په دې وروستيو کې د يوه تلويزيوني اعلان له لارې خلک ماليې ورکولو ته هڅول کېږي .
اعلان داسې جوړ شوى چې کليوال سره په يوه ټغر جرګه ناست دي ، د کلي ملا او ملک صاحب دوى هڅوي چې ماليه ورکړي ترڅو ښونځي او سړکونه يې جوړ شي . رښتيا هم ، ماليه ورکول يو مسووليت دى او همدا ماليه ده ، چې يو دولت پياوړى کوي او د خلکو دخدمت جوګه يې ګرځوي .
د اساسي قانون ٤٢ مادې هر افغان د قانون له احکامو سره سم ، دولت ته په ماليه ورکولو مکلف کړى دى .
اوس پوښتنه داده چې ، سره له دې چې ماليه زموږ منتخب دولت چې د اته ميليونه کسانو په رايو جوړ شوى پياوړى کوي او د اساسي قانون حکم هم دى ، خو بيا هم څوک ورته زړه نه ښه کوي ؟
ددې پوښتنې به ډېر ځوابونه وي ، خو يو ځواب يې زما په خاطره کې دى . دا د ١٣٧٨ کال خاطره ده ، هغه مهال زه د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپرونو او عامو اړيکو رياست يو کارکونکى وم . دغه ټولنه هرکال د تلې ( ٢٤ – ٣٠ پورې ) د ځانګړې اونۍ په نوم لمانځي او په دغه اونۍ کې له هټيوالو ، موټر چلونکيو او ... څخه بسپنه ټولوي او همدا يې يوه عايداتي سرچينه ده . د سرې مياشتې کارکونکو به ددغو بسپنو په مقابل کې خلکو ته يو رسيد ( ټکټ ) ورکاوه .
يوه ډله کارکونکي چې د خيرخانې له سراى شمالي نه بېرته راغلل نو ډېرلږ ټکټونه يې ويشلي وو .
پرې شکمن شوو او سبا زه هم د شک لرې کولو په موخه سيمې ته لاړم . هلته مې هټيوالو او موټر چلونکيو ته د سرې مياشتې په اړه معلومات ورکړل او بيا مې ترې وپوښتل چې ولې دغه شان يوې خيريه موسسې ته بسپنه نه ورکوي ؟ د هغوى ځواب داوو :
دا ټولنه اوس پخوانۍ ټولنه نه ده ، مواد خپلو کسانو او واسطه دارانو ته ورکوي ، زموږ کوڼدو او بيوزلو ته يې هيڅ خير نه شته . رښتيا هم ، کله چې څوک يوه اداره او نظام خپل ونه ګڼي نو خواخوږي هم ورسره نه لري او دا ځکه هيڅوک دې ته چمتو نه دي چې د چا شخصي ګټو قرباني شي .
خلک هغه مهال له يوې ادارې او نظام سره همدردي لري چې ، اداره او نظام يې د بهبود په فکر کې وي او دا تش په شعار نه کېږي .
خلک ويني چې په ميلياردونو ډالر راغلل خو تېر باران کې د کابل د ښار په سړکونو کې دومره اوبه ډنډ وې چې ، خلک د لاسي کراچيو په ذريعه له سړکونو تېرېدل . خلک ويني ، چې د يوه وزارت د عايداتي برخې کارکونکي له درې مياشتې دندې وروسته موټر او کور اخلي ، خو دوى په وچه ډوډۍ ماړه نه دي .
خلک پوهېږي چې د يوه وزير دولتي معاش دومره کېږي چې له مياشتني لګښت څخه يې ډېرې کمې پيسې اضافه کېږي ، خو زموږ وزير انو له دوه درې کاله وزارت وروسته يواځې په شير پور کې په لکونو ډالر په لوړ پوړو ماڼيو مصرف کړل او بانکونه يې په سرمايو ډک دي . خلک پوهېږي چې دوى د ژوند په کومه کچه کې دي او ........... ؟ نو په دغه شان حالاتو کې هيڅوک باور نه شي کولى . زموږ نظام ، ګوندونه او ټولنې چې نن پوره ولسي ملاتړ نه لري ، لامل يې دادى چې خلک خپلو موخو ته د وسيلې په توګه کاروي .
و ګورئ !
جهادي رهبران او يو شمېر قوماندانان نن له هغو کسانو سره خوا په خوا په څوکيو ناست دي او ګډ کارو بار کوي ، چې يو وخت د همدې کسانو ترمنځ جګړه کې په لکونو ککري خاورې شوې وې .
دغه مشران اوس د ځمکو په غصبولو او پانګې پيداکولو بوخت دي ، خو د عادي مجاهدينو ماشومان سوال کوي او په ناوړو شرايطو کې ژوند کوي . که نظام ، ګوند او يا شخص غواړي چې د خلکو خواخوږي ترلاسه کړي ، نو په کار ده چې لومړى داسې څه وکړي چې خلک يې خپل وګڼي ، په تشو شعارونو او تبليغاتو خلک باور نه کوي .