طلاتیپـه د بېدیانیو لویه هدیره

Tillia tepe, la »Colline de l’or   «
pp. 69 - 77



ویرونیک شیلتس، د "اکول نورمل سوپریور(ENS)" علمي څیړونکي «هلنیسم او ختیځ تمدنونه»
د لیکنو او ادبیاتو د اکاډیمۍ خبریال
پښتو ژباړه : رحمت آریا
هغه سپور چې کلونه کلونه د شاړو ځکموپه پراخولمنوکې آس زغلوي،دښارخوبونه وینی
ایتالو کالوینو

کابل، د ۱۹۷۸ کال د نوامبرمیاشت ده. د کوشانیانو نړیوال سیمینار تاریخ پوهان اولرغون پوهان سره راټول کړیدي. ویکتورسریانیدي چې یوه ورځ مخکې د برونز د دورې د یوه نړېدلي ښار له ورانیوڅخه په جوړې شوې غونډۍ کې چې طلا تیپه نومیږي د غونډۍ د خاورو د استرونو له کیندنې څخه بیرته راستون شوی او خپل همکار پال برنارد ته چې له آی خانم څخه راغلی نږدې کیږي. روسي لرغون پوه یوه کوشنې شمع دانۍ چې د ورځپاڼې په کاغذ کې یې په ډیر ځیر پیچلې له خپل جیب څخه راباسي. هغه دغه شمع دانۍ خپل فرانسوي ملگري ته ورښي او د هغه د اند د اوریدلو لیواله دی. د هغه کارگران د یوې لویې ودانۍ د خښتود پاکولو په وخت کې چې ده یې پلټنه کوله د سرو زرو د توکیو اود یوه قبر په موندنې بریالي شوي وو او د کارگرانو ډلې چې له افغان اوشورویانو څخه جوړه یوه ډله وه پرته له ځنډه موندل شوي توکي تر څیړنې لاندی ونیول. د څیړنې لومړنی اثر له سرو زرو جوړ «سړی له دولفین سره» اثر دﺉ (کتلاک، ۳۶) او ښخن ځای یی لومړی نمبر قبر دﺉ. له دریو میاشتو څخه په لږه موده کې پنځه نور قبرونه وموندل شول. دغه دوه تنه پوهان د کوشنې لوحې له اوږدې څیړنې وروسته له یو بل څخه جلا شول. لومړنی طلا تیپې ته د خپلو کیندنو لپاره ولاړ او د افغانستان د سخت ژمي د سختیو له گاللو سره سره یې اغیزمن کارونه ترسره کړل تر څو چې په ۱۹۷۹ کال کې یې دغه له اړې دوړې ډک هیواد پریښود او ولاړ. دوهم پوه پاریس ته ولاړ او پنځه ویشت کاله سترگې په لار پاتې شو تر څو په دې بریالی شی چې په آی خانم کې  د خپلې پلټنې لوټ شوې سمیې ته بیرته راستون شي.
په هغه ورځ په کابل کی دغه دوه تنه لرغون پوهان نه پوهیدل هغه هدیره چې ویکتور سریانیدي ناڅاپه څو ورځې مخکې موندلې وه، د یوې معما ورکه شوې ټوټه وه او دغې پیښې ته په هیڅ ډول تصادف نه شو ویلای ځکه چې دا د هغه ژوند ډالۍ وه چې سر تر پایه په مېنې او لیوالتیا د لرغو پوهنې په لاره کې تېر شوی ؤ. طلا تیپه د هغه ځنځیر ورکه شوې کړۍ ده چی د کیږدۍ میشتو په لاس د آی خانم د ښارگوټي د ژوند د پای او د کیږدۍ میشتو په لاس د کوشانیانو د سترواکۍ د زوکړې د جوغې د رپیدا تر منځ غزیږی. د زباد یا ثبوت له نه لرلو سره سره داسې بریښي چې د طلا تیپې وگړي هماغه د «یو ژی» نامتو کیږدۍ میشتي ډلې دي چې د چین له سرحدي لیکو راغلي او د کوشانیانو د ستر واکۍ نیکونه او بنسټ ایښودونکي دي. د طلا تیپې د لرغون پوهنې سیمه د باختري یونان د پاچاهۍ  د پای او د نوې واک  چَلونې د رامنځ ته کیدو ترمینځ، هغه واک چلونه چې څلورپیړۍ یې د نړۍ پردغې سیمې واک وچلاوه، رڼا اچوي. هغه څه چې طلا تیپه د تاریخ پوهنې او لرغون پیژندنې په برخه کې نندارې ته وړاندی کوی د افغانستان په تاریخ کې د کیږدۍ میشتو دریځ او د هغوی اغیزې دي. دغه ځای تر ډیرو وختونو پورې ناپیژندل شوې ؤ ځکه چې «بې کوره ا و بې دیواله» کیږدۍ میشتي (هیرودوت، ٤، ٤٦) چې نن دلته سبا هلته دي مخکې له دې چې په یوه ځای کې میشتیدونکی ژوند غوره کړي پرته له قبرونو بله کومه نښه چې د لیدلو او پیژندلو وړوي له ځانه پریږدي؟  تر هغه ځایه چې د باختر په تاریخ کې د هغوی د یادونو خبره کیږي د هغوی ونډه په ټولیز ډول له یوې ورانوونکې ونډې سره تړاو مومي.
