دخپلواکۍ اتل که دقربانۍ ...؟

له روسانو سره د جهاد پرمهال ارواښاد خان عبدالغفار خان ويل ، چې له روسانو سره  جګړه اصلا پردۍ جګړه  ده او موږ يوازې په کې استعمالېږو. دا خبره هغه وخت پر ډېرو خلکو بده لګېدلې وه ، خو اوس يې ډېر خلک حق ګڼي.
 
خبره دا ده ، چې هغه جګړه ( د روسانو پر وړاندې جهاد ) که دهر چا په ګټه او ياتاوان وه ، وه به خو دا د افغان ولس حق او وجيبه وه چې له خپلې خاورې ، ناموس او عقيدې څخه دفاع وکړي او دا کار يې ښه په مېړانه او شهامت ترسره کړ.
 
.افغان ولس د آزادۍ لپاره ډېرې لويې قربانۍ ورکړې ، خو آزاد نه شواو بيا يې هم د هرکس او ناکس د غلامۍ کړۍ په غاړه کې ولوېدې، تردې چې اوس يې په خاوره کې د ګاونډيانو پر غير مستقيم حضور سربېره د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو لښکرې پرتې دي او يو ځل بيا  د تاريخ له يو  بل زبرځواک سره لاس او پنجې نرموي. ښايي د افغانانو په تقدير کې به داسې ليکل شوي وي ، چې خامخا د وخت له زبرځواکونو سره اړم شي، هم ځان خراب کړي او هم سيال . د طالبانو له يو مشر څخه چا غوښتنه کړې وه ، چې د سولې لپاره يو څه انعطاف له ځانه وښيي، خو ده يې په ځواب کې ويلي و، چې :« يوځل له خيره امريکې ته ماته ورکړو بيا د چين او هندستان وار دی .»
 
مانا دا چې د افغانانو همدا دنده ده ، چې له زبرځواکونو سره به په خپل کور کې زور ازمايي کوي . زموږ يوه پياوړي جهادي مشر به هم دکورنۍ جګړې پرمهال ويل ، چې د کابل فتحه خو ډېره اسانه ده موږ اصلاً د بخارا او سمرقند په فکر کې يو ا ودا شعار يې هم ورکاوه چې شوروي مو پنځلس ټوټې کړ اوس د امريکې وار دی چی پنځوس ټوټې شي. دا شعارونه د افغاني احساساتو لپاره ډېر زړه راکښونکي دي ، خو راځئ چې مسايلو ته له يوه بل اړخ څخه نظر واچوو او همدا د جهاد اوآزادۍ خبرو ته له يوې بلې زاويې هم وګورو.
 
وايي چې يوه برتانوي د افغانستان د آزادۍ ورځې د لمانځلو په درشل کې له يوه افغان څخه پوښتنه وکړه ، چې دا ترتيبات د څه لپاره دي ؟ افغان په ځواب کې ورته وويل ، چې دا خو له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د ګټلو په وياړ دي، موږ يوه ورځ  له انګرېزانو څخه او يوه ورځ هم له روسانو څخه د خپلواکۍ ورځ لرو.برتانوي په طنز سره ورته ويلي و ، چې موږ څومره بدمرغه ولس يو چې هېڅ د ازدۍ ورځې نه لرو.
 
زه وايم ، چې اصلي مېړانه او وياړ دا دی چی هېڅ يرغلګر او غليم ته اجازه ورنه کړو چې زموږ خاوره ترپښو لاندې کړي .له بده مرغه تل زموږ د کمزورو دولتونو او واکمنانو له شامته د سيمې او نړۍ زبرځواکونو لومړی زموږ خاوره نيولې او بيا افغان ولس په ډېرو خواريو،قربانيو او اکثراٌ  د خپلې خاورې د يوې برخې په بيه غليم له خپلې خاورې ايستلی او زموږ د وياړنو يوه لويه برخه دا ده ، چې څنګه مو د تاريخ زبرځواکونه لکه انګرېز ، چنګېز او روس مات کړي دي . زه خو وايم، چې که چېرې له موږ سره ډېر د زبرځواکونو د ماتولو شوق وي ، راځئ په دې فکر وکړو چې څنګه يې د دوی په خاوره کې مات کړو ، نه دا چې خپل هېواد پرې لوټه لوټه کړو.
 
