيستل شوې ده. قبيلوي نظام د خلكو د خوښې نظام نه دى. دا طبيعي، تاريخي، اقتصادي، اجتماعي، جغرافيايي لاملونه دي. د نړۍ ټول تمدنونه له يو قبايل جوړښت څخه تېر شوي دي. بېلابېل فكتورونه دي چې قبايل يې را منځ ته كړي دي لكه د وينې فكتور، ګډ جغرافيايي چاپېريال، جرګه، ژبه دا چې قبيلوي جوړښت په افغانستان كې څرنګه دى او آيا په رښتيا هم زموږ د هېواد د پرمختګ پر وړاندې همدا قبيلوي جوړښت دى او كه نه؟ هغه بحث دى چې د سياسي او ټولنيزو چارو له شنونكو سره يې شريكوو:
ښاغلى رشيد وزيري د قبيلوي چارو كارپوه دا خبره چې قبايلي جوړښت د فيوډالي ټولنې ښكارنده ده، ناسمه بولي نوموړى زياتوي: "زه له دې ټكي سره موافق نه يم چې دا دې د فيوډالي نظام ښكارنده وي. تر كومې كچې چې ما د افغانستان د قبايلو په اړه څېړنې كړې دي، هغه فيوډالي نظام چې په اروپا، امريكا او نورو پرمختللو ټولنو كې مطالعه كېږي چې په هغې كې انسان د ځمكې سره تړلى وو، كه ځمكه پلورل كېدله نو انسان به هم له هغې سره يو ځاى خرڅېدو، خو داسې اړيكې موږ په افغانستان كې نه لرو. په افغانستان كې موږ د مريتوب داسې نظام نه دى لرلى."
خو ښاغلى داد نوراني د سياسي او ټولنيزو چارو كارپوه او شنونكى په دې اند دى چې قبيلوي جوړښت د وروسته پاتې اقتصاد زېږنده ده، او له هغه ځايه چې فيوډالي ټولنه تر پانګوالۍ ټولنې وروسته پاتې ده نو پايله دا چې قبيلوي جوړښت د فيوډالي ټولنې ښكارنده ده. هغه په دې اړه وايي: " قبيلوي جوړښت په هغو ټولنو كې رامنځ ته كېږي او وده كوي چېرته چې د پانګوالۍ نظام اړيكې او توليد نه وي رامنځ ته شوى. زياتره كليوال ژوند دى چې په هغې كې نوي ښكارندې لكه برېښنا، سړك، ښوونځى، لوړې زدكړې لا نفوذ نه دى كړى او هماغه پخواني سنتونه لا پرځاى دي، دا پخپله د دې ښكارندويي كوي چې دې ټولنې لا تر اوسه مركزي اداره، مركزي قانون چې د هغې پر بنسټ ټول هېواد اداره كېږي په اريزه توګه نه ده منلې. د كلي او ښار په ځانګړي توګه پلازمېنې په منځ كې يو څه اړيكې شته. منطقاَ موږ داسې يوې ټولنې او اړيكو ته وروسته پاتې اړيكې او مناسبات ويلى شو.
سره له دې چې قبيلوي جوړښت يو وروسته پاتې جوړښت دى، خو لا تر اوسه په كلكه په افغانستان كې شتون لري. دا چې كوم لاملونه د قبيلوي جوړښت په پايښت كې ونډه لري د ټولنيزو چارو شنونكي يې اريزه لامل د هېواد اقتصادي بنسټونو وروسته پاتې والى بولي. ښاغلى نوراني په دې اړه وايي: "بنسټيز لامل چې كولاى شي داسې جوړښت رامنځ ته كړي او بيا د هغې پا\يښت ډاډمن كړي، وروسته پاتې اقتصادي اړيكې دي. اقتصادي اړيكې د يوه ټولنيز حالت د جوړښت، ساتنې او پايښت د زېربنا په بڼه كولاى شي چې داسې جوړښت وساتي. موږ وينو چې په افغانستان كې هم له تېرو پېړيو راپدې خوا اقتصادي اړيكې او مناسبات د پخوا په څير پاتې شوي دي او د توليد توكو هم وده نه ده كړې برسيره پردې كورنېو او بهرنيو توليد ابزارو هم د وګړو اړتياوې داسې نه دي رفع كړي چې هغوى دې له پخوانيو اقتصادي اړيكو څخه ځان وژغوري او د توليد، وسايلو او كلتوري اړيكو نوي دوران ته ننوزي. ترڅو دا بدلونونه د قبايلو په كچه را منځ ته نشي، زه فكر نه كوم وويلى شو چې پخواني مناسبات له منځه تللي او نوې اړيكې رامنځ ته شوې دي.
