په بن کښی جوړشوی حکومت ولې افغان ولس قبول کړو؟
په نيويارک کې دنړيوال تجارتی مرکز باندې تر بريد وروسته امريکا پر افغانستان حمله وکړه ،د طالبانوحکومت دختميدونه وروسته د جرمنی په (بن)کې يوشمير افغانان او بهرنيان سره راټول شول او يو ايتلافی حکومت يی جوړکړو . ټولې نړۍ ددې حکومت ستاينه يې وکړه،او افغانان هم د جنک نه ستړي شوي وو ،د کرزي او امريکې حکومت يې قبول کړ او ځينو افغانانويې هم ستاينه وکړه .
افغانان په دې اندوو،چې د امريکا راتګ دافغانانوته په ګټه دی او نور به په افغانستان کې لوږه ، غريبي ، بې امنيتي او جنګ ته به د پای ټکی کيږدي او داسې کارپوهان به په دندو وګمارل شي ، چې د افغانستان مظلوم ولس ته خدمت وکړي . خو د افغانانو دغه هيلې او غوښتنې پوره نه شوې .
کله چې کابينه جوړه شوه دشمالي ټلوالې وتلي جنګساﻻران چې ملت ددوی دﻻسه په سلګونو کړاونه ليدلي وو او ځينې نورداسې خلک هم وټاکل شول ، چې ټول عمريې په لندن امريکا او نورو بهرنيو ملکونو کې تير کړی وه.کور ماشومان او خپلوان يې ټول بهر ملکونوکې اوسيدل . له دغه چارواکو څخه يو زيات شمېريې افغانستان چور او د ولس حق يې په جيب کې واچوه. په ادارو کې رشوت او فساد اوج ته ورسيد،په وزراتونو او دفترونو کې يې خپل خپلوان ځای پر ځای کړل،کله چې لويه جرګه جوړه شوه او دجمهوري رياست ټاکنې وشوې،کرزی کامياب شو بيا يې هم هماغو کسانو ته ځای ورکړو کوم چې مخکې يې يادونه وشوه .
بيا پارلماني انتخابات وشول ، ځينو خلکو يوناما ته پيسې ورکړې ،چې د هغې له جملې نه يودبغلان وکيل په خپله اعتراف کوي او وايي : (( ماته دې قوم نه راځي او نه دې رانه خدمت ارزو کوي ځکه چې پيسو باندې کامياب شوی يم )) .يوزيات شمېر وکيلان د ډيرو وعدو او ځينې يې د کورنۍ نوم نه په استفادې سره کامياب شول.
نن بې رحمه امريکايان په کورنو باندې د بمونو باران کوي او ښځې او ماشومان په سپيو داړي ، په ناروا توګه د الله کور ته ننوځی خلک بی عزته کوي د افغانانو عزت او ابرو باندې تيری کوي خو افغانانو تاسو خو غيرتي قوم ياست تاسو ولې دومره بې غيرته شوی ،او تاسې بې رحمه او ظالمو وکيلانو ددغو بې ګناه افغانانو پوښتنه ولې نه کوی؟
افغانان په دې پوهيږي ، چې دا د اوس خبره نه ده او تاسو د خپلو کورنو پوښتنه نه شی کولی نو د بل چا به څنکه پوښتنه وکړی ! خو تاسو خو دومره کولای شی چې د پارلمان نه ووځئ تاسو خو هغه په خپلو خبرو کې هم نه يادوی.
دغو وکيلانو نه يوازې ددغه ظلمونو او عام وژنو پوښتنه ونه کړه بلکی په ښکاره د تلويزون کمره ته مخامخ او په څرکند ډول دخپلو تنخواګانو او موټرو غوښتوونکی شول ،دوی د خپلو شخصي ګټو او بهرنيو ملکونو ته د سفرونه په نه ورکولو باندې د ولسي جرګې نه بهر وځي او پارلما ن ترک کوی . داهغه وکيلان دي چې په مياشت کښی يو ورځ پارلمان ته نه راځي، دوی به څنکه دې وران اوويجاړوطن ته خدمت وکړي . نن هغه رهبران ولې خاموش دي ولې ددغه ظلم مخنيوی نه کوي ،دغه رهبران نن په ډالرو او موټرو باندې مست دي دومره بی غيرته شوي چې امريکايان يې کورونه تلاشي کوي د خپل کور پوښتنه نه شي کولای هغه به د ګاونډي او کليوال پوښتنه څنکه وکړي .
تش په نامه رهبرانو تاسودخدای حکم هيرشوی اودغه بهرنيان ستاسو دوست نه شي کيدلی .
زموږ ولسمشرکرزي صاحب ته وګوری چې کفار په دوستۍ او ورورۍ باندې نيسی دده په مسلمانيات کې هم شک دی چی د الله (ج)حکم باندې عمل نه کوي، الله(ج) فرمايي : کفار تاسو په دوستۍ مه نيسی ، نن کرزی امريکايان سره دوستي کوي،کرزی زمونږ تاريخی مډالونه دغه خلکوته ورکوي .
د کرزی نږدې دوستانو ګوندونه او جبهې جوړکړي ،نن کرزی يوازې دی هيڅ څوک يې ملاتړ نه کوي ،اوس بيا دجمهوری رياست انتخابات راروان دي ،او ځينو غړو خپل ځانونه انتخاب کړي دي او کمپاين کوي ، د خپلو شخصي ګټو لپاره کوښښ کوي چې دغه انتخابات وګټی لېکن دغه انتخابات د افغانستان اوسنۍ ستونځې نشي حل کولی او حالت ډېر پيچلي او ترينګلي دي . په کار ده ، چې په سيمه کې په يوه نوي ستراتيژۍ باندې کار وشي او دملت رايې په پام کې ونيول شي خو کرزی دشخصي ګټو په خاطر وايي ، چې که حالت داسې وي نو انتخابات مشکله دي بيا به دی ملت ته رجوع کوي او لويه جرګه به راوغواړي .
ليک: عبدالحق عمری
Abdul_haq91@yahoo.com