ايا په دې اړه مو کله فکر کړی، چی ولې مو دا دېرش کاله  د ازاۍمبارک مخ په سترګو نه دی ليدلی ؟ په ډېر معذرت سره بايد ووايم ، ځکه چې موږ د خپلواکۍ وړتيا نه لرو. موږ يوازې د نورو د ګټو لپاره قربانۍ ورکوو او يوازې د پرديو په جګړه کې د انساني کارتوسو او بمونو په څېر استعمالېږو. تاسې په خپله قضاوت وکړئ ، د روسانو پر وړاندې جګړه کې  قربانۍ چا ورکړې او ګټه چا وکړه ؟ روس چې مات شو ، ختيځه اروپا او منځنۍ اسيا ازاده شوه ، خو افغانستان لاهم د غلامۍ زنځيرونه پرغاړه وړي ، د برلين دېوال ونړېده ، خو د ډيورنډ کرښه لا هم د افغان ولس د بد مرغۍ لوی لامل دی ، پاکستان دهمدې جهاد په نامه په لسګونو ميليارده ډالره ترلاسه کړل ، خو افغانستان نوره هم کنډواله شو، د پاکستان پوځ په ډېرو پرمختللو وسلو سمبال شو او ان اتومي وسله يې وازمويله ، خو افغانستان هغه ماته او ګوډه اردو هم له لاسه ورکړه .
 
همدې اوسنۍ جګړې ته وګورئ ، دا هم ډېره لويه لوبه ده او ډېر زيات لوبغاړي لري خو يوه خبره کوم ، دا چې د دې لوبې ګټونکی به امريکا ، روس ، چين ، هند، پاکستان ، ايران ، القاعده او يا... وي،  په يقين سره نه پوهېږم ، خو يوه خبره په ډاډ سره کولی شم چې اصلي بايلونکی به يې بيا هم افغانستان وي . بيا به  هم موږ ډېرې قربانۍ ورکړو او بيا به مو ډېرې هستۍ په نېستۍ بدلې شي ، خو دخپلواکۍ پرمخ به همداسې دروند پلو پروت وي لکه چې و  ، ځکه که امريکه ووتله نو ځای به يې خامخا چين ، هند، روس او يا حتی بيا ايران او پاکستان ونيسي ، او که دا يو هم نه و نو مافيا خو خامخا کانديد ده . د  اروپا په زړه کې اېټاليا چې تراوسه ځان له مافيا خلاص نه کړ ، نو افغانستان به څنګه ترې خلاص شي .
 
زما د ناهيلۍ لامل دا دی ، چې کله په يوه هېواد کې بحران راځي او يا له يوه ناورين سره مخ کيږي نو معمولاٌ درې ډوله  ځواکونه کولای شي هغه وژغوري ،  يو ملي حکومت يا زعيم ، ملي موسسات ( لکه ملي اردو ، ملي پارلمان او...) او يا هم ملي ګوندونه ، چې له بده مرغه زه په افغانستان کې  دا يوهم نه وينم ، ښايي له ډېرو سره به ملي اهداف او ملي ارمانونه وي ، خو زه هغه حکومت ، موسسه او يا ګوند نه وينم چې دغو ارمانونو ته د رسېدو واک او ځواک ولري. نو همدا دليل دی ، چې وايم موږ د خپلواکۍ د ساتلو وړتيا نه لرو او چې يو غليم له خاورې وباسو نو بل راته ناست وي. له روسانو سره د جهاد پرمهال هم همدا کيسه وه ، موږ تنظيمونه يا جهادي ډلې درلودې ، خو سياسي زعامت مو نه درلود او په همدې دليل موږ روسان له خاورې  وايستل ، خو د حکومت پر جوړولو او د خپلواکۍ په ساتلو بريالي نه شو .
 
بله خبره دا ده ، چې ازادۍ او غلامۍ هم اوس هغه  کلاسيک مفهوم له لاسه ورکړی او په يوه هېواد کې يوازی د پرديو پوځي حضور ته غلامي نه وايي ، بلکې ډېر هېوادونه  دي چې هلته بهرني ځواکونه نه شته ، خو په اقتصادي او کلتوري لحاظ د اسارت، ذلت او غلامۍ ژوند تېروي .
 
