په هېواد كې د كار او ورځني ژوند د آسانتياوو د نه لرلو له امله هره ورځ ډېرى د كار ځواك (ځوانان) نورو ملكونو ته د كار لپاره ځي. چې له دې ډلې څخه يې ډېر اروپايي ملكونو ته په ناقانونه ډول تللي او د تلو تكل لري. چې بيا په لارو كې له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وي. ډېرى يې په سمندرونو كې په كښتيو كې ډوب شول، ډېرى هم د نورو ملكونو د پوليسو له خوا ووژل شول. او ډېرى هم تري تم كېږي چې بيا يې څوك له مړه او ژوندي نه خبرېږي. خو زموږ د ولسواكۍ ټېكه دار دولت تر اوسه په دې اړه هېڅ كوم كار ونكړ نه يې خپل اولس ته د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداكېدو لاره برابره كړه، نه كار شته او نه يې هم كومه ورځ د خپلو ناقانونه مسافرو پوښتنه وكړه، چې زموږ مسافر په كومه ځي ولې ځي او له كومو ستونزو سره لاس او ګرېوان كېږي، د تلو لامل يې څه دى؟ همدا اوس د ۵۰۰۰ كسانو په شاوخوا كې له هېواد څخه تلونكي مسافر او د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداكولو لپاره لا لهانده افغانان چې له هېواد څخه لومړى ايران، تركيې او بيا يونان ته ځان رسوي، د يونان په ښار كې په ډېر كړاو او ستونزو سره شپې ورځې سبا كوي. افغانستان هلته په يونان كې نه كوم سفارت لري او نه هم قونسلګري. هلته كه په افغانانو هره ستونزه راځي. نو داسې كومه اداره يا څوك نه شته چې غږ يې واوري.
جواد د دايكندي ولايت اصلي اوسېدونكى او د يونان د ۵۰۰۰ كسانو مساپرو له ډلې څخه يو دى چې په دې نژدې ورځو كې هېواد ته راستون شوى دى، نوموړى د خپل ځان په اړه داسې وايي:
((زما د ژوند ډېره برخه په ايران كې تېره شوې ده، د طالبانو د حكومت په وخت كې دوه ځله افغانستان ته راغلى يم. زه د اولادونو څښتن يم په هېواد كې مې وليدل چې هېچا ته هم د زدكړې زمينه نه ده برابره له همدې امله مې وغوښتل چې په هر ډول وي په يوه اروپايي دولت كې خپلو اولادونو ته دا زمينه برابره كړم څو هلته زدكړه وكړي.))
دا چې جواد ولې له هېواده يونان ته تللى، د تلو لامل يې څه و، څومره ستونزې او كړاوونه يې ګاللي دي او په څه ډول تللى دى له نوموړي څخه يې اورو:
((زه خپله په ناقانونه ډول تر يونان پورې لاړم، هلته چې پر افغان مساپرو څومره ظلمونه ما په خپلو سترګو ليدلي ډېر وحشيانه دي، هلته څوك افغان ته د انسان په سترګه نه ګوري. كه وهل كېږي او كه ټكول كېږي څوك نشته چې پوښتنه يې وكړي. نه هلته افغانستان سفارت لري او نه هم كومه قونسلګري. موږ چې د تلو هوډ وكړ ۲۸ نفره و. له دې ډلې څخه يوازې اته كسه ورسېدو، زموږ له ډلې څخه درې كسان كوردانو ونيول چې بيا له هغوى څخه هر يو د ۴۰۰۰ ډالرو په بدل كې خوشى شو. نور ټول څوك په لارو ونيول شول او څوك هم بېرته ايران ته واړول شول. موږ له ايران څخه تر يونان پورې۲۵۰۰ ډالره قاچاق وركړ، چې دا د دوه نيمو كلونو مخكې خبره ده. په اوس وخت كې له ايران څخه تر يونان پورې په منځني ډول په ۴۰۰۰ ډالره شاوخوا وړل كېږي.))
نوموړى په ايران كې ډېروخت اوسېدلى، هلته يې تر دوولسم ټولګي پورې زدكړې كړې. خو په ايران كې د تبعيض او له افغانانو سره د ناوړه چلند له امله يې هلته پوهنتون نه دى لوستى نوموړى په دې اړه زياتوي:
((ما په ايران كې تر دوولسم ټولګي پورې زدكړې وكړې خو پوهنتون ته ځكه لاړم نه، چې په ايران كې له دې امله چې زه يو افغان وم له ماسره ډېر تبعيض كېدو نو ځكه ما خپله هم ونه غوښتل چې هلته پوهنتون ووايم.))
