ليکنه : خالد البرديسي
ژباړه : اسدالله ساحل
امريکا په پاکستان او سومال کې له شريعته دتلک کار اخلي
دشريعت دپلي کيدو په بدل کې امن..
دامريکايې ادارې نوی تاکتيک
سياسي څارونکي دغه ګام ته په پاکستان او سومال کې داسلامي وسلوالو ډلو دځپلو دلومړي ګام په سترګه ګوري ، دوی په دې اند دي چې ددغه تړونونو په ترڅ کې به اړونده هيوادونه وتوانيږي خپل شړيدلې حالت سم کړي او وروسته به ددغه وسلوالو ډلو غم وخوري
دغه کارپوهانو اسلام ان لاین ويب پاڼې ته څرګنده کړې ، چې متحده ايالاتو خپلو ملګرو هيوادونو ته اجازه ورکړې چې په سومال کې دشيخ شريف حکومت او پاکستان کې دخلکو دګوند حکومت دې په خپلو هيوادونو کې دشته اسلامي ډلو سره توافق ته ورسيږي اګر که دغه توافق دشريعت دپلې کيدو په بيه هم تمام شي ، خو دا د شريعت پر وړاندې امريکا په دريځ کې دبدلون په مانا نه دی
کارپوهان ټينګار کوي چې په ښکاره خو وضيعت افغان سرحد ته څيرمه دپاکستان د سوات په سيمه کې دطالبانو پر ګټه روان دي ، همدارنګه په سومال کې دځوانو مجاهدينو حرکت چې ددغه هيواد په مهمو برخو واک لري امريکا اړ ایستلې چې ددغه هيواد چارواکو ته اجازه ورکړي چې دغه ډلې سره دامن دراوستلو په موخه معامله وکړي اګر که دغه معامله دشريعت دپلي کيدو په بدل کې هم وي
خو څارونکي په دې اند دي چې امريکا په خپل دغه تکتيک سره غواړي څو ځايي حکومتونه وخت ولري چې خپل ځانونه په دغه موده کې تقويه کړي او په پای کې دتل لپاره دشريعت دپلي کيدو مخه ډپ کړي
ډاکټر محمد ضريف داسلامي ډلو مغربي کارپوه څرګندوي : په پاکستان او سومال کې دشريعت دپلې کيدو اجازه دشريعت پر وړاندې دامريکا په دريځ کې بدلون نه دی امريکا چې تل پر شريعت نيوکې کوي او وايې چې دشريعت دپلي کيدو په صورت کې بشري حقوق ترخپو لاندې کيږي ، نو نن څنګه دې ته چمتو ده چې په دغه سيمو کې دشريعت پلي کيدو ته اجازه ورکوي . نوموړی زياته وي چې دامريکا اجازه يوازې دوخت ترلاسه کول دي څو وتوانيږي په پشپړه توګه ددغه وسلوالو ډلو چې دامریکا دستراتيژۍ مخالفې دي ددوی پر ګټو بريدونه کوي ، دنيويارک ، مډريډ او لندن .. پيښې ددوی له ياده نه دي وتلي همدارنګه په افغانستان اوعراق کې شته امريکايې او نړيوالو ځواکونو ته دهمدغه وسلوالو له خوا تله سرخوږی پيداکيږي ، په دغه حساس پړاو کې دغه ډلو ته دشريعت دپلې کيدو اجاز بله هيڅ مانا نه لري بس دايوازې تلک نصبول دي څو په دقيقه توګه خپل پلان عملي کړي چې ددغه وسلوالو ختمول دي
نوموړی کارپوه زياته وي ، چې امريکا دخپل پلان له مخې به په سومال کې چې نږدې له ۱۸ کالو راهيسې پکې شخړې موجودې دې ، دشيخ شريف حکومت پياوړی کړي دمرکزي حکومت نغارې به وډنګول شي ، دهيواد ملي پوليس ،ملي اردو به دباغيانو پر وړاندې تقويه شي همدغه مهال به دا غږ هم پورته شي چې هر هغه څوک چې دمرکزي دولت پر وړاندې راپاڅيږي باغيان دي چې د اسلامي ډلو دځپلو لپاره يوه ښه پلمه ده
د پاکستان په اړه نوموړی څيړونکی وایي : چې دسوات په سيمه کې دشريعت پلي کيدل به پاکستاني پوځ ته چې دمودې راهيسې ددغه سيمې طالبانو سره په جګړه ښکيل دی موقع په لاس ورکړي چې پر دغه طالبانو دبيا بريد لپاره ځانونه چمتو کړي ، خو دوی به داکار هغه مهال کوي چې امريکا په افغانستان کې دطالبانو په ماتولو بريالۍ شي
دغه دواړه څيړونکي په دې اړه سره په يوه خوله دي چې د اوباما ادارې دخپل کار په لومړيو ورځو کې نړۍ د بدلون په شعارونو مصروفه کړې وه او خپله يې په يوه ستراتيژۍ کار کاوه چې څنګه وکولای شي خپلې کړنې په دقت سره پر مخ بوځي
دوی زياته وي : دسوات په سيمه کې دامريکا سترايژۍ له مخې بايد امن راشي ځکه نوې ادارې ژمنه کړې وه چې له عراق څخه به خپل سرتيري اوباسي او په افغانستان کې به خپل سرتيري زياته وي نو ځکه خو دوی غواړي د بري لپاره دغه جبهه ديوې مودې لپاره غلې وساتي ، او حد اقل له داغه اړخه چې دغه سيمه افغاني طالبانو ته دمرستو درسولو مهمه لار ده دغه تړون په ترڅ کې ارامه کړي او په پايله کې به وتوانيږي چې په افغانستان کې خپل عمليات په اسانه ترسره کړي
خو که خبره رالنډه کړو ويلی شو چې په سومال او دپيښور دسوات په سيمه کې دشريعت نافذول دامريکا په خوښه ترسره شوي او غواړي چې ددغه تاکتيک په کار اچولو سره خپلو ملګرو حکومتونو ته دلاسه وتلو سيمو دبيرته لاسته راوړلو لپاره زمينه برابره کړي