هسې چې تل په لرغون پوهنه کې پیښیږي، هغه څه چې ویکتورسریانیدي د ۱۹۷۸- ۷۹ کلونو په کیندنو کې وموندل هغه څه نه ؤ چې دی ورپسې گرځیده یا په بله وینا دغه موندنه یوازې هغه شی نه وه چې دی ورپسې د طلا تیپې غونډۍ ته راغلی ؤ. دا په حقیقت کې د افغان او د شوروي د لرغون پوهانو د گډې ډلې په اډانه کې د هغو کارونو د لړۍ د بشپړونې یوه برخه وه چې په ۱۹۶۹ کال کې په ترکمنستان او د ازبکستان په سویل کې چې د شوروي د واک اوا غیزو یوه نه بیلیدونکي برخه بلل کیدله پیل او دغه لړۍ باید د آمو دسیند د کیڼې خوا د لمنو له کیندنو سره پای ته رسیدلې واي. د دغې کاري اډانې یوازینۍ ځانگړې موخه د برونز د دورې د ښاریز ژوند ښه پیژندنه وه.
 سره له دې چې د افغانستان په خاوره کې فرانسویان د لرغون پوهنې په کیندنو کې مخکښ وو خو له افغانستان او دهغه له لرغون پیژندنې سره د روسانو بې توله لېوالتیا له ډیروخته راهیسی موجوده وه. د نولسمې پیړۍ له نیماییو څخه را په دې خوا د ژب پوهنې په برخه کې د بوریس دورن له کارونو وروسته، او ورپسې له ۱۸۶۷ کال څخه وروسته چی واسیلی گریگوریف له کابلستان او کافرستان سره مینه وموندله، واسیلی بارتولد زیاته هڅه وکړه چې د ختیځ د لرغون پوهنې نوې راپارېدلې تنده نوره هم را وپاروي. (گورشنینا  او راپن، ٢٠٠١)

د موندنې څرنگوالی

د افغان اود شوروي گډې ډلې د سلو کیلومترو په پلن والي د باختر لویدیځ پلو ته د شبرغان په یوې رغیاڼې کې د کیندنې لپاره یوه سیمه وټاکله. د هغه ځای د شنې بیدیا په پراخې لمن کې چې شاړې ځمکې ترې را تاو وې د ایمشې تیپې د لرغوني ښارگوټي د نړیدلو برخو یوه مورچل او ماڼۍ،سره له برج او  گرد چاپیره کلاگانو سرونه راپورته کړي وو. وروستنیو کیندنو څرگنده کړه چې دغه ښارگوټی چې بنسټ یې پرته له اړنگه د باختري یونان په دوره کې ایښودل شوی ؤ د کوشانیانو په وخت کې د پرمختگ او غوړیدا په حال کې ؤ. د ښارگوټي له دیوالونوڅخه بهر د نږدې پنځه مترو په لیري والي یوه بله غونډۍ وه چې درې یا څلورمتره لوړوالی او نږدې سل متره پلن والی یې درلود. د غوندۍ پرمخ د هغو ماتو شویو لوښو موندنه چی له میلاده مخکی دوېمې زریزې پوری اړوند پیژندل شوی وو د ترکمنستان په سویل کې له موندل شویو توکو سره ورته والی څرگنداوه او لرغون پیژندونکي یې لا وهڅول تر څونورهم دغونډۍ په پلټنه کې ورننوځي. هغوی ډیرژر د یوې لویې ودانۍ پاتې شونې وموندلې چې د یوې برنډې اود ستنې لرونکو کوټو یو گډوله وه چې پلن دیوالونه یې گرد چاپیره راتاو او له پخوخښتو جوړې شوې وې. سریانیدی دغه ماڼۍ د برونز د دورې د پای او د اوسپنې د د ورې د پیل څرگندویه وبلله او په منځ کې یې یو عبادت ځای وپیژاند. د کیندنې د کارپه پرمخ بیونې اود لرغون پیژندنې د کیندنې د کار د پایلو(سریانیدی١٩٧٩) په خپرولو کې د ویکتورسریانیدي تکړه والی د ستایلو وړ دﺉ ځکه چی لویه اندیښنه موجوده وه چې د سروزرو د موندلو لپاره به د لرغون پوهنې په پلټنه کې ځنډ رامنځ ته شی. پلټنو څرگنده کړه چې یوه ناپیژندل شوې ډله د همدغه عبادت ځي د نړیدلو ورانیو دغونډۍ  پرسر دیوه لڼد وخت لپاره میشته شوې خو ډیر ژر له دغه ځایه بیرته تللي ده ځکه له هغې ډلې څخه د غونډۍ پرسر، پرته له دوړو او له کلالی خاورو بل څه ندي پاتې. د دغې خاروې په لیرې کولو ؤ چې د یو کارگر یُـوم سره زر را وایستــل.