ښاغلى وزيري د داد نورانې د خبرو په تاييد سره، زياتوي چې: "د قبايلو اقتصادي بنسټونه طبيعي دي. د دوى د توليد كچه ډېره ټيټه ده او يوازي د خپل لګښت لپاره دي او بازار ته يې نه عرضه كوي. څومره چې اقتصاد د دوى په ژوند كې ښېرازه كېږي، هومره د قبيلوي جوړښت هډبندې ماتېږي او په يوه مدني ټولنه بدليږي. د بېلګې په توګه هغه قبايليان چې په پاكستان كې كراچې ته تللي او يا په افغانستان كې كابل او نورو ښارونو ته تللي، له هغه ځايه چې دوي نور په ښاري ژوند لري نور اړ نه دي چې خپل قبيلوي رسمونه په ښارونو كې ترسره كړي. نو پايله داده چې كله د دوى اقتصاد بدل شي، نو د دوى قبيلوي رسمونه هم بدلېږي."
ښاغلى غفور لېوال د ستراتيژيكو څېړنو د مركز مشر د تيرو لسيزو جګړه هم د قبيلوي جوړښت په پايښت كې يو لامل ګني: "په تېرو دريو لسيزو جګړه كې داسې وه چې قبايلو د ځان د ساتنې لپاره وغوښتل چې خپل قبيلوي جوړښت وساتي له بلې خوا زه فكر كوم په افغانستان كې د قبايلي سيمو سره ناسم چلند هم د مركزي حكومتونو لخوا او هم د نړېوالې ټولنې لخوا، تر اوسه د دې جوړښت په پايښت كې يو بل لامل دى."
دا چې آيا قبيلوي جوړښت د مدرنيزم پر وړاندې يو خنډ دى او كه نه؟ ښاغلى غفور لېوال د ستراتيژيكو څېړنو د مركز مشر په دې اړه وايي: " مدرنيزم اساساً د بشري ژوند په مدني اړخ باندې ډېره اتكا كوي او كله چې بشري نړۍ يا انساني ژوند مدني ارزښتونو ته ورسېده يو شمېر لاملونه وو، نو ځكه موږ دا نشو ويلى چې قبيلوي جوړښت دې مطلقاً د مدني ژوند پر وړاندې ولاړ دى، بلكې دا د ژوند دوه پړاوونه دي چې د يو شمېر ټولنيزو لاملونو له كبله يو په بل بدلېږي. ټولو انسانانو يو مهال قبيلوي جوړښت درلود او دوى د يو شمېر ځانګړو ټولنيزو شرايطو په تېرولو سره مدني ټولنې ته ورسېدل. موږ بايد د تقابل پر آر خبرې ونكړو بلكې د بدلون او له قبيلوي ژوند څخه مدني ژوند ته د ګذار پر اصل خبرې وكړو. د داسې يو ګذار شرايط تر ټولو لومړى اقتصاد دى. موږ څنګه كولاى شو چې سيمه ييز اقتصاد په عمومي اقتصاد بدل كړو. او دا كار هغه مهال كېدلى شي چې پياوړي اقتصادي بنسټونه رامنځ ته كړو."
په قبيلوي ټولنو كې د جرګې او مركې دستور عام دى. او د مدني ټولنې ښكارندې لكه ګوندونه، محكمې لا نه دي عامې شوې. زياتره په داسې ټولنو كې د ګوندونو غړي د قومي اړيكو او د "لنګۍ او پټكي" په وركړې پر بنسټ د ګوند غړيتوب تر لاسه كوي.