همداراز جهاد يوازې دې ته نه وايي ، چې د غليم پروړاندې توره يا توپک راواخله چې وژنم دې، بلکې خدای(ج) په قران پاک کې فرمايلي ، چې له دښمن سره په هغه وسله وجنګېږه چې له تاسره جنګيږي . زه يوه ستن نه شم جوړولی خو د دښمن له سټلايټ سره جنګېږم ، حتی هغه زما جای نماز هم په چين کې جوړيږي . نوره نړۍ په دې هڅه کې ده ، چې فضا او ستوري تسخير کړي او موږ زور ورکړی چې څنګه خپل ښوونځي وسوځوو . اسلام ته د خدمت لاره هم يوازې د توپک په وسيله نه کيږي ، بلکې اسلام ته د خدمت هدف دادی چې د اسلام رښتينی پيغام او دعوت د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسول شي .خو د دې لپاره له تورې پرته نورې لارې چارې هم شته . همدا اوس په اروپا او امريکا کې هرکال په زرګونو کسان د اسلام په سپېڅلي دين مشرف کيږي او علت يې دا ی ، چې هلته يوشمېر رښتيني مجاهدين د انټرنېټ ، نشراتو او د مېډيا د نورو وسايلو له لارې د اسلام رښتينی پيغام خپروي او د اسلام ماهيت خلکو ته تشريح کوي ، دوی له خپلو ځانونو څخه د علم او تقوی مثالونه جوړ کړي اود استدلال او منطق په مټ د خلکو زړونو ته د اسلام نور او هدايت رسوي .خو د دوی پروړاندې د اسلام مخالفين خپلو خلکو ته بيا د افغانستان انځور وړاندې کوي او داسې تلقين ورته کوي ، چې اسلام يعنې دهشت ، وحشت، جګړه او تباهي . ايا اسلام يوازې د تورې او جګړې دين دی ، که د مينې ، علم او سولې هم.
 
پرون که موږ د روسانو پروړاندې جهاد کاوه ، دا هيله راسره وه چې که بريالي شو نو د يوه خپلواک او اسلامي دولت څښتن به شو چې له بده مرغه هغسې ونه شول او په ډېر تأسف بايد ووايم ، چې که اوس هم موږ په خپل اوسني حالت کې تغيير رانه ولو نو خپلواکي هسې يو خوب او خيال بويه .
 
که څه هم زه د معجزو منکر نه يم ، خو کومه لويه لوبه چې زموږ په هېواد او سيمه کې روانه ده ماته د ډېرې اوږدې مودې ښکاري او موږ هم بايد د اوږدې مودې ستراتيژي ورته ولرو او د اوږدې مجاهدې لپاره تياری ونيسو او ځان د دې جوګه کړو چې بالاخره مورښتيني خپلواکي ، بريا او سرلوړي په برخه شي. زموږ د مبارزې موخه بايد دا نه وي ، چې غليم دلته په خپل کور کې مات کړو ، بلکې ځان بايد دومره پياوړی کړو چې غليم موږ ته په خيرنو سترګو د کتو جرأت هم ونه کړي. رسول الله مبارک (ص) د دې لپاره چې د اسلام لښکرې د نړۍ فتحې ته تيارې کړي د حديبيې غوندې غير عادلانه تړون ته هم غاړه کېښوده. لومړی يې په مدينه منوره کې خپلې پښې ټينګې کړې او هلته يې د اسلام نمونه يي حکومت جوړ کړ او د اسلامي عظيم الشانه مدنيت بنسټ يې کېښود او وروسته نه يوازې مکه د اسلام په نور منوره شوه ، بلکې د حق وړانګې تر هسپانيې ، مدغاسکر او اندونيزيا پورې ورسېدې .
 
ابدالي احمد خان هم چې د نادرشاه افشار په لښکرو کې توره وهله، د غليم په وجود کې يې يو پياوړی لښکر په ځان راټول کړ او چې کله موقع ورته برابره شوه د لوی افغانستان بنسټ يې کېښود او لښکرې يې تر بخارا ، اصفهان او ډېلي پورې ورسيدې.
 