له بلی خوا یوازې د همدغه ځای نوم د لرغون پوهانو لپاره بس ؤ چې په کې ځیر شي. د طلا تیپې نوم چې نن ورځ په روسي شوي بڼې (تیلیا تیپی) په خپرونو کې پیژندل شوی او په سیمه ایزه ازبکي ژبه کې «تلا تیپی» بلل کیږي په حقیقت کې هماغه د سرزرو د غونډۍ معنی ښندي. د غونډۍ په لمنه کې شپږ قبرونه چې ځینې یې دنړیولو دیوالونو په برکې ځاي درلود وموندل شول. د دغه ځای ټول قبرونه د ایمشي تیپې غونډۍ ته مخامخ پراته وو. ویکتور سریانیدي د افغاني ډلې له مشر ښاغلي زمریالي طرزي او ورسره ملگری یې  د یوه سخت کار په کولو بریالي شول. هغوی دغه شپږ قبرونه په ډیر ځیر وکېندل، توکي یې پاک کړل او د نږدې شل زره توکو ځایونه یې ثبت کړل ترڅو د کابل لرغونتنون ته ولیږدول شي. یو بل قبر یعنی اووم نمبرقبر چې د کېندنې د کار د پای له  وروستې ورځې څخه یو ورځ مخکې وپیژندل شوپاک نه شو. دغه اووم قبر په ډیر ځیر بیرته په خاورو ډک کړای شو او پلټنه یې د یوه کال لپاره وځنډیده. خو د ۱۹۷۹ کال د دسامبر په میاشت کې شوروي لښکرو پرافغانستان یرغل وکړاو جگړه پیل شوه. له دې سره سره په ۱۹۸۲ کال کې ویکتورسریانیدي د عکاسانو له یوې ډلې سره کابل ته راستون شو او په ۱۹۸۵ کال کې د انځورونو یو ښکلی البوم چې په فرانسوي کې یې موږ د     “L’Or de la Bactriane” (د باختر سره زر) په نوم پیژنو په لیننگراد کې په څو ژبو خپورکړ. تر ډیرو وختونو پورې دغه کتاب نه یوازې د هنرآماتورانو بلکه کارپوهانو لپاره، نوموړو توکو ته یوازینې سرچینه او لاره  بلل کیده او موږ د ولادیمیر تیری بینین او لیونید بوگدانوف له تکړه والي څخه منندوی یو چې د لوړکیفیت په عکاسۍ سره یې د دغې لارې شونتیا پرانیستله. 
نړیوالې ټولنې ته د خپلو کیندنو د لاس ته راوړنو په پیژندلو کې د ویکتور سریانیدي د کار چټک والی اومیړانه په هغه ډول چې ښایي، نشو کولای په څو ټکیو کې رالنډه کړو. هغه د خپلو بې شمیرو مقالوترڅنگ چې پرته له ځنډه یې په نړیوالو خپرونوکې خپرې کړې دوه نورښکلي اوخړوب او له ډیرو معلومات ډک کوشني کتابونه هم ولیکل. (سریانیدی، ١٩٨٣ او ١٩٨٤). له هغه وروسته یې پرته له دې چې د مارگیانا په پخوانیو کیندنوکې چې د ډیر ارزښت وړ وې کوم ځنډ رامنځ ته کړي په ۱۹۸۹ کال کې خپل یوازینی علمی لاسوندی یا سند خپورکړ کوم چې موږ یې د طلا تیپې د هدیرې او د عبادت ځي د سیمی (سریانیدی،١٩٨٩) د کیندنې په هکله  یوازینې سرچینه بولو. هغه د ماقبل التاریخ د علم پیژندنې د بشپړونې لپاره چې تر هغه وخته پورې خپله د هغه د کارپوهۍ برخه وه د خپلو همکارانو لکه گینادی کوشیلینکو له پوهې او تکړه والي څخه گټه پورته کړه.  د طلا تیپې په اړه نوموړی اثرله یوه انځوریز البوم سره ملگری دﺉ او د کتاب په منځ کې یې پاخه معلومات ورکړي او یا مخکنی معلومات یې سم کړيدي. دا اثرټینگار کوي چې په طلا تیپه کې  یوازې د عکاسی وړ د سرو اوسپینو زرو ښایسته توکي ندي بلکه  هلته آنتروپولوژیک (انسان پیژندنې) توکي لکه د انسان ککرۍ او هډوکي هم دي چې د څیړنولپاره واستول شول، همدا رنگه عضوي پاتې شوني، د ټوکرانو پاټې شوي خاپونه، د دوه وو لیندیو ټوټې، د یوې کتیدونکې گدۍ یا تخت پاتې شوې ټوټې او ډیرداسې نورتوکي دهغو کسانو لپاره چې د سروزرو د گاڼو د ارزښت له پلټلوڅخه پورته داسی شیان ورته ډیرزیات د ارزښت وړ وي.  که کله داسې هم پیښ شي چې د نویو څیړنوپه ملاتړ او یا د نویو انگیرنو د رامنځ ته کولو له امله موږ د لیکوال له جاج اخیستنې څخه لیری هم شو، باید ټینگار وکړو چې د خپلو معلوماتو ډیره برخه مو د همدغه لاسوندي یا اثر له تل څخه په پور اخیستی ده. د ساري په ډول د قبرونو پریواته اوجوړښت د بیلگې په توگه وړاندي کولای شو.
