کرزي صيب مننه، اوس يې وژونکي هم محاکمه کړه


نن د هيواد د يوه رښتوني او مخلص بچي، هيواد پاله او ملي شخصيت د افغانستان او افغان ولس د ستر خادم، د افغانانو د  ستر ملي، هڅاند او زړه سوانده مشر ارواښاد شهيد سردار محمد داوود خان او د هغه د ورور سردار نعيم خان د جسد پاتې شوني په ډېر درناوي او احترام د هغه د سلګونو دوستانو، عقيد تمندانو او خواخوږو په حضور کې په رسمي او دولتي کچه خاوروته وسپارل شول.
اروا ښاد شهيد سردار داوود خان د هيواد لومړنی ولسمشر، ديموکراسۍ او جمهوريت بنسټ ايښودونکی په خپل هيواد او ولس مين شخصيت وو. هغه د خپلواکۍ او ازادۍ سالاروو، هغه خپل او د خپل ملت سر تل هسک غوښت ،  د زمري په څېر مغرور او په لوړو سترګو ژونديې و کړ او د ژوند تر پايه يې چاته کمه ونه ويلې.
ارواښاد شهيد داوود خان له لويو او کبرجنوامپراطوريو سره سروجنګاوه، له ډېرو ګواښونو او چيلنجونو سره مخ شو خو هيڅکله يې هم نه پر هيواد او ولس سودا وکړه او نه د چا شومو ارادوته تسليم شو. زموږ هيوادوالو ته په ياد دي چې کله د پخواني شوروي د امپراطورۍ مشر بريژينيف په مسکو کی ده ته وويل چې افغانستان  دې په ځينو چاروکې له  دوى سره مشوره وکړي  اود افغانستان  په ځينو څوکيوکې ستاسو (داوودخان )لخوا راغلي تغييرات دمسکو په ګټه  ندي  نو ده په ډېره زړورتيا دهغه غوښتنه ردکړه او په ډاګه يې ورته وويل چې افغانان  د روسانو دا ډول وړانديزونه په خپلو کورنيو چاروکې لاسوهنه ګڼي او داتغييرات  که ستاسو په ګټه  دي او که نه  دي داد افغانانو په ګټه دي . سردار داوود خان نه يواځې سمدستي دهغه غوښتنه ردکړه، بلکې له هغه سره يې له نورو خبرو  هم انکار وکړ او د احتجاج په توګه سمدستي راپاڅېد، روان شواو که  دده دبهرنيو چارود وزير وحيد عبدالله ټينګار نه واى نو له بريژينيف سره يې خداى په اماني هم نه کوله .
په افغانستان کې ډېرېموجودې آبادۍ او ودانۍ د سردار داوود خان په وخت کې جوړې شوي ،  ډېرې عمراني او ټولګټې پروژې د هغه په وخت کې پيل شوې وې چې د غويي له کودتا او جنګ او جګړو وروسته په ټپه ودرېدلې او دده په وخت کې جوړې شوې  ډېرې ودانۍ هم له منځه ولاړې.
دا هم دده د وطندوستۍ، هيواد پالنې، ښه مديريت او کفايت نښه ده چې اوس هم حکومتونه هڅه کوي دده په وخت کې د افغانستان لپاره جوړ شوی پرمختيايې پلان تطبيق او عملي کړي.
ده، د وطن له آبادۍ، پرمختګ او د خپل ولس له هوسايۍ او سوکالۍ سره بې کچه مينه درلوده، ده غوښتل خپل ملت هوسا او سر لوړی وويني ،ده ، هيواد او هيوادوالو ته د جمهوريت قيمتي ډالۍ ورکړه، ولس يې عملاٌ په واک او د هېواد د برخليک په ټاکلو کې شريک کړ. په نړيواله کچه يې د افغانستان داعتبار د لوړولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې. ده په سياسي او ديپلوماتيکي لحاظ افغانستان ډېر مطرح او په نړۍ کې وځلاوه. خو افسوس چې د افغانانو دا محبوب او ګران مشر نورنو د افغانستان دښمنانو ته د زغم وړنه وو ،دايي په خپلو سترګو کې اغزی او د خپلو شومو او استعماري موخو پر وړاندې سپر او خنډ باله هماغه وو چې د خپلو لاسپوڅو او بې ضميره مزدورانو په واسطه يې پري کودتا وکړه او د کورنۍ له اکثرو غړيو سره يې چې کوچنيان او مېرمنې هم پکې وې په ډېرې بې رحمۍ په شهادت ورساوه. او په افغانستان کې يې ديوې غميزې او اوږدې تراژيدۍ بنسټ کېښود.
دا چې ولسمشر کرزي د ارواښاد شهيد سردار محمد داوود خان او د هغه د کورنۍ د شهيدو غړيو د جسدونو د موندلو هڅه وکړه، دې کار ته يې پام او د لومړيتوب حق ور کړ. نو افغان ولس دده دا کار ستايي، مننه ترې کوي، کورودانی ورته وايي:
(( دروېش که خوله له ياره واخلي ورته ښه به وايو
موږ دى ستايلى چاچې کړى نېک عمل دى دلته))
که څه هم له ده څخه دداډول ملي خدمت  هيله نه وه  خو اوس خو يې يو نېک کار کړى  دا که په هر نيت وي  موږ ورته اجر غواړو او ديو مسلمان په توګه دچاپرنيت  بد ګوماني هم نه کوو.
 دا د شهيد سردار حق   او د افغانانو او په ځانګړې توګه د حکومت مکلفيت وو چې ، دده او دده  دشهيدې کورنۍ جسدونه ومومي، په ډېر درناوي يې خاوروته وسپاري او مزار يې معلوم وي ځکه ولس ځان ددې شهيد د احسانونو پوروی بولي او غواړي چې مزار ته يې ورشي، دعا ورته وکړي اوروح ته دثواب لپاره  يې پرې تلاوت کړي.
 افغان ولس له دولت څخه يوه بله جدي هيله او کلکه غوښتنه هم لري هغه دا چې د شهيد سردار وژونکي، د غويي  د اومې بنسټ ايښودونکي او د افغانستان  دوراني او ويجاړي عاملين  دې ژر تر ژره ونيسي او د محکمې مېز ته دې يې راکش کړي.
 موږ وينو چې همدا خاينان او د پرديو مزدوران اوس هم دلته په دولت کې لوړې څوکۍ لري. ټول ولس غواړي چې د هيواد دا بربادوونکي او ددوه  ميليونو افغانانو حقيقي وژونکي دې لوړو څوکيو ته نه، بلکې د زندان تورو تمبو ته لاړ او د شريعت او قانون منګولو ته وسپارل شي.