دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت  کې دهغې ارزښت: (۱)

              
ډالۍ:
دحجاب دکتاب د ژباړې دغه  هدیه، تر ټولو د مخه خپلې محترمې  او محجوبې  مور بې بې ته  چې تل یې خپلې کورنۍ  او دوستانو ته د شرعي  حجاب او عفت د ساتلو  نصیحت کړې او بیا  خپلې  پتمنې میرمنې ته چې د هجرت او لیږد   په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې  یې  د ډیرو زیاتو مجبوریتونو سره سره  خپل  شرعي  حجاب  خوندي ساتلې او بالاخره  ټولو  هغو پتمنو او محجوبو میندو  ، خویندو  او لوڼو  ته  چې دخپلو ځانو په قیمت  یې  داسلام د سپیڅلي  دین د حجاب ، عفت او پت ساتنه   کړې   ، په ډیر  درنښت  وړاندې کوم  او د الله تعالې څخه یې د قبولیت  هیله  لرم .
په درنښت
قریب الرحمن سعید
 
دژباړې  په هکله :
د الله  تعالې  څخه ډیر زیات  ممنون  یم  چې ما ته یې  توفیق  را په  برخه کړ  چې د اسلام د ستر مفکر او د نوې  عصر د اسلامي قافلي د سالار  دغه  په زړه پورې  او ژوره  څیړنه می ، چې  د شرعي  حجاب تر عنوان لاندې  یې کړې د خپلو زیاتو  مصروفیتونو  تر څنګ  په خپلې  مورنۍ سپیڅلې  ژبې  پښتو  و ژباړله .
طبیعي ده  چې  په دومره لږ فرصت کې به ددومره ستر کار په تر سره کولو کې   ددرنو لوستونکو ترمخ  څه  کمښت او زیادښت     تر سترګو شي    چې دهغې په  هکله  زه په دغه  کرښو کې  د وړاندې  څخه  معذرت  غواړم.
دپردې یا شرعي  حجاب  په هکله او همدا راز په غربي ټولنو کې د ښځې د حیثیت ، مقام او اهمیت  په اړوند  ما په خپله  څه ډیر مواد  را ټول  کړی   چې د  یوه   ځانګړي کتاب د لیکلو  غوښتنه کو ي  ، چې  په  هغې کې د غربي ټولنې ځانګړتیاوي ، د کورني نظام ړنګیدل ، د کوچنیانو  خپل سري کیدل ، ورځ  په  ورځ د  نفوس  کمښت  ، د ازدواجي مسئولیتونو  څخه  د نرو  او ښځو یو شان  تیښته او دواده   کولو  څخه کرکه ، د فحاشت او ځانپلورنې مارکیټونه ، ددولت  لخوا      د (An alone mother  ) یا بی میړه ښځې ته د کوچنیانو د پیدا کولو په لور ترغیب  او  په  دې هکله  ډیرې زیاتې پیسې  د هدیې  په  توګه ورکول ،  د یواځنیو یا بی خاونده  ښځو ډیرښت ، نا پیژندل  شویو  کوچنیانو  شتون ،  یوه ښځه  او بي  شمیره   مینه  لرونکې  ملګري ،یو نارینه او بې شمیره  محبوبې ، د جنسې  اشباع  له پاره  د حیواناتو او یا  مصنوعي الاتو  څخه کار اخیستل او ددې شیانو د پیدایښت   له پاره  ستر ستر مارکیټونه ، د حیواناتو په څیر د شهوانی  عمل  تر سره   کول  او داسې نور.......
خو کله  چې مې د سیدابولاعلي مودودي (رح)  دغه ژوره  څیړنه  او  لیکنه  چې  نژدې  پنځوس کاله د مخه  یې د غربي  ټولنې او په دې ټولنو کې  یې د ښځو د ارزښت  په هکله ، او بلاخره  په  اسلامي ټولنه کې  د ښځې د مقام او اهمیت به  هکله کړي  تر  نظره  تیره شوه  نو په دې هکله  یې  زما د لیکلو تنده  لږه  را ماته کړه او  غوره مي و ګڼله  تر څو د همدې  لیکنې ژباړه  و کړم  تر څو ګران  هیوادوال   یې  په خپلې مورنۍ ژبه د لوست څخه   ګټه  پورته کړاې  شي .