 

د قبرونو جوړښت او پریواته

مخکې له دې چې د قبرونو په زړونوکې له پټوساتل شویو توکوسره آشنا شو د قبرونو جوړښت چې پریوې غونډۍ پراته دي په خپله دا جوتوي چې موږ د کوچیاني ژوند لرونكو له مړیوسره مخامخ یو. په طلا تیپه کې نه کوم برمیالی «کورگن»  لیدل کیږي، نه د خښولو داسې غوچوړي چې د تینگونو یا تابوتونو لپاره تاخچې ولري او نه د لرگیو له کُندو څخه جوړې کوټي. دلته یوازې یو ساده سُورَی وینو چې د لرگیو چت لري او خاورې ورباندی کوړۍ شویدي او پرځمکې یا له غولي څخه لږ څه پورته یو بې سرپوښه  تابوت دﺉ چې په ټوکرانو کې پیچل شوي او د مړي پاتې برخې یې ساتلې دي. ښایي د نړۍ په نورو برخو کې د کوچیاني قبرونو د څرنگوالي په پرتله د دغو قبرونو له حده وتلي ساده والي ویکتورسریانیدي هڅولی وي ترڅوپه شپه کې د مړي د ښخولو د کارانگیرنه راوړاندي کړي او دغه په شپه کې ښخونه ښایي د ورڅیرمه ایمشي تیپې ښارگوټي د میشتو وگړو اویا د لوټولو د مخنیوۍ  د ویرې له امله تر سره شوي وي. دا به گرانه وي که وانگیرو چې د قبرونو کیندنه او خاورو ته د سپارلو لمانځنه چې له ښارڅخه یوازې څو سوو متره لیرې ده د چا له پامه پټه پاتې شوې وي، خوپه دې هم پوه یو چې کوچي خلکو د خپلو مړیو د ښخولو لپاره د خپلو دودیزو پووَندو د لارو له سرونو څخه د لیري پاتي کیدلو له امله، او یا هم د کډوالې او مهاجرتونو له امله او یاهم  د ښاریز ژوند د غوره کولو او میشتیدلو له امله له مخکې جوړو شویو گورگنانو او یا له ساده پوټیو"پُښته" څخه کار اخیست، ځکه چې د کوچیاني وگړو په دود کې په خاروکې د مقبرې ځای پرځای کول مهم گڼل کیده. همدې ته ورته د «ولگا» او «دان» د لارې تر منځ د«کوسیکه»  (روسیه – ژباړونکی) د سیمې لویدیځ لورته د کوچیانو د کـَډَن کیدلوپه وخت کې چې پرته له اړنگه د «الن »  کوچیانۍ ډله وه، د یوې طبیعي پوټۍ پر سریو قبر له څلورڅنډې لرونکې سیلاوې سره وموندل شو او داسې بریښي چې د ښخولو لپاره یې یا ډیر وخت نه درلود او یا یې هم د (پاخه)گورکن لپاره یې بشپړ اوزار نه درلودل. 
له دې امله ددغو نښو په پام کې نیولو سره داسی بریښی چی د طلا تیپی مړی ښایی هغه بې کوره کډوال ؤ چې د خپلې دودیزې تگ راتگ لارې دلیرې والی له امله چې خپلې پلرنۍ هدیرې ته یی لاس رسی نه  وه او د یوه گورکن د جوړول لپاره هغه لازم چوپړمار او توکمیزه ټلوال یی هم نه درلودل ترڅو  په خروارونو خاوره بی ځایه کړيله دې امله هغوی ځانونه اړبلل چې د خپلو نیکونو د دود په ډول خپل مړي خاورو ته وسپاري ځکه څرگنده ده چې په هماغه کچه د نوي ژوند د دود خپلول آسانه دي په هماغه کچه د مړیو د ښخونې په هکله له پخوانیو دودنو څخه  لاس په سر کیدل گران دي. آیا نن د قزاقستان په لویوښارونوکې د سپینو نیمڅیو «یورت » یا کیږدۍ نه وینو چې خلک یې د دوه وو ودانیو په واټن د جنازې د بدرگې دلمانځنې په وخت کې  دروي؟ د طلاتیپې وگړو هم د قبرونو د  پریواتو په اړه همداسې یوه سمبولیکه ژبه کارولې ده په دې معنی چې د سیمه ایزو دودونو په پام کې نیولوسره یې داسې نوي دودونه رامنځ کړل چې دهغوی دفکرونواوعقیدو له اډانې سره سمون وخوري.
په دې تړاو د قبرونو نقشې ته یوځغلنده نظر زموږ قناعت ترلاسه کولای شي. په څرگنده وینو  او تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو د ځمکې لوړوالي یا ژوروالي او یاهم ناڅاپ والي د قبرونو د ترتیب څرنگوالی نه دﺉ جوړکړی. دلته په څرگنده وینو چې نه یوازې دپنځو ښځود مړیو قبرونه د یوه نارینه مړي تر قبر را تا و دي بلکه د نارینه مړي قبرد غونډۍ په پورتنۍ برخه کې ځای لري او په ۶ او ۳ نمبر قبرونوکې ښځینه مړي په پریمانه گاڼو سمبال او په همدي لوړځای کې ورسره ملگري دي اوڅرگندیږي چې دغه قبرونه د نورو قبرونو په پرتله ترټولو بډای قبرونه دي او یوازې همدغه مړي دي چې دسروزرو اړخ پراړخ جوړه یي کُنډې په غاړه لري (کتلاک، ٧٩ او ١٣٦)، کټ مټ د لوی پتر د نامتو سایبریایي کلکسیون د څوارلسو نمونو ته ورته دي چې د سنت پطرزبورگ د هرمیتاژ په موزیم کې ایښودل شوي دي. د دې خبرې ترڅنگ د دغو دریو  تنو غوره مړیو قبرونه د لرغونو د یوالونوپه په پسور کې او د نوروښځو قبرونه (١،٢،٥ نمبر قبرونه) دغونډۍ  په لمنه کې جوړ شویدي.  پنځم لمبر قبرچې له نوروقبرونو څخه لیرې پروت دی دومره ساده او بی شتمنی وه چې کیندونکود قبرمړي ته د «مینځی جلکۍ» لقب ورکړ.
