
دپکتیکاپه یحی خېلو ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو دچاودېدونکیو توکیو اومهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.
دپکتیکا دامنیې قومنداني سرپرست ډګروال دادالله هوتک
دیادومهماتو اوچاودېدونکیوموادو دښودولو پرمهال خبریالانوته وویل ((سیمه ییزو پولیسو دیحی خېلو ولسوالۍ دمټاخېلوسیمې په یوه باغ کې دغه زېرمه کشف کړه)).
هوتک وویل ، په دې چاودېدونکیو توکیو کې زرکیلوګرامه هغه توکي چې دماینونو په جوړولوکې ترې کاراخیستل کېږي،دماینونوشنډولو یوه دستګاه،لس دهوان مرمۍ،لسګونه ماینونه اوهمدارنګه سلګونه دبېلابېلو وسلومرمۍ اومهمات شامل دي.
نوموړی زیاتوي په کوم باغ کې چې دغه زېرمه پولیسوترلاسه کړې ،دسیمې دیوې دښتې سره څېرمه موقعیت لري.
دامنیه قومنداني سرپرست وویل چې له یادو توکیو اومهماتو، وسله والو مخالفینو ددولت ضدکړنو کې کار اخیست،خوکله چې طالبان له یادې ولسوالۍ کې څخه دسیمه ییزو پولیسو په رامنځ کېدو ورک شول یاده زېرمه هم ترې پاتې شوې ده.
تراوسه دیادو چاودېدونکیو توکیو سره په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
یحی خېل له دې وړاندې دپکتیکاترټولو ناارامه ولسوالۍ وه ،خوپه دې ولسوالۍ کې چې کله محلي پولیس یااربکیان جوړشول اویادو سیمه ییزو پولیسو اودولت دسیمې دخلکو ملاتړ ترلاسه کړ اوس دپکتیکایو یوه ارامه اوترټولو باامنه ولسوالۍ شمېرل کېږي.
دیادې سیمې اوسېدونکي وایې چې له تېریونیم کال څخه په دې ولسوالۍ کې امنیت ډاډمن اوخلک هم ددولت ملاتړي دي، خو دوی په دې ولسوالۍ کې دبیارغونې ،پوهنې اوروغتیاپه برخه کې دپروژو عملي کېدو غوښتنه کوي.