يونان د اروپا يو سرحدي هېواد دى، د نورو اروپايي هېوادونو په ډول د كار ډېره آسانتيا په كې نشته. هلته چې مساپر ورسېږي، يوازې به پيسې لګوي، بلكې د پيسو د ګټلو او لګښت پيداكولو لپاره ورته هېڅ لاره نشته.
اروپايي هېوادو ته د مساپرو د تلو تر ټولو ستونزمنه سيمه د تركيې لاره ده. چې په ډېرو ستونزو سره يو مساپر كولاى شي د تركيې له سيمې څخه تېر شي. خو كله چې يونان ته ورسېږي بيا هلته له يو ډول نورو ستونزو سره مخ كېږي چې هلته ورته د اوسېدو لپاره هېڅ سم امكانات نشته، جواد زياتوي:
((په يونان كې د پاټرا په نوم د يونان او ايټاليا تر منځ يو بندر دى چې هلته د۵۰۰۰ په شاوخوا كې افغانان چې يو څه برخه يې نور قومونه لكه كرد، ايراني، عرب او پاكستانيان هم پراته دي. دوى هلته د پاټرا په سيمه كې له كارتنونو څخه خېمې جوړې كړې دي. ډېر په ستونزو ژوند كوي. نظافت په هېڅ توګه نه مراعات كېږي، تشناب نشته حمام نشته د ژوند هېڅ ډول آسانتيا نلري. هغه كسان چې په پاټرا كې اوسېږي ۹۹ په سلو كې په رواني تكليف بوخت شوي دي. چې لوى لامل يې توهين، سپكاوى، او د ژوند له هرې آسانتيا څخه بې برخې كېدل دي.
له پاټرا څخه يو ډول نوي موټر دي چې ايټاليا ته په كښتيو كې پورته كېږي. موټروان له مسافر څخه له ۵۰۰ ډالرو څخه تر ۷۰۰ پورې اخلي په موټر كې دې د ننه پټوي، په لاره كې موټر چك كېږي كه يې پيدانكړې نو نېكمرغه يې، په دې كښتيو كې له ۱۲ ساعتونو څخه تر ۳۶ ساعتونو پورې تېروي كله چې د ايټاليا له چك كولو څخه سلامت تېر شوې بيا دې په ايټاليا كې پرېږدي چې يوه نوې بدبختي له سره پيل كېږي.))
دا چې ډېرى كسان له يونان څخه ايټاليا ته په پټه ځي، آيا دوى ته به هلته د كار او ژوند امكانات برابر وي كه نه؟ جواد داسې وايي:
((په ايټاليا كې هم كار نشته هلته چې لاړ شي ټوله ورځ به دې دا كار وي چې د سهار په وخت به يوې كليسا ته ځې، غرمه بلې ته او د شپې لخوا بلې ته، ترڅو په كليسا كې وړيا ډوډۍ پيداكړې ځكه چې د ډوډۍ د پيداكولو لپاره له دې پرته بله لاره نشته، هلته همدا يو ځاى (كليسا) دى چې پوليس هېچا ته څه نه وايي.))
جواد په اروپا كې له دوه نيم كاله ژوند څخه هېڅ ګټه نه ده اخيستې او په يونان كې د مساپرو د ژوند په اړه خپل نظر داسې څرګندوي:
((دوه نيم كاله مې په يونان كې تېر كړل نه مې كار پيداكړ او نه هم بل كوم داسې هېواد ته په تلو وتوانېدم چې هلته د كار او ژوند څښتن شم. په يونان كې يوازې يو سور كارت دركوي او يوه پاڼه هم داسې اسناد دركوي چې ته كولاى شې هلته كار وكړې او و اوسېږې، نور هېڅ ډول امتيازات او امكانات نشته. كه دې كار پيداكړ كولاى شي كار وكړې خو په هېڅ صورت كې نه شې كولاى چې له يونان څخه كوم بل هېواد ته لاړ شې. ځكه چې په لومړيو كې چې كله يونان ته داخلېږې ستا ګوته اخلي، كله چې يې دې ګوته واخيسته بيا كه بل هر اروپايي هېواد ته لاړ شې، د پوليسو د نيولو په صورت كې دې بېرته يونان ته اړوي. ځكه چې د اروپايي هېوادونو په منځ كې يو داسې قرارداد دى چې هر ارويايي ملك ته چې مساپر داخلېږي هغوى د نوموړي ګوته اخلي بيا كه كوم بل اروپايي هېواد ته ځي د هغه هېواد پوليس به سمدلاسه نوموړى مساپر لومړي هېواد ته ور اړوي.
