خلک ميوې خوري زموږ  ډوډۍ نشته

د جدي مياشت وه ، دسړې هوا درجه له صفره ټيټه  وه، شپه ناوخته دکور په لور روان وم، د اسمايي جادې دزيرزمينۍ  په دريمه پاتخه کې يو ماشوم چې شاوخوا شپږ کلن  به و، جامې يې شليدلې، پښې يې لوڅې، او په ډير بد حالت ويده وو، دا ماشوم په يو پاتخه کې  ناست  اوپه بله کې يې سر ايښى  او ويده وو.
دماشوم خواته ورنژدې شوم  ،ګورم چې ګريوان يې په اوښکو لوند او اننګي يې په مښلو سره اړولي وو.
دماشوم مخې ته يو پتنوس کې څلور پيرکي ايښې وو،خواته يې کيناستم،څو شيبې مې دماشوم سترګو ته ليدل، ولې جرئت مې نشو کولاى  چې له درانده  خوب  يې پورته کړم،.ځنډ ورسته ماشوم سترګې وغړولې او سلګۍ يې وهلي، پوښتنه مې ترې وکړه چې ګرانه ولې  تردومره ناوخته پاتې يې ،هلک سترګې  مښلې زړه يې له ژړا ډک وو، د ډير ځنډ وروسته يې  په  نيمه ژبه راسره  خبرې  پيل کړې.
او ويل يې((مول مې لاته ويل زويه  پيلکي دې  زر خلص کله،اوپيسې خان سله راوله چې وله  خلاص شوي چې شپې ته  پې وله واخلو)) .
هغه ويل چې تراوسه مې لاپيرکي نه دي خلاص کړي او دلته ناست يم چې څوک يې رانه و اخلي  او کورته  لاړشم. هلک چې په عمر کې کوچنۍ وو خو پخې خبرې يې کولې،
ويل يې چې ټوله ورځ  دلته ناست يم  ترڅو دا پيرکي خرڅ شي، او په اخر کې ٤٠ افغانۍ راته پاتې کيږي . پلار مې په ځانمرګي بريد کې مړشوي دي، په کور کې پنځه کسان  يو ،دوه ورونه ،يوه خور او مور مې په کور کې زما په تمه ناست وي،
هره ورځ په  زرګونه خلک زما په مخ کې تيرېږي ، دغوښو، ميوو او نورو خوراکي موادو  ډکې ښلتې يې په لاسونو کې نيولي وي،. ولې يوه ورځ هم چا راسره خواخوږي او مرسته نه ده کړې.خلک ميوې خوري  زموږ  ډوډۍ نشته.
هو ،دولت منو خو د دولت او مخالفينو لخوا په دې غريب او ناداره ملت په لسګونه ډوله ظلم او تيرى  کيږي.
د نړۍ له کوټ کوټ  د همدې ناداره  او بې کسه هيوادوالو  په  نوم  په ملياردونو  پيسې راغلي ولې بيا هم  ورځ  تر ورځ  د ملت  حالت په خرابيدو دى،
هغه چې زموږ د دين او عقدې خلاف خلک دې  هغوى کې دومره ترحم او زړه سوى  شته چې ددې ناداره افغانانو سره مرسته کوي، له زرګونه کيلومتره ليرې واټن څخه دلته راځي ترڅو ددې  کړيدلې  اولس سره خواخوږي وکړي،
خو له بده مرغه چې زموږ مشران  او وزيران دکونډو او يتيمانو په پيسو ماڼۍ او محلونه جوړوي، خپلو بچيانو ته امريکا او اروپا  کې دزده کړې لاره برابروي ولې هغه چې ددوى دسياست او شخصي ګټو ښکارشوي دي، پوښتنه خو لاڅه چې هغه خپل حق يې هم نه ورکوي.خو دايوه خبره دې  په خلاصو غوږونو واورۍ چې ددې ولس خوله  چاپسې خلاصه شوې هغې بيا سمه ورځ نه ده ليدلې.  رحمان بابا وايي
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې__ چرې ستابه دکوهي په غاړه لار شي