ښاغلى نوراني هغه ستونزو ته ګوتنيونه كوي چې په قبيلوي ټولنو كې سياسي ګوندونه ورسره مخ دي: "له تشكيلاتي پلوه هم هغه مدرن تشكيلات چې نوي جوړېږي لكه ګوندونه نشي كولاى ډېر ژر د هغوى جوړښت له منځه يوسي او د داسې يوې ټولنې منځ ته ننوزي. د افغانستان څو كلنې تجربې ښودلې ده چې د زياتره هغه ګوندونو چې قدرت ته رسېدلي دي يا نه دي، سره له دې چې په قبيلوي جوړښتونو كې يې يو شمېر كسان جذب كړي، خو په وروستني تحليل كې كله چې قبيلې ته يې ستونزه ورپېښه شي، په لومړني ګام كې حزبي غړي د خپل قام په اړه فكر كړي نه د حزب په اړه. له همدې كبله قبيلوي جوړښت په افغانستان كې د مډرنو تشكيلاتو د جوړېدلو پر وړاندي يو لوى خنډ دى."
د اسلامي نړۍ تر ټولو لومړنۍ ښځينه پيلوټې په يو ډول نه يو ډول قبيلوي جوړښټ پورې تړاو درلود او همدا راز د پاكستان لومړنۍ ښځينه جنګي جټونو پيلوټه سباخان هم له قبيلوي ټولنې څخه راغلې ده. خان عبدالغفار خان د سولې ستر مشر هم قبايلي سيمو پورې تړلى و.
ښاغلى وزيري وايي: " زه په دعوى سره ويلى شم چې قبايل دومره ژر مدنيت مني چې هومره يې كابل او اسلام آباد نه مني كه هغوى ته دا فرصت چمتو كړل شي. كله هم چې قبايلو د مدنيت مخالفت كړى د پرنګي يا د ملا په خوله يې كړى دى لكه غازي امان الله خان پسې چې يې ملايان راوپارول."
سره له دې چې قبيلوي جوړښت په هر حال يې يو وروسته پاتې جوړښت دى، خو يو لړ ښېګڼې هم لري. د افغان، انګريز په جګړو كې زياتره به په قومي خوځښت سره خلك د انګريزانو پر وړاندې جنګېدل. برسيره پر دې له هغه ځايه چې د تاريخ په بهير كې په افغانستان كې ټولنيزې آسانتياوې د حكومت له لوري خلكو ته نه وركول كېدې، نو همدا قبيلوي جوړښت و چې د بسپنې، سرسايه او نورو قبيلوي ارزښتونو په بڼه يې د يو بل لاس نيوى كاوه. ښاغلى نوراني په دې اړه وايي:" قبيلوي جوړښت د يو ګډ ژوندانه ضمانت كوي. په زياتره قبايلي سيمو كې ځمكه، دره، غرونه، ځنلګونه ټول په يو ډول د قبيلې ګډه شتمني ګڼل كېږي. دا هغه ډول اړيكې دي چې په هغې كې يو له بل سره مرسته كوي چې په يوه بڼه ښه كار دى. سربېره پر دې موږ وينو چې دې جوړښتونو د تاريخ په اوږدو كې مثبت اړخونه لرلي دي په ځانګړې توګه د افغان، انګليس د جګړو په ترڅ كې دې جوړښت خپل مثبت اړخونه وښودل. خو له هغه ځايه چې دا حالت په همدې ډول پاتې كېږي او نشي كولاى چې د يو ښه اقتصادي وضعيت په ځانګړې توګه د يوې پرمختللې ټولنې د توليد ابزار ولري، نو له همدې امله بايد له منځه يوړل شي."
په دې اړه ښاغلى غفور لېوال وايي: "موږ قبيلوي جوړښت په ځانګړو حالاتو كې په بشپړه توګه نشو نفې كولاى. د قبيلوي جوړښت ښه والى هغه وخت تر سترګو كېږي چې يو هېواد د قانون له بحران سره مخ شي او د يو ځواكمن حاكميت له تشې سره مخ وي. دا هغه وخت دى چې قبايلي ارزښتونه د مدني نه شته قوانينو ځاى نيسي. يعنې په تېرو دريو لسيزو كې چې موږ قوي مركزي حكومت نه درلود، همدغه قبيلوي جوړښتونه وو چې تر يوې كچې د ټولنې د كنټرول باعث كېدل. لويه جرګه يو قبيلوي ارزښت دى چې نن هم زموږ د هېواد د لويو ستونزو د هواري لپاره كار وركوي ځكه چې موږ د قانون له تشې سره مخ وو."