په يونان كې افغانانو ته يو امتياز وركړل شوى هغه دادى، كله چې دوى يونان ته داخلېږي، د دريو ورځو لپاره په كمپ كې ساتل كېږي وروسته له دريو ورځو څخه كارت وركول كېږي او خوشې كېږي. خو كه كوم ترك، كرد، ايرانى، عراقى او يا هم كوم بل څوك داخل شي د دريو مياشتو لپاره په كمپ كې ساتل كېږي. خو له بده مرغه اوس خپله دې امتياز هم افغانانو ته د ګټې په ځاى تاوان رسولى ځكه چې ډېرى د نورو ملكونو كسان د افغان په نوم يونان ته داخلېږي دوى چې په هر ډول ناوړه كارونو لاس پورې كوي نوم پرې د افغانانو بدېږي، دا ستونزه ځكه ده چې هلته د افغانستان هېڅ يوه اداره نشته چې افغانان وپېژني.
كه هلته كوم افغانى ووژل شي پرته له دې چې نور مسافر افغانان پيسې ورته ټولې كړي او بيا د هغې جنازه پرې راولېږي بله چاره نشته. ډېرى داسې شوي چې افغانانو پيسې ورته ټولې كړې دي خو چې افغانستان ته يې رالېږلي دلته بالكل مجهول الهويت وي. خپل څوك يې نه پيداكېږي نو بيا يې د افغانستان د سرحد پوليس دفن كوي.))
دا چې په يونان كې نه افغان سفارت او نه هم كومه قونسلګري شته، آيا داسې كومه بله ډله چې د مساپرو ستونزو و ارزوي او مرسته ورسره وكړي شته كه نه؟ جواد داسې وايي:
((اوس په يونان كې افغانانو ته په ډېره بده سترګه كتل كېږي. ځكه چې هلته كرد، ايرانى، پاكستانى، عرب او ډېر نور ځان د افغان په نوم ښيي چې په ريښتيا سره يې د افغان نوم ته ضرر رسولى. په يونان كې درې ډلې دي چې د پاټرا له مساپرو سره مرسته كوي. د نوباډلا ټولنه، د كمونستانو ټولنه او د انارشيتانو ټولنه چې دا درې ټولنې يوازې له افغانانو سره نه بلكې له ټولو مساپرو سره مرسته كوي. يو ځل تېر كال پوليس راغلل چې په پاټرا كې د مهاجرو خېمې چپه كړي، نو همدا ټولنې وې چې پوليس يې د خېمو له ړنګولو څخه منعه كړل. كه چېرې هغوى د مساپرو خېمې ړنګې كړې واى. دلته ګې له۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ پورې مساپر اوسېږي، نو په ښار كې به يوه هيولا جوړه واى. مساپر به بيا اړ و، چې يا تر پل لاندې او يا هم په پاركونو كې و اوسېږي چې د ښار وضعيت ته ډېر زيان رسوي.))
په يونان كې بې سرپرسته مساپر ټول هغه كسان دي چې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيداكولو لپاره يې د ستونزو دې بې پايه سمندر ته غېږه وركړې، په دوى كې هېڅ يو هم د زدكړې او سيل لپاره اروپا ته نه دى تللى، جواد چې يو څه وخت په يونان كې مساپرخانه درلوده له مساپرو سره يې له نژدې خبرې كړې چې له موږ سره يې شريكوي:
((ما خپله په يونان كې د پنځو مياشتو لپاره يوه مساپر خانه درلوده. په دې پنځو مياشتو كې زما مساپرخانې ته ۲۵۰۰ كسان راغلل، هر يو به چې راتلو ما به د شپې ورسره خبرې كولې، دا چې څه ډول راغلې، له كومې لارې راغلې، ولې راغلې او چېرته دې د څه لپاره د تلو نيت دى؟
خو په دې ۲۵۰۰ كسانو كې يوه هم راته ونه ويل چې ځم په پلاني هېواد كې زدكړه كوم، د هر يو پوښتنه دا وه چې په كوم هېواد كې ښه كار دى او په كوم هېواد كې قبولي وركول كېږي. ))
تر يونان پورې په هر تلونكي مساپر باندې په منځني ډول ۴۰۰۰ ډالره لګښت راځي، جواد د مساپرو د لګښتونو په اړه داسې وايي:
((په يونان كې ټول افغان مساپر چې له ايران، پاكستان، كابل، ننګرهار او نورو ځايونو څخه راغلي و د دوى لګښتونه په منځني ډول له ۳۵۰۰ډالرو څخه تر۴۰۰۰ ډالرو پورې و. چې په منځني ډول د دې ۲۵۰۰ كسانو لګښتونه ۶ ميليونه ډالره كېدل. دا چې دوى ۶ ميليونه ډالره پيسې د افغان سرمايه بهر ته و ايستله چې په وړاندې تلو يې ۶ ميليونه ډالره نور لګښت هم راځي آيا دوى به په څومره وخت كې هېواد ته ۱۲ميليونه پيسې راوړي.))