بدبختانه  چې زمونږ یو شمیر روزل شوي او  تعلیم یافته خویندې  په غربي  ټولنو  کې د ښځو په اصطلاح  ازادي او دهغوې د ازاد  ژوند  څخه داسې  اغیزمنې  شوي   چی  خپل کلتور ، دین او عفت  یې ټول  په ډانګ پیلې  توګه د خطر سره مخامخ کړی او یا یې  بلکل  له لاسه  ورکړې . دغه  کار  په  ښارې  اوسیدونکو  او په  ځانګړې توګه په هغوې کې  چې د غربي  ټولنو په لور یې  دوخت او فرصت  نه په  ګټې اخستلو سره  هلته لیږد  کړې  ،ډیر اغیز کړې. دوې د خپل  دغه  عادت  له مخې  نه یواځې دخپل کورني سیستم  دړنګیدو  په لور  قدم پورته  کړې   بلکې خپل اولاد یې په  غربي  ټولنو کې  په  ور غورځولو  او دهغوې د ژوند په  رنګ  باندې په رنګولو سره  یې  ، له لاسه ورکړې   . همدا علت دې  چې په زیات  شمیر افغاني کورنیو  کې د  رواني  ناروغتیاو څخه پرته د ځان وژنې پيښې   هم  صورت نیسي  ، په دې اساس  هیله ده  چې ددې کتاب  لوست  به زمونږ د ټولو وطنوالو له  پاره  او په ځانګړې توګه  هغوې ته  چې په غربي  ټولنو کې  ژوند کوي، ډیر ګټور ثابت شي .
د الله  تعالې  څخه غواړم  چې  ټولو  هغه  کارکونکو  ته   چې  ددې  کتاب  په  چاپولو  او خپرولو کې یې له ماسره بسپنه  کړې  ، دد نیا او  اخرت  ټولې  ښیګڼې  ور په برخه کړی.
په درنښت
قریب الرحمن  سعید

دلمړي چاپ  په هکله :
د پردې په موضوع ما نژدې  څلورکاله دمخه په پرلپسې توګه  یو لړ څیړنې کړې    چې  د «ترجمان القران » مجلي په پرلپسې  ګڼو کې  چاپ  شوې  وې . په هغه وخت کې ددې څیړنې  ځیني  څنډې  قصداٌ  پریښوول شوې وې او د ځینو نورو بیا د بحث او څیړنې تنده نه وه ماته ، ځکه  چې ما یو مضمون  لیکه ، نه کتاب.
اوس مو هماغه ټول  موضوعات  را ټول کړي او دپوره بحث او څیړنې سره یو ځاې مې ددې کتاب  په شکل کې تر تیب کړې دی .  که  څه هم ددې دعوه نه کیږي  چې دا به په  دې  موضع  اخري  څیړنه  وي خو زه لږ تر لږه دومره  هیله کولې  شم  چې  که څوک په دې موضوع باندې  په رښتیا هم پوهیدل غواړي  نو په دې لیکنه  کې تر ډیره ځایه دلائل  او موادتر لاسه  کولې شي .
و بالله  التوفیق و هوا المستعان
ابوالاعلي
۲۲محرم ۱۳۵۹ هجري قمري کال

دمسئلې څرنګوالې :
  انساني تمدن د  دوو  ډیرو  مهمو مسئلو پورې  اړوند  دې ، او دا مسئلې    ډیرې زیاتې  پیچلې  او تر ټولو  زیاتې  مخته  راځې . د انسان  بریاوې  او  پرمختګ  د همدې  مسئلو  پر صحیح  او متوازن  حل پورې تړلې دې .
دا  هغه موضوعات دي  چې دهغې  د حل کولو په خاطر د پخوانۍ زماني  څخه  تر اوسه پورې د نړۍ پوهان او عاقلان  سرګردانه دي .
لمړې  موضوع    په  ټولنیز ژوند کې د ښځې او نر  تر منځ  اړیکې دي ، چې  څه ډول  باید پیوند کړل  شي ؟ ځکه  چې همدا  اړیکې    د تمدن د بنسټ تیږه  ده او که  د دې اړیکو په پیوند کولو  کې  لږ څه کمښت او  یا  کوږوالې  راشي  نوتر پایه پورې به د تمدن  ماڼۍ کږه  خیژې.