آیا دا په دی مانا ده چې ښخوونه دیوه له مخکې جوړ شوي پلان له مخې اوپه یوه وخت کې ترسره شوي ؤ؟ د قبرونو د مهالنیزواټن دټاکنې لپاره څه معیارونه په لاس کې  لرو ؟


 
مسکوکات او د قبرونونـــیــټـه
 
موږتر اوسه داسې وسایل په لاس کې نه نلرو چې دهغو په مرسته د لرغون پوهنې د معیارونوپر بنسټ د ښخونې پرتلېزه نیټه وټاکو. یوازې سکې دي چې موږته دا وسه راکوي ترڅو د هغوی نیټه ایز دریځ د عمومي پیښ لیک په لمنه کې وټاکو. که یوه هندي سکه له پا مه وغورځوو، موږ پنځه سکې په لاس کې لرو. له دغو پنځو سکو څخه درې سکې یې پارتي  دي، ورپسې گریک اوبل   له هیرایوس  څخه چې له یوژي  څخه سرچینه اخلي، بله یې رومن تـیـبـري  اوریوس  (۹۵ کتلاک) ده چې ښایي په گول  کې  د ۱۶-۲۱ میلادي کلونوپه منځ کې (خوپه چورلټ ډول نه له ۳۷ کال وروسته)  ضرب شوې وي چې د قبرونو تر ټولو په ځیر نیټه په لاس راکوي.
په همدې قبر (۳ نمبر) کې د دوه وو نوروسکو موندنه (۹۵،۹۶ کتلاک) چې په همدې مهالیز واټن کې ضرب شویدي موږ احتیاط ته رابولي او ټینگار کوې چې د هغوی د چلند نیټه له پامه ونه غورځوو، په ځانگړي ډول د کوچیاني ژوند په ټولنیز چاپیریال کې چې د بډایتوب اوشتمنوالي د درناوي اهمیت له پولي ارزښت څخه لوړ گڼل کیږي.  کولای شو د «سایتانو»    پرجاموباندې د اوسپنود پا ڼکیو ځړونه په یاد راوړوچې پرهغوی باندې یې د چرگ او د کونگ انځورونه له یوناني سکو څخه په پورَوُنې کښلي وو او همداشان تر نن ورځې موږ په مرکزي اسیا کې وینو چې له ۱۹۱۷ کال را په دې خوا کوچیانې ښځې «کوپیک»  پر خپلو ټیکریو باندې گنډي او یا د گاڼې په ډول ورڅخه د غاړې هار جوړوي.   له دې امله معقوله به دا وي چې له مهالیز اړخه تر ټولو وروستې سکه یعنی اوریوس تـیـبـیـر په پام کې ونیسو چې باید په ۳۷ کال کې ضرب وهل شوې وي او طلاتیپې ته د هغې د رسیدلو لپاره اوږده نیټه په کار نه ده چې گڼې د سمندر له لارې د هند سویل ته چیرې چې د همداسې سکو ځای ځایگي په بشپړ دول تثبیت شوی دﺉ،رارسیدلې وي او دا په خپله د مړیو د ښخولو څه نا څه نږدې نیټه موږ ته په لاس راکوي. پردې برسیره له نوموړې نیټې وروسته د بلې ضرب وهل شوې سکې نشتوالی په خپله یوه بله بیلگه گڼل کیدای شي.

د دغې انگیرنې د لا پراختیا لپاره باید د قبرونو د کیندنې په تړاو لا نورې د منلو وړبیلگې په لاس کې ولرو پرته له هغې، قبرونه باید په یوه وخت کې کیندل شوي وي. گڼ شمیرلاسوندویا شواهدو ته گوته نیولای شو، د ساري په ډول  یو بل ته د قبرونو د جوړښت ورته والی، د قبرونو د ځینو توکیو ډیر نږدې والی او په ځانگړي ډول دمړیو ښخونه، سمبالنه، د مړیو د ښخونې سنجونه او په هغو کې د ښځینه او نارینه مقامونو مراعات کول چې یوازې د یوه نارینه مړي ترقبر د څو ښځوقبرونه را تاو دي، دا ټول په همدغې خبري د منښتې گوته ایږدي. د دغو په ویلو اوس په هوسا زړه کولای شو د یوې خونړۍ جگړې او یا هم د ټول وژنې د یوې ناروغۍ په هکله فکر وکړو ځکه دا نظر هم په بشپړ ډول د منلو وړ نه شي  بلل کیدلاې چې پنځه یا ترهغې زیاتی ښځـې دې له خپل ټولواک  او مولا سره ټولې د مړینې په سفر کې  ملگرتوب وکړي. سربیره پردغو نه یوازې  دهیرودت (،۷۱(IV  د لېکنو له لارې بلکه د کېندنو او لاسوندو پربنسټ پوهیږو  چې یو مړی هغې نړۍ ته په یوازې سر نه استول کیده بلکه د هغه ټول حرم ور سره بدرگه ؤ. او که د هیرودت (۷۲،IV ) خبره ومنو  نو د حیرانیتا ځای نه دی چې د یوه تن د مړینې په کلیزې کې دې پنځوس تنه ځوانان د هغه په ویرکې قرباني شي. له دې امله د دغو قبرونو په هکله ښایي او ډیرحقیقت به نږدې هم وي چې  ومنو  چې موږ له یوه شهزادگي سره مخامخ یو چې دهغه د حرم ښځي د  ده له مړي سره بدرگه دي.  په دې انگیرنې موږ باید دغه پیښه له مهالیز اړخه د لومړۍ پیړۍ د لومړۍ  ربعې په پای او یا د لومړۍ پیړۍ په دوېمې ربعې کې ځای پرځای کړو.   
