د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې د ملكي تلفاتو روانه لړۍ دا دى له پلازمينې كابل سره په خوا كې پروت نسبتً ارام ولايت لوګر ته هم راوغځيدله او پر وړاندې يې د خلكو قهرجن غبرګون راڅرګند شو. ابله ورځ د لوګر په څرخ ولسوالۍ كې شاوخوا درې زره كسانو لاريون وكړ او د ځايي اوسيدونكي عبدالرشيد او د هغه د څلورو زامنو د قاتلينو محاكمه يې وغوښتله.
ياد شوي کسان د څرخ په نوښار کلي کې په خپل کور کې د شنبې په شپه د ايتلافي ځواکونو له خوا ويشتل شوي وو. كه څه هم ايتلافي ځواكونو وژل شوي كسان وسلوال مخالفين بللي او ويلي يې دي، چې ماين جوړونكي وو، خو افغان ځايي چارواكو يې له درواغو پرده پورته كړه او د لوګر د اطلاعاتو او كلتور رئيس وويل چې وژل شوي كسان ملكي خلك او كروندګر و. په تيرو څو اونيو كې دا څووم ځل دى چې په لوګر كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي عملياتو كې ملكي خلكو ته مرګ ژوبله اوړي.
دا په داسې حال كې ده چې همدا لنډه موده مخكې د افغانستان د دفاع وزارت او ناټو ځواكونو يوه داسې موافقه ليك لاسليك كړ ه چې له مخې به يې د شپې له خوا تالاشي او د شکمنو کسانو نيول د ملي اردو له خوا ترسره کېږي .
په لوګر كې د ځايي خلكو كور ته د بهرنيو ځواكونو ورننوتل او بيا د كور خلك وژل كه له يوې خوا دا پيغام رسوي چې بهرني ځواكونه په خپلو كړنو له افغان دولت سره په كړيو ژمنو او موافقو نه دي ولاړ ، له بلې خوا د لوګر ولايت، چې په دې وروستيو كې پرې د ناامنيو تور سيورى غوړيدلى دى، د راتلونكې په اړه د لا تت انځور خبردارى هم وركوي. دغه ولايت چې په تيرو وختونو كې يې هم د كابل لپاره يو ستراتيژيك رول لوبولى دى، اوسمهال د دواړو بهرنيو ځواكونو او وسلوالو مخالفينو د ځانګړې توجه مركز ګرځيدلى.
كه له يوې خوا وسلوال مخالفين هڅه كوي چې په خلكو كې يې د نفوذ د پيدا كولو له لارې د پلازمې او د كابل حكومت امنيت له لا ډيرو ستونزو سره مخ كړي له بلې خوا د بارك اوباما په امر افغانستان ته د اضافي سرتيرو لومړنۍ ۱۵۰۰ كسيزه چوپه هم په دغه ولايت كې تازه ديره شوې. د اضافي عسكرو ځاى پر ځاى كيدو او د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو زور اخيستلو ته په كتو سره ښايي په راتلونكې كې لوګر ولايت د ناامنيو د لا ډيرو پيښو او عملياتو شاهد وي چې ددغه ولايت د خلكولپاره له دې كبله د ډيرې انديښنې وړ دى چې د دارنګه يوه ناوړه حالت له راسيدو مخكې څو ځلې ورته مالي او ځاني زيانونه ورسيدل.
لوګر ته د نويو سرتيرو په راتګ سره ددې پر ځاى چې ددغه ولايت د بيا رغونې له لارې د خلكو په منځ كې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې د حيثيت د پرځاى كولو هڅه وشي، ورځ تر بلې ورته په بيلابيلو كليو او ولسواليو كې خلكو ته د ماتم او غم راوړلو سبب شوي دي. خو مخكې له دې چې د ځينو نورو جنوبي ولايتونو په شان په لوګر كې هم د افغان دولت او نړيوالې ټولنې نفوذ له جدي ګواښ سره مخ شي او په اصطلاح اوبه له ورخه تيرې شي، د مركزي حكومت او ځايي ادارې چارواكي بايد چې د بهرنيو ځواكونو له هغو كړنو نه په جدي توګه مخنيوى وكړي چې په لوګر كې د لا خراب او د دولت او نړيوالې ټولنې پر ضد د يوه ګواښن حالت خبردارى وركوي.
دا كار د نورو ولايتونو په پرتله په لوګر كې ځكه اسانه بريښي، چې دغه ولايت تراوسه پورې په نسبي توګه آرام دى او له بله پلوه له مركز سره د نږديوالي له كبله په اسانۍ سره د افغان ملي ځواكونو تر پوښښ لاندې راتلاى شي.
لوګر ښايي د هلمند، كندهار، كنړ او نورستان په پرتله د افغان امنيتي ځواكونو د تاسيساتو د پياوړتيا له لارې ددغو ځواكونو تر غوره كنترول او څارنې لاندې راوستل شي، هغه څه چې تر ډيره د بهرنيو ځواكونو د خپلسريو او ړندو عملياتو مخنيوى په ښه توګه كولاى شي.
كه نه نو په لوګر كې اوسنى نازك حالت تر ډيره دوام نشي كولاى او په ولس كې د نفوذ ترلاسه كولو په صورت كې ډير ژر د وسلوالو مخالفينو په يوه مركز ګرځيداى شي.