په دې وروستيو کې ولسمشر حامدکرزي ددې پرځاى چې د ولس په ځانګړې توګه د لوى ټبر پښتنو ملاتړ ترلاسه کړي او د شمال ټلوالې پر وړاندې پرېکنده ګام پورته کړي برعکس يې ددې ټلوالې هغه تن ، چې ټول عمر يې د مجاهد او جهاد له نامه ناوړه استفاده کړې او تراوسه د کرزي دادارې مخالف وو او پر ضد به يې په هرځاى کې پروپاګنډې کولې د حج او اوقافو د وزير په توګه ونوماوه ، خو له نيکمرغه نن ( د کب ٢٦مه ) يې په ولسي جرګه کې د رايې اخيستنې داسې ماتې وخوړه ، چې د ښوونځي کوم ټمبل زده کوونکي به هم تراوسه داسې ناکامي او لږ نومرې نه وي ترلاسه کړې .
چکري د خپل موقف د ترلاسه کولو لپاره د کرزي پر هغې ادارې ورګډ شو ، چې دا اوه کاله ده ( چکري ) په ټوله ميډيا کې دا اداره ناکامه ، فاسده ، په اختلاس ، رشوت او نورو ....ککړه بلله ، خو خداى پاک له داسې ازموينې سره مخ کړ ، چې د کرزي همدې ادارې ته يې د تمې غاړه کېښوده ، په ولسي جرګه کې د رايې اخيستنې پرمهال له سختې ماتې سره مخ شو او اصلي څېر يې اوس لکه لمر غونډې خلکو ته څرګنده شوه ،
چې د کرزي پر ضد د چکري پروپاګنډې يواځې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره وې .
چکري صيب دې اوس بېرته په زړو ... شخوند وهي .
زما په فکر ، چې کرزي صيب هم له چکري بې چاره ګي سره غاښ وېستوونکې ديپلوماسي وکړه ، هغه دا چې کرزى په دې پوهېده چې له يوې خوا چکري ددې ادارې پر وړاندې پروپاګنډ کوي او له بلې خو ا خو هسې هم له ولسي جرګې رايه نشي اخيستلاى ، نو راځه هم يې د پروپاګنډ خوله پټه کړه او هم يې خلکو ته په دوه روپۍ کړه ، نو وزير يې کړ ه ، کرزي د خپلې ديپلوماسۍ ټول نقشه او پلان په چکري مظلوم چې لا تراوسه کوم سم سياستوال سره نه وو مخ شوى ،عملي کړ او هغه خوارګوټى يې د يخ وهلې مېوې په څېر له هرڅه ووېست .