له سياسي انزواسره مخ ولسمشر

پدې وروستيوکې دافغان ولسمشر حامد کرزي او دهغه کورنيو او بهرنيو مؤتلفينو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي ،دارشاد حج اواوقافو دوزير په توګه دده دستر مخالف او دملي جبهې ديو مشر  صديق چکري ټاکل ، له کابينې څخه دهغه ديو پاخه  ملګري نعمت الله شهراني  وېستل ، دده دټېم ترمنځ خپل منځى درز او له متحدې جبهې سره دده پټې معاملې هغه فاکتونه دي چې دده وارخطايي او سياسي انزواجوتوي. همداڅو اونۍ وړاندې رسنيو خبر ورکړ چې دافغان کابينې  په غونډه کې  دولسمشر کرزي اودهغه دلومړي مرستيال احمدضياء مسعود تر منځ کلکه لفظي جګړه وشوه  اويوپر بل يې درانه لفظي ګوزارونه کړي دي  په دې جګړه کې  د شاوخوا۳۰ تنوعاقلانواوبالغانو شاهدانوپروړاندې (چې په محکمه کې دثبوت لپاره يې دوه  هم کافي دي ) دواړو يوبل د غرضي  او لويوهېوادونو په ګوډاګيتوب ،غلامۍ ،اوجاسوسۍ تورن کړي دي ،اوشاوخوا لس دقيقي يې يوبل ته په ديپلوماتيکه اودرباري لهجه ښه!!ښکنځل کړيدي ،که څه هم دواړو خواوو نه غوښتل چې ددوی له درباري نزاکت اوپاچاهي تربيې!! څخه دې څوک خبر شي ،خوپه اوسنۍ زمانه کې ددارنګه پېښو پټول چېرې  شوني دي؟ ځکه چې (خانۀ ماموشها داردوموشهای ماگوشهادارد)لکه څنګه چې دکرزي اوجوزوف بايډن (داوبامادمرستيال ) لفظي جګړه ددرباري اسراروبرخه ونه ګرځېده اولکه څنګه چې دکرزي اوکندوليزارايس ټيليفوني جنګ دمکالمود خونديتوب له حق څخه برخمن نه شو اونړۍ له دواړو خبره شوه .
ددربار داسرار ساتلو دديګ ججوری (ظرفيت ) همدومره ووچې په تېرواووکالوکې يې ډېر څه وليدل ،دډېرو ناخوالو،درباري ناندريواولفظي جګړوشاهدوو اوپټ يې وساتل خوپه ديګ کې چې هوا ډېره اوفشارزيات شي  چوي .
ددربار داسراروديګ هم نورډک شو،انفجاريې وکړ تعفن يې بهر ته  هم راووت ،په راتلونکي کې به هم بهرته راووځي ځکه  چې نوريې  دساتلو ظرفيت اوتوان نلري.
په هر حال ماچې کله دکرزي اودهغه دلومړي مرستيال( احمدضيامسعود) دجګړې خبراواوس له هغې جبهې سره چې رباني او مسعود يې مخکښان دي  دکرزي  دپټو معاملو خبر او دوزير په توګه دچکري دټاکلوخبر  واورېد نوهک  حيران شوم  ماويل ياره که داټول ملت هم دکرزي پر ضدودرېږي نومسعود خو بايددحق نمک په خاطر  هم دهغه وفادار ملګری شي ځکه چې مسعود خو په تاجکستان کې دزمردويو دوکانداروو ،همده راووست دځان مرستيال يې کړ دمحبوبيت کچه يې داوه چې په خپل ولس کې يې په سلو کې دوه رايې هم وانه خستې ،دهمده په رايو دې مقام ته ورسېد .
زه چې دښاغلي کرزي اوسنی حالت وينم نوهغه دپښتومتل رايادشي چې ((هندوستړی خدای ناراضه ))ځکه چې کرزی دهمدې ډول نمک حلاله !!دوستانواو دهمدې ډول ناملي جبهو له کبله ډېر واقعي اوريښتوني دوستان له لاسه ورکړل .
موږ ته ياددي چې کله کرزی صاحب دسپټمبر ديوولسمې له پېښووروسته دسياست ډګرته راووت نوټولوهېوادپالواشخاصوورسره دمرستې ټټر وواهه ډېرو ورسره ديوپاک اوملي احساس له مخې مرسته پيل کړه اودهېواد جوړونې په موخه دنړۍله ګوټ ګوټ څخه هېوادته راغلل ،خودلته دکرزي دبې تفاوتۍ، سازشونو اونهيلۍ ښکارشول څواشخاصونه، بلکې ټول  ملت له    ښاغلي کرزي سره ډېره مېړانه وکړه ،دمرګ خطر يې ومانه ،خپل کلتوريې تر پښولاندې کړاونارينه اوښځينه درايوصندوقونوته ورغلل چې دی بريالی کړي ،خوده پرې کومه پروا ونکړه اوکوم خدمت يې ورته ونه کړ. کرزي ددې پر ځای چې خپل ملت ته رجوع وکړي ،هغه چاته پام وکړي چې دی يې بريالی کړ،برعکس دده بريالی کوونکي يې وځپل ،تکيه يې پربهرنيانواو دملت پر کورنيو دښمنانووکړه اوکاريې هغه چاته اوهغه سيمو  ته وکړ چې ده پکې په سلوکې دوه رايې هم نه وې اخستې .