ګاندي هم اته ويشت کاله په کانګرس کې د دې لپاره مبارزه وکړه ، چې خپل ولس راويښ کړي او د خپلواکۍ لايق يې وګرځوي، ځکه هند په پېړيو پېړيو له غلامۍ پرته بل څه نه پېژندل او دا يې په ذهن کې هم نه راتلل چې يو ولس کولی شي ازاد ژوند وکړي ، خو يوځل چې يې خپلواکۍ ته ځان چمتو کړاو ترلاسه يې کړه دادی اوس يې ځان د نړۍ زبرځواکۍ ته کانديد کړی.
 
نوراځئ  ځان د دې جوګه کړو ، چې هم خپلواکي وګټو او هم يې بيا وساتو، که د ازادۍ لپاره قرباني ورکوو بيا يې له ثمرې هم خوند واخلو. وياړ يوازې دا نه دی، چی موږ په خپله خاوره کې څومره بهرنيو لښکرو ته ماته ورکړې ، بلکې وياړ هغه دی لکه د عباسي خلافت طلايي دوره ، چې تر ننه پورې اسلامي نړۍ پرې وياړي .
 
تاسې وګورئ، همدا اوس افغانستان د نړيوالو ګزارشونو له مخې د نړۍ پنځم فاسد حکومت لري ، په يوازې ځان د نړۍ 90 په سلو کې ترياک توليدوي ، يونيم ميليون وګړي يې په مخدره  توکو معتاد دي ، چې د يوه پنځه ويشت ميليوني هېواد لپاره لويه غميزه ګڼل کيږي او  هغه هم دا سې چې اکثريت يې ځوانان يعنې د کار ځواک پرې اخته دي ، شاوخوا نيم ميليون معيوبين لري ، د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې له مخې د نړۍ دويم هېواد دی ، د سواد له مخې يې وګړي د نړۍ د هېوادونو په وروستي کتار کې راځي ، د نړۍ يوازنی هېواد دی چی خلک يې خپل ښوونځي په خپله سوځوي او ورانوي.
 
زموږ ګاونډيان هم اسلامي هېوادونه دي، خو تاسې  وګورئ پاکستان له هند سره چې د نړۍ نيمه زبرځواک دی ډغرې وهي او له موټرو څخه نيولې تر اتومي وسلو پورې په خپله جوړوي ، ايران بيا له امريکې او اسراييلو سره سيالي کوي او د دې پرځای چې خپله خاوره  د جګړې ډګر وګرځوي له اسراييلو سره په لبنان کې زورازمايي کوي .
 
موږ ته ځانونه د غيرت او مېړانې اتلان ښکاري او په تېره بيا د پښتنو نيمايي شعرونه له همدغو وياړنو ډک دي ، خو تاسې پوهېږئ چی نړيوال موږ ته دسوالګرو او ګدايګرو په سترګه ګوري . ما په جرمني کې څو څو ځايه  لوی پوسترونه ليدلي ، چې يوه افغانه ښځه په چادرۍ کې ناسته ده او لاندې يې ورته ليکلي :
 
Brot für leben
(ډوډۍ د ژوند لپاره.)
 
په دې کې هېڅ شک نشته ، چې افغانان ډېر باهمته او بااستعداده خلک دي او د تاريخ په اوږدو کې يې په وار وار خپل نبوغ ثابت کړی او دا يې ښودلې چې دتورې ترڅنګ د سولې او تمدن قهرمانان هم دي ، چې روښانې بېلګې يې سوري شېرشاه ، سيد جمال الدين افغان، علامه محمودطرزي، اعليحضرت امان الله خان اوخان عبدالغفار خان دي. خو اوس يو ځل بيا د دې وخت رارسېدلی چې موږ خپل همت او استعداد په زباد ورسوو ، ځانونه درښتيني او تلپاتې خپلواکۍ لپاره تيار کړو او ددرېيمي عيسوي زريزې په پيل کې د نويومعيارونو او وسايلو له لارې د خپل هېواد لپاره نوي وياړونه او سرلوړۍ وګټو.