 پارتي (اشکاني ) سکې موږته بل ډول څرگندونه کوي. اشکانیان له میلاده مخکې په دو ېمې او لومړۍ پیړو کې له کوچیاني وگړو سره ډیر لاس او گریوان وو. کله کله به یې له بیدیا میشتو سره نیغ په نیغه جگړه درلوده او کله به یې هغوی په شا وتمبول او یا هم داسې لارې چارې به یې ترلاس لاندې ونیولې ترڅو د خپلو ختیځو پولو د ټینگښت لپاره هغوی تر خپلې څارنې لاندې ونیسي.  که د ایزد وَر سرکشي لیکنه (دلومړۍ زیږدیزې پیړۍ پیل ) تر سرلیک لاندې د (پارت د واکدارۍ لړۍ ) برخه ومنو، نود زیږدیزې پیړۍ په پیل کې د افغانستان ټولې لویدیځې برخې (هرات او سیستان) د پارت د واکدارۍ سیمې وې. کوم هغه شواهد چې د پارت سکې وړاندې کوي دا دي چې د سرو زرو د یوې تقلیدې سکې د شاهدۍ پربنسټ (۱۴۶ کتلاک) موږ دې انگیرنې ته رابولې چې سیمه ایزو واکوالو او کوشنیو پاچاهانو د پارت له مرکزي دولت څخه د سکې د ضرب وهلوامتیاز ترلاسه کړی ؤ. موږ د خپلو څیړنواو پلټنوپه دغې برخه کې د سرو زرو د سکې د لرلو هیله نه درلودله ځکه هغه مسکوکات چې که باختري – یوناني، یا پارتي او یا هم سیمه ایزو واکوالو ضرب وهلي دي یا له سپینو زرو یا له برونز څخه وو. د سرو زرو پربنسټ ولاړ پولي نظام  د کوشانیانو او د ټولواک ویما کدفیزس له واک اخیستلو وروسته رامنځ ته شو.  دا چې په څلورم قبرکې مړه شوې ښځه په خپل تړلي موټي کې د اشکاني د کورنۍ د سرو زرو سکه لري په دې انگیرنې باندې د منښتې گوته ږدي چې د هغې توکم له پارتانوسره تړاو درلود.


جامې، جنگي توکي او گاڼې

د ترلاسه شویو نښو نښانوله مخې ده چې د جامو، گاڼو او وسلو له بیلگو او د هغوی د کارونې له څرنگوالی سره اشنا کیږو. په دغه پړوا کې د توکمیزې پیژندگلوۍ لپاره د ځینو نه اټکلېد ونکو اوڅه نا څه له کړاوونو ډکو بیلگوڅخه باید یادونه وکړو. د مړیو له جاموڅخه هیڅ شي هم نه دي پاتې. د مړیو  د جامو پیژندنه یوازې د گاڼواو سرو زور د توکیو په ځیرڅیړنې اوکتنې پورې تړلې وه،  د ساري په ډول : پاولي گان، نتکۍ، پیزوانونه اوکـُـنډې. له دغه ځایه کولای شو د کار د کړاوونو اټکل وکړو. د دومره گڼ شمیر ټوټو په ډیروالي کې چې ټولې او یا ټولو ته نژدې یې د سرو زرو په ټوټو گنډل شوې وي په څه ډول به وکولای شو د تېنگ "تابوت" د مخ ټوکر، د کفن او یا د مړي جامې د همدغو ټوټو پربنسټ یو له بل څخه بېلې کړو که په ځانگړي ډول ښه ځیر شو نو د کمیس ټوټې، د چپنې او یا بالاپوش برخې به په څه ډول وپیژنو. د یوې لومړۍ کتنې په کولو داسې ښکاري چې نارینه لنډې جامې سره له خفتان  چې د پرتوگ پرمخ لویده، درلودې. داسې ښکاري چې د تهران په لرغونتون کې د پارت د شامي شهزاده د ژړو (برنجی) مجسمې جاموته ورته، پرتوگ په ماسیو کې ننه ایستل کیده. د ښځو جامې یو له بل څخه د څو لاملونو پربنسټ توپیر کوي، ښایي د هغوی د ټولنیز دریځ پربنسټ او یا دا چې ټولو یې له یوه ځانگړي توکم سره تړاو نه درلود. دغه انگیرنه د پنځم نمبر قبر په اړه په دې بڼه راپورته شوه چې ښايي دا د داسې یوې ځوانې ښځې قبروي چې په ژوندانه یې لاماشوم نه وي زیږولی. له دغو خبرو سره سره د ښځو د جامو بنسټ هماغه یوه بنسټ دی چې تر نن ورځې پورې په ټوله نړۍ کې دود دی  او هغه پر پرتاگه باندې کمیس دﺉ یا "کمیس شلوار" یې بللای شو.
