محمد اجمل ((هوډمن ))
د عامه او شخصي ملکيتونو غصب يوه له هغو تودو موضوعاتو څخه ده چې نن سباهم خلک سر ورځنې ټکوي او هم دولت په ډيره عاجزى سره اعتراف پرې کوي څه موده وړاندې د ښار جوړولو وزير دده په وينا ولس ته د کلني راپور ورکولو په مهال ددې خبرې پخلى وکړ چې په ټول افغانستان کې درې ميليونه جريبه ځمکه د زور واکو له خوا غصب شوې ده خو حکومت ددې وړتيا نلري چې مخه يې ونيسي، يوسف پښتون زياته کړه چې د کابل په ښارکې هم يو زيات شمير دولتي ځمکې د استوګنې اوشنې سيمې د زور واکانو لخوا غصب شوي او له پلان پرته ودانۍ يې پري جوړې کړې دي .
کومې ځمکې چې پښتون ورته اشاره کوي هغه ټولې د کرزي د حکومت په دوره کې د تنظيمي مشرانو او قوماندانانو لخوا چې ډيرى يې د کرزي په حکومت کې لوړې څوکۍ لري قبضه شوي او ځينو په محکمو کې جعلي اسناد هم ورته جوړ کړي دي.
د نوموړي له وينا څخه داسې ښکاري لکه د ملکيتونو غصب چې په اوسني نظام کې مباح وي او هر زورواکى چې په کومه ځمکه خيټه واچوي حکومت د هغه مخنيوى نه کوي او يا يې نه شي کولاى خو د حکومت د همدې بې پروايى په پايله کې زور واکانو د دولتي ملکيتونو، شخصي ځمکو او کورونو له غصب وروسته اوس د ښوونځيو غصب ته هم پيل کړى ده .
د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د محمد نادرخان د مقبرې ختيځ لوري ته او اوسني طلايي ښار ګوټي ته ورڅيرمه د ملي دفاع وزارت ملکيتونه د حامد کرزي د واکمنۍ په پيل کې د ده د مرستيال او د ملي دفاع وزير قسيم فهيم لخوا په اصطلاح مجاهدينو ته وويشل شول د سيمې اوسيدونکي وايي چې قسيم (( فهيم )) د خپلې ډلې او سيمې ځينو کسانوته د اتيا کورونو امر ورکړى وه چې د ملي دفاع وزارت پورې اړوندو ملکيتونوکې يې جوړ کړي خو کله چې هغو اتيا تنو د کورونو په جوړولو پيل وکړ او دولتي ځمکې يې لاندې کړې ، ځينو نورو کسانو ته هم پلمه جوړه شوه چې د زور واکۍ د سند په استناد ټوله سيمه لاندې کړي او کورونه پکې جوړ کړي .
په دې سيمه کې تر ټولو په زړه پورې خبره داده چې ډيري غصبوونکي يې څوڅو کورونه لري او د يوې ځانګړې سيمې ( پنجشير) خلک دي .
په هر صورت حکومت د ځينو سياسي معاملو، سازشونو او فشارونو په پايله کې اړوت چې همدا حالت وزغمي او د ملي دفاع وزارت ځمکې چې عامه ملکيت دى او د افغانستان ټول خلک حق پکې لري غاصبينو ته ورپريږدي د سيمې اوسيدونکي وايي چې اوس دې سيمي ته د بريښنا مزي هم غزول شوي او د اوبو ستونزه يې تر ډيره حده آواره شوې ده ، خو حيرانونکې خبره داده چې د پوهنې وزارت غوښتل همدې سيمې ته نږدې يو ښوونځى جوړ کړي او ددې موخې لپاره يې يوه ټوټه ځمکه هم بيله کړې وه خو وړاندې تر دې چې د پوهنې وزارت د ښوونځي د ودانۍ چارې پيل کړي زور واکانو وار پرې ړومبى کړ او هغه ځمکه يې هم ترې ونيوله او په خپله ولکه کې يې راوستله خو د پوهنې وزارت له ډيرو هڅو سره سره نه دى توانيدلى چې په هغې ځمکه کې د ښوونځي ودانۍ جوړه کړي ځکه چې د زور واکو له غبرګون سره مخامخ کيږي او څوک يې نه پريږدي .
