سياسي ګوندونه د يوې ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لري او دا ځکه چې همدا ګوندونه کولى شي خلکو ته يو شعور ورکړي ، نظام له بې لارۍ وژغوري او يوه ښه ژوند ته لاره اواره کړي .
خو زموږ د سياسي ګوندونو ځکه مزه نشته او يا هيڅ مزه نه لري چې له اره په دې فکر نه دي را ټوکيدلي .
اوسمهال په داسې يوه هېواد کې چې خلک يې له ګوندونو کرکه لري او د تېرو درې لسيزو د بدبختيو لامل همدا ګوندونه ګڼي ، بيا هم تر سلو پورې ګوندونو د فعاليت جواز ترلاسه کړى دى ، خو د خلکو په ژوند او د نظام په اصلاح کې ځکه مثبت اوښتون نه دى راغلى چې بې مزې دي او هميشه د معامله ګرو په حيث عمل کوي .
وګورئ !
کله نه چې د ټولټاکنو موضوع توده شوې ، سياسي ګوندونه هم تاوده شوي دي او دا ځکه چې دغه مهال د معاملو لپاره يوه ښه موقع وي .
د انتخاباتو کميسيون د تېرې مياشتې په ١٠ مه ، د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د زمري ٢٩ مه ، اعلان کړه .
کميسيون عذر وړاندې کړ چې دوى مالي بودجه نه لري ، د هوا حالات خراب دي ، امنيت ښه نه دى او له مشورو وروسته يې دا نېټه ټاکلې ده .
خو سياسي ګوندونو او د ملي شورا ځينو غړو داسې مټې بډ وهلې لکه په دې هېواد کې چې هيڅ بې قانونه کار نه وى شوى .
چا ويل د اساسي قانون د ٦١ ماده ښکاره نقض دى ، چا ويل د اساسي قانون خلاف عمل نه شو منلى . چا ويل کرزي په دې توګه غواړي خپله دوره اوږده کړي او چا .....
خو کله چې حامد کرزي تېره اونۍ اعلان وکړ چې انتخابات بايد په ټاکلې نېټه او له اساسي قانون سره سم وشي نو ، بيا هم مخالفتونه راپورته شول او لا روان دي .
خبره بيا هم د معاملو ده ، که داسې نه وي ايا په دې تېرو اوو کلونو کې هيڅ کار له اساسي قانون څخه خلاف نه دى شوى ؟
ايا سياسي ګوندونه :
د بهرنيو له خوا خپل سرې تالاشيانې ، د کلو او کورونه بمبارول ، په کندهار کې د مخالفانو په لاس د نږدې دېرشو بې ګناه لغمانيانو چې مزدوري پسې روان وو ، وژل ، په ادارو کې د فساد اوج ، په ژمي کې د نفتو موادو د بيو څو چنده لوړېدل ، د تخار په خواجه بهاوالدين کې په شاوخوا ٨٠٠ پښتنو روان زور زياتى او ظلم او ... د اساسي قانون خلاف نه ګڼي که ګڼي يې ولې غلي وو او غلي دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زموږ خلک څه ناڅه د اصيلو ګوندونو په مسووليتونو خبر دي او له همدې امله خپل ګوندونه ورته بې خونده ښکاري او باور پرې نه کوي .
د هند دنيمې وچې د کانګرس ګوند ( چې په لسګونه ميليونه غړي يې درلودل ) مشر ګاندي ، به کله نا کله ځينو هغو کليو ته چې د نظافت خيال به يې نه ساته،ورته او د کلي په پاکولو کې به يې ونډه اخسته ترڅو خلک له دې کلچر سره روږدي شي .
د برتانويانو له خوا پر خپل ولس باندې د ظلم بندولو په نيت به يې په ځان مشقت تېراوه ، د نه خوړو اعتصاب به يې کاوه او ...
همدارنګه د عدم تشدد د نظريې مبارز او د خدايي خدمتګارانو مشر عبدالغفار خان خپله خاني پرې ايښې وه او حتى د ژوند نيمه برخه يې په زندان کې تېره کړې وه .
دغه راز که د خپل هېواد د تاريخ پاڼې واړوو ، د مشروطه خواهانو حال وګورو نو معلومه به شي چې هغوى څومره قربانۍ ورکړي دي ، هغوى څه کول او اوسني ګوندونه څه کوي ؟؟
سره له دې چې اوس هم په هره برخه کې زور زياتى روان دى خو ايا تاسو تر اوسه له ١٠٠ ګوندونو څخه د يوه مشر له خولې د نه خوړو د اعتصاب غږ اورېدلي دى ؟؟؟
البته دغه کار يواځې حاجي محمد محقق کړى و خو هغه هم د ملت لپاره نه بلکې د خپل قوم لپاره و .
په هرصورت ،
شايد سياسي ګوندونه داسې فکر وکړي چې له اساسي قانون څخه د دوى ظاهري ملاتړ به دوى د قانون پلويان وښيي او اعتماد به پرې وکړي ، خو داسې نه ده اوس ټول پوه شوي دي .
اوس دغه وږى ولس پوهېږي چې په کروزين کې ناست سياسي مشر ددوى ولږه نشي محسوسولى او د قانون تر نوم لاندې چې هرڅه کوي هغه د خپلو ګټو لپاره کوي .