د كرنې وزرات د نوې ستراتيژۍ په اړه څو كرښې

 
 په افغانستان كې د كرنيزو توكو د وروسته پاتې والي له امله په هېواد كې د خوراكي توكو كمښت رامنځ ته شوى دى. سره د دې چې د افغانستان له قانوني دولت سره په دې تېرو اوو كلونو كې د يادولو وړ مرستې شوې دي خو بيا هم دولت نه دى توانېدلى چې د هېواد له بزګرو سره مرسته وكړي، د كرنې لپاره د اوبو سېستم او سرچينې پياوړې او منظمې كړي، بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه او سره (كوډ) وركړي، اوږد مهاله او لنډ مهاله قرضې وركړي، د كرنې لپاره يو نوى او عصري سېستم جوړ كړي، كرنه د غوايانو له ژغ او سپارې څخه ټرېكټر او نورو ماشين آلاتو ته واړوي. دا چې په دې وروستيو كې د كرنې وزارت غواړي د كرنې د پرمختيا لپاره په يوه نوي پروګران باندې كار وكړي، دا چې د دې نوي پروګرام لپاره دوى څه په پام كې لري د ښاغلي محمد آصف رحيمي او نورو كاركوونكو د هغو مركو او ويناوو په رڼا كې چې له بېلابېلو مطبوعاتو سره يې كړې تاسې ته لاندې څو كرښې وړاندې كوو.
د هېواد د كرنې وزير اصف رحيمي چې كله په نوموړي پوست باندې وټاكل شو، نوموړي وويل:
((زه درې لنډ مهاله ، متوسط او اوږدمهاله ستراتيژيك پروګرامونه لرم، چې د هغې په پلي كولو كې به د توان تر كچې پورې هڅه وكړم. نوموړي زياته كړه چې د خوراكي توكو كمښت به د خوراكي توكو په اخيستلو سره د سوداګرۍ، كليو پراختيا، او غريبو خلكو ته يې په وېشلو سره پاى وركړم.))
نوموړي همدارنګه وويل، چې په راتلونكي ۱۳۸۸ كرنيز كال كې به بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو، كيمياوي سرې او د كرنيزو ماشينونو په برابرولو كې مرسته وكړي.
د ده د وينا له مخې، هغه څه چې په كرنيزه برخه كې ډېر د يادولو وړ او مهم دي هغه د هېواد د اوبو سرچينې دي. چې د كرنې وزارت د هغې مسوليت په غاړه لري چې په لومړي قدم كې به هڅه وكړې چې د هېواد هغه اوبه چې ګاونډيو هېوادونو ته بې ځايه روانې دي، مخنيوى وكړې څو د هېواد په كرنه كې ورڅخه ګټه واخيستل شي.
آصف رحيمي په دې وروستيو كې په هېواد كې د يوې نوې ستراتيژۍ د پلي كولو اعلان كړى، چې د كرنې نوې ستراتيژي به په هېواد كې د كرنې د سمون او د كرنيزو توكو د ډېروالي په موخه وي. په روان كال كې د كرنې وزارت د وينا له مخې په هېواد كې درې نيم ميليون ټنه غنم توليد شوي و. د كرنې وزير آصف رحيمي په دې اړه وايي:  ((سږ كال مو د درې نيم ميليونه ټنه غنمو توليد درلود، هيله لرو چې دا اندازه لږ تر لږه تر څلور نيم ميليون ټنو پورې لوړه كړو))
د كرنې وزارت د نوي پروګرام په اړه وويل، چې په هېواد كې د كرنيزو محصولاتو د ډېروالي لپاره په يوه نوي پروګرام كار كوي. داسې يو پروګرام چې وكولاى شو د هېواد د كرنيزو توكو كيفيت ورسره لوړ كړو.  په دې وروستيو كلونو كې د كرنيزو محصولاتو او خوراكي توكو په لږ والى كې پرلپسې وچكالۍ هم ډېره اغېزه كړې ده. پرلپسې وچكالۍ په زياته كچه مېوه لرونكي باغونه وچ كړل او د غنمو د كرلو ډېرې ځمكې له اوبو څخه بې برخې شوې، او ډېر څاروي د تږې او خوړو د نه پيداكېدو له امله مړه شول.
سره د دې چې د افغانستان اقتصاد تر ډېرې كچې په كرنه متكي دى، خو ډېر د نظر خاوندان وايي، څومره امكانات چې لرو او په هېواد كې لاسرسۍ ورته كېږي، له نوموړو امكاناتو څخه د هېواد د محصولاتو په ډېروالي كې كار نه دى اخيستل شوى.
