د ملي اردو چارواكي وايي چې په پکتيکاولايت کې يې د عملياتو پرمهال د دولت ۵ تنه وسلوال مخالفين وژلي

د ملي اردو چارواكي وايي چې د پکتيکاولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې يې د عملياتو پرمهال د دولت پنځه تنه وسلوال مخالفين وژلي او څلور نور ټپيان دي، په جنوب ختيځ زون كې د دوه سوه درې تندرقول اردو مطبوعاتي دفتر نه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي چې دغه عمليات د خيركوټ ولسوالۍ د بکي خېلو اوبلوخېلوپه سيموکې شوي، خو دا نه دي ويلي شوي چې د دوى سرتېرو ته زيان اوښتى او كه څنګه. خو ياده دې وي چې تراوسه وسله والوطالبانوپدې اړه څه نه دي ويلي.