له نارینه مړي سره جنگي توکي دوه لیندۍ، یوه اوږده توره، یوه چاړه له څلورڅنډیز پوښ سره، یو دانه تېکی، او څو دانې سیلاوې وې چې ټول یې د بیدیانیو اوسارانیو جنگي توکي بلل کیږي. نښې نښانې پردغې خبرې ټینگار کوي چې موږ له یوه شهزاده سره مخامخ یو ځکه له دې سره سره چې دلته یو آس لېدل کېږي خو آس د څښتن تر څنگ نه دې ښخ شوی، څلورڅنډې لرونکی پوښ چې د سپاره پر ورون باندې د تړلو معنی ښندي او پرته له هغه د سپاره ورون ټپي کوي خود دغه پوښ شتون یوازې یوه ننداریځه بڼه لري او یو ملاتړونی (کمربند) چې بیا هم شتون یې ننداریځه بڼه لري او د ملا د تړلومعنی نه ښندي او د دې په ویلوموږ جاج اخلو چې دا د یوه داسې سرلښکر او واک چلوونکي قبردﺉ چې پرته له خول'" اوسپنیزه خولۍ" او زغردې خاوروته سپارل شوی دﺉ  ځکه خول او زغره د یوه جنگیالي لپاره د جگړې د ډگر جنگي توکي دي نه د یوه واک چلوونکي دواک څرگندویه. د کېدنې په وخت کې ځینې د سرو زرو توکي لکه د سرد ښکلا توکي، د سرو زرو گلماخۍ" دمخ گاڼه"، لښتۍ، د غاړۍ هارونه، باهوگان " غټ بنگړي" پایلونه او بې شمیره گاڼۍ چې موږ په سترگو و لیدلې، ټولې یې د هغوی د سترې برمیالۍ او راز راز والې څرگندونه کوي. خو له دغو آثارو، نښو او نښانو پرته چې زموږ مخې ته پراته دي تر ټولو پټه خبره د هغو دودونو، الهام اخیستنو او د اغیزو لاره موندنه ده چې د همدغو آثار د زړه په شالېد کې نغښتي دي او غواړې په گنگه ژبه د هغوی له مخې پرده پورته کړي. د سرو زرو او ډبرلیکو آثارو د علمي څیړنې په برخه کې بنسټیزگام د توماس کالیگارو او د فرانسې د لرغونتونو د موزیم له برکته پورته شو چې موږ د هغوی منندوی یو. ښایي یوه ورځ د هغو اړیکو په موندنې بریالي شو چې په طلا تیپې کې د موندل شویو آثارو اړیکه د سایبریا له کلکسیون، دسرمتي  له نړۍ، د الن له توکم او دلرغونو وختونو له کډوال کیدلو سره وتړي.
  هغه څه چې په طلا تېپې کې لېدل کیږي  په هماغه کچه چې د هغوی د سرچینود الهام اخیتسنو د غوټو د سرموندنه لاپیچلې کوي په هماغه کچه دهغو د زرگرانو د هنرتکړه والی د ستاینې وړ دي.
په دغو آثارو کې د سرو زرو په تار گـنـډنـه ډیره لږ او ان په نست ده خوهـغـه څـه چې سړی هک پک کوي په جـړاوونه " مرصع کاري" کې د مېده کارۍ کې هنرامندانه پوهه او تکړه والی دﺉ.
د دغو هک پک کوونکو آثارو زیږوونکي اونوښتگرڅوک دي ؟ ترلاسه شوي شواهد پردغې خبرې گوته ایږدي چې په مړیستون کې گڼ شمیرترلاسه شوي توکي په یوې کارخانه کې جوړ شوي دي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د هنرپوهانو خپله پوهه په داسې ډول نورو نسلونو ته لیږدولې ده چې نن ورځ د هغوی تگ لاره موږ د هند په کارخانو کې وینو.


گــډ هــنــــر

موږ وویل او په خپلوراتلونکو خبروکې به بیاهم روښنایي واچوو چې د طلا تیپې هنر له څو  هنرونو څخه جوړ یو گـډ هنردﺉ، په دې معنی چې که چینایي توکیوته وگورو یا چینایي توکیو ته ورته جوړو شویو شیانو ته، که له هند څخه رالیږدول شویو توکیو ته او یا له هندي تگ لارې سره سم جوړوشویو توکیو ته پام وکړو او د دغو په سرکې که د هلینسم په دود جوړوشویو توکیو ته وگورو نو وینو چې ټول یې له یوې داسې تگ لارې څخه سرپوراته کوي چې په دغو هنري زیږونوکې  د څو تگ لارو گـډوالی یوځای شویدﺉ  او یا هم دغه هنر په خپله خیټه کې کله کله د جلگو په هنر کې نغښتي د ژویو د انځورگري د هنري سکالو له ریښو سره نږدې والی را بربنډوي. بیدیانی یا سارانی هنر په ټولیز ډول داسې یو هنر دﺉ چې د گډو وډو هنرنو له څانگو څخه جوړ او را اخیستل شوی هنر دﺉ. د دغې خبرې د زباد یا ثبوت لپاره یوازې د ختیځ له هنر څخه د «التای» دهنر پوراخیستنه،  یا د«فلیپوفکه» موندنې چې ټول یې هک پک کړي دي او یا د یوناني – سایتي هنر د ستاینې وړد برم  یادونه بس ده.
د طلا تیپې په هنر کې  دغه هنري گډوالی په عجیبه بڼه او کله هم د سترگو له خطاوالي سره جوخت راڅرگندیږي. د ساري په ډوال د « آتنا»  لاس چې د گرمټ یا نېزې په لور اوږد شوی خو گرمټ نشته،او یاکه په کیناستلي ډول ښودل کیږي هلته بیا پلاز یا تخت نشته. خو د دې برعکس کوشنی کوشانی « افرودیت»  د یوه شي په مینځ کې چې د واک د چلونې د بازوگانو له ستنو څخه پرته د بل څه انگیرنه ورڅخه نشي اخیستل کیدای په درېدلي توگه ښکاري، د ځینو شیانو نشتوالی په خپله د حیرانتیا وړ گرځي د ساري په ډول باختري اوښ، مگر داسی اوښ چې د «دچی» پر څلور څنډی لرونکی سیلاوې باندی لیدل کیږي.