ښاغلى رشيد وزيري په دې اړه يوه بېلګه وړاندې كوي، هغه وايي: "په پاكستان كې لږ تر لږه ۵۰۰ قبايلي مشران ولې وژل شوي دي، ځكه چې قبيله خو د همدغه مشرانو لخوا رهبري كېدله او هغوى د القاعده خلاف وو، نو هغوى يې ووژل تر څو يو تشه رامنځ ته شي او دې تشې ته يې القاعده او طالبان راوستل او نن موږ په دغه سيمه كې د جګړې شاهدان يو. كله چې په آزادو قبايلو كې د مشرانو فكتور نفي شو، نو القاعده او طالبانو پر دې سيمه واكمن شول."
دا سمه خبره ده چې د يوې ټولنې د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم د اقتصادي زېربنا وده ده. خو ځينې وختونه نور لاملونه هم د دې لامل كېږي چې د ټولنې د پرمختګ خنډ شي لكه د تعليم نشتوالى. دا چې د اقتصادي وروسته پاتې والى برسېره د بهرنيو هېوادونو ونډه د قبيلوي جوړښت په پايښت څومره برخه لري، شنونكي بېلابېل نظرونه لري. ښاغلى داد نوراني په دې اند دى چې هر جوړښت له خپل منځي اړيكو رامنځ ته كېږي. هغه وايي: " ټول جوړښتونه په اريزه توګه په خپل منځ كې مطرح دي. بهرني لاملونه كولاى شي چې د يو جوړښت د رامنځ ته كېدلو يا له منځه تللو يو شرط وي. كه چېرې افغانستان له بهر سره اړيكې ولري او په ځانګړې توګه په اقتصاد كې راكړه وركړه ولري لكه كومې اړيكې چې اوس د رامنځ ته كېدلو په حال كې دي چې غواړي برېښنا له بهره وارده كړي، دا هغه لاملونه دي چې كولاى شي د قبيلوي جوړښت بنسټونه له منځه يوسي. خو په ځانګړو حالاتو كې ځينې هېوادونه هم شته چې غواړي له داسې جوړښت څخه د ځان په ګټه كار واخلي، قبايل په خپل منځ كې په جګړه واچوي ترڅو د قبايلو په منځ كې له جګړې ښه ګټه پورته كړي. په دې برخه كې ايران، پاكستان، روسيه او لويديځ هېوادونه يادولى شو. د بېلګې په توګه له انګرېزانو څخه يادونه كولاى شو چې د يرغل په وخت كې به يې غوښتل قبايل په خپلو كې سره په جګړه كړي."
ښاغلى وزيري په دې اند دى چې دې سيمې به لا پخوا د مدني ټولنې په لور ګامونه پورته كړي وو، خو كه بهرنيو ښكېلاګرو يې په لار كې خنډونه نه واى جوړ كړي. هغه وايي: "قبيلوي جوړښت يو ابدي امر نه دى. دا سيمه د استعماري ځواكونو د سياست پايله ده. كه نه په قبايلو كې به تر اوسه بدلون راغلى واى. انګريزانو د افغانستان ختيځې او سويلي سيمې د يو هايل په ډول د تزاري روس پر وړاندې وكارولى. زما څېړنې ښيي چې د ۲۰۰۱ زېږديز كال نه د مخه د قبايلو جوړښت د ماتېدو په حالت كې وو ځكه چې په دې سيمه كې توليد بازار ته د عرضې لپاره پيل شوى و د بېلګې په توګه يوازې د جنوبي وزيرستان له واڼه نه د ورځې۴۰۰ موټرې مېوه او تركاري د پاكستان او افغانستان ښارونو ته لېږل كېدله او داسې ښكارېده چې په قبايلو كې انقلاب راغلى وي، خو د ۱۱ سپټامبر له پېښو وروسته كله چې القاعده او طالبان دې سيمې ته لاړل نو د قبايلو پر ارزښتونو يې د مذهب پرده واچوله."
