پکتيکا: په دوو جلا جلا نښتو کې يو وسلوال وژل شوی او درې تنه ژوندي نيول شوي دي.

۱۳۹۲کال د غويي ۱۹ نېټه
د پکتيکا ولايت په یوه رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، جې په شکين سرحدي او خيرکوټ ولسواليو کې د دوو جلا جلا نښتو پر مهال يو تن وسلوال وژل شوی او درې تنه نور ژوندي نيول شوي دي
خبر زياتوي، چې سهار نږدې لس بجې د پکتيکا ولايت په شکين سرحدي ولسوالۍ کې افغان پوله ساتو ځواکونو د یوه کمين په ترڅ کې یو تن وسلوال مخالف وژلی دی په دې بريد کې ملکي وګړو او يا هم پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتي او بلخوا بيا نږدې غرمه مهال وسلوالو مخالفينو د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د بلوخېلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر ګزمه بريد وکړ، سيمې ته ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونه د سيمه ييزو پولیسو مرستې ته ورسېدل، چې له لنډې نښتې وروسته درې تنه وسلوال له خپلو وسلو او مهماتو سره يو ځای ژوندي ونيول شول.