د دغو قبرونو په موندونو کې یو نقش دﺉ چې تر ټولو نورو نقشونو زیات تر سترگو کیږي او هغه د زړه نقش دﺉ  او دا په هیڅ ډول ناببره، ناڅاپه یا ذوقي نشي بلل کیدلای. داسې قبر نشته چې په هغه کې د زړه نقش په ښویه، څنگ لرونکی،په جړاوول شوې یا نا جړاوول شوې بڼه نه وي.  دلته د ډېرې تکړه او لوړې کچې صنعت گرۍ خبره رامنځ ته کیږي ځکه د بیضوي او دایروي بڼې په پرتله د فیروزې د ټوټې  تراښل د زړه په ډول ډیر گران کار دﺉ. که زموږ پام د زړه نقشونو ته چې هرې خواته پراته وو نه دﺉ شوی، لامل یې دا دﺉ چې د زړه نقش په خپله دومره اشنا دﺉ چې له اره د چاپام ورته نه کیږي خو کله چې پام مو ورته شو نو د دې ویره راپورته شوه چې کومه نا سمه انگیرنه ورڅخه وا نه خلو. د زړه دغو نقشونو ته په کتلو سره دلته د مینې د ناوکۍ خبره نه ده او نه د کوم را پارېدلې احساس بړاس دﺉ، د دغې خبرې پټ راز د څلور څنډې لرونکې سیلاوې د لاستي په یوه گوټ کې پروت دﺉ (۱۱۵ کتلاک )، دغه د زړه نقش نه دﺉ چې زموږ سترگې غولوي دا یوه پاڼه ده چې موږ د پاڼۍ لکۍ وینو. د زړه نقش نه د اغزن پیچک د بوټي پاڼې ته ورته دﺉ، نه هم د شین ډوډه "نیلوفر آبی " گل پاڼې ته او نه هم د چنارپاڼې ته ورته دﺉ دغه نقش د پېروتې"عشقه پیچان" پاڼې ته ورته دﺉ. د دغه شهزاده د سېلاوې پرمخ د دغه نقش د شته والي لامل څه دﺉ؟ هغه څه چې په لومړي سرکې دغې پوښتنې ته په ځواب کې د سړي سترگو ته دریږي دا دﺉ چې  په لرغونو وختونو کې د دغو نقشونو کارونه هومره دود نه وه او دغه پوښتنه په خپله د څېړنې وړ ده.
د طلاتیپې هدیرې یوه تاریخې لانجه راپورته کړیده اوهغه مو اوس یوه اړخ ته ایښې ده. آیا هغه وگړي چې دغو مړیو ورسره تړاو درلود یوژي (یان) وو چې د شیانگ نو  د مخ په ودې ستر واکۍ د پیاوړي کیدلو له امله د چین له څنډو څخه په شا تمبول شوي او مخکې له دې چې د آمو بلې غاړې ته و اوړي د آی خانم ښار یې نړولـی ؤ؟ او یا په هماغه ډول چې د تر لاسه شویو توکیو نښې نښانې په دغې انگیرنې هم گوته ایږدي چې دوی ساروک  (ان) دي چې له هماغو لومړیوورځو څخه د پارت د سترواکۍ گرد چاپیره راتاوېدل؟ دطلا تیپې وگړي په کومو توکمونو پورې تړلي وو؟ د نیکونو او پلرونو پووندې  یې چیرې وې ؟
سارانیان له شماره وتلي وگړي وو، کله کله داسې انگیرنه کیږي چې د ښاریزو مرکزي دولتونو له جوړېدلوسره سم د هغوی شمیر لږ شو او که کله د سارانیانو له یرغل څخه خبره کیږي نوباید دهغوی یرغلونو ته دې د هغوی د شمیرد ډیریښت له اړخه وکتل شي نه دې دهغوی دجگړه مارۍ او قهرلړلو خویونو په هینداره کې. که له دې ورتېرشو، د سارانیو وگړو ژوند یوه بهانده څپانده سیند ته ورته دﺉ چې له خپلو څپو، او تالاوونو او د څپو دخروشیدو له خوځښته د ډلو او ټبرونو خوځښت په بیدیاوکې رامنځ ته کوي. د بیدیانیو یا سارانیو وگړو د نومونو د پیژندنې د کار لانجه به یوه اړخ ته کیږدو.
موږد باختر په شمالي څنډه کې په خوارزم او سغدیاناکې  د «کانگیو» (گانو) د کوشنۍ پاچاهۍ د لا ښې پېژندنې کار پیل کړی دﺉ. د شبرغان د رغیاڼې وضعیت چې گڼې مخه یې دهندوکش د لمنو پرلور پرته ده، په څه ډول ؤ؟ څرگنده ده چې باختر او دلبرجین  له یوبل څخه له سلو کیلومترو زیات واټڼ نه لري  خو دغه لڼد واټڼ د یو- ژي (یانو) له منگولو څخه د ځان د ژغورنې لپاره بس ؤ؟ په همدغې سیمه کې  د هماغه وخت وضعیت له اوسني گڼ توکمیزه او د جگړه مارو مشرانو له وضعیت سره مخامخ یا یو پر بل کیږدي او ښه ورته ځیر شـﺊ.
له دې امله ده که موږ دا هڅه وکړو چې د دغه وخت له تاریخي لمنې څخه د راپاڅیدلو وگړو، د هغوی ژبې او فرهنگ او په تېره بیا د دغې دورې دهنري بیان بڼې یو د بل پرمخ کیږدو او د یوه یوازیني پیژاند یا هویت نوم ورباندې کیږدو، هیځ گټه نه لري. د طلا تیپې له دغې ډیرې ښکلې ټولگې څخه چې کوم درس اخیستلای شو دا ده چې د طلا تیپې هنرد هغه گډ هنر د بوټو غوړېدنه ده چې سرچینه یې د افغانستان خاوره وه.