دوېمه  موضوع د وګړي  او ټولنې  تر منځ  اړیکې دي  چې  که په تناسب کې یې  لږ څه  نا انډولي  را پیدا  شي نو تر پیړیو پورې  به انسانیت  د هغې ترخې  پایلې  ګالي.
یوه اړخ  ته  ددې دواړو  موضوعاتو اهمیت او بل  اړخ ته د هغوې نغښتې  دومره پییلې  شوې  چې  د  پو هیدو له پاره یې د فطرت په ټولو حقایقو  باندې د نظر  حاوې کیدلو  ته اړتیا لیدل  کیږي  او تر هغې  چې د فطرت په ټولو حقایقو د  چا نظر په پوره  توګه  حاوی نه  وي نوهغه به ددې  موضوعاتو د حل نه  هم  عاجز وي.
دا خبره ریښتیا ده  چې  انسان  ځانته  یوه  نړۍ ده ، «عالم اصغر» دې ، د هغه د  جسم  جوړښت ، دهغې د نفس ترکیب ، دهغه ځواکمنتوب  او پوهه ، دهغه  غوښتنې ، اړتیاوې ، جذبې  او احساسات ، اود خپل  وجود  نه بیرون د بې شمیره شیانو سره دهغه فعلي او انفعالي  اړیکي  او ....  دا ټول شیان یوه نړۍ ده  چې  په خپل  ځان کې یوه بله نړۍ   لري . انسان  تر هغې  په پوره توګه  نشي  پیژندل کیدې  تر څو  چې ددې نړۍ  یوه یوه څنډه د سترګو په وړاندې   روښانه  نه شي .  همدا  راز انساني  مسایل  هم تر هغې نه  شي حل  کیدلې  تر څو  چې پخپله انسان په پوره توګه  و نه پیژندل شي.  دا هغه نغښتې  او مسائل دی  چې د پوهې او حکمت د ټولو هڅو او هاند تر څنګ    دهماغه لومړۍ  ورځې  څخه  تر اوسه پورې  شتون  لري ، تر اوسه ددې نړۍ   ټول حقایق د انسان  تر مخ    نه دې را څرګند  شوي  . په انساني  علومو کې   هیڅ  داسې علم نه شته  چې د کمال اخري پوړۍ  پورې  رسیدلې وي . یا په بل عبارت : د هیڅ  علم  په هکله دا  ادعا نه شی کیداې  چې ټول  هغه  حقیقتونه  چې ددې علم پورې اړه لري د علم دغې څانګې  په خپل ځان کې  راټول کړې  دي . مګر هغه حقایق  چې په پوره  رڼا کې را پیدا کیږي  دهغې د پراختیاو او باریکیو حال دادې  چې د هیڅ  انسان یا انساني ډلې  نظر  پرې  په یوه وخت کې  نه شي  حاوي کیداې .  کله یې  چې یو اړخ مخته  را ځې  نو بل  اړخ  یې تیاره پاته کیږی ، کله نظر لنډون کوي او کله ځانګړې تمایلات  پرې  غالبیږي ،  دهمدغې دوه ګونې کمزورتیا  له   مخې  چې انسان  د خپل ژوندانه  ددغې مسائلو دحل کولو له پاره څومره تدبیرونه په کار  اچوي د ناکامۍ  سره  مخ کیږي . او بالاخره  تجربه د هغه  زیانونه  را بر سیره کوي .  سهي حل  هماغه وخت  شونې دې  چې د  عدل  او انصاف  نقطه  تر لاسه شي او دعدل او انصاف  نقطه تر هغه  وخته  پورې نه شي تر لاسه کیداې  تر څو  چې  ټول  حقایق   نه وې  را برسیره شوی او یا  لږ تر لږه د څرګندو حقایقو ټول اړخونه  یو ډول تر نظر لاندې نه وي راغلي . خو  چیرې  چې د کتنې او نظر پراختیا دومره  زیاته وي  چې لید  او نظر په هغه نه  شي حاوی کیداې  او تر څنګ  یې دهغه  غوښتنې او دهغه  رغبت ، کرکه او میلان  دومره ځواکمن  وي  چې د ښکاره شیانو څخه پخپله سترګې واړوي  نو بیا به هلته دعدل  نقطه  څنګه تر لاسه کړل شي ؟  هلته خو  چې  حل هم  را پیدا کیږي د افراط او تفریط  څخه  به خالي نه وي .