د هېواد له بزګرو سره مرسته نه ده شوې د كرنې وزارت سلاكار قهار سمين د باختر له اونيزې سره په يوه مركه كې ويلي: ((د كرنې وزرات تر خپلې وسې پورې هڅه كوي چې له بزګرو سره د پام وړ مرسته وكړي، خو دولت د بزګرو د ستونزو په اوارولو نه دى بريالى شوى.))
 خو د كرنې وزارت چارواكي بيا په دې اند دي، چې په راتلونكي كال كې به د هېواد كرنيز توكي د كرنې د نوي پروګرام له مخې په پوره ډول وده وكړي.
د كرنې وزير آصف رحيمي وايي، چې د اوبو د سېستم په جوړولو، د اوبو له سرچينو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته كول او بزګرانو ته به د اصلاح شوو تخمونو وېشل د دې پروګرام له لومړيتوبونو څخه وي.
 ښاغلي رحيمي په دې اړه څرګنده كړه، د دې پروګرام اصلي موخه په افغانستان كې د كرنې پراختيا او ښه والى دى. د افغانستان د كرنې د وزير د وينا له مخې، د دې پروګرام په اساس غواړو چې د غنمو په توليد كې بې پرې لوړوالى راولو.
رحيمي په دې اړه وويل: ((تاسې به په هېواد كې د غنمو د توليد د وضعيت د ښه والي شاهد و اوسۍ. موږ سږ كال په هېواد كې د درې نيم ميليونو ټنو غنمو توليد درلود، خو موږ هيله لرو چې دا كچه څلور نيم ميليونو ته لوړه كړو.))
رحيمي وايي په تېرو اوو كلونو كې د هېواد د كرنې برخې ته سمه پاملرنه نه وه شوې. سره د دې چې افغانستان ښې د اوبو سرچينې لري خو بيا هم په سمه او كافي توګه ورڅخه ګټه نه ده اخيستل شوې.))
د افغانستان د كرنې وزير وويل، د اوبو تر ۶۵ ډېرې ذخيرې د اوبو لپاره د يوه منظم پلان د نه درلودو له امله بې ځايه ځي. نوموړي بي بي سي ته ويلي، چې د دې اوبو ډېره برخه د اوبو د راوتو له ځايه تر كښتونو پورې ضايع كېږي.
د روان كال د دلوې د مياشتې په اوولسمه نېټه د كرنې وزير د ولايتونو د كرنې له مسولينو سره په كابل كې د درې ورځني سيمينار په مهال وويل، چې د دې سيمينار موخه په هېواد كې د غذايي رژيم لپاره د نوي پروګرام د طرحه كولو لپاره ده، چې له امله به يې ښې پايلې لاس ته راشي.
د كرنې وزارت چارواكو د كرنې په برخه كې د نوي پروګرام چې له بزګرو سره مرسته او د هغوى د ستونزو اوارول په كې شامل دي خبر وركړ.
نوموړي ټينګار وكړ: تر دې وړاندې د هېواد بزګرو ته پاملرنه نه وه شوې او همدارنګه نړيوالې ټولنې هم په دې برخه كې پانګونه نه ده كړې ښاغلي زياته كړه چې دا وزارت هڅه كوي چې په دې لاره كې اساسي ګامونه واخلي.
 د ده د وينا له مخې به د افغانستان د غذايي امنيت پروګرام لږ ځمكه لرونكو بزګرو ته ډېره پاملرنه ولري، او همدارنګه دولت له بزګرو سره د مرستې لپاره سبسايډي د اوږدمهاله او لنډمهاله قرضو وركړه هم په نظر كې لري.
نوموړي همدارنګه څرګنده كړه: دا چې ډېر كرنيز توكي د سردخانو د نشتوالي له امله له منځه ځي، د كرنې وزارت هڅه كوي، څو په هر ولايت كې د كرنيزو توكو لپاره د كرنيزو توكو د بسته بندي كولو مركزونه جوړ كړي، سوداګريزې آسانتياوې رامنځ ته كړي او هغه كرنيزې ځمكې چې تر اوسه پورې نه دي كرل شوې بزګرانو ته وركړي.
 نوموړي څرګنده كړه: د دې سربېره به په راتلونكي كې د بزګرانو لپاره د كرنې د ترويج په برخه كې د زدكړې مركزونه جوړ كړي، د كرنيزو محصولاتو لپاره به وړ ذخيرې جوړې كړي او په هر ولايت كې به د مال لرونكو لپاره حمايوي پروګرامونه او د ميكانيزه مركزونو په رامنځ ته كولو كې مرسته وكړي.
 سره د دې د كرنې وزير ټينګار وكړ: چې د دې پروګرام د غذايي امنيت د تامين او له بزګرانو سره د مرستې لپاره به چې په ۱۳۸۸ لمريز كال كې عملي كېږي۲۰۰ ميليون ډالرو ته اړتيا ده.