ښکاره ده چې دملت پروړاندې دده بې تفاوتي هيچاته په ځانګړي ډول دهېواد پوه اوروڼ اندي قشرته دزغم وړنده ،همدالامل وچې هريوترې خفه لاړ چې له دې ډلې دکورنيوچارودپخواني وزير علي احمد جلالي ،دماليې دوزير ډاکټر اشرف غني احمدزي ،دماليې بل وزيرډاکټر انورالحق احدي ،دمخدره توکيو پر ضددمبارزې وزير حبيب الله قادري،دلوی څارنوال عبدالجبارثابت ،دميدان وردګو دپخواني والي عبدالجبارنعيمي،دفواﺋدعامې د پخواني وزير ډاکټر عبدالخالق فضل،دخوست دوالي ارسلا جمال  او .....نومونه يادولی شو ،دا هغه کسان ووچې هريويې واقعاً کرزي ته مخلص وو ،دده په ټاکنه اودده په برياليتوب کې يې رول لوبولی دی،دده په حکومت کې يې خولې تويې کړي خونن ټول ترې خفه دي،داسې هم ونه شول چې کرزي څوک په غيږکې ونيول هغوی ورسره وفاوکړه دادی داحمد ضياء مسعود لخواده ته دکابينې په غونډه کې  سپکې سپورې ، دهمدې ډول حلال نمکو دحق نمک اووفادارۍ نمونه ده .
کرزي صاحب نه يواځې داچې په کورنۍ کچه خپل دوستان له لاسه ورکړل ،بلکې خپل ډېر نړيوال اوبين المللي دوستان يې هم له لاسه ورکړل ،دمتحده ايالاتونوي ولسمشر بارک اوباما کرزی يوبې کفايته ،دفرصتونوضايع کوونکی اوناکام ولسمشر وباله دناټوچارواکي ترې په تېښته دي کرکه ترې لري همدالامل دی چې ده هم دغرب پرځای  دشرق لمن ونيوه.
دکرزي سياسي اکټونه ښيي چې نورنو هغه هم له کنفيوژن سره مخ اولارترې ورکه ده ،حيران دی چې څه وکړي ،چاته مخ واړوي ،څه ډول خپل حاکميت ته دوام ورکړي ،کرزی پوهېږي چې په تېرو اووکالوکې يې ملت ته داسې دحساب ورکړم   کوم کار  نه دی کړی چې نن ورته سترګې واړوي ،ټول ملي مشران ،پوهان اودحسا ب وړاشخاص ترې خفه دي ،اوس لکه اوبواخستی زګ ته هم لاس اچوي ،دکرزي ستره اشتباه ده چې خپل ريښتونی دوست اودښمن يې ونه پيژنده او دچکري ټاکنې وښوده چې لايې هم نه پېژني  ،دډېرونااهلوخلکولپاره يې اهل کسان له ځانه خفه اومتنفر کړل اوس يې چې وخت راغی نوهمدې دکرزي باوري يارانوچې ده  يې دخوښۍ لپاره دملت دښمني هم پر سراخستې وه هغه يواځې پريښود،پرضديې جبهې جوړې کړې ،په کابينه کې ورته ښکنځل کوي ،نن دشېدوډېرومجنونانوهغه يواځې پرېښود. نن هغه يواځې دی. د کار ملګري، پوه ملګري، په سياست او خبره پوه ملګري، د علم او تخصص لرونکي ملګري له ده خفه دي يا په بله وينا ده خفه کړې دي. نه يواځې اشخاص ترې خفه دي، بلکې ډېر هغه ملي او په ولس کې د ژورو ريښو لرونکي سياسي او جهادي ګوندونه هم ترې خفه دي، ځکه چې کرزي له هغوی سره يوه کړې ژمنه هم پوره نکړه.  هغه   دخداى او ملت اسره هېره کړې او پرسازشونو ، سياسي رشوت ورکولو ، سراب ته په لاس اچولو روږدى دى .
که داسې نه واى نوهغه به هېڅکله هم هغه چکري چې دده پرضد  دجوړې شوې جبهې تکړه لوبغاړى او درهبرۍ شورى غړى دى او داڅلور کاله يې په ده پسې  پروپاګندکړى او ان په څارنوالۍ کې دوسيې لري وزير نه وو ټاکلى .
   نن  کرزى خپله  خوا تشه او ځان د شګو پر کمر ويني، نن هغه د اوبو اخيستي په څير زګ  ته هم لاس اچوي. دادی د هغه منتخب ولسمشر!!برخليک  چې د ولس پر ځای يې پر مطلبي يارانو تکيه وکړه، دادی د ناسم تشخيص او په لستوڼو کې مارانوته د ځای ورکول پايله . ښاغلی کرزی اوس يو ځل بيا ځان ولسمشرۍ ته کانديديدول غواړي. زه ده ته د ورورۍ مشوره ورکوم چۍ له دې کاره لاس واخلي ځکه چې داځل دده د بريا چانس په سلو کې دوه هم نشته. ځکه ټول ولس، نړيواله ټولنه، قومي او ملي مشران مخور، سپين ږيري ټول  ترې خفه دي. او هغو افغان پوهانو او ملي ر جالو چې په تېرو ټاکنو کې يې ده ته کمپاين کاوه او دده دبرياهيلې يې درلودې  نن له ده خفه دي څو تنه خويې خپله کانديد دي او نور يي هم پر نورو لارو غور کوي.