پکتيکا: وسلوالو په يوه جومات د لاسي بمونو بريد کړی

وسلوالو په يوه جومات د لاسي بمونو بريد کړی نهه تنه ولسي وګړي يې ټپيان کړي او د نهو سيمه ييزو پوليسو وژونکی وسلوال د يو کمين په ترڅ کې ووژل شو
د پکتیکا ولایت مقام د رسنیو دفتر
۱۳۹۲کال د چنګاښ ۳۱ نېټه
د پکتيکا ولايت د ملي امنيت رياست مسؤولین وايي چې تیره شپه نهه بجې د دولت د وسلوالو مخالفينو يوې اوه کسيزې ډلې د يوسف خيلو ولسوالۍ جامع جومات ته هغه وخت لاسي بمونه ورغورځولي دي چې نږدې دوه سوه لمونځ کوونکي د تراویح په لمانځه ولاړ وو، چې د چاودنو له امله نهه تنه ولسي وګړي ټپيان شوي او مسجد هم زیانمن شوی دی، د ياد رياست د مالوماتو پر اساس مسجد ته نږدې د ملي امنيت رياست د يوه تن سرتيري کور وو چې له پېښې وروسته وسلوال د ياد سرتيري تر بريد لاندې راغلل، سرچينې زياته کړه چې وروسته د ملي پوليسو او ملي امنيت نور سرتيري هم سيمې ته ورسېدل او د لنډې نښتې په ترڅ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو دوه قوماندانان بازګل او قاري خليل ووژل شول او پنځه تنه نور تپيان شول، د سرچينې په خبره په مسجد کې ټپيان شوي ولسي وګړي د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي
د يو بل خبر له مخې تيره شپه ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو د يوه کمين په ترڅ کې اسدالله نومی هغه وسلوال په ډزو وواژه چې څه باندې يو کال وړاندې یې د یحی خېلو ولسوالۍ د یحی خېلو په کلي کې نهه تنه سيمه ييز پوليس په خوب ويده په ډزو ووژل او له يوه رنجر او يو شمير مهماتو سره په تېښته بريالی شو، هغه مهال د نوموړي کور د یحی خېلو ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري وسوځول شو، او له کلي شړلی اعلان شو،اسدالله هغه مهال د سيمه ييزو پوليسو په ليکو دنده ترسره کوله، خو له نهو تنو سيمه ييزو پوليسو وژلو وروسته د دولت له وسلوالو مخالفينو سره يو ځای شو، اوس مهال د نومړي جسد په يحی خېلو کې پروت دی او د سيمې اوسېدونکي اجازه نه ورکوي تر څو د یحی خېلو په هديره کې هغه دفن شي