د کومو  هغه دوه  موضوعاتو  یادونه  چې مو وکړه  د هغوې  څخه یوازې  لمړۍ  موضوع  اوس  زمونږ د بحث او څیړنې   له پاره  ټاکل  شوې  ده ، کله  چې په دې هکله مونږ تاریخ  ته وګورو نو هلته د افراط او تفریط  تر منځ دکشمکش  یوه  عجیبه  لړۍ تر سترګو کیږي  . یو اړخ  ته  وینو  چې همغه ښځه  چې د مور په  حیث انسان زیږوي او همغه ښځه  چې د ژوند په  ټولو   لوړو ژورو کې د ماندینې په څیر  د نارینه  د خورا غوره  ملګرې په توګه  ژوند کوي  ، د یوې مزدورې او وینځې په مرتبه کې  ایښودل  شوې . هغه اخیستل کیږي او پلورل کیږي ، هغه د ملکیت او وراثت د ټولو حقوقو  څخه بې برخې کړل شوې ، هغه د ګناه او ذلت مجسمه ګڼل کیږی او دهغې  د شخصیت  د را پورته کولو  او ودې  له پاره هیڅ  موقع  او فرصت  نه ورکول کیږي .
له بله پلوه وینو  چې   همدې ښځې ته په داسې توګه رشد  او نمو ورکول  کیږي  چې د بد اخلاقۍ او بد نظمۍ  طوفان ورسره را پورته  کیږی . دهغې  څخه  د حیوانې  غوښتنو اوجنسي  غریزې د اشباع  له پاره د لوبو   اله جوړول  کیږي.  د هغې  څخه  یې  په  رښتینې  توګه د شیطان او شیطا نیت یو عنصر   جوړ کړې  چي  په غوړیدو  یې د انسانیت د پریوتو او سقوط   لړۍ  پیل کیږي .
دغه    دواړه خواوې  مونږ  یوازې په نظري توګه د افراط او تفریط  په نومونو  نه شو نومولې  بلکې دهغو ترخو حقایقو  له مخې  چې  تجارب  یې   د ریکارډ  په  څیر  مونږ ته  را مخته کوي  ، د اخلاقو په ژبه یو ته   د افراط  او بل ته د تفریظ  نوم ورکوو.  هغه تاریخې شالید  چې مونږ ورته ګوته نیسو  مونږ ته    را په ډاګه کوی  چې کله هم  یو ولس د وحشت  ددورې  څخه د تهذیب او پوهې لورې ته را وځې نو دهغوې ښځې د خدمتګارانو او وینځو په څیر د هغوې د نارینه و   سره یوځاې موجودې وي ،  په لمړیو وختو کې د کلیوالې ځواکمنۍ د زور  له مخې هغوې  مخته ځې خو کله  چې د تمدني پر مختګ  یو ځانګړۍ منزل ته رسیږي نو هغوې ته په ډاګه کیږی  چې   په  تورو تروږمیو کې د خپلې پوره نیمې  برخې  د پریښولو  له  امله  نور  مخته  نه  شی تللاې .
هغوې ته دخپل  پرمختګ اثار او نښې  ولاړې بریښې او د پر مختګ د اړتیاو  احساس  هغوې مجبوروي  چې دغه نیمه برخه هم د همغه لمړنۍ  نیمې برخې سره یو ځاې د تګ  وړ  و ګرځوې .  خو کله  چې  هغې ددغه زیان   جبرانول پیل  کړي نو یوازې د هغې په پوره کولو  بسنه  نه کوې  او نور هم  مخته  ځې . ان  تر دې  چې  د ښځې د ازادۍ  څخه  د کورنۍ  جوړښت « چې د تمدن  بنست  او اساس  دې »  په بل مخ واوړي ،  د ښځو او نرو  د اختلاط او ګډون  څخه د فحاشې او بد اخلاقۍ سیلاب  را  په  څپو  شي . شهوانیت او عیش  د ټول  ولس اخلاق د بربادۍ  سره مخ کړي. ددې اخلاقي تنزل  سره یو ځاې د ذهني ،  جسماني او مادي قوتونو تنزل هم په لازمي توګه را برسیره کیږی  چې پاې یې د هلاکت او بربادۍ پرته نور څه نه دي .
پاته په دوېېمه برخه کې ولولئ..