داچې د پوهنې وزارت به په دې اړه د کورنيو چارو له وزارت او پوليسو څخه مرسته غوښتي وي او که نه او آيا پوليس به په دې برخه کې کوم غبرګون وښيي او که څنګه تمه يې نه شي کيداى، خو د اوس لپاره مهمه خبره داده چې په هغې سيمه کې نيږدې کوم ښوونځى نه شته او ټول زده کوونکي ماشومان د کارته نو د سړک سهيل لوري کې د عبدالرحيم غفور زي ښوونځي ته ورځي او دغه لاره په پښو لنډوي د يادونې وړ ده چې دا ستونزه ددې لامل شوې چې يو زيات شمير ماشومان او د ښوونځيو زده کوونکي د ترافيکي پيښو په پايله کې ټپيان شوي او يا يې ژوند له لاسه ورکړى ځکه د استوګنې د سيمې او ښوونځي تر منځ په عمومي سړک هره ورځ اوړي را اوړي ما د سيمې له يوه اوسيدونکي چې له همدې موضوع يې سرټکوه پوښتنه وکړه چې آيا ددې خلکو خپل ماشومان ښوونځي ته اړتيا نلري .؟
هغه وويل چې : (( ددې سيمې نوي اوسيدونکي بډاى خلک دي او ماشومان يې ټول په شخصي ښوونځيو کې زده کړې کوي اوهره ورځ د کور مخې ته موټر ورته راځي.))
داد کرزي په حکومت کې يوازنۍ او لومړنۍ پيښه نه ده بلکې تردې پخوا او راوروسته کلونوکې دهيواد په ټولو ولايتونو او په ځانګړې توګه مرکزکې ډيرې دولتي ځمکې او ملکيتونه د کرزي د کابينې د غړو او د نورو لوړ پوړو دولتى چارواکو لخوا په زوره غصب شوي، ودانۍ، ښارګوټي او کورونه يې پکې جوړ کړي دي.
په ١٣٨٢ کال کې د حکومت جګ پوړو چارواکو د شير پور تاريخي کلا او هغې ته ورڅيرمه سيمې په خپلو کې سره وويشلې دخلکو کورونه يې وران کړل او هغوى يې په وهلو ټکولو له خپلو کورونو څخه وويستل او د هغه تقسيم له مخې چې دوى پخپلو کې کړې وه سمدستي يې د مجللو ودانيو جوړول پيل کړل که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په دې اړه غبرګون وښود او له کرزي څخه يې وغوښتل چې دغه چارواکي لري کړي خو د کرزي لخوا ټاکل شوي کميسيون ونه شو کولاى چې د هيواد د تاريخي کلا شيرپور چې د غازيانو مرکز وه او د خلکو شخصي ملکيتونه چې کلونه کلونه پکې اوسيدلي وه، وژغوري، بلکې د يوې پريکړې
په وسيله يې هغې ته رسميت ورکړ او دا په داسې حال کې ده چې د شيرپور غاصبينو د کابل په نورو برخوکې په لسګونو نور کورونه او ودانۍ هم درلودلې چې ښه بيلګه يې يونس قانوني دى چې په هغه مهال د پوهنې وزير و.
ملا تاج محمد مجاهد د کابل والي چې د استاد سياف په اسلامي اتحاد پورې اړه لري د خپرونو د پوښتنو په ځواب کې وويل چې په شيرپورکې اوسيدونکي خلک ډير غريب دي او که ټول سره يوځاى هم شي ددې ځاى په ډيزاين سره يو کور هم نه شي جوړولى ځکه چې دلته ديوه کور جوړول لږ ترلږه دوه لکه ډالر لګښت لري.
وګورئ د داسې يو کس استدلال ته چې د ملا له مختاړي له مجاهد او روستاړي سره سره په غريبو خلکو ملنډې وهي او د غريبي په جرم هغوته د کورونو د غصبولو سزا ورکوي خو د کرزي حکومت چې د اسلام ټيکه داران ورځنې راچاپير دي په دې اړه غوږ نه ګروي او وايي تر اوسه د جنګسالارانو له دندې څخه د ګوښه کيدو وخت نه دى را رسيدلى (!)
