ټاکنو ته نږدې پنځه مياشتې پاتې دي په ډيره کې ولس فيصله نه ده کړې چې چاته رايه ورکړي، کرزی صيب هم کله په يوه کله په بله پلمه د ټولټاکنو نيټه مخکې وروسته کوي راځي په دې وغږيږو چې په دغه حساسه شيبو کې په افغانستان کې دټولټاکنو ترسره کيدل څومره ممکن دي ،پروړاندې پراته خنډونه څه دي او که ترسره شي څوک به دغه ټولټاکنې وګټي ؟
اوه کاله کيږي چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې ميشته ده دوی به دخپل مشروعيت او ددې لپاره چې وښايې چې ددوی شتون په په افغانستان کې اغيزمن دی دټولټاکنو ترسره کيدل البته ددوی لپاره اړين دی .
زما له انده ټولټاکنې تر سره کيږي خو دا چې دولس ګټه پکې نغښتې او که څنګه ؟ دابه همغه وخت پوه شو چې ټولټاکنې ترسره شي .
دټولټاکنو پر وړاندې پراته خنډونه
امنيت : د هيواد په ډيرو سيمو په ځانګړې توګه سويل او ختيځ کې امنيتې ستونز ددې لامل کيږي چې دغه ټولټاکنې په منصفانه او ازده توګه ترسره نه شي
دټولټاکنو دکارتونو دويش ناسمه لړۍ : دهيواد په جنوبي او ختيځو سيمو کې دټولټاکنو دکارتونو دناسم ويش له کبله ددغه سيمو ډيری وګړي دټولټاکنو کارتونه له ځانه سره نه لري . دټولټاکنو د ادارې يو کارکوونکي راته وويل چې په مزار شريف کې دهغه کسانو سره دځايې واکمنو له خوا دکارت داخستنې پر مهال ديو لړ توکو مرسته هم کيدله چابه چې دټولټاکنو کارتونه اخستل خو دهيواد په جنوبي سيمو کې دکارت اخستل دمخالفينو دويرې او دکميسون دغړيو دخپل ځان دخونديتوب په موخه په ډیری سيمو کې دکارتونو ويش ټکنی و .
دټولټاکنو په اړه ناسم عامه پوهاوی : عام ولس دټولټاکنو داهميت او ارزښت په اړه هيڅ نه پوهيږي
دموجوده نظام له خوا دټاکنو په پروسه کې د لاس وهنې ويره : دبيلګې په توګه په داسې وخت کې دچارواکو وزيرانو ، واليانو او ولسوالانو تبديلول چې دټولټاکنو وخت ډير رانږدې شوی دی چې خپله دټولټاکنو په مشروعيت سيوری غوړوي .
دغه ټولټاکنې به څوک وګټي :
په افغانستان کې د۱۳۸۸لمريز کال دټولټاکنو لپاره دهيواد ځينو مشهورو څيرود کانديدو په اړه خبرې کيږي که څه هم دوی لا په رسمي توګه دکانديدو اعلان نه دی کړی مګر داسې اشارې يې ورکړي چې ځانونه به په دغه ټاکنو کې کانديدوي دڅلورو کسانو په اړه ډيرې تبصرې کيږي حامد کرزی ، اشرف غني احمدزی ، انورالحق احدي او علي احمد جلالي .
راځئ دنوموړو ښاغلو دبريالتوب امکانات وڅيړو .