" ښاغلي ليوال د پورتنيو لاملونو برسېره په قبيلوي سيمو كې د تعليمي كچې ټيټوالي ته هم اشاره وكړه. هغه په دې اړه وايي: د تعليم نشتوالى يو بل لامل دى. استعماري ځواكونو له ډېر پخوا څخه دا سياست غوره كړى وو چې په قبايلي سيمو كې د تعليم تاسيسات رامنځ ته نشي. له بده مرغه ښوونځي لا هم ارزښت نه لري، پوهنتونونه نشته او د عصري علومو كتابونه نشته او خلك يوازې سنتي زده كړې تر لاسه كوي چې هغه هم يوازې تر جوماته پورې محدودې دي.
سره له دې چې قبيلوي جوړښت تر يوې كچې د هېواد د استقلال ساتنې، افغاني هويت او له هغه ځايه چې د وخت له حكومتونو لخوا خلكو ته ټولنيزې آسانتياوې نه چمتو كېدلې، د ستونزو د اواري لپاره په خپل منځي مرستو كې ونډه درلوده، خو له دې سره سره بايد موږ هڅه وكړو چې له قبيلوي جوړښت څخه د ملي هويت جوړونې په لوري ګام پورته كړو.
شنونكي په دې اړه بېلابېل وړانديزنه لري. ښاغلى غفور لېوال وايي: "زموږ لپاره قبيلوي ارزښتونه مهم دي چې وساتل شي، اما د يو ملي حاكميت د جوړښت لپاره، د يو ملي اقتصاد او بالاخره د افغانستان د سياسي او ټولنيزو سېسټمونو د رغولو لپاره، موږ ناچار او اړ يو چې مدني ژوند ته مخه وكړو.
زه فكر كوم چې موږ نشو كولاى چې په جبر او سياسي فشار قبيلوي ژوند بدل كړو. د دې كار لپاره بايد شرايط چمتو شي. بايد حكومتونه كار وكړي او يو سرتاسري اقتصادي كړۍ رامنځ ته كړي. د توليد كچه بايد لوړه شي او افغانستان له خپل ترانزيتي موقعيت څخه استفاده وكړي. زه فكر كوم كه افغانستان له خپل ترانزيتي موقعيت څخه ګټه پورته كړي، قبايل به په دغه ترانزيت كې دومره ښكېل شي چې دوى به ورو ورو مدني ژوند ته په خپله مخه وكړي.
د دې كار لپاره بايد ملي حاكميت او نړيواله ټولنه په علمي لارو چارو كار وكړي. مثبت ارزښتونه يې وساتل شي او هغه ارزښتونه چې له مدني ټولنې سره سمون نه لري له منځه يوړل شي. او دا كار هغه وخت كېدلى شي چې اقتصادي، تعليمي شرايط چمتو شي، ټولنيز بافت بايد پياوړى شي، ملي حاكميت دوى ته پاملرنه وكړي او دوى ته اعتماد وركړي چې دا كار هغه مهال شونى دى چې رښتينې ولسواكي پلې شي."
ښاغلى نوراني په دې اړه وايي: "څرنګه چې ما په پيل كې وويل، هغه څه چې قبايل يې رامينځ ته كړي د وخت اقتصادي اړيكې وې خو اوس هماغه اقتصادي اړيكې نشي كولاى شتون ولري. زما په اند دا يوه منځنۍ مساله ده، د يو ځانګړي او طبيعي روند مساله ده او يو علمي بهير، او ترڅو چې هغو لاملونو چې دا قبايل زېږولي، پاېښت وربښلى او سنت او تشكيل يې ورته رامنځ ته كړى، دا جوړښت له منځه يونه سي، موږ نشو كولاى دا جوړښت له منځه يوسو. زما له نظره هر څومره چې اوسنۍ اقتصادي او كلتوري اړيكې د قبايلو منځ ته لاړې شي، هومره به د قبايلي جوړښت بنسټونه سست شي. تر هغې چې د قبايلو منځ كې د اقتصادي او كلتوري اړيكو له پلوه بدلون رامنځ ته نشي، زه ګومان نه كوم چې افغانستان له دې وضعيته خلاصون ومومي."