د کرزي د حکومت په دوران کې د ځمکو او ملکيتونو د غصب مثالونه کم نه دي اولکه څنګه چې د ليکنې په پيل کې مې وويل درې ميلونه جريبه ځمکه غصبول څه وړه خبره نه ده او که په دې باندې کتابونه هم وليکل شي کمه ده خو زه ددې لپاره چې د راتلونکې لپاره دغه معلومات خوندي کړم د ملکيتونو د غصب يوڅو مشهورې او لويې بيلګې يادوم.
- د پروان مينې د سيمې د خلکو د کورنو غصب او په جبر سره د هغوي ايستل.
- د تهيه مسکن له بلاکونو څخه د خلکو ويستل او د هغو د کورونو په زوره نيول .
- د څارندوى له بلاکونو څخه د کونډو او يتيمانو ويستل او د شمالي ټلوالې د وسلوالو لخوا د هغو وهل ټکول چې ښه مثال يې په څلورم بلاک کې ٢٧ لمبر کور دى چې اصلي خاونديې محمد عثمان شينوارى دى خو د کرزي په وخت کې د يوه پنجشيري جنرال خليل امين زاده له خوا غصب شوى او زوى يې پکې اوسيږي (!)
- دکابل په لويديځ کې د دارالامان د ماڼۍ لويديځه برخه د جمهورى رياست د مرستيال او د وحدت ډلې د مشر محمد کريم خليلي لخوا نيول شوې چې د ( شهرک سبز) په نوم ياديږي او ددې لپاره چې خلک وغولوي چارې يې دده ورور حاجي بني سره دي.
- د کابل- ميدان ښار سړک دواړو څنډوته د حيدر خان د کلا او ارغندۍ په سيمه کې د وسلوالو رهبرانو لخوا دسليمان خيلو او کوي خيلو کوچيانو او ځايي خلکو د سلګونو جريبو ځمکو غصب چې ځمکې يې په خپل سر نيول شوي او په خلکو خرڅې شوى دي.
- د چمتلې په دښته کې د پغمان د خلکو ځمکو غصب چې په اړه يې د پغمان خلکو د اسلامى اتحاد د مشر استاد سياف په ضد څو ځلې مظاهرې وکړې خو ملي امنيت زندانونو ته ورواچول.
- د پغمان ولسوالۍ د کشکک په سيمه کې د ملاعزت لخوا په دولتي ځمکو کې د ښار ګوټي جوړول.
- دخير خانې کوتل ته ورڅيرمه د کابل په ١٧ ناحيه کې د شپاړلسمې فرقې د ځمکو نيول د امان االله ګذر لخوا چې د شمالي ټلوالې يو قوماندان او د کرزى مشاور دى.
- هغه بيلګې چې پورته يې يادونه وشوه ددې څرګندونه کوي چې د کرزي په حکومت کې د ځمکو عصب د خوارو او غريبو خلکو د کورو نو لاندې کول په يوه عادي او معمولي عمل اوښتى او جنګ سالاران هم دې لړى ته تر ننه پورې داسې په بيغمه زړه دوام ورکوي لکه چې مباح وي ځکه چې د کرزي حکومت نه ده توانيدلى چې قانون پلى کړي او د هيواد له ملي جايدادونو څخه ساتنه وکړي په همدې بنسټ د افغانستان راتلونکى حکومت بايد د هيواد د اساسي قانون د ٤٠ مادې سره سم له ملي او شخصى ملکيتونو څخه ساتنه وکړي غاصبين محاکمه کړي او افغانستان د ځمکو له مافيا او جنګسالارانو له ناروا او ظلمونو څخه وژغور
ي.
- د اساسي قانون څلويښتمه ماده (( ملکيت له تيري څخه خوندي دى ، هيڅوک د ملکيت د تر لاسه کولو او په هغه کې له تصرف کولو څخه نه منع کيږي مګر د قانون د احکامو په حدودو کې د هيچا ملکيت د قانون د حکم او دواکمنې محکمې له پريکړې پرته نه مصادره کيږي دشخص د ملکيت استملاک يوازې د عامه ګټو د تامين په مقصد، دمخکيني او عادلانه بدل په ورکولو د قانون له مخې مجاز دى د شخص د شتمنۍ پلټنه او اعلان يوازې د قانون په حکم کيداى شي.
(١) : نښتر مجله – لومړى کال - - څلورمه ګڼه تله – مرغومى ١٣٨٢