له جواد څخه مې وپوښتل چې د دې ټولو ستونزو د اواري لپاره له واكمن دولت څخه څه غواړئ، د دې پوښتنې د ځواب لپاره راته خپله يوه خاطره وايي:
((زه به خپله يوه خاطره درته ووايم. يو وخت په دوبۍ كې د طالب له دورې څخه مخكې او د طالب له دورې څخه وروسته بندي وم، له ماسره په بندي خانه كې د ايران او نورو هېوادونو بنديان هم و. زما د بنديخانې ايرانى ملګرى په قاچاق ګير شوى و كه په هر څه، مطلب دا چې ايرانى و، په مياشت كې به يو ځل خپله د ايران سفير د خپل بندي د پوښتنې لپاره راتلو. له هر ايراني بندې به يې پوښتنه كوله چې څه ستونزې لرې، د مياشتې به يې۵۰ زره تومنه پيسې خپل هر بندي ته وركولې. او نور ټول د اړتيا وړ توكي، لكه شامپو، صابون، د غاښونو كريم او نور به يې وركول. خو زه په ډېره خواشينۍ سره ويلاى شم چې موږ هلته سفير درلود موږ په هېواد كې دولت درلود. خو يوه ورځ هم موږ وانه ورېدل چې افغان سفير دې د افغان بنديانو پوښتنې ته راغلى وي. زه تر ټولو په دې ډېر خواشينى وم چې ماته به د پوښتنې لپاره يو پاكستانۍ راتلو.))
د يونان په پاټرا كې يو بل افغان مساپر سلطان حبيب چې اته مياشتې مخكې په ناقانونه ډول تر يونان پورې رسېدلى، جواد ته د ورته ستونزو يادونه كوي. نوموړي د ټليفون په ليكه وويل:
((له كابل څخه مې اروپا ته د تلو تكل وكړ، لومړى په ناقانونه ډول تر ايران پورې لاړم، هلته په ايران كې په ۶۰۰۰ ډالره قاچاق له يو قاچاق وړونكي سره تر يونان پورې په شل ورځو كې ورسېدم زه نظر نورو مساپرو ته چې له ايران څخه يونان ته ځي ډېر نېكمرغه وم ځكه چې ډېر زر ورسېدم او د تركيې په لارو كې هم له ډېرو ستونزو سره مخ نه شوم. خو اوس چې يونان ته راغلى يم نه دلته راته كار شته او نه هم كولاى شم چې كوم بل ملك ته لاړ شم. هر ځل چې د تلو تكل وكړم له يوې ستونزې سره مخ شم يا مې پوليس نيسي او بېرته مې راګرځوي او يا هم د پيسو د نشتوالي له امله نشم كولاى لاړ شم.))
له نوموړي مې وپوښتل چې د كومې ستونزې له امله اروپا ته تللى او په هېواد كې يې څه كار كاوه؟ سلطان حبيب زياتوي:
((په افغانستان كې مې د (MDC) ماين پاكۍ له موسسې سره كار كاوه په د خپلې دندې په وروستيو ورځو كې مو د پكتيا ولايت په سيدكرم ولسوالۍ كې كار كاوه چې زموږ د كار په بهير كې يې زموږ د ملګرو له ډلې څخه درې كسان طالبانو وتښتول او څو ورځې وروسته يې مړي د هغوى كورونو ته ورولېږل. دا چې موږ هره ورځ له يوه لوى خطر سره مخ و، نو له دې امله مې د ماين پاكۍ موسسې دنده پرېښوده، ډېر وخت په كور كې بې كاره پاتې شوم. كوم بل كار مې هم نه درلود نو اړ شوم چې د اروپا په لور مخه كړم، اوس چې يونان ته رارسېدلى يم دلته هم له ډېرو ستونزو سره مخ يم.))
نوموړى زياتوي، چې د دندې له پرېښودو وروسته مې هم د آرامۍ احساس نه كاوه، هره ورځ به له داسې خلكو څخه په وېره كوم كومو چې زموږ نور ملګري د خپل خواږه ژوند له نعمت څخه بې برخې كړل. نوموړى هيله لري چې كه په خپل هېواد كې يې ستونزې نه درلودى، كار ورته شته واى، او د آرامۍ احساس يې درلوداى هېڅ كله به يې هم له داسې ستونزو سره ځان نه و مخ كړى، هغه وايي: ((زه به ډېر خوشاله واى چې په خپل هېواد كې واى او د خپل هېواد لپاره مې كار كړى واى.))