نوموړي هيله څرګنده كړه چې نوموړې اندازه پيسې به د ماليې وزارت له ملي بوديجي څخه د كرنې وزارت ته وركړل شي او د نوي پروګرام په عملي كولو سره به په افغانستان كې راتلونكى كال د كرنې له پلوه يو ښه كال وي. نوموړى زياتوي، په هېواد كې تر دې دمه د اوبو اورښت سطحه ښه وه نو له دې امله به په راتلونكي كال كې للمي غنم هم په پرېمانه توګه وكرل شي.
د كرنې وزارت سلاكار سمين د مېوو او نورو كرنيزو توكو د كيفيت د ښه والي په اړه وايي: ((موږ بايد لومړى دا مالومه كړو چې څوك زموږ محصولاتو ته اړتيا لري، چې په دې برخه كې د ارزښت وړ خبره داده چې د خپلو توليداتو كيفيت بايد لوړ كړو. دولت بايد له بهرنيو موسساتو او دولتونو سره قرارداد لاسليك كړي، لكه سږ كال چې انار په ډېره لوړه كچه بهر ته ولېږل شول، په همدې ډول د نورو محصولاتو په برخه كې هم هڅه وشي او په اړه يې له بهرنيو هېوادونو سره قرارداد لاسليك شي.))
 د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې سږ کال په ټول افغانستان کې تر دريو ميليونو د ډېرو نيالګيو د كېنولو پروګرام لري، چې نژدې يو نيم لک به يې په کابل او په ځانګړي ډول قرغه کې كېنول شي.
له دې ټولګې څخه به يو ميلون نيالګي د سيمه ييزو شورا ګانو له خوا پر عامو خلکو ووېشل شي.
همدا راز د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د امو سيند پر څنډه هم په زرګونو نيالګي وکري.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځنګلاتو د برخې مشر حضرت حسين خاورين بي بي سي ته ويلي، چې سږ کال د نيالګيو كېنولو تګلاره پنځه برخې لري:
((يوه ستراتيژي دا ده چې موږ په دولتي سطحه په ټول افغانستان کې ۴۱۴ زره نيالګي ږدو، له دې جملې څخه به ۱۳۳ زره په کابل او نور پنځه زره به يې د عشر په ورځ په قرغه کې کېږدو، چې په دې ورځ به په ټول افغانستان کې يو لک نيالګي کېښودل شي، په درېيمه ستراتيژي کې به يوميليون اووه سوه اتيا زره نيالګي په ټول افغانستان کې کېښودل شي.))
ښاغلى خاورين وايي چې خلک په ټول افغانستان کې دغه څه د پاسه يو ميلون نيالګي د سيمه ييزو شوراګانو په منځګړيتوب په ولايتونو کې د کرنې له حکومتي څانګو نه تر لاسه کولاى شي، سربېره پر دې حکومت په پام کې لري چې د دغو نيالګيو کېنونکو سره د نړيوال خوراکي پروګرام يانې ډبليو ايف پي له مرستو نه د خوراکي توکيو لاس هم وکړي، خو وايي دغه سازمان تر اوسه يوازې ژمنه کړې ده.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي سربېره پر دې څلورمه تګلاره دا ده چې يو ميلون نيالګي به د كېنولو په موخه د افغانستان بيلابيلو وزارتونو ته وسپارل شي او پنځمه ستراتيژي د كليو پراختيا په ګوته شوې ده.
  چارواکي وايي چې د دې چارو لپاره بوديجه په لاس کې نه لري خو له حکومته يې څه له پاسه يو ميلون ډالر غوښتي دي او د خوراک نړيوال سازمان هم د مرستې سينه وهلې ده. چارواکي وايي چې کوم نيالګي په حکومتي کچه کرل کيږي دوى يې د ساتنې او پالنې لپاره ژمن دي، په تېر کې نيوکې کېدې چې نيالګي کينول کېږي خو ساتنه يې نه کېږي له دې کبله بيرته وچېږي.
افغانستان په اوس وخت كې د غلې له شديد كمښت سره مخ دى، ځينو مرسته كوونكو خبردارى وركړى، چې په هېواد كې د خوراكي توكو كمښت د ډېرو كسانو ژوند له ستونزو سره مخ كړى دى.
نړيوال خوراكي پروګرام په افغانستان كې خبر وركړى چې په دې هېواد ۹ ميلونه كسان سملاسي خوراكي مرستو ته اړتيا لري.
په روان لمريز كال كې د افغانستان دولت له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وكړه، چې له دې هېواد سره د خوراكي توكو د كمښت د مبارزې لپاره د ۴۰۰ ميليونو ډالرو مرسته وكړي.
اخځليكونه:
بي بي سي پښتو وېبپاڼه
د آوا آژانس كابل
د باختر اونيزه