لومړی ښاغلی حامد کرزي دافغانستان اوسنی ولسمشر څومره امکان لري چې دافغانستان راتلوونکی ولسمشر دې هم نوموړی وي . زما له انده دښاغلي حامد کرزي چانس داځل ډير پياوړی نه ښکاري ځکه
داسې ښکاري چې کرزي داځل لکه دتير په څير دنړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه دامريکا دمتحده ايالاتو ملاتړ له ځانه سره نه لري
په ولس کې هم دنومړي دمحبوبيت کچه ورځ تربلې راټيټيږي ولس په ځانګړې توګه پښتانه له کرزي صيب ډير نا اميده دي اوه کاله تير شول خو نوموړی ونه توانيده چې په پښتون ميشته سيمو کې امنيت چې دژوند ترټولو لومړنۍ اړتيا ده راولي داخو پريږده چې پښتانوسره دده په واکمنۍ کې دپرديو په څير چلند کيږي ، هغه بله ورځ له يو دوست سره ناست وم ټيلفون ورته وشو چې زمونږ ځينې دوستان يې دبغلان په دوشي کې په دې تور نيول شوي چې فارسي نه وه زده نوځکه خو دوي پاکستانيان دي
کرزي صيب دافغانستان اوه کاله رهبري وکړه نور نو ولس بدلون غواړي نوې څيره بايد رامنځ ته شي ځکه دکرزي صيب څيره نو نوره خسته کن شوې ده دده پر وعدو نور نو څوک نه غوليږي
کرزی صيب لاهم په جنګسالارنو باور کوي : داسې قوي اوازي دي چې کرزي صيب غواړي داځل خپل لومړی مرستيال مارشال فهيم وټاکي او دويم مرستيال همدغه ښآغلی چې دخپلې تيرې دورې په پير کې له هزاره پرته بل چاته خدمت نه دی کړی خليلي صيب يادوم
دکرزي صيب يوه بله ناکامه هڅه په دولت کې دښاغلي صديق چکري ورګډول که څه هم نوموړی دولسي جرګې له خوا رد هم شو خو کرزی صيب خو خپل خوی وکړ ځکه نوموړی له متحدې جبهې
اشرف غني احمدزي
چې يو پوه ،مسلکي او علمي ، شخصيت دی دده په اړه هم بيلابيلې خبرې کيږي ډيروګړي په دې اند دي چې نوموړی ښايې دافغانستان راتلونکې ټولټاکنې وګټي خو داڅومره امکان لري
نوموړی چې دعوا لري چې افغانستان لپاره يې لس کلن پلان جوړ کړی څومره شوني ده په لومړي قدم کې دبهرنيانو ملاتړ ترلاسه کړي ولس به داسې يو کس ته رايه ورکړي چې خپله وايې ناروغ دی ، بل لوري ته نوموړی يو کاري ټيم هم نه لری مونږ منو چې ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی يو کارنده فعال او مسلکي شخص دی خو څومر ممکنه ده چې په يوازي ځان به دهيواد رهبري وکړای شي دهيواد درهبرۍ لپاره يو کارنده ټيم ته اړتيا ده چې روانه دوره هم دورته ستونزې سره مخامخ ده چې له بده مرغه احمدزی صيب له دې پلوه ستونزه لري
انور الحق احدي
دمالې پخوانی وزير علمي او سياسي څيره دده په اړه ويل کيږي چې دکانديدانو ترمنځ يو غښتلی کانديد دی که څه هم نوموړی ښايې ستونزې ولري خو نوموړی ځينې ځانګړتیاوې لري چې ښايې دنورو په پرتله دافغانستان لپاره ګټور ثابت شي
نوموړی يو پوه مجرب او کار ي شخصيت دی
نوموړی چې دافغان ملت ګوند مشر هم دی نو ځکه خو ويلای شو چې نوموړی کولای شي دګوند په مرسته يو قوي حکومت جوړ کړي او يو افغان شموله ټيم جوړ کړي چې هيواد رهبري کړی شي هغه تيره ورځ نوموړي يوه غونډه رابللې وه چې نږدې ۵۰۰۰ کسانو دهيواد دبيلابيلو قومونو استازو پکې ګډون کړی له دې معلوميږي چې نوموړی په ولس دخورا ډير محبوبيت څخه برخمن دی نوځکه خو که درغلي ونه شي نو دنوموړي دګټلو چانس تر نورو ډير دی
په داخلي جګړو کې ښکيل نه دی دجهاد په دوران او اوس مهال يې په کور دننه او دباندي يې هڅه کړي دملي ګټو لپاره مبارزه کړې
علي احمد جلالي که هم داسې ويل کيږي چې ښايې نوموړی ځان کانديد نه کړي خو کانديد هم شي دنوموړي امکانات ډير کم دي بل لوري ته نوموړی کله چې دکورنيو چارو وزير و ددې پر ځای چې په وزارت کې شته ستونزو سره مبارزه وکړي خپې سپکې کړې نو په يو داسې شخص څنګه باور کيدلی شي چې دستونزې پر مهال له سحنې خپې سپکوي