دميدان وردګو پخواني والي او ديپلومات ښاغلي عبدالجبار نعيمي نن ديوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې دارشاد حج او اوقافو دوزير په توګه دمحمدصديق چکري پر تقرر کلک غبرګون وښود .
ښاغلي نعيمي چې پرون دکب په شلمه يې په کابل کې په خپل استوګنځي کې له خبريالانو سره خبرې کولې وويل چې دولسمشر کرزي لخوا دارشاد حج او اوقافو دوزير په توګه دمحمدصديق چکري ټاکنه يو ناسم انتخاب او دحيرانتيا وړ خبرده د ه وويل چې چکري دهغې جبهې مخکښ غړى دى چې دکرزي پر ضد جوړه شوې او تراوسه يې هم دکرزي پرضد هڅونې کړي او دموجوده حکومت پرضد يې تل منفي دريځ نيولى دى .
ده وويل چې چکري خو تر همدا پرونه پورې هم دمتحدې جبهې چې ځان دموجود حکومت اپوزيسيون ګڼي په استازيتوب خبرې کولې او دکرزي پر حکومت يې ډول ډول تورونه لګول .
ده وويل چې چکري په تېرو څلورو کالو کې تل دکرزي حکومت فاسد، په سياسي اواداري فساد ککړباله او هغه يې په رشوت او اختلاس تورناوه .نه پوهېږو چې ولې ناڅاپه هم د ښاغلي چکري او هم د ولسمشر کرزي په پاليسۍ کې دومره ژوراو هېښوونکى بدلون راغى.
ده وويل چې له ولس سره پوښتنه پيداشوې اوغواړي له چکري وپوښتي چې آيا دکرزي په اداره کې کوم مثبت بدلون راغى ، دهغه حکومت او ډله په اتومات ډول بدل او نيک شول چې تاسره ورسره کار ته زړه ښه کړ او که څنګه ؟ او که داسې نه وي نو دکوم دليل له مخې تاورسره کار پيل کړپداسې حال کې چې دومره وخت دې ورسره خصومت درلوداو ملي ضد حکومت دې باله ، ايا ستا مبارزه او داتورو نه يواځې دوزارت دترلاسه کولو لپاره وو ا وکه څنګه ؟
همدا راز ولس له کرزي څخه هم پوښتي چې چکري خو ستا ستر مخالف وو تاهم مخالف باله او پرتا اوستا پراداره يې ډول ډول تورونه لګول نو نن په هغه کې کوم بدلون راغى چې تا ددومره لوړ منصب لپاره مناسب وګاڼه .
ده وويل چې دښاغلي کرزي دې اقدام ولس اندېښمن کړى چې هسې نه ولسمشر يوځل بيا له ملي جبهې سره کوم پټ تړون او جوړجاړى کړى وي . ده وويل چې ښاغلى کرزى بايد په دې اړه ولس ته خپل دريځ روښانه کړي .
ده وويل چې که کرزى له ملي جبهې سره کوم پټ تړون نه وي کړى او غواړي چې پدې کار سره رايه ترلاسه کړي نو بايد شي چې رايه له ولس سره ده له دې ډول اشخاصو او جبهو سره نده .
ښاغلي نعيمي زياته کړه چې څوک خپل هغه ګونداو مشر ته وفاداره نه وي چې ورسره ددېرش کلنې سابقې دعوه کوي نو هغه به له کرزي سره کومه وفا وکړي .
دده په وينا ، د کرزي نږدې ملګرو، په دولت کې په ملي او ديني روحيه سمبالو او ملت ته مخلصو خلکوته د حکومت د مخالف ( چکري ) له ټاکنې سره تشويش پيداشوى چې څه ډول له هغه چا سره ددولت په کچه په تصميمونواو شورا کې ګډون وکړي چې تل دحکومت په مخالفت کې و .
ده وويل چې داکارونه دبې باورۍ فضا راپيداکوي .
ده وويل چې اوس به وکتل شي چې په پارلمان کې کرزى پلوه ډله او دملت رښتوني استازي دچکري په اړه کوم تصميم نيسي ايا هغه ته دباوررايه ورکوي او که نه ؟
ښاغلي نعيمي دکنفرانس په پاى کې پر چارواکيو او ملي مشرانو غږوکړ چې دهېواد نازک حالات او دشرائطو حساسيت په پام کې ونيسي او روانو ستونزو او تياره حال ته داميدونو رڼا ومومي ده وويل چې راځئ دپياوړو تصميمونو، ملي ارادي او ملي تفاهم په رڼاکې داسې حالت رامنځته کړو چې دسياست مدرانو ، دملي شورى دغړيو ولسپالو اشخاصو او په ټوله کې دولس باور راژوندى او دنهيليو فضا له منځه يوسو.
ده وويل چې سازشونه او ددروغو مصلحتونه دستونزوحل لاره نده بلکې دحل يواځينۍ لار دملت افکارو او ملي ګټو ته درناوى دى .